ښــه خــویـــونــــه


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو هغه بل کانال مو بلاک سو دلته راسره ملګري سی

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


دکوم عالم نصیحت ډیر تأثیر درباندي کوي
So‘rovnoma
  •   نادرکه استاذ استاذ محمد یاسر صاحب
  •   مولوی عبدالرحمن اخندزاده صاحب
  •   مولوي عبدالظاهر اسلمیار صاحب
  •   شیخ حماسي صاحب
  •   شهید مجیب الرحمن صاحب
  •   شهید شیخ رحیم الله صاحب
  •   مولوي رفیع الله وصال صاحب
  •   مولوي عبدالرحمن صمیم صاحب
  •   خلیفه دین محمد صاحب
  •   مولوي عنایت الله علیمي صاحب
18 ta ovoz


[=🌿🌿🌿🌿🌿🌿🌿🌿=]
ښـــــــــه خــــویـــــونـــــــه
[=📒📒📒📒📒📒📒📒=]



کله چي انسان مړ شي ، که په قبر کي ښخ کړل شي یا نشي ښخ ، نو هغه ته دوې ملائکې راځي چي یوې ته یې *نَکِیْر* او بلي ته یې *مُنْکَرْ* ویل کیږي او له دغه مړي څخه پوښتنه کوي چي:

*رب دي څوک دی ؟*

*دین دي څه شی دی ؟*

*او پیغمبر دي څوک دی ؟*

اوس نو که دغه مړی د اهلِ ایمان څخه وي یعني پر ایمان مړ شوی وي ، سم او صحي جواب ور کوي او ورته وایي:

*رب مي الله جل جلاله دی .*

*دین مي اسلام دی .*

او دغه شخص د الله جل جلاله له طرفه موږ ته رسول را لېږل شوی دی

تر دغه سوال او جواب وروسته دغه ایمان درلودونکي مړي ته هر قسم راحت او آساني ور کول شي ، هغه داسي چي دده قبر ته د جنت له طرفه یو کړکۍ یا کلکین را خلاص شي چي د هغې کړکۍ څخه د جنت یخه هوا او ښه بوۍ دده قبر ته راځي او دغه وخت پر دغه مړه شوي انسان په ښه راحت او خوشحالي سره تیریږي ؛ او که دغه مړی العیاذ بالله بې ایمانه او کافر وو ، نو د ټولو پوښتنو په جواب کي وایي :ها ! ها ! نه یم خبر ، نه یم خبر !
او په نتیجه کي سخت عذابونه ور کول کیږي .
رب العزت دی مو د جهنم د آوره وساتی

الله جل الشانه دی جنت فردوس را په نصیب کړی... اللهم آمیــــن



[=📝📝📝📝📝📝=]
عبدالرازق مجتهد
[=🌱🌱🌱🌱🌱🌱=]


وکوم صحابي (رض) ته رسول الله ﷻ ویلي فداک امي وابي
So‘rovnoma
  •   سعد ابن ابی وقاص
  •   ابوبکر صدیق
  •   طلحه ابن عبیدالله
  •   زید ابن حارثه
5 ta ovoz


