محمدګل حقمل


Kanal geosi va tili: Butun dunyo, Pushtu
Toifa: Telegram


اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
محترمينو
دلته به تاسو ته وخت پر وخت زما په قلم
ليکل شوي شعرونه: او ده خوږ ژبو ترانه خوانانو په آواز نشريږي
راسره ملګري سئ د ملتيا مو مننه
ستاسو خادم محمدګل حقمل
تبادلى لپاره پي وي
@emperorofkings
https://t.me/haqmal78

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Butun dunyo, Pushtu
Statistika
Postlar filtri


اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
درنو ملګرو خدای دي وکړي چې ټوله خوښ او خوشحاله اوسﺉ :
ملګرو زما هغه بل نمبر مسدوده سو
دلته نشریات نسم کولای
ستاسو څخه هیله کوم نوي چينل ته راسﺉ
پەدرنښت
ستا سو ورور محمدګل حقمل


ملګرو دلته راسئ




العصر خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي

د روژي مبارکي په ویاړ نوې ترانه

کسر
مرحبا مرحبا
ای تحفه د الله
استجاب د دعا
ته د میاشتو اعل
رمضان رمضان
خدای دې راوله بیا

ترنم کونکی
حافظ فضلې اشنا
سیلاب درویش

شاعر/قاری عاصم صیب

#دالعصر_ترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_063


محمدګل حقمل dan repost
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ده شعر او ترنم جونګړې ګروپ ټە
ته ښە راغلاست وایم
ملګرو دلته به تاسو ته شعرونه ترانې
او نوي کمپوزونه درته وړاندي کوو
له ملتیا مو یوه درسته اسلامي نړۍ مننه
ده ګروپ لینک هم در سره شیر کړي
https://chat.whatsapp.com/DUGAsKyFVp4Iq5Pf8Cu806




الحقپال خپرندويه اداري لخوا وړاندی کیږی
نوی نعت شریف

صلی الله علیه وسلم
په هري خانقاه کي مو لیـــدلي ستاخبري
حبیبه موږ دزړه کور کي ساتلي ستاخبري

په غبرګو اوازونو
سعید توحیدي هروي
او محمدګل حقـــمل

شاعر
محمدګل حقمل
#الحقپال نشریاتی اداره
https://t.me/Al_haqpall_media3




الحقپال خپرندویہ ادارہ dan repost
الحقپال خپرندويه اداري لخوا وړاندی کیږی
نوی ترانه

کسر
پر لمنی دی ســـجدی کوم ده شکر
ستا لمنه سجده گا ده خوژی موری

آواز محمدگل حقمل
شاعر داکتر خاورین

#الحقپال نشریاتی اداره
https://t.me/Al_haqpall_media3


🎭لــــــیـــــونـــــتــــون😐 dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
پر لمنې دې سجدې کوم د شکر
ستا لمنه #سجده_ګاه ده خوږې مورې
#خاورین

آواز:حقمل صیب

@Lewanton


Dr.azizi dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
غـــــــزل

ستا مینې په ما کړی ډیر اثر دی ومنه
دې هر چا اوس په ما پسې نظر دی ومنه
آواز:
محمد ګل حقمل
#شاعر
مخبت وردګ


نوي عامه ترانه

کسر

ستا ميني په ما کړی ډېر اثر دی ومنه
ده هرچا اوس په ماپسې نظر دی ومنه

شاعر مخبت وردګ
ترنم محمدګل حقمل


الحقپال خپرندویه اداره لخوا
نوی ترانه
د ترنم له ډګره

رنګارنګ تهمت دی او خبري دي
ژبي نن په هرچا زوروري دي

اوازونه
سعید توحیدي هروي
او محمدګل حقمل

شاعر
محترم ورور مخبت وردک صاحب
الحقپال نشریاتی اداره👇🏿
https://t.me/Al_haqpall_media3






@ dan repost
غزل

پر زړه زخمي زبـون زبـون يم آخــر مـړ به شمه
سخته ځپلی ستا بيلتون يم آخــر مـړ به شـمه

ډېري مودي وشوي ده حال پته دي نه لګـــيږي
خو زه لا هم ســتا په لټون يم آخر مړ به شــمه

خداي خودي راوله يوځـل له مودو ورکه آشـنا
ډېر ناقــراره بي سـکـون يم آخــر مـړ به شــمه

ده‌آه نعرې‌کړم هم مي‌شونډو وچ پـتري نيــولي
یاره تر‌حــده ده جـــنون يــم آخـرمـړ به شــمه

