د زړه درده ملهم څنګه
کړم پيدا درته بيماره
انګړ کې یاد ستا د لالي
ریښې کړي دي چناره
مین ته یې سترګې ژاړي
چې لفظونه یې رانغاړې
دا جمله د خدای پامان ته
مه را ژباړه ناقراره
ستا انځور د خیال پر دښته
رسموم په وینو باندې
درزا نه محسوسومه
مړ یم په آهونو باندې
کړې شبګیر سره تړون ته
درمل لاره کړه خارداره
فِراق نه موندي تغیر هیڅ
جدايي کړي پیوستون
جوړه تابیا نیسي دا ستا
قلنګ غواړي له ژوندون
له کوم جنون دانه دانه
څاڅي نم د بڼو تاره
په سېلۍ سېلۍ سلګۍ کې
پنا وړې له کوم کنعانه
یوسفي سترګې پټیږي
له یعقوب نظر قربانه
په څپو د ګرداب ډوبه
ازار اخلې له فرهاره
په شپو شپو چې توسېدې
اوښکې تلې او توېدې
ماتو هیلو کي زګېروی کړي
بند په بند راتاوېدې
ولې فیض حقاني څارې
دا په نشتون کې خماره
۱/۷/۲۰۲۱
کړم پيدا درته بيماره
انګړ کې یاد ستا د لالي
ریښې کړي دي چناره
مین ته یې سترګې ژاړي
چې لفظونه یې رانغاړې
دا جمله د خدای پامان ته
مه را ژباړه ناقراره
ستا انځور د خیال پر دښته
رسموم په وینو باندې
درزا نه محسوسومه
مړ یم په آهونو باندې
کړې شبګیر سره تړون ته
درمل لاره کړه خارداره
فِراق نه موندي تغیر هیڅ
جدايي کړي پیوستون
جوړه تابیا نیسي دا ستا
قلنګ غواړي له ژوندون
له کوم جنون دانه دانه
څاڅي نم د بڼو تاره
په سېلۍ سېلۍ سلګۍ کې
پنا وړې له کوم کنعانه
یوسفي سترګې پټیږي
له یعقوب نظر قربانه
په څپو د ګرداب ډوبه
ازار اخلې له فرهاره
په شپو شپو چې توسېدې
اوښکې تلې او توېدې
ماتو هیلو کي زګېروی کړي
بند په بند راتاوېدې
ولې فیض حقاني څارې
دا په نشتون کې خماره
۱/۷/۲۰۲۱