دیوه۰شهید۰مجا۰هد۰د۰واده۰کیسه😥

ګوری دانظام په داسی قربانیو راغلی
پام چی خیانت ورسره ونه کړه
2021 غږ می درځی

ډير وخت يې په سنګر کې تير کړې وو،
یوه ورځ کورته راغۍ مور يې بيرته د تلو اجازه ورنکړه او ورته ويې ويل زوي جانه! د پلار دي دا يو زوي يې کوم بل ورور نه لري، د مرګ او ژوند هېڅ معلومات نشته، د کوژدې دې هم ډير وخت تير شو . د جمعې ورځې ته دي واده کوو، ګوندې خداى پاک ګلالي لمسيان راکړي. زوى يې د مور خبره رد نه کړه او ورزياته يې کړله چې مورجانې يو ځل به لاړ شم د خپل امير څخه به اجازه واخلم او ورسره به د سنګر نور ملګري هم خبر کړم چې واده ته مې راشې شايد هغوى هم خوشحاله شې، سبا بيرته له کوره تر سنګره لاړ، او ملګرو ته يې د واده خبره وکړه، ملګري يې ډير خوشحال شول او يوه خوږ ملګري يې دا هم ورته وويل چې که اجازه راکړي ستا واده کې به يو نظم هم ووايم. امير هم خوښ شو، خداى فامانى یې ورسره وکړه او ورته ويې ويل چې که ژوند و موږ هم درځو. طا.لب چې په مسرور مشهور وو نو ډير خوشحاله کور ته راغۍ، مور يې ورباندې غږ کړ زويه هله ته له نژدي بازار څخه سودا او د واده سامان راوړه ګوره پام دي وي ولايت ته لاړ نشي هسې نه چې د کفر غلامان دي ونيسې. زوى يې تر ماښامه ټوله سودا پوره کړه او کور ته راستون شو. خو له دوه ورځو تيريدو څخه وروسته يې د واده ورځ شوه، لږ ملګري يې راغلي وو، نو خفه شو چې ولي هغه نور نه دي راغلي، امير صاحب ورغبرګه کړه چې خفه کيږه مه مسرور جانه که هغه هم راغلي وې نو سنګر مو چاته پريښودو خو سلام او مبارکې يې درته ويله. خو خير وخت ماښام شو ټول خپل او خپلوان يې لاړل خپلو کورو ته، طا.لب جان د شپي ډوډۍ له مور او خورګانو سره وخوړه، شپه هم نا وخته شوي وه، دا چې طا.لب جان له شرم څخه خپلي کوټې ته نه تلو نو مور او خويندې يې مجبوري شوي چې په ټيلو ټيلو يې تر خپلې کوټې ورسوي. کله چې کوټې ته ننوت د سلام له اچولو څخه وروسته يې دوه رکعته نفل لمونځ وکړ، د لمونځ په خلاصيدو سره يې ډزي تر غوږو شوي له ډيرې ويرې په رپيدو شو ژر يې خور ته غږ کړ هله خورجانې هغه زما مخابره راوړه.. ، نو په يو ملګري يې غږ وکړ چې اى! ابودجانه څه شوي دي ابودجانه جواب ورکړ چې د کفر غلامانو شديد جنګ شروع کړئ خو ته غم مه کوه موږ دلته يو،طا.لب چې له غيرته يې په سترګو کې توروالۍ ختم شو جها دي جذبه یې تر۱۰۰ پورته شوه. بغير له دي چې د خپلې بي بى يا ښځې مخ وګوري چانټه یې په ملا او ټوپک يې په لاس کې واخیست تر څو د خپلو ملګرو څنګ ته ځان ور ورسوي . کله چې د ملګرو څنګ ته ورغئ نو ملګري يې ډير ورته په غصه شول چې دا د واده شپي ته ګوره او دا ستا راتګ ته ګوره خو ډيره وسه يې په وکړه چې کور ته لاړ شي اما نتيجه يې ور نکړه
لږه شيبه وروسته د دښمن بنګنه طياره راغله او په مجا هدينو يې بمبار وکړ چې د يو نفر څخه علاوه نور ټول په شها دت ورسيدل. شپه ناوخته وه ملګري يې د ټولو کورونو ته خبر ورکړ چې خير ده راشئ زامن او وروڼه مو په شها دت ورسيدل. کله يې چې د واده والا يا مسرور کور ته زنګ وکړ نو مور يې ډیره خوشحاله شوه چې زوى مي زنګ وکړ خو کله يې چې د زوى د شها دت خبر واوريده بي هوشه شوه په دي وخت کې ناوې هم خبره شوه ناوې په چيغو شروع وکړه او د کوټي دروازه يې په ځان پسې بنده کړه، سهار شو جنازه يې راوړه نو د مسرور خورګانو غوښتل چې ناوې ته هم خبر ورکړي چې راشه د ورور جنازه يې راته راوړه، ګوري چې دروازه بنده ده او ناوې غږ نه کوي له ډير ځنډ وروسته يې دروازه ور ماته کړه چې ګوري ناوي مړه ده او له خولي يې ويني بهيږي ، لږ وروسته معلومه شوه چې ناوې پخپل مسرور جان جانان پسې د خپل واده بنګړي خوړلي دي او روح يې ورکړئ
نو د يوي جنازې پر ځاى يې دوه داسې جنازي خاورو ته وسپارلي چې يو بل سره يې هيڅ دیدن او ملاقات هم نه وشو ،،،،،😭ارمانونه😭
_______
زمونږ دکلي پهٔ ګلشن یې وحشتونه وکړل
وحشي خزان رانه ګلان د پسرلـي وخوړل

