شعیب شهامت


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګرو د خوښ ژوند په هیله مو
زما چینل ته ښه راغلاست درته وایم
له ملتیا او میني مو مننه

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri








نوې ترانه

ستادستورګو له کتابه دي راپاته
ډير سوالونه بي ځوابه دي راپاته

غږ حافظ هدايت الله حنفي
شاعر شعيب شهامت


غزل

ورپـسې ګورمـــــه د هیــلو مې د نیـــا ړنګه شي
چې مې په زړۀ کې دهجران سپیره هوا ړنګه شي

له څنګ مې بېل شوې رانه لاړې له زړۀ نه ووتې
اوس مې هـــم کله کله تا پــــسې اروا ړنګه شي

په نیمــــه لاره رانه لار ورکه کـــړي فکر وکړم
د تخیل درستـــــه نړۍ له یاده ستا ړنګه شي

چې ناڅاپې مې یاد ته راشې ځار شهیده یاره
شونډې مې وچي شې له تندې نه مې ساه ړنګه شي

راځه چې یو بل ته تر غاړي وځو له قصده د چا
چې پرې د هغه کس د کبر خونه بیا ړنګه شي

زه تـــرې و زړۀ تــــه جنتې کیف مجاهده اخلم
چې دې د څڼــــو قافله یاره پـــه شاه ړنګه شي

د شهامت شعیـب به ولې رنــــګ الوتی نه وي
چې هدیـــرې تـــه جنازه یـې د اشنا ړنګه شي

شعیب شهامت


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
راشئ په خپلو سترکو کرامت ووینئ
داکومه فلمي صحنه نه بلکه د اسلام دلارې یو اتل دی چې د وخت فرعونیان یې په سپیو داړي خوسپی داجرأت هم نشي کولای چې مخ ته ورشي
زموږ وحشیان د دې سپي په اندازه عاطفه هم نلري


غزل

اوس هم ستا له نـوم سره درزیــــږي ډېر
زړۀ مې ستا په نه شتون کې دردیږي ډېر

فکــــر مـې ګډ وډ لکـه روان حـــالات
ورځ تـــــر بلې لا پسې ورانیـــــږې ډېر

رسم دې ښکلا پــــه تـــورو سترګو کې
ستا غونـــدې ګلونه مې خوښیږي ډېـر

دا ســړی مې ځـــکه په زړۀ ښــــه لګي
دا د عشق په باب بانـــدې غږیږي ډېـر

ستا انځور ته تم نه شي نم سترګو کې
ستـا د یاد له خــــوږ اثر زیاتیـــږي ډېر

ستا خـــوږې خبـــــري ترنـــــم غوندې
خـوږ مې په زړګي باندي لږیږي ډېـــــر

مــــخ تــــه مې غـــزل د شهامت راغله
زړۀ مې خوري ټالۍ ورته ځنګیږي ډېـر

شعیب شهامت
@sotore25


مولوي محمدامين حیدري dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
‏د درد په بیه
اواز: قاري منصور غزنوي
شاعر محترم أنس حقاني

https://t.me/Maminhaidari


نوې ډیکلومه

مجاهده

غږ// محسن احسان
شاعر/ شعیب شهامت


د شهادت څار

څـومـــره ښایسـته او جانانه ښـــکاري
تـــور لکه لونګ دانـــه دانــــه ښــکاري
څــار د شهـــادت کې دي زلمي خُـــمار
سم د اویا حـــــورو میلمــانه ښــکاري

زړه چې مې اوس هم درپسې درد کوې
سیـــوری لا پــرې ستا د بیلتانه ښکاري

ځار سپــرلیه ته چې به پرې ښکلی وې
هغـــه لیـــوني در پـــکې نـــــه ښکاري

دا ښکلا د دومــره غــم د زغــم نه وه
ستا له هجـــره سر په ځنګانه ښکاري

بیا د چا له یاد ســره باڼـــــه وینــځې
اوښکې دې په څیـري ګریوانه ښکاري

زړه مې څه نا څه پرې ټکور شوی دی
ستا د یاد له پشــــم بارانــــــه ښکاري

وایه د چا غـم دې په زړه خؤله ایښې
لار کې د لیــمو چې دې اوبـــۀ ښکاري

ستا د یاد رمــــې په زړه کې څـــروي
ځکه اوس صهیب لکه شپانــه ښکاري

د ګران ملګري صهیب صېب نوی شعر


مجاهده!

