غــــــــزل
ـــــــــــــــــــــ
وایم صفا د دلالانو سره نه یمۀ جوړ
خپله خاین نه یم خاین سره مې نۀ لګیږي
چې څوک صادق ساده پاده وي او فریب نلري
دداسي کس سره مي خوشي چټي زړه لګیږي
دا چې بیا نه راځي او تللي وي خواږه ملګري
شیرین یادونه یې بس زهرشي ترخه لګیږي
سترګې مي خپلي اوښکې خپلي او ګریوان مې خپل دی
خو غم د بل دی اوښکې زماپر ګریوانه لګیږي
دچا له قصده وایم ښه یمه غمجن نه یمه
کنې له غمه پرما بده ښه وراسه لګیږي
دنیا یو سان ده لوړ سرونه پکې ځای نلري
دشریعت توره بیاپرهسک سر خورا ښه لګیږي
*معصومه* خپل راخپلوه د پردو لاس مه نیسه
دپردو غشي دې د خپل یار پر کاله لګیږي
#معصوم_غزنوي
https://t.me/masoomghaznavi12
ـــــــــــــــــــــ
وایم صفا د دلالانو سره نه یمۀ جوړ
خپله خاین نه یم خاین سره مې نۀ لګیږي
چې څوک صادق ساده پاده وي او فریب نلري
دداسي کس سره مي خوشي چټي زړه لګیږي
دا چې بیا نه راځي او تللي وي خواږه ملګري
شیرین یادونه یې بس زهرشي ترخه لګیږي
سترګې مي خپلي اوښکې خپلي او ګریوان مې خپل دی
خو غم د بل دی اوښکې زماپر ګریوانه لګیږي
دچا له قصده وایم ښه یمه غمجن نه یمه
کنې له غمه پرما بده ښه وراسه لګیږي
دنیا یو سان ده لوړ سرونه پکې ځای نلري
دشریعت توره بیاپرهسک سر خورا ښه لګیږي
*معصومه* خپل راخپلوه د پردو لاس مه نیسه
دپردو غشي دې د خپل یار پر کاله لګیږي
#معصوم_غزنوي
https://t.me/masoomghaznavi12