ددین پهٔ ننګ او د وطن د ازادې پهٔ خاطر
دې انقـلاب رانه چنـار چنـار زلمي وخوړل

کم امېدونو ته چی ما د سر وېښتهٔ سپینول
هغه دپورې غرهٔ پهٔ څوکه کی مرګي وخوړل

زلمي د خداي مینه ته وبائیلله خپله مینــــه
پیغلې دیار مینه کی دوا لیچې بنګړي وخوړل


❌❌❌دلـــــیــــــست دنشرولو څخه بعد دوه ساعته نشرات مکوۍ او دوه ساعته لیست هم مه حذفوي که نه نو کانال مو دلیست څخه ایستل کیږي ❌❌❌

دخپل کانال دداخلوو لپاره رابطه
👇👇👇👇👇
@Mujtahedsaheb

🌹ښـــه خـــــویـــــونــــه🌹

محمد زاده جهادیار میډیا

🌹اســـتـــاد یـــاســــر🌹

🌹مــولـــوي عـــبــدالــرحــمـن🌹

🌹"ډیزاینګر م خالد زړګـۍ"🌹

🌹سخاوت فراهي صاحب🌹

🌹روغـتــیــا او ژونـــد🌹

🌹خــبــري مـــلــغــلـــري 🌹

🌹تــلاوتـــــونــــــــه🌹

🌹ܒ ع‌ࡅࡑࡐ߳ ࡅ࡙ߺ߲ࡐ ܤࡅ߭ࡅ߳‌᠀ࡍ߭🌹

☺️دلینـ،ـڪونو هدیره 😉



❤️🌹اســلامــــي مـــعــلـــومـــات🌹❤️📚



🌹 تکسل اوپکسیلاب دیزاین_2_چینل🌹

🌹برنامه های ضروری برای دیزاین سازی

🌹شاعر ملنګ احمدي🌹

🌹دمــیـنــي ذکــر🌹

🌹مینه درسره❤️ لرم❤️🌹

❤️🌹دنَبِي کَرِیمﷺ حدیثونه🌹❤️

🌹ښکلي اسلامی شعرونه🌹

🌹دقرآنکریم په {پښتو ژبه }ترجمه🌹

🌹دنبي کریمﷺحدیثونه🌹

🌹دفاروقي افغان اپلیکیشنونه🌹

🌹نعتخوان قاري فضلي نوزادي آشنا🌹

🌹رهروان دین🌹

🌹شاعر او نتخوان عبدالمطلب سنګري جانان🌹

🌹دفاروقي افغان دترانو چینل🌹

🌹انګلیسي زده کړه🌹

دفاروقي خاشرودي ترانی


داسلامي عقیدي ساتني اداره

جهادي تراني

حقاني زابلوال دترانو کور


رابطه
@Mujtahedsaheb


نوټ لیست یوازي د رخصتي په ورځ نشروو


[=🌿🌿🌿🌿🌿🌿🌿🌿=]
ښـــــــــه خــــویـــــونـــــــه
[=📒📒📒📒📒📒📒📒=]
په اوداسه کي دزخمي او سوځیدلي بدن پریولل

سوال: که دیو انسان بدن سوځیدلی یا زخمي وي پریول تاوان ورته کوي نو دبي اودسي او جنابت په حالت کي به څه کوي.

جواب: که دغه انسان بي اودسه سي نو که په څلورو اندامو کي چي هغه مخ لاسونه سر اوپښي دي تر دوه ډیر داسي وي چي اوبه تاوان ورته رسوي نو تیمم به وهي.
او که دوه یا تر دوه کم داسي وي چي اوبه تاوان ورته کوي نو بیا به دغه روغ اندامونه پریولي او هغه زخمي اندامونه که داسي وي چي مسح تاوان نه ورته کوي نو مسح به پر وکړي او که مسح تاوان ورته کوي نو یو کاغز یا یو ټکور دي پري وتړي مسح دي پر وکړي اوکه داسي شۍ نه وي یا شۍ وي خونه تړل کیدی یا شۍ تړل کیدی خو په دغه شي باندي مسح تاوان کوي نو په دغه دري سره حالاتو کي دغه ځایونه نه پریولل غواړي او نه هم مسح کول.
او که په دغه انسان باندي غسل لازم سي او تر نیمایي بدن زیاد زخمي وي تیمم دي ووهي.
اوکه دبدن یي تر نیمایي زیاده حصه روغه وه لږه حصه یي زخمي وه نو بیابه دغه روغه حصه پریولي اوهغه زخمي حصه که داسي وي چي مسح تاوان نه ورته کوي مسح دي پر وکړي.
اوکه یي تاوان ورته کوي نوبیا دي یو شۍ پر وتړي او مسح دي پر وکړي اوکه داسي شۍ وي خونه تړل کیږي یا شۍ تړل کیږي خو مسح په هغه شي تاوان کوي نو په دغه حالاتو کي دغه حصه نه پریولل غواړي اونه هم مسح کول.
[=📝📝📝📝📝📝=]
عبدالرازق مجتهد
[=🌱🌱🌱🌱🌱🌱=]


اسلام کې د حيا ارزښت او ګټې.

