Kabull.com کابل ټکی کام


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


د عراق شمال کې يو ترکی عسکر د عملياتو پر مهال وژل شوی
کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې د عراق په شمال کې یو ترکی عسکر د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د ترکيې د دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عراق په شمال " زاب " سیمه کې تېره ورځ د کوردي وسلوالو سره په مخامخ نښته کې یاد سرتیريذخپل ژوند له لاسه ورکړی.
د یادولو ده چې ترکيې تیره اونۍ د عراق په شمال کې د کردي وسلوالو په ضد د " پړانګ د پنجې " په نوم پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي چې تر دې دمه پکې د کردي وسلوالو ۶۰۰ مرکزونه او لسګونه جنګیالي له منځه وړل شوي دي.
https://kabull.com/?p=95198




ورسولې.......
له دې وروسته څه موده افغانانو په امن کې تېر کړل خو کله چې روسانو دافغانستان دحريم د نيولو هڅې پيل کړې نو دافغانستان پوځ هم د روسانو په ملاتړ افغانان يا شهيدان کړل، يا يې ژوندي تر خاورو لاندې کړل او يا يې په لسګونو کلونه دتورو تمبو شاته وغورځول.....
اوس کله چې نولس کاله وړاندې امريکا يو ځل بيا په افغانستان کې د اردو او نورو بنسټونو تر نامه لاندې کوم خلک راټول کړل او خلکو هم داتمه لرله چې امريکا د نړيوالې ټولنې تر عنوان لاندې افغانستان ته راغلې ده نو افغانستان ته به يو دائمي پوځ جوړ کړي،، خو امریکا برخلاف د افغانستان له ټولنو څخه منحوسې څېرې راټولې کړې او دافغان ملت په خلاف يې وروزل....
اوس  چې رسنۍ دا يادونې کوي چې ګواکې که نظام بدليږي هم نو بنسټونه دې نه بدلېږي او نه دې هم ړنګيږي...
نو اوس به رسنۍ د دې پوښتنو ځواب څنګه ووايي؟؟
دافغانستان اوسنۍ اردو په افغانستان کې کوم ډول جنايت نه دی کړی؟ ايا په افغانان بې چاره ګان يې تر اوسه پورې لا په زندانونو کې بې ګناه نه دي اچولي؟؟
پر افغان ملت باندې ملعونه او منحوسه ډيموکراسي چا په زور تحميل کړه؟
کله چې دافغانانو پر کورونو وحشي امريکايانو چاپې وهلې تر څنګ يې څوک ملګري وو؟ ايا دغه ډول کار په حيوانيت کې شته ؟ چې د کوم حيوان کور ته دې خپله همدا حيوان پردي ننباسي او خپل بچي دې پرې ووژني؟؟
دافغان ملت خويندې چا سپکې کړې؟؟ په وحشي شپنيو چاپو کې د افغانانو پتمنې خويندې چا سپکې او بې عزته کړې؟؟؟
نو دې ته اردو وايي چې له حيوانيت څخه يې هم تېری کړی وي او ان تر دې چې دافغانانو ټول معنويات یې دامریکايانو په پښو کې وغورځول....
نو رسنۍ د دغه ډول بنسټونو د نه ړنګېدو خبره کوي...
په اصل کې ددغو بنسټونو په باب بايد له افغان غيور ملت څخه وپوښتل شي چې دغه بنسټونه دې پاتې شي او که ړنګ دې شي؟؟؟

