افغانستان او نړۍ کرونا؛ تیرو ٢٤ ساعتونو کې افغانستان کې ٥٤٦ پیښې ثبت شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳١ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې هیواد کې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ٥٤٦ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
روغتیا وزارت په یاده موده کې د کرونا ناروغۍ له امله د یوویشت کسانو د مړه کیدو خبر هم ورکړی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سره د کرونا ناروغانو شمیر ۲۸۴۲۴ او د مړو ۵۶۹ ته ورسیده.
سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې تر اوسه ۸۲۹۲ تنه له کرونا بیرته ښه شوي دي.
که څه هم روغتیا وزارت د ټولو ناروغانو شمیر څه کم دیرش زره ښيي خو تردې مخکې د همدې وزارت چارواکو ویلي و چې افغانستان کې هر کور ته کرونا ناروغي رسیدلې او تر یادې شمیرې څو چنده زیات کسان پرې اخته شوي دي.
دغه راز د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ چې ټوله نړۍکې ۸۶۴۱۱۲۰ له اته نیم لکه زیات کسان پرې اخته شوي، ۴۵۹۴۶۸ کسه یې مړه کړي او ۴۲۳۴۲۷۵ نور بیرته ترې رغیدلي دي.
https://kabull.com/?p=95180