موسیقي په اسلام او ساینس کي (۱)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
الحمدلله ثم الحمدلله چي ددې ښکلې لړۍ (اسلام او ساینس) دغه اووم
کتاب دی چي چاپیږي، له دې کتاب څخه مخکي (اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱، ۲، ۳، ۴) چاپ سویدي، علاوه (روژه په اسلام او ساینس کي، حجاب په اسلام او ساینس کي) هم چاپ سویدي.
دا چي د اسلام دوښمنان پر اسلام باندي اعتراضونه کوي او خپل باطل شبهات ښکاره کوي، له همدې کبله موږ کلک هوډ کړیدی چي د دوی دا شوم اهداف په نطفه کي خنثی کړو، او ځواب یې هم په نقل او هم په عقل سره ورکړو، نو ځکه موږ کوښښ کوو چي په داسی مسائلو کي له قرآنکریم، احادیث نبویه او اوسني ساینس کي څخه په استفادې حق روښانه او باطل له منځ یوسو او امت مسلمه ته دا جوته کړو، چي په اسلام کي چي کوم شی حلال دی هغه له اُخروي ګټو سره – سره دُنیوي ګټې او نېکمرغۍ هم لري او هغه څه چي په اسلام کي حرام دي هغه له اُخروي تاوانو سره – سره دُنیوي نقصانونه او مشکلات هم لري، په اسلام کي هیڅ داسي حکم نسته چي د حلت په صورت بې ګټې وي او د حرمت په صورت کي بې تاوانه وي، دا ځکه چي اسلام د ژوند یوه بشپړ ضابطه او د فطري شریعت سره سمه یوه درسته او مستقیمه تګلاره او مسیر دی.
د اسلام سره د فکري جګړې په ډګر کي په ځانګړي ډول سره مستشرقین، ملحدین، سیکولران، هیومنستان، فیمنستان او نور... دا کوښښ کوي چي د اسلامي امت د ځوان قشر دماغ ته په اسلام کي د شبهاتو او شکوکو سافټویر انسټال کړي، تور ورته سپین او سپین ورته تور ښکاره کړي، نو ځکه دغه د اسلام دوښمنان د اسلامي امت د ځوان نسل په ذهنو کي داسي زهرجن شبهات داخلوي، چي د دوی د ګمراهۍ او هلاکت سبب ګرځي.
داچي دا کتاب صرف (موسیقي په اسلام او ساینس کي) ده نو ځکه په دې کتاب کي موږ کوښښ کړیدی چي د موسیقۍ حرمت په قرآنکریم، مبارکو بې شمېرو احادیثو ، د فقهاء په اقوالو کي ثابت کړو، علاوه له دې څخه په دې کتاب کي د موسیقۍ ناوړه روحي او جسماني نقصانات په اوسني ساینس کي هم ورسره یو ځای سویدي.
لوی خدای ﷻ دي وکړي چي دغه کوچنی کتاب د اسلامي امت په ځانګړي ډول سره د افغاني ټولنې د ځوان قشر لپاره یو لارښود او د هغو اشخاصو لپاره چي د اسلام د دوښمنانو تر اغیزو لاندي راغلي وي د هغوی لپاره د هدایت سبب وګرځي. امین
غوښتنه:
د قلم د څښتنانو څخه مي لطفاً دا هیله ده چي دا کتاب و نورو ژبو ته و ژباړې، خپور یې کړي ، تر څو زموږ لپاره خیر جاري او ددوی لپاره د آخرت پوره توښه وګرځي.
نور بیا...