https://kabull.com/?p=95196


رسنۍ د کومو بنسټونو د نه ړنګېدو خبره کوي؟؟

غورځنګ
رسنۍ وخت ناوخته دا خبرې ډېرې په ځغرده کوي چې ګواکې بنسټونه دې نه ړنګېږي او فلان وفلان بنسټونه دې پر ځای پاتې شي...
يو هېواد د يوه کور حيثيت لري او په کور کې خامخا لومړی مشر،  دويم مشر، ان تر دې چې رعيت او تر ټولو کوچنی مشر هم معلوم وي، تر ټولو غوره او ښه کور هغه دی په کوم کې چې د هر چا کار معلوم وي او هر څوک خپل کار په ښه ډول پر مخ بيايي.
دغه شان که چېرې په يوه هېواد باندې يوه ښه اداره حاکمه وي نو دا بيا داسې معنا لري لکه په يوه لوی کار باندې چې ښه پلار حاکم وي او وروڼه ټول د پلار په واک کې وي، د کور رعيت چې ښځې او ماشومان دي؛ ښه په خوشحالۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايي....
په دې کې بيا د دې لپاره چې يو خو د هېواد ادراه ښه پر مخ ولاړه شي او بل هېواد د پرديو يا ګاونډيو له هر ډول يرغل څخه بچ پاتې شي او يا هم لږ تر لږه د نورو له يرغله په امان پاتې شي؛ ځينې بنسټونه وجود لري چې د دغو بنسټونو له جملې څخه يې تر ټولو مهم پوځي بنسټونه دي، له دې څخه بيا په لاندې کتار کې اقتصادي، روغتيايي او نور ډول ډول بنسټونه موجود دي..
خو پوځي بنسټونه د څو امورو لپاره خورا مهم دي او هغه په لاندې ډول دي:
۱:  د دې لپاره چې د يوه هېواد وګړي له هر ډول نژادي، مذهبي، ژبنيو او نورو تعصبونو پرته پخپل هېواد کې ژوند وکړي او په خورا وروګلوۍ سره خپلې د ژوند چارې پر مخ بوځي...  نو پوځي بنسټونه لکه اردو، پوليس او نور هر ډول نظامي بنسټونه مهم دي...
۲: د دې لپاره چې په هېواد کې نا امني پېښه نه شي او ټول هېوادوال په يوه داسې فضا کې ژوند وکړي چې هيڅ يو هم د پرديتوب احساس ونه کړي... پوځي بنسټونه د يوه هېواد لپاره مهم دي...
۳: د دې لپاره چې پر هېواد باندې کوم نا ترسه ګاونډيان او يا هم کوم لرې پروت هېواد يرغل ونه کړي، نو پوځي بنسټونه درلودل مهم دي... تر څو د هېواد دفاعي حالت هر وخت فعال وي او څوک خلل واقع نه کړي...
۴: هر هېواد خپل ځانګړي دودونه او دستورونه لري او ځانګړي ملي نواميس لري، د هېواد پوځي بنسټونه دا دنده لري تر څو له پورتنيو ټولو معنوياتو څخه په کلکه ساتنه وکړي او پرېنه ږدي چې څوک يې وتروړي... نو د دې لپاره چې دغه دنده پوځي بنسټونه ښه پر مخ وړلای شي... درلودل يې اړين دي...
