د سید میر رجب سړک د سولر پلورونکو سره د ښاري نظم او سړک ساتنې په موخه ناسته ترسره شوه
فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۸/ لیندۍ/ ۱۴۰۳
فراه ښاروال ښاغلي الحاج مفتي سردار محمد "مرصاد" پيل کې ټولو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې وويل چې سړکونه د ښاریانو په پيسو جوړېږي او د هغوی ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
ښاغلي ښاروال وویل: "ښاري نظم رامنځته کول او د سړکونو ښه ساتنه ستاسو اصنافو او عامو ښاریانو په همکارۍ کېږي. نوموړي زیاته کړه چې ښاروالي پلان لري ټولو اصنافو لپاره مناسب ځایونه وټاکي ترڅو هغوی خپلې چارې په منظم ډول ترسره کړي.
دغه راز يې زياته کړه چې دا اقدام به نه یوازې د ښاري نظم په رامنځته کول کې مثبت رول ولري بلکي د ښاري ښکلا او د سړکونو د پراختیا لپاره به هم ګټور شي.
اخوا د سولر پلورونکو استازو د ښاروالۍ له پلان څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ښاري اصولو په مراعاتولو کې بشپړه همکاري کوي.
فراه ښاروالي شاروالی فراه