د انسان د پيدايښت موخه د الله تعالی عبادت او د هغه رضا خپلول دي، او په دغه ستر هدف کې انسان هغه مهال بريالی کيدای شي، چې له داسې ناوړه چارو څخه ځان وژغوري، چې الله تعالی پرې ناخوښه کيږي. پوښتنه داده چې هغه کوم خوی او صفت دی، چې په خپلولو سره انسان د الله تعالی له ناراضۍ څخه ځان ژغورلی شي؟

ځواب دادی چې له ګناه او د الله تعالی له ناخوښۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره تر ټولو مهم صفت حيا ده، ځکه علماوو د حيا داسې پېژندنه کړې ده:
حيا يو داسې کيفيت دی، چې انسان له ناوړه چارو، نامناسبو خبرو او ټولنيزو شخړو څخه ايساروي.

د حيا د ارزښت په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ډېر حديثونه روايت شوي دي، چې ځينې يې دا دي:

د حضرت ابو هريره رضي الله تعالی څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:«ايمان څه د پاسه شپېته او يا څه د پاسه اويا څانګې لري، تر ټولو بهترينه يې (لااله الاالله) ده او تر ټولو کمه يې له لارې څخه د زيان رسونکي شي لرې کول دي او حيا د ايمان څانګه ده».
[الادب المفرد، باب الحياء، رقم الحديث: 598]

دغه راز له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روايت دی، هغه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو داسې سړي تېرېده، چې خپل ورور يې د حيا له امله ملامته کاوه ( داسې ورته ويل چې ډېره حيا زيان درته رسوي) رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «مه کوه! حيا د ايمان برخه او څانګه ده»
[الادب المفرد، باب الحياء، رقم الحديث:۶۰۲]

لنډه داچې حيا ډېر ارزښتناک، غوره او ګټور خوی دی، په خپلولو سره يې انسان له ډېرو ناخوالو څخه ژغورل کيدای شي او بې حيايي او بې شرمي ډېره لويه ناروغي ده، چې له امله يې انسان په ډېرو ګناهونو او ستونزو کې ښکېل کېدلی شي.


‏د جُمعې ورځې سنت عملونه

➊ د سورت کهف لوستل
➋ غسل کول
➌ مسواک وهل
➍ خوشبو لګول
➎ مسجد ته وختي تلل, له لمر ختلو وروسته وختی تلل.
➏ باید ښکلې جامې واغوندي که نوې نه وي نو پاکې باید وي.


أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ
ژباړه=
او ايا دوى نه پوهیږي، څه چي دوى پټوي او څه چي ښكاره كوي الله په ټولو خبرو عالم دى؟


د وخت خلیفه چې له هیبت او رعب څخه یې ټوله کفري نړۍ وېریده مریض شو د وخت طبیبانو ورته د درملنې لپاره دشاتو (عسلو) خوړلو سپارښتنه وکړه دهمدې ورځو په بهیر کې دیوې جګړې په ترڅ کې یې شات (عسل) په ولجه (غنیمت) کې نيولې ول.
خو هغۀ دوخت خلیفه طبیب ته وویل وس یې نلرم؛ چې له بازاره یې رانیسم!
دخلافت چارواکو ورته وویل: دخلافت زیرمتون کې زښت ډېر عسل شتون لري موږ به یو لوښی درته را ډک کړو کنه ناروغې دې ورځ تر بلې زیاتیږي، خو خلیفیه ورته وویل: هغه شات زما ندې هغه دټول ولس دې زه یې واک نلرم!
پام چې رایې نه وړئ!
سباته دجمعې ورځ وه خطبې ته جګ شو له ثنا او صفت وروسته یې ولس ته وویل : زه ناروغ یم طبیب راته دشاتو سپارښتنه کړې زیرمتون کې ښه ډېر شات شته که تاسې ماته دیوۀ کټورې شاتو اجازه راکوئ چې دخپلې ناروغې لپاره یې وکاروم، که نه نو صبر به وکړم؛ ناست خلک ټول په ژړا شول ورته یې وویل: رب دې په تا رحم وکړې! ای داسلام ګران خلیفه! په والله چې له ځان وروسته اسلامي واکمنانو ته دې دود او رواج ډېر سخت کړ، موږ دربښلي، ټول وکاروه! ....
په جومات کې دژړا او سلګو غږ یوځل بیا پورته شو ..
داخلیفه څوک و؟
هوکې، *حضرت عــــمــــــر الفاروق* (رضی الله عنه)


