رښـتـني مـرغـلـري


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


نبوي مرغلري، دیني معلومات، بعضي د پند کیسې ”حکایات“ به درته نشر کؤو.
په نبوي مرغلرو عمل وکړی،
او خپل ژوند مو په نبوي مرغلرو جوړ کړی.
ستاسو ملاتړ راته ډاډ بخښي، هیله ده ډاډمن مو وساتی،
ستاسو د دعا په هیله.
https://t.me/joinchat/AAAAAFPRpN51wdt-WxuSzA

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


#درود

«أَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ عَلَی آلِ مُحَمَّد»

ای باري ربـه !
درود دي وي پـه جناب رسول الله او پـه ال د جناب رسول الله صل الله علیه وسلم.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


حکایات او دیني معلومات dan repost
#الجمعه_مبارک

د درود شریف د ویلو 40 کټی.
د جمعه مبارکه ورځ ده درود شریف مو هیر نشی:
صَلّـِيْ عَلٰی مُحَمَّدً وَبَارِکْ عَلَیْهِ وَسَلَّمْ

_۱_ د الله امر په ځای کول.

_۲_ له الله سره موافقت که څه هم د دواړو درود توپیر لري.

_۳_ له ملایکو سره په درود ویلو کې موافقت.

_۴_ د الله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږي.

_۵_ په درود سره لس درجې ترلاسه کیږي.

_۶_ درود ویونکي ته لس نېکۍ لیکل کیږي.

_۷_ په درود سره لس ګناهونه بښل کیږي.

_۸_ درود د دعا قبیلدلو سبب کیږي.

_۹_ درود د رسول الله د شفاعت ترلاسه کولو سبب کیږي.

_۱۰_ د ګناهونو د بښلو سبب کیږي.

_۱۱_ په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي.

_۱۲_ د قیامت په ورځ به درود ویونکی رسول الله ته نږدې وي.

_۱۳_ د غریب سړي له پاره درود د صدقې ځای نیسي.

_۱۴_ درود د اړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.

_۱۵_ درود دالله او ملایکو له لوري د درود سبب کیږي.

_۱۶_ په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي.

_۱۷_ په درود ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږي.

_۱۸_ درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.

_۱۹_ د درود په برکت انسان ته هیر شوي شیان وریادیږي.

_۲۰_ درود ویونکي او سلام کوونکي ته رسول الله ځواب ورکوي.

_۲۱_ درود ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږي.

_۲۲_ په درود سره فقر او غریبي له منځه ځي.

_۲۳_ په درود ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.

_۲۴_ درود ویونکي ته هیڅوک ښېرا نشي کولی.

_۲۵_ د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږي.

_۲۶_ د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږي.

_۲۷_ خطبې او نورې ویناوې په درود سره پای مومي.

_۲۸_ درود په صراط (لاره) د پوره رڼا سبب ګرځي.

_۲۹_ په انسان کې جفا او سختي ختموي.

_۳۰_ د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.

_۳۱_ درود د برکتونو سبب ګرځي.

_۳۲_ په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږي.

_۳۳_ درود ویل په مومن کې له رسول الله سره مینه زیاتوي.

_۳۴_ له درود ویونکي سره رسول الله مینه کوي.

_۳۵_ درود ویل د هدایت او د زړه د بیداري سبب ګرځي.

_۳۶_ رسول الله ته د درود ویونکي نوم اخیستل کیږي.

_۳۷_ په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي.

__۳۸_ په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږي.

_۳۹_ د درود په ترڅ کې د الله ذکر او شکر هم راځي .

_۴۰_ درود دعا ده .

جلاء الأفهام في فضل الصلاة والسلام على خير الأنام، لإبن القيم الجوزيه.

#حـکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
🌷اسماء الحسنی (اوله برخه)🌷

🍃یاسر ابو عمار

🍃 تعلیم الاسلام راډيو ارشیف څانګه:🍃


#مـرغـلـره

‏رسول الله ﷺ فرمائي:
‏هر غم او تکلیف چي مسلمان ته رسیږی،
‏نو په هغه سره یې اللهﷻ ګناه رژوی
‏که څه هم په پښه یې ځوز (ازغۍ) جګ سی.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


🌹زندانی ګلاب🌹 dan repost
دعـٰاء

اللّٰهُمَّ إِنَّكَ عَفُوَّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنَّا ¤

ای باري خدایه ! ج
تاسو بخښه کولو والا یاست ،
او تاسو بخښنه خوښوئ ،
نو موږ وبخښې. 😥

یا الله تبارک وتعالـٰی !
تـه مو راتـه مخکني او ورستني ګناهونـه وبخښې.
یا رب العزتـه ! ج 😢
تـه راتـه پـر زړو ګناهـونـو بخښـنـه وکړې، او پر نوؤ ګناهونـو بانـدي توان ، ؤس او تقاضیٰ مـه راکوې.😥
#تـلاش

#الــدعــاء
@Gulab_Gulab


#مـه_خـفـه_کـیږه

مه خفه کیږه ! داسی رب لری که په اخلاص سره دي سجده ورته وکړه ، او په هغه دي توكل وکړ،
نو ټولې ستونځی او مشکلات به درته اسانه کړي .

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


🌹زندانی ګلاب🌹 dan repost
#الــدعــاء

لَا اِلـٰهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكَ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلـٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ ¤
اَللّٰهُمَّ إِهِّدِنَا بِالْهُدٰى وَزَيَّنَّا بِالتَّقْوٰى ⊙
وَاغْفِرْ لَنَا فِيْ الْاَخِرَةٌ وَالْأُوْلـٰى ¤
اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ وَعَطَائَكَ رَزَقَا طَيِّبَا مُبَارَكِا ※
رَبَّنَا لَا تُؤْاَخِذْنَا إِنَّ نَسِيْنَا اَوْ أَخْطَئْنَا ⊙
رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصَرًا كَمَا حَمَلْتُهُ عَلَى الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِنَا ¤
رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ
وَاعَفَ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا
اَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِيْنٌ ¤

نشته هیڅ معبود برحق مګر یوازې الله ج دی ، هغه هیڅ شریک نه لري ، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده ، او هغه د هرڅه پـه کولو قادر او برلاسی دی ،
ای باري خدایه ! ج
موږ ته لارښودنـه وکړه پـه هدایت سره او ښکلي مو کړه پـه تقویٰ سره ، او په اخر ؤ اول کې مو وبخښه.
ای باري خدایـه! ج
مونږ تاتـه سوال کوو، ستا د فصل او کرم او عطاء کړه مونږ تـه پاک او پراخـه رزق،
زمونږ ربـه! ج
مونږ مـه نیسـه پـه هغـه سره چي لـه مونږ نـه پـه سهـوه کيږي او زمونږ پـه خطاګانو باندي،
زمونږ ربـه! ج
او پـه مونږ باندي هغـه دروند بار مـه اچوه کوم چي تا پـه هغـه کسانو اچولی ؤو چي لـه مونږ نـه مخکي تېر شوي دي.
زمونږ ربـه! ج
او پـه مونږ هغـه کار مـه اچوه د کوم کار د کولو توان چي مونږ کي نـه وي، او خوښ اوسې لـه مونږ نـه، او بخښنـه وکړې مونږ لـره، او رحم راباندي وکړې.
تـه زمونږ مولا یې، نصرت راکړې د کافرانو پـر قوم باندي.

#الــدعــاء
@Gulab_Gulab


#رښـتـنـې_مـیـنـه!!

نبي کريم صلى الله عليه وسلم یو ځل له ابوبکر صدیق ـ رض ـ نه پوښتنه وکړه: په نړۍ کې څه خوښوې؟
هغه ویل:
درې ③ شیان خوښوم،
¹ ستاسره ناستې،،،
² تاته کتل،،،
³ پر تا خپله شتمني لګول،،،

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#دیني_معلومات

په آسمان، لـمـر ، سپوژمئ او اولاد قسم کول سـه حکم لري؟

مدلل جواب
مفتي حكيم الله صابر حفظه الله

زمونږ دټیلیګرام چینل ⇜⇙
https://t.me/Deni_Laar

ګلانو! دا مسئله واورئ او تر نورو مسلمانانو ئې ورسوئ صدقۀ جاريه ده.