۵: دا چې  الله ج د خپل عبادت لپاره پيدا کړی دی نو پدې اساس هر هېواد خامخا د يوه دين تابع دی او هېوادوال حتمًا د يوه دين تر احکامو لاندې ژوند تېروي.. دا بېله خبره ده چې هغه دين حق وي او يا نا حق... نو د دې لپاره چې د دغه دين حفاظت او ساتنه عوام په دومره کچه نشي کولی لکه څنګه يې چې پوځي او نظامي بنسټونه کوي.....
راځو دې ته چې په افغانستان کې پوځي بنسټونو د تاریخ په اوږدو کې خصوصاً د نويو پېړيو په رادبره کېدو سره کوم ډول رول لوبولی دی؟؟
کله چې افغانستان له نورې نړۍ سره د سيالۍ په ډول نويو پېړيو او د نړۍ نويو تخنيکي اوهر اړخيزو پرمختګونو ته ننووت نو دغه مهال هېواد ته له څو اړخونو څخه ستونزې متوجې وې...
چې هغه ستونزې د ګاونډيو له لوري، د سيمه اييزو هېوادونو له لوري او هم د لرې پرتو استعمارګرو هېوادونو له لوري وې..
د سيمه اييزو هېوادونو له جملې څخه يې تزاري روسيه وه چې دغه وخت يې پوه واک او ځواک درلود او تازه يې د ترکستان ټوله سيمه د خپل کمونېزم تر تأثير لاندې راوستې وه...
په ګاونډيو هېوادونو کې اېران ؤ چې دغه وخت قاجاريان په واک کې وو او افغانستان ته يې په زړه غوټې لرلې...
په لرې پرتو استعمارګرو هېوادونو کې لوی استعمارګر هېواد برتانيه وه چې پر افغانستان باندې د يرغل تابيا نيوله او هڅه يې کوله چې افغانستان په ټوله معنا د دائم لپاره تر خپل کنټرول لاندې راولي...
انګرېزانو په لومړي سر کې هڅه وکړه چې يو داسې پوځ د افغانستان لپاره له افغانانانو څخه جوړ کړي چې په ټوله معنا د يرغلګرو خدمت وکړي..
هماغه ؤ چې له خپل دويم ځل يرغل (۱۸۷۹ميلادي کال) سره سم يې امير عبدالرحمن خان راوغوښت او له امير سره چې کوم يو لک تنه د جهاد په نامه راوتلي وو نو همدا يې دانګرېزانو په فرمائش راتلونکی پوځ هم وګرځېده، امير عبدالرحمن خان دانګرېزانو په مشوره باندې تر ټولو مشهور مشهور مجاهدين د همدغو يولک تنه پوځ پواسطه له منځه يوړل او پرې شهيدان يې کړل...
له دې وروسته همدغه دانګرېزانو فرمايشي پوځ دامير عبدالرحمن خان زوی امير حبيب الله خان ته پاتې شو، امير حبيب الله خان هم دغه پوځ دافغانانو په خلاف او  د انګرېزي استعمارګرو په ګټه وکاراوه...
نو له همدې ځایه وو چې افغان ملت ته د پوځ او اردو نومونه له پامه وربد کړل...
له دې وروسته نو د امير امان الله خان واکمني راغله، د امان الله خان په دوره کې هم پوځ ته د علماء کرامو د توهين، د دين شعائرو د توهين، لکه د ږيرې توهين او پر ږيره ملنډې وهلو دندې وسپارل شوې.. او د امير امان الله خان پوځ هم په پوره اخلاص سره دغه دندې سرته




