عـبـــدالـقـــديـــم نـظــــــام


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


وخت په وخت له نويو حمدونو، نعتونو او جهادي حماسي ترانو سره ستاسو په خدمت کې(عبدالقديم نظام)

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


مجاهدين بايد ورته متوجه شي
👇


دين غواړو، قرآن غواړو، طالب غواړو
امـــن او امــان غـواړو، طالـب غـواړو




د حريت لاره


لله الحمد، پر کوم مسير مې چې قدم ايښی دی
هر يو قدم مې د حريت پر لاره سم ايښی دی

بې له الله مې ځکه سر بل چا ته نه ټيټيږي
ما له خپل رب سره پر دې عهد قسم ايښی دی

څوک چې زما له دښمنۍ نه لاس په سر شي، راشي
د عزت هار مې ورته غاړه کې هر دم ايښی دی

چا چې خوبونه به زما د ختمېدو ليدله
جهان يې ويني چې پر هغو مې پرتم ايښی دی

د چا معبود شو سامِری، د چا د زرو خوسی
ما پر دربار د لايزال رب سر محکم ايښی دی

د خپلواکۍ کعبه ساتم د ابرهه له شره
دا خپل وجود مې نذرانه پر دې حرم ايښی دی

د سباوون د بيا راتلو لارې څاره نظامه
ځکه خنجر مو په سينه کې د تورتم ايښی دی
📷👇


پر سوله تکيه مکوئ بريدونو ته زور ورکړئ
سپرلی شو تندريزو ګوزارونو ته زور ورکړئ

بيا غرونه او رغونه ورته ټوله جهنم کړئ
بيا لور په لور ماينونو کمينونو ته زور ورکړئ

خبرې چې کږې کوي کږه خوله يې سوک غواړي
په يو آواز راپاڅئ تكبيرونو ته زور ورکړئ

چې بيا يې د طالب له نومه زيږدي اندامونه
يو ځل بيا هيبتي کاري وارونو ته زور ورکړئ

غليم مو ننواتی شو له زوره دی لوېدلی
هر چانس ته زيرک شئ تدبيرونو ته زور ورکړئ

کاروان مو نور رسيږي و درشل ته د برياوو
د ستر څښتن حمدونو او ذِکرونو ته زور ورکړئ

په مات به يې هم نه پرېږدئ چې روغ درنه لاړ نشي
نظام مو په ننګ وياړم تعروضونو ته زور ورکړئ

@nizamkandahari


تکرار


سپین انقلاب


سپين انقلاب به راولمه دا مې ژمنه کړې

ځان تر ارمانه رسومه دا مې ژمنه کړې

شبنم د اوښکو له مظلومو اننګو وچوم

لمر يمه وړانګې خورومه دا مې ژمنه کړې

زه يم نسيم د خپلواکۍ د ارمانونو بڼ ته

غوټۍ د هيلو راسپړمه دا مې ژمنه کړې

يتيمه ستا سوو آهونو پارولی يمه

ستا انتقام کله پرېږدمه؟ دا مې ژمنه کړې

مسته څپه د رودِنيل يمه په جوش راغلی

د وخت فرعون به غرقومه دا مې ژمنه کړې

مغرور جهان چي لاس په نام شي يو ځل بيا پامير ته

دا سپين بيرغ پرې رپومه دا مې ژمنه کړې

نظامه کړې مې ازل کې ده وعده د وفا

سر په دې لار قربانومه دا مې ژمنه کړې


مرحبا يا شَهرَ الصّيام !


