ملګري
بیل انقلاب کړلو د یو کتاب حجرې ملګري
زما د سنګر د یـوې لار اومـــدرسې ملګري
اشنا چې کله شوم خبر دې د فراق له غږه
له هغه وخت مې شو غمونه اندیښنې ملګري
راته یې پاتې شوه یادونه د زړګي دردونه
ورباندې ډکې شوې د کلي هدیـرې ملګري
لکه مجنون دې سرګردانه لاله هانده کړمه
چې مې له څنګه انقلابه بېـــلوې ملګري
دلاس یادګار ته دې شهیده یاره ډیر وژاړم
بېګاه مې ټوله شپه په زړه راوریدې ملګري
داستا بیلتون رانه چاپیر کړه دغمونو غیږه
ستا وتصویر ته مې مړې اوښکې تویدې ملګري
حماسه هغه د سنګر خواږه خواږه یارانه
هغه ده یو منزل لښـــکر او قافلې ملګري
حماس بدري
👇👇👇👇
@khawrinikmal
بیل انقلاب کړلو د یو کتاب حجرې ملګري
زما د سنګر د یـوې لار اومـــدرسې ملګري
اشنا چې کله شوم خبر دې د فراق له غږه
له هغه وخت مې شو غمونه اندیښنې ملګري
راته یې پاتې شوه یادونه د زړګي دردونه
ورباندې ډکې شوې د کلي هدیـرې ملګري
لکه مجنون دې سرګردانه لاله هانده کړمه
چې مې له څنګه انقلابه بېـــلوې ملګري
دلاس یادګار ته دې شهیده یاره ډیر وژاړم
بېګاه مې ټوله شپه په زړه راوریدې ملګري
داستا بیلتون رانه چاپیر کړه دغمونو غیږه
ستا وتصویر ته مې مړې اوښکې تویدې ملګري
حماسه هغه د سنګر خواږه خواږه یارانه
هغه ده یو منزل لښـــکر او قافلې ملګري
حماس بدري
👇👇👇👇
@khawrinikmal