نوی غزل
خبرو کــــې وقفه اخـــــلي غــــــږیږي نا قراره
باران غــــــوندې نــــری نـــــــری ژړیږي ناقراره
دا څوک ده مورې چیرته ځي او څنګه وارخطا ده
لــــــه درده نور پـــــــه لاره راغورځیږي ناقراره
په زړه یې ده لاس ایښی ته یې څاره چې دا څوک ده
لـــــــه ځان سره بې حـــــده ډیر کړیږي ناقراره
له چا نه ده ورک شوی او که څوک به یې تې ورک
مــــــزل کــــــــوي نشه غوندې زنګیږي نا قراره
د زړه په رنځ اخته ده که جانان یې شهید شوی
لــــــه سترګو نه یې اوښکې پاتې کیږي ناقراره
ویده خلک یې ویښ کړه ته یې وګوره پلار جانه
چـــــې څوک ده په دا نیمه شپه تیریږي ناقراره
له خـــــولې نه یې په سوچ کې دا یوه خبره لاړه
چــــــې زویه دا زړګی مې ډیر خوږیږي ناقراره
د لویې مقبرې پـــــه خوا سهار ماښام روان یي
قبرو خوا ته پـــــه سخت ژمي تاویږي ناقراره
په زړه به دې زخمي کړي که خبرو ته یې غوږ شې
ســــــهار وختي لـــــــــه کوره روانیږي نا قراره
پوهیږم چـــــــې افغان ده ځکه دومره ناقرار ده
شهید بچي تـــــــه ښکته او پورته کیږي ناقراره
عــــــزت الله خزانه په زړګي به دې زخمي کړي
خبرو کـــــې ژړا باندې مــــــــــاتیږي ناقراره
شاعر عزت الله خزان
👇👇👇👇
@khawrinikmal