فراه ښاروالي Farah Municipality


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د فراه ښاروالۍ د نشراتو رسمي چینل
https://t.me/sawsaes

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




فراه ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند د بانک زراعتی ۳۱ سرک د رغولو چارې روانې دي.
فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۲۶/ ليندۍ/ ۱۴۰۳

د فراه ښاروالۍ لورې د مهتاب تالار مخته سړک د رغولو چارې د ښاروالۍ له پرمختیایي بودجې څخه روانې دي. یاد سړک چې ۲۴.۵ متره پلنوالی او ۲۵۰ متره اوږدوالی لري،چې په جوړېدو سره به يې ښاریانو ته په تګ راتګ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاریان بيا د دې سړک د رغولو له پیل څخه خوښ دي او وایي چې د دې سړک جوړېدو سره به یې په ورځني ژوند کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
فراه ښاروالي شاروالی فراه


فراه ښاروالۍ د معیاري جمپونو جوړولو چارې پيل کړې.

فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۲۵/ ليندۍ/ ۱۴۰۳
فراه ښاروالي د ښار په بېلابېلو ساحو کې د ترافیکي نظم د ښه والي، پېښو د مخنیوي او د ښار د ښکلا زیاتولو لپاره د معیاري او نوي ډیزاین لرونکو جمپونو جوړولو چارې پیل کړې.

دا جمپونه به د ترافیکي اصولو په پام کې نیولو سره لاندې سرکونو په اوږدو کې جوړ شي:د ولایت مقام سرک،د کمېساري سرک،د جهاد فلکې سرک،د کمېساري ۱۸ سرک،د بانک زراعتي سرک،د باغپل عمومي سرک،د سيد جمال‌الدین افغان سرک او د ملي راډیو ټلویزیون سرکونو باندې جوړ شې.د دې جمپونو په جوړېدو سره به په ښار کې د ترافیکي جریان د ښه والي ترڅنګ د پېښو کچه راټیټه او د ښار په ښکلا کې به د پام وړ ښه والی راشي.
فراه ښاروالي شاروالی فراه


فراه ښاروالۍ اداري مجلس نوبتي ناسته ترسره شو.

فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۱۹/ ليندۍ/ ۱۴۰۳

د فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد مرصاد په مشرۍ ادارې مجلس نوبتي ناسته ترسره شوه. نوموړي د ښاروالۍ د کارمندانو اخلاص او هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې دې د قانون مطابق ترسره شي. او ترڅنګ یې په روانو پروژو د څار او د نویو پروژو پر پیل يې ټينګار وکړه.

په ناسته کې د تېر مجلس د موضوعاتو راپور ښاري حکومتولۍ آمر مولوي محمد يوسف سجاد وړاندې کړ چې ډېری ستونزې یې حل شوې وې. په نویو موضوعاتو کې د ښاريانو په همکاري د کورونو مخې ته څراغونو لګول، د عوایدو راټولول، د صنف بندۍ پلان عملي کول، د ښار پاکوالي او زرغونتیا ته ځانګړې پاملرنه، او د ځینو حکمونو تطبیق شامل وو.
ښاروالۍ رسنیز دفتر


مشورتي بورډ پنځلس ورځنۍ ناسته ترسره شوه
فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۱۸/ ليندۍ/ ۱۴۰۳

د مشورتي بورډ په دې ناسته کې د ګذرونو معیاري کولو او د ښار پرمختګ لپاره مهمې خبرې اترې وشوې. د غونډې په پیل کې د ښارې حکومتولۍ آمر ښاغلي مولوي محمد يوسف "سجاد" ټولو د ښه راغلاست ترڅنګ د ګذرونو معیاري کولو په اړه خبرې وکړي او زياته يې کړه چې دې برخه کې ستاسو همکارې له ښاروالۍ سره مهم او اړینه ده.

وروسته فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد مرصاد خبرې وکړې او ویې ویل:موږ نه یوازې د ګذرونو معیاري کول غواړو، بلکې پلان لرو چې د ښار په پراختیا، د ثابتو عوایدو په راټولولو، او د ناحیو په دقیقې سروې کار وکړو چې دې ټولو کې ستاسو همکاري اړینه ده.

په پای کې ټولو ګډونوالو د ښاروالۍ رياست رهبري ته د خپل اړخه هراړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
فراه ښاروالي شاروالی فراه


فراه مرکز عسکر اباد سيمې اوسېدونکو د فراه ښاروال سره وکتل.
فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۱۸/ ليندۍ/ ۱۴۰۳

د فراه ښار عسکر آباد سیمې اوسېدونکو د فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد "مرصاد" سره د پلان او نقشې د تطبیق په موخه وکتل. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي چارو آمر، انجینر شاه محمود جلالي، هم ګډون کړی و.