#رښـتني_ملغلري

مَا مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ ، وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ ، مِنْ خَشْيَةِ اللهِ ، ثُمَّ تُصِيبُ شَيْئًا مِنْ حُرِّ وَجْهِهِ ، إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ.
(رواه ابن ماجه)

نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

د کوم مؤمن تر سترګو چي د الله د بيري څخه څه اوښکي وبهيږي که څه هم (په مقدار کي دومره کمي وي لکه) د مچ د سر برابر ، بيا هغه اوښکي دده پر مخ وبهيږي نو الله تعالي دا مخ د جهنم پر اور حراموي.
(روایت ابن ماجه کړی)

#رښـتني_ملغلري
@Marghalri


#مـرغـلـره

وعن عائشة - رضي الله عنها - قالت: قال رسول الله -: " «إن العبد إذا اعترف ثم تاب ; تاب الله عليه» ". متفق عليه.

ژباړهه:
د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، دا وايې چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
کله چي بنده د خپلي ګناه اعتراف وکړي، او بیا توبه وکاږي، نو الله تعالی د هغه توبه قبلوي.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـره

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې دوه لوڼې په اسلامي طریقه تر ځوانۍ وروزلې،
د قیامت په ورځ به زما داسې ګاونډى وي لکه دوه ګوتې.

یـالویه ربـهﷻ! یـا د کونینو خالقـهﷻ!
مونږ عاجزه بندګان یو مونږه ددې حدیث مصداق او په جنت کې د مدني جانانﷺ
ګاونډي وګرځوې!

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـره

اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ
(ترمذي و ابوداؤد)

‏رسول الله ﷺ فرمایي:
د ځـمکې پـر مخلوق رحـم وکړئ ؛
هغه څـوک چې په اسمانونو کې دى ،
پر تاسې به رحم وکړي.
(ترمذي او ابوداؤد)

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـري

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوک چي په لمانځه کي سُستي کوي الله جل جلاله به ورته پنځلس ډوله عذاب ورکړي، پنځه په دنيا کي، درې د مرګ په وخت کي، درې په قبر کي، درې د قبر څخه د راوتلو پر وخت.

۱ قِسم_عذاب ـ د دنيا د عذابو څخه پنځه عذابه:
اول عذاب : د عمر څخه به یې برکت ختم سي.
دوهم : د مخ څخه به یې د نېکانو علامه ختمه سي.
دريم : نېکي به یې هيڅ اجر نه لري.
څلورم : دعاء به یې نه قبليږي.
پنځم : د نېکانو خلقو ( خلګو ) په دعاء کي به دده هيڅ حق نه وي یعني هغه به دده په حق کي نه قبليږي.

۲ قِسم_عذاب ـ د مرګ په وخت کي درې عذابه:
اول : مرګ بې د ذلت مرګ وي.
دوهم : په لوږه کي به مړ سي.
دریم : د مرګ په وخت کي به دومره تږی وي چي د دنيا ټوله اوبه دده په نس کي واچول سي تنده به يې ماته نه سي.

۳ قِسم_عذاب ـ د قبر درې عذابه :
اول : د قبر د تنګ والي له وجهي به يې د بدن پوښتۍ يو د بله سره ور تیري سي.
دوهم : قبر به پر ده باندي اور بل کړي، سهار و ماښام به دی پر سکروټو اوړي را اوړي.
دريم : پر دغه کس به مار مسلط سي، ددغه مار نوم به شُجَاع اَقْرَعْ ( پک مار ) چي سترګي به يې د اور وي، نوکان به يې د اوسپني وي، دومره به اوږد وي چي یوه ورځ مزل به سړی پر وکړي خو ختم به لا نه سي، دا مار به دده سره خبري کوي ورته وايي به: زما رب زه پر تا مسلط کړی یم، د سهار د لمانځه په وجه چي تا ضایع کړی دی تر ماپښينه به دي وهم، د ماپښين د لمانځه په وجه به دي تر ماځيګر پوري وهم، د ماځيګر د لمانځه په وجه به دي تر ماښامه وهم، د ماښام د لمانځه په وجه به دي تر ماخُستنه وهم، د ماخُستن د لمانځه په وجه به دي تر سهاره وهم، او دغه مار چي یو وار انسان ووهي ۷۰ ګزه به په مځکه ننوځي، تر قیامته به ددې انسان دغسي عذاب وي.