واشنګټن پوسټ: کابل کې د امریکا د سفارت ډېر کارمندان پر کورونا اخته شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
وانشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا د سفارت ډېر کارمندان پر کورونا ویروس اخته شوي.
یادې ورځپاڼې د یوه امریکايي لوړ رتبه د یپلومات له قوله ويلي چې پر کورونا ویروس د اخته شویو کسانو شمیر شلو تنو ته رسېږي.
د یپلومات واشنګټن پوسټ سره په خپله مرکه کې زیاته کړې چې سفارت کې دننه یې احتیاطي تدابیر پراخ کړي او ناروغان تر جیدي مراقبت لاندې نیول شوي دي.
د یادولو ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال په کابل کې پر کورونا ویروس د خپلو لسګونو دیپلوماتانو د اخته کېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
https://kabull.com/?p=95193




کسوف يا د لمر تندر نيونه او په دې وخت کې لمر ته د کتلو زیانونه
ټاکل شوی چې سبا (۱۳۹۹/۴/۱) د افريقا شمالي برخو، جنوبي او مرکزي سيا، اروپا او اسټرليا د ځينو برخو په شمول افغانستان کې به هم کسوف وليدل شي.
کسوف څه ته وايې؟
کسوف هغه حالت ته ويل کيږي چې ځمکه، سپوږمۍ او لمر په يوه مستقيمه کرښه سره واقع شی. په داسی حالت کې سپوږمۍ ځمکی ته د لمر د رڼا د راتګ مخنيوی کوی، چې د ځمکی ځينو برخو کې نوموړی پيښه ليدل کيږی او ځينو برخو کې نه.
د کسوف زيان.
دا چې نوموړی پيښه يوه غير عادی او منظره جوړونکي پيښه ده نو د خلکو پاملرنه ځآنته جلبوي، د لمر د رڼا د کموالي په صورت کې د سترګی کسی (Pupil) فراخيږي، په دی مهال لمر ته د کتو په صورت کې د سترګو ته په زياته پيمانه ماوره بنقش وړانګي ( ultraviolet ) داخليږي او د سترګې چې په شبکيه (Retina) کې د عصبي جحرو د تخريب سبب کيږی په نتيجه کې ړوندوالي “eclipse blindness” رامنځته کيږي، چې کيدی شی دايمي او يا مؤقتي وي چې اغيزي يې له څو ساعتونو او يا له څو ورځو وروسته څرګنديږی چې درد نلري.
سپارښتنه:
۱. د کسوف له شروع تر پايه په کور پاتي شي او دوره رکعته نفل وکړی او له الله څخه دوعا وغواړی.
۲. که بهر وی لمر ته مه ګورۍ.
۳. که ډير مو زړه نه صبريږي د کسوف د ځانګړو عينکو څخه په ګټه اخيستنی، يا د ويلډنګ کاري عينکو په کارونی او يا هم په انلاين پڼه نو موړي پيښه تماشا کړی.
په افغانستان کې يې دقيق وخت:
۱۳۹۹/سرظان/۱ د سهار له  9:16:15 څخه تر 12:25:39 پوري.
کسوف د اسلام له نظره:
پدی هکله درته صرف د بني کريم صلي الله عليه وسلم يو حديث ژپاړم: نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايې د لمر او سپوږمۍ نيونه د چا د مرګ او ژوند لپاره نه واقع کيږي بلکه دواړه د الله ج دقدرت نښي دي، کله يې چې مشاهده کوی نو لمونځ ادا کړی.
عن ابنِ عمر عن النبي قال: "إِن الشمس والقمر لا يخسفانِ لموت أَحد ولا لحياته ولكنهما آيتانِ من آيات اللّه فإِذا رأَيتموها فصلوا"صحيح البخاري/1402 وصحيح مسلم/914
له خپلی کورنی او نورو ورونو سره مو هم شريک کړۍ څو له ضرره خوندي پاتي شي، مننه!
لیکوال: احمد جریر رحمتي
https://kabull.com/?p=95190




