شاعر مخبت وردک dan repost
نوی نظم
صوبې فتحې دي په ګران افغانستان
پرمختګ کړی د حق تک سپین کاروان
په شا درومي د کفري یرغل بچیان
ټینګیدی نشي د غرب ټیکه داران
ماته وخوړله دلته ټول جهان
له نیمروز شوه ابتدا ده استقلال
جوزجان هیواد کړو فتحو ته لیوال
سرپل په دښمن جوړ کړلو بد حال
آزادۍ له مخ نه لرې کړو سور شال
هیواد غواړي بیا ها خپل اصیل بچیان
تخار هم شو د غلیم پر مخ طوفان
کندوز هم شولو دښمن ته قبرستان
غزني بیا کړو راژوند مړ محمودخان
جوړ غلیم ته شو ډیرښه پیغور بغلان
د دښمن په ټنډه داغ شو سمنګان
په هنر او په تکتیک فتحه فراه
هلمند هم مټې دي نغښتې ده غزا
کندهار هم په درشل دی د بریا
په وردګو کې دښمن مات شو په ملا
شو د جنګ عبرت دښمن ته بدخشان
چاچې وګټو په وینو خړ سنګر
په سیاست کې خو بې خود ګټو دفتر
چې یې ورکړه قرباني ده مال او سر
دین وطن ته یې قبول کړو هر خطر
خود به وي ورته سرټیټ اوس دښمنان
ګړندي به وي إن شاءالله فتوحات
کړي به فتحه فتحې هم نور ولایات
شروع کړي د زلمو کلک عملیات
دښمنان دي ورته ټول په ملا رامات
حق حیران دی دې لښکر ته ټول جهان
دغه فــــتحې بــــرکت د قــــربانــۍ
ورته خاورې کړې هیواد څه ککرۍ
د الله په نصرت ماته شوه نړۍ
اوس پلو له مخ کړه پورته آزادۍ
د مخبت هم پوره شوی دی ارمان
مخبت وردک
صوبې فتحې دي په ګران افغانستان
پرمختګ کړی د حق تک سپین کاروان
په شا درومي د کفري یرغل بچیان
ټینګیدی نشي د غرب ټیکه داران
ماته وخوړله دلته ټول جهان
له نیمروز شوه ابتدا ده استقلال
جوزجان هیواد کړو فتحو ته لیوال
سرپل په دښمن جوړ کړلو بد حال
آزادۍ له مخ نه لرې کړو سور شال
هیواد غواړي بیا ها خپل اصیل بچیان
تخار هم شو د غلیم پر مخ طوفان
کندوز هم شولو دښمن ته قبرستان
غزني بیا کړو راژوند مړ محمودخان
جوړ غلیم ته شو ډیرښه پیغور بغلان
د دښمن په ټنډه داغ شو سمنګان
په هنر او په تکتیک فتحه فراه
هلمند هم مټې دي نغښتې ده غزا
کندهار هم په درشل دی د بریا
په وردګو کې دښمن مات شو په ملا
شو د جنګ عبرت دښمن ته بدخشان
چاچې وګټو په وینو خړ سنګر
په سیاست کې خو بې خود ګټو دفتر
چې یې ورکړه قرباني ده مال او سر
دین وطن ته یې قبول کړو هر خطر
خود به وي ورته سرټیټ اوس دښمنان
ګړندي به وي إن شاءالله فتوحات
کړي به فتحه فتحې هم نور ولایات
شروع کړي د زلمو کلک عملیات
دښمنان دي ورته ټول په ملا رامات
حق حیران دی دې لښکر ته ټول جهان
دغه فــــتحې بــــرکت د قــــربانــۍ
ورته خاورې کړې هیواد څه ککرۍ
د الله په نصرت ماته شوه نړۍ
اوس پلو له مخ کړه پورته آزادۍ
د مخبت هم پوره شوی دی ارمان
مخبت وردک