په پیل کې د سیمې اوسېدونکو خپلې غوښتنې شریکې کړې او وویل چې له ډېر وخت راهیسې د نقشې د تطبیق غوښتونکي دي او د فراه ښاروالۍ له دې اقدام څخه ملاتړ کوي.

فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد 'مرصاد' د نقشې د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او د سیمې د اوسېدونکو د همکارۍ ستاینه یې وکړه. هغه ژمنه وکړه چې د ښاروالۍ ټیم به هڅه وکړي دا پلان په مناسب وخت او لوړ کیفیت سره پلي کړي.
ښاروالۍ رسنیز دفتر


د څلورمې او پنځمې ناحیو د ګذرونو د ستونزو د حل او معياري کولو په موخه ناستې ترسره شوې

فراه ښاروالۍ رسنیز
۱۲/ ليندۍ/ ۱۴۰۳

د فراه ښار د څلورمې او پنځمې ناحیو د ګذرونو د ستونزو د اورېدو او معياري کولو ناستې ترسره شوې. دا ناستې د ښاري حکومتولۍ آمر مولوي محمد یوسف سجاد په مشرۍ او د اړوندو ګذر وکیلانو په ګډون وشوې.

ناستې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې.

ښاغلي سجاد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ښار د پرمختګ او نظم لپاره د ښاروالۍ او ګذر وکیلانو ترمنځ همکاري او یووالی مهم دي.

نوموړي زیاته کړه: "ښار د ټولو ګډ کور دی، نو د پاکوالي او جوړونې لپاره باید هر وګړی خپل مسؤلیت ادا کړي." هغه د ګذر وکیلان د ولس او ښاروالۍ ترمنځ د پُل په توګه یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل د ښار پاکوالي، ښاري نظم، او نورو برخو کې ښاروالۍ سره بشپړه همکاري وکړي.

د دواړو ناحیو د ګذرونو وکیلانو د ښاري حکومتولۍ آمر له هڅو مننه وکړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.


د ۱۴۰۴ کال د انکشافي پلان د جوړولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۱۲/ ليندۍ/ ۱۴۰۳

فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد "مرصاد" د ۱۴۰۴ کال د انکشافي پلان د جوړولو په موخه د نواحیو له مدیرانو او انجنیرانو سره مشورتي ناسته وکړه، په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي چارو آمر د نظارت آمر هم ګډون درلود د ناستې په جریان کې د پلان پر طرحه لومړیتوبونو او عملي کول بحث شو.

ښاروال ښاغلي "مرصاد" د ښار د انکشافي پلان په اړه خبرې وکړې او وویل چې په دې پلان کې به د ښاريانو ټولې غوښتنې په پام کې ونیول شي.داسې پلان بايد جوړ شی چې د ټولو اړخونو لپاره متوازن او ګټور وي.

د ناستې په پای کې د نواحیو مدیرانو او انجنیرانو نظریات شریک کړل او په پلان باندې آزاد بحث ترسره شو.
د فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر




د سید میر رجب سړک د سولر پلورونکو سره د ښاري نظم او سړک ساتنې په موخه ناسته ترسره شوه

فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۸/ لیندۍ/ ۱۴۰۳

فراه ښاروال ښاغلي الحاج مفتي سردار محمد "مرصاد" پيل کې ټولو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې وويل چې سړکونه د ښاریانو په پيسو جوړېږي او د هغوی ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

ښاغلي ښاروال وویل: "ښاري نظم رامنځته کول او د سړکونو ښه ساتنه ستاسو اصنافو او عامو ښاریانو په همکارۍ کېږي. نوموړي زیاته کړه چې ښاروالي پلان لري ټولو اصنافو لپاره مناسب ځایونه وټاکي ترڅو هغوی خپلې چارې په منظم ډول ترسره کړي.

دغه راز يې زياته کړه چې دا اقدام به نه یوازې د ښاري نظم په رامنځته کول کې مثبت رول ولري بلکي د ښاري ښکلا او د سړکونو د پراختیا لپاره به هم ګټور شي.

اخوا د سولر پلورونکو استازو د ښاروالۍ له پلان څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ښاري اصولو په مراعاتولو کې بشپړه همکاري کوي.
فراه ښاروالي شاروالی فراه


نصیب الله خوش نصیب dan repost
👇👇👇👇👇👇
https://youtube.com/@jhadysyb7?si=_c9tSvjgJUKVvb5J
👆👆👆👆👆👆
دنصیب الله خوش نصیب
دهر نوی نعت لپاره کلیک وکړی مشترک باندی کلیک وکړی او نوی ترانی ترلاسه کړی`



12 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.