دانقلابي شـاعـرانــو ټـولګی

Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan

(د انقلابي شاعرانو ټولګی) دلته به موږ تاسې ته د انقلابي شاعرانو نوي او په زړه پورې شعرونه نشروو هیله کوو زمونږ چېنل تعقیب کړئ او له نورو ملګرو سره ئې شریک کړئ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

*غـــــــزل*
ـــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې خلګ دې د تللو نه عبرت واخلي
امکان یې نشته چې له ژونده دې لذت واخلي

ورته مې مفته مشوره ده چې ځه پښې سپکووه
یادې مغزو ته ساپټویر د انسانیت واخلي

هم به پرزیږي هم به خیژي پر ړانده ماینونو
پردغه لار چې څوک قدم په حماقت واخلي

پر سپین لباس به یې تورداغ راشي پاکیږي به نه
چې هرڅه پریږدي او لالچ د مال دولت واخلي

بیا به غلام نشي او نه به هم سرټیټی ګرزي
څوک چې آزاد شي او سند د حقانیت واخلي

ژوند بې ذیوال وي دخوښي سره به نکړي پیدا
څوک چې ازار یا دمورکۍ یا د ملت واخلي

چې زما یارشي بس فداشي مایوازي پریږدي
*معـصومه* ډیر ژر غیږه راکړي اجازت واخلي

#معصوم_غزنوي

👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12

غــــزل
ـــــــــــــــــ

یاره په ریښتیا زندګي نه کیږي
نه کیږي بې تا زندګي نه کیږي

ته مې دوجود یې یوه حصه یاره
ځکه خو جلا زندګي نه کیږي

ماته ځان دتا او ته دځان ښکارې
بل رقم زما زندګي نه کیږي

تاپوري تړې زندګي ده زما
بلچاسره زما زندګي نه کیږي

ته څنګه یې لږ حال راته ووایه؟
مانه خو تنها زندګي نه کیږي

نې کړم ترغاښ لاندي نه خلاف وایم
وایمه صفا زندګي نه کیږي

راشه نن وه ژوند ته یوه معنا ورکړو
داسي بې معنا زندګي نه کیږي

ته چې نه یې بس دایوه لار لرم
چې مرګه مرحبا زندګي نه کیږي

کلي ته درځمه نور نو ستړی شوم
نور مې پر سحرا زندګي نه کیږي

دلته ګام پرګام دعشق سپایان ولاړ
ځکه خو په غلا زندګي نه کیږي

دلته ورور ولي ده که راځې اشنا
دلته د خودخوا زندګي نه کیږي

دلته کړه *معـصومه* دوفا کیسې
دلته په جفا زندګي نه کیږي

#معصوم_غزنوي

@masoomghaznavi12

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

(غـــــزل)

واورین موسم دی دلته ښه زورور بام دی پکار
حساس پړاو دی ګوره هر ټکي ته پام دی پکار

ناموزه پاڼ دی ترې را ایسته شه ترې لاندې نشې
یاره ژوند ښکلی دی وه ژوند ته احترام دی پکار

پټی جونګړه مې وتاته درکړو ته یې پاله
دقوالې وه وضاحت ته ستا احکام دی پکار

ټپي لالیه راشه درکړمه درمل او پټۍ
زخمي وجود ته دې یوڅه وخت لا آرام دی پکار

داد وحشت او دجالت لړۍ به پای ومومي
د ظلم ضد مبارزینو ته سلام دی پکار

د ورځي مه راوزه یاره غمازان دې ویني
سهار چې نه کیږي هم هغه کار ماښام دی پکار

چې پر بل بد لګي او خپل ته وي فایده ورپکې
دداسي کار نوبیا *معـصومه* تل دوام دی پکار