د ناټو استازی: د بين الافغاني خبرو د پلاوي ځينې غړي کرونا نيولي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی " سټیفانو پونټي کورفو" په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د بين الافغاني خبرو د پلاوي ځينې غړي کرونا نيولي.
نوموړي دا څرګندونې له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې کرونا ویروس په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتیدو ده چې خلکو ته یې ستونزې جوړی کړي او ښايي د سولې بین الافغاني خبرې هم ټکنۍ کړي.
پونټي کورفو په خپله مرکه کې ويلي چې د حکومت او طالبانو د پلاوو د ګڼو غړو په کرونا د اخته کيدو خبر يې تر لاسه کړی خو داچې رښتیاهم د طالبانو د مرکچي پلاوي ځینې غړي په کرونا اخته شوي دي د ناټو استازي کوم شواهد وړاندې نه کړل.
له بل لوري طالبانو په کرونا ویروس د خپل مرکچي پلاوي د غړو د اخته کيدو په اړه خپاره شوي راپورنه په کلکه رد کړي دي.
https://kabull.com/?p=95187




ې خواران به په سخت وخت کې د دې لپاره یوسفزي ته جلوزو ته ورغلل چې چې د پخواني شناخت او ملګرتیا په اساس به یې ورسره د یوې یا دوو شپو د تېرولو اراده کړي وه. خو جناب یوسفزي به په سبا له ځان سره پیښور ته روان کړل او په ناخبري کې به یې له امریکايي جاسوسانو سره کینول. دا خو هغه مؤمن مجاهدین ول چې ځانونه یې ګوانټانامو،بګرام او مرګ ته ورکړل خو بر خپل ایمان سودا ته حاصر نشول خو تر کومه چې د سمیع یوسفزي د ایمان او وجدان خبره ده نو ده خو له صلیبیانو سره خپل اخلاص وکړ. نوموړي همدا راز د اسلامي امارت د ځینو مشرانو سره د کورني او پلرني شناخت نه په استفاده یې هغوي ته هم سخت تاوانونه ور واړول.
خو د سمیع یوسفزي د اسلام دښمنه کردار تر ټولو تیاره اړخ د مظلومو عرب مجاهدینو جاسوسي کول دي. د القاعده او امارت د استخباراتي کړیو د معلوماتو له مخې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سلګونه مجاهدین وروسته له هغه ونیول شول او یا هم شهیدان کړای شول چې راپورونه به یې د سمیع یوسفزي او ران موریو له لورې په نیوزویک کې چاپ کړای شول. دا خو د ژورنالستیک اړخ اغیزمن فعالیتونه وو، په استخباراتي اړخ کې د عرب مظلومو مجاهدینو پر خلاف د سمیع یوسفزي کارنامې د تاریخ تور باب دی.
فاعتبروا یا اولی الألباب:
لکه چې په لومړیو کرښو کې مو اشاره وکړه چۍ د امارت د استخباراتي کمیسون د ظرفیت او کارآيي په هکله هیڅوک باید په تیاره کې نه وي. امارت الحمد لله چې چا ته وغواړي په کم وخت کې د هغه د ژوند ژواک او پټو کارنامو په تړاو د لومړي لاس معلومات را ټولولای شي. د امارت د استخباراتو وظیفوي لائحه د دې تقاصا کوي چې د هر چا په اړه معلومات ولري. یو څوک چې په قطر کې امریکایانو ته د امارت د مشرانو پر خلاف تخریبي معلومات ور پاس کوي، امارت حق لري چې هغه د خپل ضد استخبارات تر راډار لاندې یې ونیسي. سمیع یوسفزی چې له بده مرغه د یوه ملا زوی دی خو دا مهال عملاََ د سولې د پروسې په سبوتاژ لګیا دی، باید پر دې پوه شي چې که ته یو کس یې او د امارت د مشرانو مخلصانه هڅو تخریب ته دې کار ویلی، د امارت استخبارات یوه داسې اداره ده چې د اوپراتیفي وړتیاؤ په هکله یې له CIA نه معلومات کولای شې. که ته پر دې خبرو له خلیلزاده کریډټ اخلې چې د امارت کوم جګپوړی مشر په کوم نامه ټویټر او فیسبوک اکاونټ لري او څه لیکي، نو د امارت استخبارات هم حق لري چې د خپلو او هغو مظلومو میلمنو مجاهدینو د مظلومیت دوسیې جوړي کړي چې د آی ایس آي کرنیلانو یا د خدای له ویرې یا د ځان له ویرې امریکایانو ته ورنکړل، کوم انګریز یې جاسوسي ونکړه خو تا د یوه ملا د زوی په صفت، د یوه افغان په صفت هغه پر امریکایانو خرڅ کړل او د دغو مظلومانو پر وینو د ګټلو مردارو پیسو دې په اسلام اباد، کابل او لندن کې پراپرټیانې او کاروبارونه ورباندې ودان کړل، ته د کفر په غیږه کې خپلې مزې چړچې کوې او په ګوانټانامو کې ستا له لاسه بند عرب او عجم مۇمنان لا هم د خپلو بچیانو د لیدلو ارمانونه په زړه کې ګرځوي.
https://kabull.com/?p=95184