د رحمتونو چينې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام
د ثوابونو تحفې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

په ګناهونو پيکه شوي زړونه بيا کړه روښان
د طاعتونو ډېوې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

هر روژه ماتی دې اختر وي ډک له کيف او خونده
د نعمتونو هديې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

ستړي ارواح را مُعطَّر کړه يو ځل بيا په تسکين
د راحتونو وږمې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

ناست وي مورچل کې او پر لوږه تنده هم اخلي خوند
د سنګرونو روژې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

ستا د راتلو لار يې څارل او وې کږې درپسې
زمونږ د زړونو لېمې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

ستا له راتګ سره دې راولي نظام ته مولٰی
د ارمانونو سپېدې، مرحبا يا شَهرَ الصّيام

@nizamkandahari


څو کاله وړاندي د ستراتيژيک امنيتي تړون لپاره د رابلل شوې جرګې په اړه مې ليکلی وو 👇


جرګې مه را غواړه


د حق، باطل مقابله ده جرګې مه را غواړه
زما د جهاد جهاد نعره ده جرګې مه را غواړه

غداره تا خو د افغان ملت عزت وپلورى
تا ته مي تل توره تېره ده جرګې مه را غواړه

زما د ميوند تاريخ خو وګوره سبق ترې واخله
لكه چي هېره دي كيسه ده جرګې مه را غواړه

په چاپلوسي د ګېدړانو غولېدلاى نه شو
زمونږ د زمريانو فلسفه ده جرګې مه را غواړه

قطار قطار استشهادي ځوانان ولاړ انتظار
ستا د تړون كومه فايده ده ؟ جرګې مه را غواړه

ته د كارمل كيسه لږ وګوره عبرت ترې واخله
ستا هم د بخت كاسه چپه ده جرګې مه را غواړه

ته د بمبار او شهيدانو به حساب راكوي
زما او ستا قضيه درنه ده جرګې مه را غواړه

دا ستا غلام سر به حتماً جلا كوم له تنه
دا مي د رب ج سره وعده ده جرګې مه را غواړه

ستا يو كردار هم و ( نظام ) ته د منلو نه دى
جنايت كاره دي چهره ده جرګې مه را غواړه

@nizamkandahari


عـبـــدالـقـــديـــم نـظــــــام dan repost
پيشګويي !


ثالث عمره! کړو وفا دې له ارمانه سره
پر پله دې پل ږدو، کوو ژمنه له سبحانه سره

ستا پيشګويي ستا کرامت غليم ته هم ياديږي
د خپلې ماتې چې احساس وکړي له ځانه سره

وياړمن ځواکونه دې درشل ته د بريا رسيږي
زور د اټم کله رسيږي له ايمانه سره؟

که پر ممبر که په سنګر که په دفتر کې يو مونږ
په غيرتي ژبه غږيږو له جهانه سره

ډير نازولي پر دې لار په لمبو ولمبېدل
جفا به نه کيږي د هغو له پيمانه سره

داسي وګړي دې روان دي د لښکر په مخ کې
قدم ږدي سم ستا له وصيت ستا له فرمانه سره

سپين امارت دې د لاس نښه ده راپاتي مونږ ته
د نظام زړه کوي ژوندون له سپين نشانه سره

👇👇👇👇👇👇👇
@nizamkandahari


رنګين مازديګرونه!


د دې ړنګ کلي چنارونه ترېنه چا وړي دي؟
يخې چينې او ګودرونه ترېنه چا وړي دي؟

چوپه چوپتيا ده لور په لور ماتې جنډې رپيږي
هغه رنګين مازديګرونه ترېنه چا وړي دي

هغه چې ښکاري د يو قبر سر ته ناسته مورکۍ
د پرهرين زړه ارمانونه ترېنه چا وړي دي

پاس په هوا کې اوس تاويږي شپه او ورځ جازونه
هغه د زاڼو قطارونه ترېنه چا وړي دي

مدرسه نشته سوي پاڼې ښکاري خاورو لاندي
ها سپين د علم مشالونه ترېنه چا وړي دي

اوس له سپېدو سره ها شور د آذانونو نشته
خدايه ها ښکلي جماتونه ترېنه چا وړي دي

ګرځي نظام په ورک جانان پسې کوڅه په کوڅه
خواږه د مينې ديدنونه ترېنه چا وړي دي


@nizamkandahari


سوله!

