فراه مرکز عسکر اباد سيمې اوسېدونکو د فراه ښاروال سره وکتل.
فراه ښاروالۍ رسنیز دفتر
۱۸/ ليندۍ/ ۱۴۰۳
د فراه ښار عسکر آباد سیمې اوسېدونکو د فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد "مرصاد" سره د پلان او نقشې د تطبیق په موخه وکتل. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي چارو آمر، انجینر شاه محمود جلالي، هم ګډون کړی و.
په پیل کې د سیمې اوسېدونکو خپلې غوښتنې شریکې کړې او وویل چې له ډېر وخت راهیسې د نقشې د تطبیق غوښتونکي دي او د فراه ښاروالۍ له دې اقدام څخه ملاتړ کوي.
فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد 'مرصاد' د نقشې د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او د سیمې د اوسېدونکو د همکارۍ ستاینه یې وکړه. هغه ژمنه وکړه چې د ښاروالۍ ټیم به هڅه وکړي دا پلان په مناسب وخت او لوړ کیفیت سره پلي کړي.
ښاروالۍ رسنیز دفتر