مه وه چې موږ له بعض خبریالانو سره رابطې وي، په دې لړ کې ما هم له سمیع سره لږ و زیات تماس درلود خو یوه اونۍ خو مې له خپلو ملګرو ځان نشوای خلاصولای چې دوي فکر کاوه هسې نه د مشر اکاونټ ما ده ته ښودلی وي، ما خو ورته د تاج کمپنۍ په قرآن ژبه تېره کړه چې ما اکاونټ نه دی ورښودلی خو ورسره جوخت مې د سمیع د څو مشکوکو پوښتنو کیسه ورته وکړه چې له ما به یې کولې. مثلا په ډیره چالاکۍ به یې رانه دا پوښتنه وکړه چې زموږ د یوې خپلوانې کونډې زوی فدايي شوی او چا ورته ویلي چې هغه اوس له حقاني شبکې سره په لواړګه معسکر خالد بن ولید کې دی، ته وګوره که دلته کوم ملګری پیژنې چې مرسته وکړي. خو زه چې به متوجه شوم نو پوه به شوم چې دی اصلا دا غواړي معلومه کړي چې دغه معسکر ریښتیا هم لواړګه کې دی…دا او دې ته نورې پوښتنې وې چې ده به ډیرې په چل او هنر کولې خو ما به یې ځواب سره ګول کړ.
زاني، په بل کې ګوماني:
سمیع یوسفزی چې د خدای په فضل د عادي لیک لوست او سواد له برخې بې برخې دی، هغه ورځ یې په ټویټر لیکلي وو چې د امارت په دوره کې به کابلۍ انجوني په پیښور کې په فاحشه خانو کې فحشاء ته مجبوریدلې او بیا به ورباندې پولیسو او خبریالانو چاپه واچوله او په اخبارونو کې به یې خبرونه پسې وچلول چې قحبه خانه سے کابلی گلم جم رنگے ہاتھوں گرفتار.
لومړی خو د افغان په ناموس جنسي کاروبار د شر او فساد په زمانه کې دود وو او اسلامي امارت یې مخه ونیوله. بله دا چې زموږ د معلوماتو له مخې سمیع یوسفزی هماغه مهال په دي نیوز کې له بهروز نومي مشهور فاسق سره خبریال وو او همدا راز یې بي بي سي کې هم همکاري لرله. د افغان میرمنو په جنسي کاروبار کې د سمسع په شمول ټول هغه خبریالان ککړ ول په دغو ورځپاڼو کې یې کار کاوه. یو وار به یې میرمنو ته ګراکان راوستل او بیا به یې له شا پولیس پسې ور وستل او د میرمنو ګټلې پیسې به یې له پولیسو سره نیمايي کړلې. د صدر د پاټک په سیمه کې هغه اډې لا له چا هیرې نه دي چې سمیع او آصف معروف به ورته په ګډه د بي بي سي فارسي ایرانیان ور وستل. علاوه له دې دا د سمیع صېب د خپلې خولې خبره ده چې د مشتریانو د جنسي قوت د اضافې لپاره یې په کارخانو کې له یوه سیک حکیم سره هم قرارداد درلود او له هغه نه به یې ورته درمل هم سپلايي کول.
ځینې خلک خبرې ډیرې کوي خو ځان ته یې پام نه وي چې د یوې روپۍ شخصیت هم نه لري. دا خو زموږ د امارت مشران نیک او صالح خلک دي چې په قطر کې د سمیع قدر او عزت هم کوي کنه سمیع خو د خپلو اعترافاتو له مخې داسې کس دی چې تولې پیسې یې د جاسوسۍ او فحشاء له لارې ګټلي دي. په اسلام آباد کې د یوې یهودي امریکايي خبریالې او یوه پاکستاني خبریال د جنسی رسوايي داستانونه چې د سهولت کار کردار پکې سمیع درلود، د سویډني ډاکټر یوغ او فرانسوۍ پاولین رسوايي چې همدغه سمیع یوسفزي به ورته د کارخانو له حکیم صدنام سینګ خالصه نه درمل راچلول او بیا اسلام آباد کې د دواړو حرموني وشول او د رسوايي ډدوزې یې نړۍ ته ورسیدلې.
له دې علاوه د داکټر نجیب د وخت د را تښتیدلې جنرال حمید پکتیاني د میرمنې لپاره داسې څوک موندل چې میړه یې ور ووژني. موږ سره دا تفصیلات شته چې څوک د دې کار لپاره جلوزو ته لاړل او د هغه ځای له خانانو سره یې خبره وکړه او بیا څوک ول چې په لواړګه کې یې له مخرورانو سره ورته خبره وکړه او هغوي په څلورمه ورځ حمید پکتیانی قتل او د هغه له میرمن نه یې قلنګ د همدغه منځګړي په توسط وصول کړو. بیا د جنرال پکتیاني میرمن څنګه خارج ته لاړه او په دې برخه کې د سمیع غوندې خلکو کردار څه وو.
همدا راز د فرښتې په نوم یوې پغمانۍ انجلۍ ته له امریکا نه بلنه راځي او دغه بلنه په مهاجر بازار کې د سمیع یوسفزي د کتابخانې بهايي جان کتابخانې په ادرس راځي، دغه بلنه سمیع ته په لاس ورځي او یوه پاکه او عفیفه افغانه میرمن ورباندې بلیک میل کوي، اسلام آباد ته یې د سفارت په نامه بیايي او بیا هلته په مرموز شکل له میرمن سره هغه څه پیښیږي چې د عزت او آبرو له ډاره چاته څه ویلای نشي. د انجلۍ سپینږیری پلار یو دوه واره د سمیع پلار او ترونو ته د خپلې ابرو د پوښتنې لباره مراجعه کوي خو د دې په ځای چې څوک یې خبره واوري، د جلوزو خانان چې په ځايي پولیسو کې افسران دي په هجرت کلي کې د دغو مظلومانو پر کور برید کوي او افغانستان ته یې تیښتې ته مجبوروي.
مُشت نمونه خروار:
دا یو څو پیښې مُشت نمونه خروار وې چې موږ د سمیع یوسفزي صېب د شخصیت یواځې له اخلاقي اړخه را واخیستلې، له نیکه مرغه موږ لسګونو نورو داسې پیښو تفصیلات لرو چې راوي به یې بل څوک نه بلکې په خپله سمیع یوسفزی صېب وي.
د ژورنالیزم تر نامه لاندې یوه نه بلکې څو حو ممالکو او جهتونو ته جاسوسي کول، بل داسې څه دي چې دا مهال یې د سمیع یوسفزي د دوسیې خېټه پړسولي ده. د امارت له سقوط نه وروسته په پیښور کې د امریکا کنسولګرۍ ته د هغو بې وسه مجاهدینو ور معرفي کول هم د نوموړي د کار برخه وه چ


