ګلورين دردونه!
شکر دی شکر شته پر زړه مې ګلورين دردونه
چې ستا له ياده سره ګډ شي وي شيرين دردونه
چې لوستل کيږي نه اوس ستا پر مبارکه ژبه
له زړه چاپېر دي د طٰهٰ او د ياسين دردونه
چې د عشاقو قافله وړي د وصال تر ښاره
د قدر وړ به څنګه نه وي نازنين دردونه
کله چې سوال کوم له خدايه ۚ څخه ستا د ديدار
په يو آواز مې پر دعا وايي امین دردونه
له تا بې درده به اسفل السافلين ته درومي
ستا دردُمند به رسوي تر عِلّيِين دردونه
تا هم ويل چې محبّت لري اُحُد راسره ①
نن د اُحُد هم دي پراته پر زړه سنګين دردونه
چې له هر توري دې په زړونو کې وږمې شي خورې
نظامه وي دې درسره عطورين دردونه
① عَنْ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ خَرَجْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى خَيْبَرَ أَخْدُمُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَاجِعًا، وَبَدَا لَهُ أُحُدٌ قَالَ: ((هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ)). رَوَاه البخَارِي.
@nizamkandahari