ې خواران به په سخت وخت کې د دې لپاره یوسفزي ته جلوزو ته ورغلل چې چې د پخواني شناخت او ملګرتیا په اساس به یې ورسره د یوې یا دوو شپو د تېرولو اراده کړي وه. خو جناب یوسفزي به په سبا له ځان سره پیښور ته روان کړل او په ناخبري کې به یې له امریکايي جاسوسانو سره کینول. دا خو هغه مؤمن مجاهدین ول چې ځانونه یې ګوانټانامو،بګرام او مرګ ته ورکړل خو بر خپل ایمان سودا ته حاصر نشول خو تر کومه چې د سمیع یوسفزي د ایمان او وجدان خبره ده نو ده خو له صلیبیانو سره خپل اخلاص وکړ. نوموړي همدا راز د اسلامي امارت د ځینو مشرانو سره د کورني او پلرني شناخت نه په استفاده یې هغوي ته هم سخت تاوانونه ور واړول.
خو د سمیع یوسفزي د اسلام دښمنه کردار تر ټولو تیاره اړخ د مظلومو عرب مجاهدینو جاسوسي کول دي. د القاعده او امارت د استخباراتي کړیو د معلوماتو له مخې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سلګونه مجاهدین وروسته له هغه ونیول شول او یا هم شهیدان کړای شول چې راپورونه به یې د سمیع یوسفزي او ران موریو له لورې په نیوزویک کې چاپ کړای شول. دا خو د ژورنالستیک اړخ اغیزمن فعالیتونه وو، په استخباراتي اړخ کې د عرب مظلومو مجاهدینو پر خلاف د سمیع یوسفزي کارنامې د تاریخ تور باب دی.
فاعتبروا یا اولی الألباب:
لکه چې په لومړیو کرښو کې مو اشاره وکړه چۍ د امارت د استخباراتي کمیسون د ظرفیت او کارآيي په هکله هیڅوک باید په تیاره کې نه وي. امارت الحمد لله چې چا ته وغواړي په کم وخت کې د هغه د ژوند ژواک او پټو کارنامو په تړاو د لومړي لاس معلومات را ټولولای شي. د امارت د استخباراتو وظیفوي لائحه د دې تقاصا کوي چې د هر چا په اړه معلومات ولري. یو څوک چې په قطر کې امریکایانو ته د امارت د مشرانو پر خلاف تخریبي معلومات ور پاس کوي، امارت حق لري چې هغه د خپل ضد استخبارات تر راډار لاندې یې ونیسي. سمیع یوسفزی چې له بده مرغه د یوه ملا زوی دی خو دا مهال عملاََ د سولې د پروسې په سبوتاژ لګیا دی، باید پر دې پوه شي چې که ته یو کس یې او د امارت د مشرانو مخلصانه هڅو تخریب ته دې کار ویلی، د امارت استخبارات یوه داسې اداره ده چې د اوپراتیفي وړتیاؤ په هکله یې له CIA نه معلومات کولای شې. که ته پر دې خبرو له خلیلزاده کریډټ اخلې چې د امارت کوم جګپوړی مشر په کوم نامه ټویټر او فیسبوک اکاونټ لري او څه لیکي، نو د امارت استخبارات هم حق لري چې د خپلو او هغو مظلومو میلمنو مجاهدینو د مظلومیت دوسیې جوړي کړي چې د آی ایس آي کرنیلانو یا د خدای له ویرې یا د ځان له ویرې امریکایانو ته ورنکړل، کوم انګریز یې جاسوسي ونکړه خو تا د یوه ملا د زوی په صفت، د یوه افغان په صفت هغه پر امریکایانو خرڅ کړل او د دغو مظلومانو پر وینو د ګټلو مردارو پیسو دې په اسلام اباد، کابل او لندن کې پراپرټیانې او کاروبارونه ورباندې ودان کړل، ته د کفر په غیږه کې خپلې مزې چړچې کوې او په ګوانټانامو کې ستا له لاسه بند عرب او عجم مۇمنان لا هم د خپلو بچیانو د لیدلو ارمانونه په زړه کې ګرځوي.
https://kabull.com/?p=95184