مرموزې څیرې چې د سولې سبوتاژ ته استخدام شوي دي.!
لیکوال: ضمير ځدراڼ
طالبان او استخباراتي ظرفیتونه یې:
لومړنۍ خبره خو دا ده چې یو څوک دې هیڅکله هم د اسلامي امارت د استخباراتو د کشفي، اطلاعاتي او اوپراتیفي ظرفیتونو په تړاو ځان په تیاره کې نه اچوي.
اسلامي امارت چې د هیواد د حاکمیت فعاله شپږ کلنه تجربه لري، په خپل وخت کې یې ویښ، بیداره او داسې مسلکي استخبارات درلودل چې د ناولي دښمن ګڼې دسیسې به یې آن په نطفه کې خنثی کړې. سره له دې چې له ټلوالې سره د روسیې، ایران او ناټو ماهواره اي استخباراتي مرسته مل وه، دوي بیا هم ونه توانیدل چې د اسلامي امارت پر ضد خپل کوم شوم پلان په بریالیتوب سره پیل یا پای ته ورسوي، مګر کله چې اسلامي امارت استخباراتو پر امارت د برید په موخه د امریکايي جنګي کشتیو د خوځیدا خبر ورکړ او همدا راز یې د عبدالحق په نوم د صلیبیانو نوکر له منځه یۇړ نو خپله صلیبیانو هم ومنله چې واقعي طالبان په استخباراتي ډګر کې تر هغه څه ډېر مخکې دي چې موږ یې فکر کوو.
د صلیبي اشغالګرانو پر خلاف د خپل شل کلن مقاومت په ډګر کې هم طالبان هیڅکله له استخباراتي جګړې غافله پاتې نشول او په ۲۰۱۰ کال کې د استخباراتي کمیسون له اعلان وروسته یې په دې برخه کې یوه داسې مسلکي اداره جوړه کړه چې د کابل د ادارې ټول استخبارات، امکانات او ماشینرئ یې په دوړه پسې هم رسیدلای نشوای. په کابل کې د بیلابیلو استشهادي بریدونو پرمهال به د دښمن استخباراتو ځانونه مړه کړل چې د برید د څرنګوالې په تړاو یو حرف معلومات ترلاسه کړي خو تل به ناکامه ول خو په اکثرو مواردو کې به یې مجاهدینو دغه ستونزه حل کړه. د مجاهدینو استخباراتو د دې لپاره چې د دښمن ذهنیت اغواء کړي، زاړه جوړ شوي کلیپونه به یې وچلول او د کابل د ادارې استخباراتو ته به نو پلمه په لاس ورغله، زموږ د همدغو جعلي کلیپونو په چلولو سره به یې ادعا کوله چې برید د حقاني شبکې کړی او دا چې له میرانشاه څخه مولوي سنګین رهبري کاوه….موږ چې به دغه ادعاګانې اوریدې په خپلو سټوډیوګانو کې به مو له خندا نه بډوډو ته لاس نیولي وو.
په وروستیو وختونو کې چې اسلامي امارت له امریکایانو سره د اشغال د خاتمې او په افغانستان کې د سولې په تړاو کوم تړون کړی دی، نو ډېر داخلي او خارجي جهتونه شته چې د دغه تړون د سبوتاژ کولو کار ته یې کار ویلی دی. د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې د خپل ملي، دیني او مسلکي مسۇلیت په احساس کولو سره د دغه تړون د ساتلو په برخه کې سترې کارنامې تر سره کړي دي او په دې برخه کې یې ګڼې توطئې او سازشونه ناکام کړي دي چې یو په هغو کې د رحمت الله نبیل او د هغه د ټیم هغه دسیسه وه چې غوښتل یې د علماء کرامو، مصلحینو، مجاهدینو، سرور دانش او همدا راز زلمي خلیلزاد د قتل له لارې د افغانستان د سولې پروسه ناکامه کړي. د دې قضیې تفصیلات به موږ ان شاءالله په بله لیکنه کې راوړو.
له کومه ځایه یې پیل کړم؟!
دا خبره مې تر دې را یاده شوه چې هغه ورځ په قطر کې د اسلامي امارت او امریکايي حکومت د استازو تر منځ ګډه غونډه روانه وه چې ښاغلي خلیلزاد له خپلې دوسیې نه پنځلس شل مخه داسې مواد را وایستل چې ټول زموږ د امارت د یوه مشر ملګري د ټویټر او فیسبوک له شخصي حسابه را اخیستل شوي و. سره له دې چې زموږ د مشر دغه دواړه اکاونټونه بیا هم په مستعارو نومونو دي خو کومو خبرلوڅانو چې خلیلزاد ته دغه خبر ور رسولی و د اضافي ثواب په خاطر یې ورسره زموږ د مشر شجره نسب هم غوټه کړي وه. خلیلزاد ګیله من وو چې طالبان له یوې خوا له رسمي ادرسه د سولې د تړون د بریالیتوب هڅې کوي او له بلې خوا بیا په خپلو شخصي لیکنو کې د تړون د روحیې خلاف نشرات کوي. موږ خلیلزاد ته وویل چې زموږ ستاسې تر منځ د پریکړو او تصمیم مدار رسمي موقفونه دي، شخصي اکاونټونه هیڅ اعتبار نه لري بیا یو څوک چې ته یې مشر بولې دهغه اکاونټونه هم مستعار دي او مستعار اکاونټ خو قانوني حیثیت هم نه لري. څنګه چې اسلامي امارت د داسې خبرونو د تبادلې په وخت کې د سورس ښودنې میکانیزم هم لري، نو کله چې موږ له خلیلزاد دوي نه وغوښتل چې د دغه خبر سورس هم راسره شریک کړي، نو په نه زړه یې د یو داسې چا نوم واخیست چې کم ترکمه ما یې تصور هم نشوای کولای، ځکه په قطر کې د امارت د مشرتابه له لورې چې کوم اکرام او احترام د دغه کس شوی دی، ښايي خپله دالامارة ویب پاڼې د خبریالانو هم نه وي شوی.
سمیع یوسفزی، یو خبریال د یوه جاسوس په رول کې:
د ښاغلي خلیلزاد د دفتر په وینا د مشر د اکاونټ په هکله معلومات کوم استخباراتي کس یا شبکې نه بلکې د سمیع یوسفزي په نامه هغه تن ورکړي وو چې ځان ازاد خبریال بولي او د قطر د هر مذاکراتي جریان پر مهال یې ځان تر بل هر چا وړاندې هلته رسولی وي. د خلیلزاد له دغه انکشاف سره له بده مرغه یوه ستونزه زموږ لپاره هم د امارت استخباراتو جوړه کړه او هغه دا چې د سوشل میډیا د یوه امارتي فعال په حیث زموږ استخباراتو ته دا معلو