💖.  دجمعې مبارک شپه دي درود شریف مو هیر نشی
   💖
  💟۔﷽ـ💟🕌ྎྏٖٖٖٖۘۘۘۘ۬◊ٍٍٖٖٖٖٖٖٖۘۘۘ۬ۘۘ۬ـٍٍٍٖٖۘۘۘ۬ـٍٍٍٍٖٖـ۪ٜٜ۪۪ٜٖؖـ۪ٜ۪ٜ۪۪ٜٖؖؖـ۪ٜ۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖـ۪ٜ۪۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖؖـ۪ٜ۪۪۪۪ٜ۪۪ٜٖ۪ٜ۪۪۪۪۪ٜ۪۪ٜٖٖؖؖؖؖؖؖؖـ۪ٜ۪۪۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖؖـ۪ٜ۪۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖؖـ۪ٜ۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖـ۪ٜ۪ٜ۪۪ٜٖؖـ۪ٜٜ۪۪ٜٖـٍٍٍٍٖٖۘۘۘ۬ـٍٍٍٖٖۘۘ۬ـٍٍٖٖٖٖٖٖٖٖۘۘۘ۬ྎྏٖٖٖۖۘۘۘ۬◊ٖٖٖٖٖ◤ٖٜٜٜٜٖ‌🎋ٜٜٜٜٜٜٖٖٖٖٜ࿆‌.
                      🕌ྎྏٖٖٖٖۘۘۘۘ۬◊ٍٍٖٖٖٖٖٖٖۘۘۘ۬ۘۘ۬ـٍٍٍٖٖۘۘۘ۬ـٍٍٍٍٖٖـ۪ٜٜ۪۪ٜٖؖـ۪ٜ۪ٜ۪۪ٜٖؖؖـ۪ٜ۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖـ۪ٜ۪۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖؖـ۪ٜ۪۪۪۪ٜ۪۪ٜٖ۪ٜ۪۪۪۪۪ٜ۪۪ٜٖٖؖؖؖؖؖؖؖـ۪ٜ۪۪۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖؖـ۪ٜ۪۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖؖـ۪ٜ۪۪ٜ۪۪ٜٖؖؖـ۪ٜ۪ٜ۪۪ٜٖؖـ۪ٜٜ۪۪ٜٖـٍٍٍٍٖٖۘۘۘ۬ـٍٍٍٖٖۘۘ۬ـٍٍٖٖٖٖٖٖٖٖۘۘۘ۬ྎྏٖٖٖۖۘۘۘ۬◊ٖٖٖٖٖ◤ٖٜٜٜٜٖ‌🎋ٜٜٜٜٜٜٖٖٖٖٜ࿆‌.
                    ‏       🥀۔﷽ـ🥀
           💖دروﺩ شریف په ستــر لارښـود
                  🌹حضرت🌹םבםב  🌹
          🕌 🍁 ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ
🔸        ❤ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝❤ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝❤ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝❤ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝❤ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝ ⃝💛     🔸
            ❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎
         ❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎☀︎︎❥︎.





❤️😘


واده ځکه نه کوم چې کار مې راڅخه پاتې نه شي!
ـــــــــ
له عبرته ډکه کیسه!
سل په سل کې رښتینې ده، تر نورو یې ورسوئ!

الحمد لله والصلاة والسلام علی محمد و علی آله واصحــابه اجمـــعین.

یوه عالم راته د باوري خلکو په استناد کیسه وکړه چې زموږ یو جماعت باهر ملک ته د دعوت او بلنې لپاره تللی و.

هلته چې لاړو د مسلمانانو حالت ډیر کمزوری و او له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان وو، فقر خو بیخې ځپلې وو، آن تر دې چې عیسوي مبلغین پر پیښ شوي وو، داسې کسان هم وو چې اسلام یې د یوې ډبل روټۍ په عوض کې پرییښی وو.( الامان والحفیظ).
( کاد الفقر ان یکون کفرا)

کله چې موږ دا حالت ولید ډیر دردوونکی حالت و، خلکو ته مو دوباره دعوتونه ور کـــړل، الحمدلله !دوباره په اسلام مشرف شول.

