*غـــــــزل*
ـــــــــــــــــــــــــ
راتلونکې خلګ دې د تللو نه عبرت واخلي
امکان یې نشته چې له ژونده دې لذت واخلي
ورته مې مفته مشوره ده چې ځه پښې سپکووه
یادې مغزو ته ساپټویر د انسانیت واخلي
هم به پرزیږي هم به خیژي پر ړانده ماینونو
پردغه لار چې څوک قدم په حماقت واخلي
پر سپین لباس به یې تورداغ راشي پاکیږي به نه
چې هرڅه پریږدي او لالچ د مال دولت واخلي
بیا به غلام نشي او نه به هم سرټیټی ګرزي
څوک چې آزاد شي او سند د حقانیت واخلي
ژوند بې ذیوال وي دخوښي سره به نکړي پیدا
څوک چې ازار یا دمورکۍ یا د ملت واخلي
چې زما یارشي بس فداشي مایوازي پریږدي
*معـصومه* ډیر ژر غیږه راکړي اجازت واخلي
#معصوم_غزنوي
👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12
ـــــــــــــــــــــــــ
راتلونکې خلګ دې د تللو نه عبرت واخلي
امکان یې نشته چې له ژونده دې لذت واخلي
ورته مې مفته مشوره ده چې ځه پښې سپکووه
یادې مغزو ته ساپټویر د انسانیت واخلي
هم به پرزیږي هم به خیژي پر ړانده ماینونو
پردغه لار چې څوک قدم په حماقت واخلي
پر سپین لباس به یې تورداغ راشي پاکیږي به نه
چې هرڅه پریږدي او لالچ د مال دولت واخلي
بیا به غلام نشي او نه به هم سرټیټی ګرزي
څوک چې آزاد شي او سند د حقانیت واخلي
ژوند بې ذیوال وي دخوښي سره به نکړي پیدا
څوک چې ازار یا دمورکۍ یا د ملت واخلي
چې زما یارشي بس فداشي مایوازي پریږدي
*معـصومه* ډیر ژر غیږه راکړي اجازت واخلي
#معصوم_غزنوي
👇👇👇👇👇
@masoomghaznavi12