مخکینی ولسمشر حامد کرزی په یوه تازه پیغام کې وايي چې دوی د طالبانو له مشرانو سره ګټورې خبرې کړې دي، ”په لازمو مواردو مو له یو بل سره خبرې کړې دي، ډیرې ښې همکارۍ روانې دي. ان شاءالله چې زموږ ګران وطن به، زموږ خاوره به، د سولې، امنیت او د دوامدارې سراسري خوشحالۍ څښتنه شي“.