سولې! چې را نشې، ځه بل وطن ته
دلته خو څوک ستا په طلب کې نشته

ستا په راتلو يې چې خطره وي واک ته
سوله د هغو په مذهب کې نشته

پکار وو ستا لوړ درناوى شوی وای
خو د ادب سوچ په مَرکَب کې نشته

يو جنګ چې مري ميراث يې ټول وړي بل جنګ
وايي چې سوله مو نسب کې نشته

درسيږي دلته تويول د وينو
مضمون د سولې دې مکتب کې نشته

نظامه مونږ چې تل تر شا پاتي يو
ګواښګر زمونږ په اخ او ډب کې نشته

@nizamkandahari


د ديدن خيرات !

بيرته ځمه، څو شېبې سيوري ته ناست يم
د کلا د بَدَنِې سيوري ته ناست يم

خوار ملنګ يمه، خيرات د ديدن غواړم
که کچکول را ډکوې سيوري ته ناست يم

ډک د يخو اوبو جام درسره راوړه
ته را ووزه، زه دلې سيوري ته ناست يم

راتېر شوی يم په پټه له رقيبه
ستا د کور د دروازې سيوري ته ناست يم

ستا تر کلي په دې ټکنه غرمه کې
نظام راغلم لوڅې پښې، سيوري ته ناست يم

@nizamkandahari


الفتح عمليات !

تيارې به ځي، که خدایۚ کول رڼاوې به راځي
الفتح عملياتو کې برياوې به راځي

راوړي به سره ډولۍ د آزادۍ د ناوکۍ
په شور د تکبيرو د زلمو وراوې به راځي

ور ټول به کړي له لر او بر ټغر د بدرنګيو
له سپينو قافلو سره ښکلاوې به راځي

د هيلو لاس را تېر به کړي مسيح پر زخمي زړونو
نيم ژواندو ارمانو ته نوي ساوې به راځي

سجده چې ورته وکړل لمر، سپوږمۍ، يوولس ستورو
خوبونو د يوسف لره معناوې به راځي

سپېدې به کسات اخلي د وحشت له ماښامونو
له درده ډکو شونډو ته موسکاوې به راځي

رنګينې ترانې به وي، غمګین داستان به نه وي
پر ژبه د نظام خوږې ويناوې به راځي

@nizamkandahari


د ناموس غل!

ولسه! اوس خو مو نو غل د ناموس وپېژندی
دا ځل مو سم دا پلورل شوی جاسوس وپېژندی

د سر ټيکری څه، چې کمڅۍ باسي د خور له سره
افغان ملت دا بې وجدانه دۇوس وپېژندی

اوس دي زمونږ د انتقام پنجو ته ځان ټينګوي
ځکه غيورو شازلمو دا منحوس وپېژندی

ځوانانو پاڅئ، دا غلام سر يې له تنه بېل کړئ
ښه مو د کفر کاسه خور او خړوس وپېژندی

د غيرتي قومونو وينې دي په جوش راغلي
ځکه چې ټولو د کفارو چاپلوس وپېژندی

ما وې چې دا کوم مجوسان مې کلی کور ورانوي؟
نن مې نظامه خپل د کلي مجوس وپېژندی

@nizamkandahari


ګلورين دردونه!


شکر دی شکر شته پر زړه مې ګلورين دردونه
چې ستا له ياده سره ګډ شي وي شيرين دردونه

چې لوستل کيږي نه اوس ستا پر مبارکه ژبه
له زړه چاپېر دي د طٰهٰ او د ياسين دردونه

چې د عشاقو قافله وړي د وصال تر ښاره
د قدر وړ به څنګه نه وي نازنين دردونه

کله چې سوال کوم له خدايه ۚ څخه ستا د ديدار
په يو آواز مې پر دعا وايي امین دردونه

له تا بې درده به اسفل السافلين ته درومي
ستا دردُمند به رسوي تر عِلّيِين دردونه

تا هم ويل چې محبّت لري اُحُد راسره ①
نن د اُحُد هم دي پراته پر زړه سنګين دردونه

چې له هر توري دې په زړونو کې وږمې شي خورې
نظامه وي دې درسره عطورين دردونه


① عَنْ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ خَرَجْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى خَيْبَرَ أَخْدُمُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَاجِعًا، وَبَدَا لَهُ أُحُدٌ قَالَ: ((هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ)). رَوَاه البخَارِي.



