غزل
چې هم مئین یې هم اقرار ، نکوې څه به کوې
د پاکې مینې چې اظهار ، نکوې څه به کوې
تشې وعدې د جانان هم ښه دي ساده عاشقه
ته چې په عشق کې انتظار، نکوې څه به کوې
په صبر صبر تر دیواله چې دې ورسوي
په داسې کس چې بیا ګزار، نکوې څه به کوې
څړیکې چې زیاتې د پرهر شي درد له زغمه وځي
د فریاد چیغه چې په جار ، نکوې څه به کوې
مینه چې ګله د جنون تر حده ورسیږي
بیا چې په ګوتو باندې شمار، نکوې څه به کوې
چې ماشومان درته نهار ګرځي مجبوره یې ته
د خان حجره کې چې بیګار ،نکوې څه به کوې
چې وس دې نوي د ګزار دښمن په مخه درشي
داسې دښمن ته چې ته لار ، نکوې څه به کوې
هاشمه، غواړي چې نظام د پاک قران په دنیا
د جمهوریت نه چې انکار نکوې ،څه به کوې
ـــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
👇👇👇👇
@khawrinikmal
چې هم مئین یې هم اقرار ، نکوې څه به کوې
د پاکې مینې چې اظهار ، نکوې څه به کوې
تشې وعدې د جانان هم ښه دي ساده عاشقه
ته چې په عشق کې انتظار، نکوې څه به کوې
په صبر صبر تر دیواله چې دې ورسوي
په داسې کس چې بیا ګزار، نکوې څه به کوې
څړیکې چې زیاتې د پرهر شي درد له زغمه وځي
د فریاد چیغه چې په جار ، نکوې څه به کوې
مینه چې ګله د جنون تر حده ورسیږي
بیا چې په ګوتو باندې شمار، نکوې څه به کوې
چې ماشومان درته نهار ګرځي مجبوره یې ته
د خان حجره کې چې بیګار ،نکوې څه به کوې
چې وس دې نوي د ګزار دښمن په مخه درشي
داسې دښمن ته چې ته لار ، نکوې څه به کوې
هاشمه، غواړي چې نظام د پاک قران په دنیا
د جمهوریت نه چې انکار نکوې ،څه به کوې
ـــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
👇👇👇👇
@khawrinikmal