موږ چې هلته لومړی ځل خلکو ته دعوت ور کــاوه، هغه عیسایي مبلغ راغی، زموږ په لیدلو یې له دې امله د خوښۍ اظهار وکړ، چې موږ ګنې دده ملګري یو او خلک عیسویت ته دعوتوو.

کله چې له ابتدايې مکالمې وروسته ورته جوته شوه چې موږ مسلمانان یو، ډیر زیات خپه شو.

د تعجب ځای !

دادی چې کله مو له هغه مبلغ څخه د واده نه کولو په اړه پوښتنه وکړه چې واده ولي نه کوې؟

و یې ویل: که واده وکړم بیا د میرمن او بچیانو په تربیت او نورو امورو مصروف کیږم، له امله یې دا کار( منسوخ عیسویت ته خلک دعوتول) را څخه پاتيږي، له همدې امله واده نکوم.

له دې څخه باید موږ عبرت واخلو چې په دین باندې لومړی خپله عمل وکړو او بیا د عمل او دعوت په ذریعه نورو خلکو ته بلنه ور کړو.

الحمد لله! زموږ دین هم حق، مذهب هم حق او تګلاره مو روښانه ده، بیا هم کما حقه را له غاړي مسؤلیت نه ادا کوو.
یا ربه توفیق!

ښه خویونه


په اسلام کې د مسلمانانو تر مینځ د برترۍ معیار تقوا ده، هیڅ یو قوم او قبیله له دې معیار پرته یو پر بل برتري نه لري.

په دې دین کې د افریقا حبشي بلال رضی الله عنه د عرب قوم تر سردار ابوجهل په زرګونو ځله بهتره دی، د فارس (اوسني ایران) اصلي اوسیدونکی سلمان فارسي رضی الله عنه تر ابولهب په زرګونو واري فضیلت لري.

قوم، ژبه او رنګ د انسانانو د پیژندګلوۍ پرته نور ارزښت نه لري، د چا پر سترګو چې د قوم پالني پټۍ پرتې وي، هغوی هیڅکله حق نشي موندلی، که قوم یې بد وي که ښه، پر حق وي که ناحقه په ټولو صورتونو کې به د خپل قوم تابع وي.

زه داسي ډیر غیري پښتانه ملګري لرم چې د تقوا او ایماندارۍ له وجې یې پر زرګونو پښتنو نه ورکوم، دا مي باور دی او پر همدې ایمان لرم.

د قوم پرستۍ چټل تخم د تیري څلوېښت کلني بدمرغۍ او خصوصا تیرو شلو کلونو پیداوار دی، اوس ددې وخت دی چې دا چټل بوټی له بېخه ددې هیواده وایستل شي.

د قوم پالنې نارې بدبویه دي، مردودي دي.


راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر

توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥

مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې مې هدف دا دی چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، يوه شيبه ورسره کينو، همدا يوه شيبه ناسته يې شايد د کور ډير غمونه هير کړي ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!

يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله اکثره برخې مې یې د ټولنی حالاتو ته په ليدو سره وليکلې تر څو د لنډې کيسې بڼه خپله کړي!

ژوند لنډ دی شايد زمونږ په څو تورو د يوې نازولې خور او ورور مينه بيرته را ژوندۍ شي!
مشران وايي خور دوهمه مور ده!

ما چې کله ليکنه ليکله خپله مې ورته ښه ژړلي ، او په اوښلنو سترګو مې هر څه ليکلي نو که تاسې هم غمجن شوئ ستاسې د دل ازارۍ بښنه به راته کوئ ، خو دا هغه څه دي چې زمونږ ستاسې خويندې يې هره ورځ ويني او ورسره مخ کيږي😭😭


🌹ښــــه خــــویــــونـــــه🌹


ده خـــــــــــــــــوراو ورور واقـــــــــعه په لوســــــــتلو ارزی

د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!

ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!

زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا٦ منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه٦ به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥

خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!

زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!

🌹ښـــه خــــویـــــونـــــه🌹


ښــه خــویـــونــــه
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو هغه بل کانال مو بلاک سو دلته راسره ملګري سی
https://t.me/Mujtahed_sahed


═══════════ ♥ೋღ☃ღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ♥ೋღ☃ღೋ♥ ══════════



18 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

51

obunachilar
Kanal statistikasi