#معصوم_غزنوي

@masoomghaznavi12

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

غــــــــزل
ـــــــــــــــــــــ

وایم صفا د دلالانو سره نه یمۀ جوړ
خپله خاین نه یم خاین سره مې نۀ لګیږي

چې څوک صادق ساده پاده وي او فریب نلري
دداسي کس سره مي خوشي چټي زړه لګیږي

دا چې بیا نه راځي او تللي وي خواږه ملګري
شیرین یادونه یې بس زهرشي ترخه لګیږي

سترګې مي خپلي اوښکې خپلي او ګریوان مې خپل دی
خو غم د بل دی اوښکې زماپر ګریوانه لګیږي

دچا له قصده وایم ښه یمه غمجن نه یمه
کنې له غمه پرما بده ښه وراسه لګیږي

دنیا یو سان ده لوړ سرونه پکې ځای نلري
دشریعت توره بیاپرهسک سر خورا ښه لګیږي

*معصومه* خپل راخپلوه د پردو لاس مه نیسه
دپردو غشي دې د خپل یار پر کاله لګیږي

#معصوم_غزنوي

https://t.me/masoomghaznavi12

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

غــــــــــزل
ــــــــــــــــــــ

نوبه خلاس له ډیر عذابه یمۀ خوښ یم
ستاپه عشق کې چي غرقابه یمۀ خوښ یم

چې مي سترګي وي ستاسترګو کې تل خښي
په امان چې له دریابه یمۀ خوښ یم

سره ګرمي او ستادحسن دا یخ سوری
پکې پټ چې له افتابه یمۀ خوښ یم

زما د عشق چې اندازه او حساب ورک شي
او مین چې بې حسابه یمۀ خوښ یم

که وتاته درغلې لار کډي وي
زه دې سم پر دې خرابه یمۀ خوښ یم

نور څه نه غواړم ستادید مې سترآرمان ؤ
چې ستا دید باندي سیرآبه یمۀ خوښ یم

بختور یمه *معـصومه* بې له شکه
دا چې یار دې زه جنابه یمۀ خوښ یم

#معصوم_غزنوي

https://t.me/masoomghaznavi12

غــــــزل
ـــــــــــــــــــ

ته څه شوې؟ سه یو ځلي خو ښکاره،د زړه قراره
ته چیري یې؟بې تامې زخمي زړه، دزړه قراره