@nizamkandahari


مزدورې رسنۍ !


څومره مُضِرې دي مزدورې شيطاني رسنۍ
د مُسلمه امت اذهان تخريبوي رسنۍ

لګيا وي شپه او ورځ د دين او د قرآن په خلاف
په يو او بل نوم فحاشۍ ترويجوي رسنۍ

که کلي وران شي په بمبار، که ماشومان سوځيږي
دوی يې نه ويني نه هم ځان پرې خبروي رسنۍ

که آزادۍ ده، که مشال، که بي بي سي، که اشنا
کفري چوپړ کې کوي يو د بل سيالي رسنۍ

د کړېدليو ولسونو فرياد کله اوري؟
چې د بادار په خوښه هر څه خپروي رسنۍ

کله چې بحث کوي ته هم ورته زنګ ووهې
که حقيقت وايې، اړيکه پرې کوي رسنۍ

الإماره، شريعت غږ تعقيبوه نظامه!
د امارت برياوې نه وايي غربي رسنۍ

@nizamkandahari


د عمر شپې!



هيڅ پوه نشوم د ګوتو په شمار شپې وې تېرېدې
ژوندون مې د دنیا يو څو شېبې وې تېرېدې

اوس دلته په لحد کې ګرفتار په خپل عمل يم
په ژوند کې که خوږې وې که ترخې وې تېرېدې

نه غم به ابدي وو، نه ښادي وه تل تر تله
غمجنې او خوشحالې مرحلې وې تېرېدې

نه « نن » مې « پرون » کيږي، نه مې لاره د خلاصون شته
پرون خو که زندان که زولنې وې تېرېدې

که درد وو که پرهر وو او که دار وو تېرېدل به
که بلې پر وجود به مې لمبې وې تېرېدې

ورځ مياشت شوه مياشت مې کال شو کال کلونه شول نظامه
د عمر شپې که لنډې که اوږدې وې تېرېدې


@nizamkandahari


د سترګو نم!


نن راته نه غږېدی غلی غلی
ځان سره پټ ژړېدی غلی غلی

نرګسي سترګې يې وې سرې له درده
له بېلتانه سوځېدی غلی غلی

بيا به غماز وي ورته څه ويلي؟
چې له ما پټ تېرېدی غلی غلی

په خولهٔ يې نه ويل خو پوه شوم دومره
د غم په ټال زنګېدی غلی غلی

رقيب مې هم له آهه نه وېرېدی
له خوشحالۍ خندېدی غلی غلی

غوښتل مې حال وساتم پټ نظامه
له سترګو نم بهېدی غلی غلی

👇👇👇👇👇👇👇
@nizamkandahari


د خوب تعبير !


خوب مې ليدلی، سباوون تورې تيارې ماتوي
تبر په لاس، خليل بتان او بتخانې ماتوي

خلکو کتل ورته، هک پک وه له حيرته پاتي
چې يو ملنګ طالب غرور د زمانې ماتوي

د غضب توره به د هغو تر هډونو لويږي
څوک چې زمونږ د جماتونو منارې ماتوي

ربه سرونه يې د قهر په ډبرو وله
چې د وحشت په کاڼو زمونږ د زړو شيشې ماتوي

بيا به نسکور وي ابرهه، کعبه به وي ودانه
بيا به تقدير د تدبیر خامې فيصلې ماتوي

په سَوِي آه او تړمو اوښکو نرمې شوې به وي
يوسف په ګوتو ځکه نرمې زولنې ماتوي

د خوب تعبير به دې نظامه وي هغه شازلمِي
چې په سينه کې د غربي ښامار نېزې ماتوي

👇👇👇👇👇👇👇
@nizamkandahari

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

917

obunachilar
Kanal statistikasi