طالبان وایي کابل ښار کې د ترافیکي نظم راوستو لپاره به یې لومړی ګام دا وي چې له ښار ټولې امنیتي موانع او سیمنتي دیوالونه را ټول او وروسته یې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په واک کې ورکړي، تر څو په کلیوالي سیمو کې په عادلانه توګه د اوبو د وړو بندونو جوړولو په برخه کې ګټه ترې واخیستل شي.د یادونې وړ ده چې د جلال آباد ښاروالۍ نن په عملي توګه د امنیتي موانعو لرې کول پیل کړي دي.