غمجنه دنیاګۍ ده د سکون ځای پکې ورک دی
د یاد دې راسره وي تل لانجه.دزړه قراره

راځه د شهادت عظیم مقامه راعطا شه
ریښتیا مې کړه د رب سره وعده،دزړه قراره

ستاکور هم اوبو یووړ او زما کورهم اوبو وړی
کوي مو دې بس پاک الله پرده،دزړه قراره

ستاغچ مظلومه اخلي ستا بادار فکر یې مه کړه
فام پرې نږدې د حق مبارزه،دزړه قراره

کري دې غلی کینه د ریبلو وخت بې راشي
حساب به بیا ضرور کړي تسویه،دزړه قراره

ورځه معصومه یاره شهادت دې په نصیب شه
پر وخت د شفاعت مې یادوه،دزړه قراره

#معصوم_غزنوي

👇👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12

غــــزل
ــــــــــــــــــ

زحمتونه،تکلیفونه به ګالې
چې رسیږې وه رڼاته، وه بقاته

اول ځان کړه مرمۍ ضد دزړګي سره
بیا پناه ورکړه په ځان کې وه اشناته

چې خپل زړه او خپل ضمیر ته دې ډاډ ورکړ
بیا بې شکه ورکړه ډاډ ټولي دنیا ته

دبابا ،او د دادا، لار دې تعقیب کړه
توهین مه پریږده ملګرې وه باباته

پر ازغو باندې مین شه کمال زده که
پرګلانو مینتوب ،پریږده بوراته

دپتنګ سره چي سیال شوې بیانو راشه
پس نو هرڅوک رسولی شې مسکاته

د معصوم پر سر لاس کیږده زیاد معصوم دی
په دعا به یې شې وصل وه بریاته

#معصوم_غزنوي

غــــــزل

دلته که ورځ وي اوکه شپه تیریږي
خود به تیریږي خو ښه نه تیریږي

زړه چې په دردشي سترګې هم وژاړي
بوج د اوبو تل پر باڼه تیریږي

ددې کاله خلګ دې واړه ړانده
داچې تیریږي دا ړانده تیریږي

پرکم ورخه چې وي اوبه راغلي
پرهغه ورخ بیرته اوبه تیریږي

زه دې له غمه یمه سم لیونی
ګرانه چې تاباندې به څه تیږي

دلته دخپلو دی تش نوم راپاته
دلته خپلوان هلته ګوښه تیریږي

دلته یې خلګ سم په ګاڼو ولي
کله چې دلته جنازه تیږیږي

دلته کاږه لرګي دې ډیر لالیه
دلته بارونه ټول کاږه تیریږې

معصومه پام کړه چې دې ونه داړي
دلته یې هره ورځ رمه تیریږي

معــصوم غـزنـوي

👇👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12

دلته به تاسو ته د خوږ ژبو ترانه ویونکي عامي ترانې حمدونه نعتونه نشریږي ستاسو د ښه نظر په هیله
ورور مو معصوم غزنوي.

https://chat.whatsapp.com/E75MNMTQxUy2tR7vVCrKC8

*بهشتیان*

دادی سینګار شوو،دادی روان شوو
اوس ورته ګوره، دین ته قربان شوو

داننګیالي دي،داغیرتي دي
دامیړني د‌ي،دابریالي دي
دحق پرلاره،تیرله خپل ځان شوو

درب عسکر دي،درب لښکر دي
ډیر دلاور دي،کلک لکه سپر دي
ټوک ټوک دحق پر،ګرم میدان شوو

ځي بې فروادی،مل یې الله دی
ډک له وفا دی،قول یې ریښتیا دی
غرقاب په عشق کي،دخوږجانان شوو

یاپاک سبحانه،یازموږ رحمانه
زموږپر کاروانه،شه مهربانه
په توردعشق دي،موږ ملزمان شوو

اور ترې ډاریږي،ګل ترې شرمیږي
نن شهید کیږي،ځي رخصتیږي
بیل د *_معصوم_* نه څوبهشتیان شوو*

*_معــــصوم غـــزنـوي_*

👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

غـــزل

څه ستړې زمانه ده څه ستومانه زمانه ده
بدرنګه زمانه ده اؤ ناځوانه زمانه ده

خوښي دۀ رانه ورکه اوسیلاب ده مینه وړې.
بې نورۀ زمانه ده اؤ ښه ورانه زمانه ده

دبدو طمعه ډیره ده دښو طمعه شوه ورکه
ښه خلګ ډوبوي داسي لرزانه زمانه ده

ستانوم یې بدتشریح کړ اې عسی بن مریمه
ګستاخه زمانه ده بې ایمانه زمانه ده

اشرفُ المخلوقات دلته خرڅیږي ښه په ډاګه.
په کم دلیل حیران یمه روانه زمانه ده

ځوانان دې قتل کیږي دفِدیې خبر یې نسته
قیمت بې تعین نشي دا ارزانه زمانه ده

معصومه قرارکینه چې اظهار ګوره ونکړې
بې یاره زمانه ده بې درمانه زمانه ده

نوټ!د زمانې مراد اوسنی نظام دی

معصوم غزنوي

👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12

شاعر همت بدري. dan repost
شاعر همت بدري.
درنو مینوالو دلته به ستاسو درانه حضور ته خپل شعرونه غزلونه او دا سې نورې لیکنې وړاندې کوم نو رازئ چې یوځل بیا مو دفکر په ټال کې وزنګوم هو ریښتیا یاده دې وي چې زما مخکېنی چینل د دښمن لخوا بلاک شو رازئ دلته راسره ملګري شئ ورور مو. همت بدري.
https://t.me/hematbadr

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

202

obunachilar
Kanal statistikasi