۴ قِسم_عذاب ـ د قبر څخه د راوتلو پر وخت درې عذابه :
اول : ډېر سخت حساب ورسره کیږي.
دوهم : الله جل جلاله به ورته په قهر وي.
دريم : جهنم ته به يې داخل کړي.

۵ قِسم_عذاب : په يو بل روايت کي داسي راغلي دي چي دده پر مخ به درې ليکي وي :
اوله لیکه به دا وي : اې د الله د حق ضایع کونکې !
دوهمه لیکه به دا وي : اې د الله په قهر سره مخصوصه !
دریمه لیکه به دا وي : څنګه چي په دنیا کي تا د الله حق ضایع کوی نن ته د الله د رحمت څخه نا اميده يې. ماخذ : [ سراج الخطباء / ص ۴۱ ]

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـره

عن عمربن الخطاب رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِا لْنِیَّاتٌ
(بخاري ومسلم)

#ژباړه
نبي کریم( صلی الله علیه وسلم ) فرمایې:
د عملونو ثواب په نیت پوري تړلی دی او هرچاته دخپل عمل ميوه دهغه له نیت سره سم ورکول کیږي.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـره

له عبداللّٰه بن عمر رضي اللّٰه عنهما نه روايت دی، چې رسول اللّٰه صلي اللّٰه عليه وسلم وفرمايل: کله چې ويدۀ کېږئ، پۀ کور کې اور مۀ پرېږدئ.

ابو موسيٰ اشعري رضي اللّٰه عنه وايي: يوه شپه د مدينې پۀ يو کور کې اور ولګېدۀ، کله چې رسول اللّٰه ته خبر ورسېدۀ، ويې ويل: اور ستاسو دښمن دی، کله چې ويدۀ کېږئ، مړ يې کړئ.
متفق عليه
البخاري؛ ۶۲۹۳
المسلم؛ ۲۰۱۵

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مرغلره

عن أبي هريرة - رضي الله عنه - قال:
قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم " والله إني لأستغفر الله وأتوب إليه في اليوم أكثر من سبعين مرة ".
رواه البخاري.

ژبـاړه:
د حضرت أبوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وايې چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
قسم په الله! زه په ورځ کي تر اویا (۷۰) واره زیات د الله تعالی څخه مغفرت، او هغه ته توبه کوم.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#عـاجـبـه_ده!

د امر باالمعروف او نهې عن المنکر غوندي د یو ستر مسؤلیت څخه دومره غافله یو چې أن یو ټکسي وان ته دا هم نشو ویلای چې وروره دا کیسټ
( ساز _ سرود ) دې در بند کړه.

استغفرالله
#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـره

عن عمربن الخطاب رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِا لْنِیَّاتٌ
(بخاري ومسلم)

#ژباړه
نبي کریم( صلی الله علیه وسلم ) فرمایې:
د عملونو ثواب په نیت پوري تړلی دی او هرچاته دخپل عمل ميوه دهغه له نیت سره سم ورکول کیږي.

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri


#مـرغـلـره

له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې ما له رسول الله ﷺ نه وپوښتل چې خدای ته ډېر خوښ عمل کوم يو دی؟
هغه ﷺ راته وويل: چې پر خپل وخت لمونځ کول
ما بيا ترې وپوښتل چې له دېنه وروسته بل کوم؟
هغه ﷺ راته وويل چې د مور او پلار سره نيکي کول
ما بيا ترې وپوښتل چې له دېنه وروسته بل کوم؟
هغه ﷺ راته وويل چې د الله ﷻ په لاره کې جهاد کول
#متفق_عليه
#لمونځ
#مور_او_پلار
#جهــاد

#رښـتـني_مـرغـلـري
@Marghalri

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

480

obunachilar
Kanal statistikasi