چي دي رايادي خاطري سي کړم ســوز آهونه
غم کي‌دي تل سر په زنګون يم آخر مړ به شمه
  
ده‌تنهايی ورځي او شپي‌دي غريو نيولی‌ګرځم
ډېر زورولی سـتا نشتون يم آخــر مـړ به شمه

ای ده حقمل ده سترګو توره ته خـبر يې که نه
راحصــار کړی بل آزمـون يم آخــر مړبه شـــمه

محمدګل حقمل


@ dan repost
مجاهد ورور ته  يوڅو کرښي

ده هــــــيواد آبادول سـتا  مــسؤليت دی
هره سيمه رٙغَــول ســــتا مـــسوُليت دی

څــــنګه راغلـې دي سپــيڅلي اقتدار ته
شکـــريه ادا کــــول ســـــتا مسؤليت دی

ښه رويه ده دي ملت ســــره اختيار کړه
ده هر فرد سره پالل ســــتا مسؤليت دی

زٙحٙــمات دي په رياءکــــی شـامل نـــسي
خواهشــاتو نه ژغورل ستا مسؤليت دی

عاجــزۍ په ايماني رســۍ کـــړه ټینګه
ګوره ځان اصلاح‌کيدل ستا‌مسؤليت دی

ده خواهش په تار‌چي ونه ګنډې سترګي
تير دوران را يادول ســـــتا مسؤليت دی 

بوري کـــونډي يتـــيمان درنه هـــيرنشي
ښه په مينه يې روزل ستا مسؤليت دی

ده حــقــمل ورور توصیه دي کړه قبوله
داهرڅه پر ځــان منل ستا مسؤليت دی

محمدګل حقمل


@ dan repost
ستاسو کور افغانستان يم

پرځان‌مي يوړل کړاوونه چي‌ژوندی پاتي‌شوم
ومي ګالل ډېر تلکيفونه چي ژوندی پاتي شوم

ده جــهادپالو زلـــمو کـــور افغانســــتان نومېږم
غېږکي لرم پټ ضميرونه چي‌ژوندی پاتي شوم

ده بــــي پروا ذات قهرېدلي نصرتـونه وو چـــي
مات‌مي‌کړل‌سترستر قدرتونه‌چي‌ژوندی‌پاتي‌شوم

ډېـرو زلــــمو ده تـــن پــه ويــنو بانـــدي‌وپـاللم
رابانـدې ځارکړله سرونه چي ژوندی پاتي شوم

هم امریــکا او هم  انګرېز شـوروی هم ورســره
دلته يې‌خاوري‌سول‌هډونه‌چي‌ژوندی پاتي‌شوم

په ايماني هــوډ او قـــوت مي نړۍ مــاته کـړله
تل ده زمري لرم خويونه چي ژوندی پاتي شوم

حقمل چــي ږدم پرسر کږه وږه پکړۍ صـــاحبه
زماهم‌ پوره‌ سول‌ آرمانونه‌ چي‌ژوندی‌پاتي‌شوم

محمدګل حقمل


@ dan repost
نعت شريف

سترګي به مي خداي له ګناه وژغوري
خاوري چي رانجه ستا ده قدم واخلم

کـــله چـــي پرتــا درود ســـــلام وايـم
زړه لــره ســـکون په هــــغه دم واخـلم
 
مـــاعاصـــي بـــنده به الله ج وبخښي
هر قدم چـــي ستا په لاره سم واخلم

دا ناقرار زړه مي ســـتا وصـال غواړي
څـو پوري به کــار له دغه زغم واخلم

زړه نه مــــي بــلا غـــمونه لــري شــي
نـــوم چـــــي دی پر ژبه منظم واخلم

زمــا ده زړګـــي للمه به خــړوبه شــي
لاس کي چي يو جام اب زمزم واخلم

ذهن کي منحل مي سـتا يادونه سي
زه حقمل چــــي ګوتو کي قلم واخلم

محمدګل حقمل


@ dan repost
نعت شریف

څومره ښکلی نازنين يې محمده
دوست ده رب العالمين يې محمده

ستا وحسن ته عاجزه ځلاند لمر دی
عاليشانه بهترين يې محمده

پاک الله ج ده نبوت‌مډال در کړی
ته خاتم النبيین يې  محمده

کائنات ستا ده هر امر تابعدار دي
ته سيدالمرسلين يې محمده

رب دي کړي صفتونه پر هرباب کي
رب ستايلی په ياسين يې محمده

ستا له رويه دا دنيا الله پيدا کړه
نازولی ده مبین يې محمده

زه حقمل دي لتا ځار او سپيلنی سم
ته مي زړه لره تسکين محمده

محمدګل حقمل

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

168

obunachilar
Kanal statistikasi