افغانستان او نړۍ کرونا؛ تیرو ٢٤ ساعتونو کې افغانستان کې ٥٤٦ پیښې ثبت شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳١ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې هیواد کې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ٥٤٦ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
روغتیا وزارت په یاده موده کې د کرونا ناروغۍ له امله د یوویشت کسانو د مړه کیدو خبر هم ورکړی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سره د کرونا ناروغانو شمیر ۲۸۴۲۴ او د مړو ۵۶۹ ته ورسیده.
سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې تر اوسه ۸۲۹۲ تنه له کرونا بیرته ښه شوي دي.
که څه هم روغتیا وزارت د ټولو ناروغانو شمیر څه کم دیرش زره ښيي خو تردې مخکې د همدې وزارت چارواکو ویلي و چې افغانستان کې هر کور ته کرونا ناروغي رسیدلې او تر یادې شمیرې څو چنده زیات کسان پرې اخته شوي دي.
دغه راز د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ چې ټوله نړۍکې ۸۶۴۱۱۲۰ له اته نیم لکه زیات کسان پرې اخته شوي، ۴۵۹۴۶۸ کسه یې مړه کړي او ۴۲۳۴۲۷۵ نور بیرته ترې رغیدلي دي.
https://kabull.com/?p=95180




د جرمونو نړیواله محکمه وایي؛ ټرمپ يې د افغانستان په تړاو په چارو کې مداخله کوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳١ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د جرمونو نړیواله محکمه وایي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې د افغانستان په تړاو په چارو کې مداله کوي.
د یادې محکمې څارنواله فاتو بنسودا ویلي ، هڅه کوي چې هغه جنګي جنایتونه وڅېړي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو نورو غړو هېوادونو، طالبانو او افغان پوځیانو ترسره کړي دي.
خو په وینا یې، ټرمپ د دې کار سره مخالفت کوي، هڅه کوي د هاګ محکمې په قانوني چارو کې مداخله وکړي په خبره یې:”دوی ددې محکمې غړیتوب نه لري او امریکا ځان ته قضايي ادارې لري چې جنګي جنایتونه پکې وڅېړي“.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنايي جرمونو نړیواله محکمه باندې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنایتونو د څېړنې له کبله بندیزونه لګولي دي.
ټرمپ تیره اوونۍ د هاګ محکمې پر هغو قضايي چارواکو، د هغوی پر کورنیو امریکا ته پر ورتګ بندیزونه ولګول چې افغان جګړه کې پر امریکايي ځواکونو د ادعا شویو جنګي جرمونو تورونه پلټي.
یاده محکمه وایي، د ټرمپ مخالفت سره سره به افغانستان کې د جنګي جرمونو څیړنو ته ادامه ورکړي.
د امریکایي پوځ په شمول د ناټو ګڼو متحدانو په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي، عام خلک یې بمبار کړي، شکنجه کړي او په شخصي زندانونو کې تعذیبونه ورکړي دي.
https://kabull.com/?p=95176




هلمند: د سرحدي لوا رئیس ارکان او د دریم کنډک ریس ارکان په ګډون ۵ سرتېري وژل شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳١ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
یوه امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته ویلي چې یادو مسؤولینو غوښتل طالبانو ته کمین ورکړي خو طالبانو له وړاندې ورته کمین نیولی وو.
په وژل شویو کې د ٢٠٥ میوند قل اردو د څلورمې لوا رییس ارکان محمد ظاهر توربای او د سرحدي لوا رییس ارکان په شمول پنځه سرتیري شامل دي.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي په خپله ټویټرپاڼه لیکي چې یاد برید کې لس عسکر وژل شوي دي.
د ښاغلي احمدي په خبره:”د هلمند د لښکرګاه او نهرسراج ترمنځ د کوچيانو په سيمه کې تېره شپه، د ګوډاګۍ ادارې د مزدورې اردو عسکرو مجاهدينو ته کمين نيولی وو چې د مجاهدینو په متقابلو ډزو کې۱۰ تنه عسکر ووژل شول يو کرمولی ټوپک او یوه اندازه مهمات یې د مجاهدينو لاس ته ورغلي“.
https://kabull.com/?p=95172

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

165

obunachilar
Kanal statistikasi