یې مې سترګې او باڼـۀ په ځان دې پام کړه
راتـه ګــران یې لکه زړه په ځان دې پام کړه

انقلاب یـــم پـــــه زړه یــــــاره نــرم کړی
شم به مات له بیلتانه په ځان دې پام کړه

مجاهــــده ستا پر څڼـو ګـــــرد غبار پروت
راته خوښ دی تر هر څه په ځان دې پام کړه

آیاتـــونــــــه د امان دربانـــدې وایـــــــم
چې نظر نه شې ښایسته په ځان دې پام کړه

دا د ژمې یــخي شپــــــې او باران ګوره!
او ستا دا ناوخته تله په ځان دې پام کړه

د حالاتــــــو پیـچ و خـــم کې را حـصاره
هیر مې نه یې یوه شیبه په ځان دې پام کړه

چې سنګر ته رانه ځې اشنا را پـــــرې ږده
یو انځور د بارانـــه پــــه ځان دې پام کړه

شهامت شعیب پـــــرې ستـــــرګې تورومه
ستا د پل خاورې رانجه په ځان دې پام کړه


د حضرت ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی ، فرمايي:زه پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته ورغلم ، د ډېر اوږد حدیث د بیانولو وروسته ابو ذر رضي الله عنه وویل:ای د الله رسوله ! ماته وصیت وکړه؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:چي زه تاته وصیت کوم د الله جل جلا له څخه په وېرېدلو سره، بې شکه دا وېرېدل( تقوا) به ستا هر کار ته ښایست ورکړي.
بیا مي وویل: یو څه زیات وصیت راته وکړه ؟
پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: خپل پر ځان د قرآنکریم تلاوت او د الله جل جلا له ذکر لازم کړه، بې شکه دا به ستالپاره په اسمانونو یادونه او په ځمکه کي به ستا لپاره نور به وي.
بیا مي وویل:چي یو څه زیات وصیت راته وکړه؟
نو پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:چي اوږده چوپتیا غوره کړه، بې شکه دا شیطان شړی اودا به په دیني کارونو ستا لپاره مرسته کونکی وي .
بیا مي وویل: چي نور وصیت هم راته وکړه؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د زیاتي خنداڅخه ځان وژغوره، بې شکه دا(د غفلت خندا) زړه وژني او د مخ نور ختموي.
بیا مي وویل:چي د دې زیات وصیت راته وکړه؟
پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: حقه وینا کوه ،که څه هم ترخه وي.
بیا مي وویل :چي یو څه نور وصیت هم راته وکړه ؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د الله جل جلاله په اړه (دیني اعمالو کي) د چا د ملامتیا څخه مه وېرېږه.
بیا مي وویل:چي ددې څخه څه زیات وصیت راته وکړه؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:ځان وساته له دې د خلکو د عیبونو په اړه کوم باندي چي ته خبر یې.


د العصر خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي
نوي نعت شریف
کسر
ته یې بس ته یې د ارمان کیسه دا دوه ټکي ده
زړه کې دېره مې د جانان کیسه دا دوه ټکي ده

شاعر:حافظ شعیب شهامت
آواز: قاري سید مزمل آغا
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_media


العصر خپرندوی ادراه dan repost
#ده_دي_تصوير_کاپي_کول_منع_دي
https://t.me/alasar_media


د اشغال خاتمه البوم نه نوې ترانه

کسر

د سپین پټکې په ښکلې ول کې به غوټۍ ایږدمه
سپین امارت تـــه به نامه د آزادۍ ایږدمه

غــــږ انس هاشمي آغا
شاعر شعیب شهامت




ـ حسن (رحمه الله) دا ایات ولوست: فَلَا تَغُرَّنَّکُمُ الْحَیَاةُ الدُّنْیَا. الآیة
ژباړه: (خبردار! چې) د دنیا ژوند مو په دهوکه کې وانه چوي.
حسن (رحمه الله) ددې ایات د لوستو څخه وروسته وویل: دا خبره چا کړې ده؟! دا خبره هغه چا کړې ده چې دنیا يې پيدا کړې ده او دا خبره هغه چا کړې ده چې تر هر چا په دنیا باندې پوه او خبر دی؛ نو چې هغه ذات دا حکم درته کوي چې د دنیا ژوند مو ګوره دهوکه نه کړي، ځکه چې دا بې ارزښته ده.

نو ای انسانه!
ته څنګه د دنیا په ژوند او د دنیا په خوندونو باندې مصروف او مشغول يې؟!
ځان د دنیا له مشغولتیا وساتئ، چا چې د دنیا د مشغولتیا یوه دروازه خلاصه کړې ده، نو دا دنیا د مشغولتیا لس نورې دروازې ورته خلاصوي، نو ځان ترې وژغورئ.
ـ حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: دنیا شپږ شیان دي: خوراک، څښاک، اغوستن، سورلي، نکاح او خوشبويي.

تر ټولو عزتمند خوراک شات (عسل) دي او هغه د مچیو ناړې دي؛ او د څښلو عزتمند شئ اوبه دي، لکن په اوبو کې هم نېک او بد یو برابر دي؛ د اغوستلو غوره شئ ورېښم دي چې هغه هم د چینجیو تولید دی؛ په ټولو کې غوره سورلي د آس ده، لکن په آس باندې سړي وژل کېږي؛ په دنیا کې غوره شئ نېکه منکوحه ده، لکن په دې کې هم د متیازو (بولو) ځای دی چې په هغه ځای کې استعمالېږي، همدارنګه ښځه د یوه ښه هدف لپاره سینګار کېږي، خو د یو ناکاره کار لپاره ترې کار اخیستل کېږي؛ او په دنیا کې ښه خوشبويي د مشک ده چې هغه هم وینه ده.
نو چې دا غوره شیان دا ډول دي، تاسو څه فکر کوئ چې د دنیا دا نور شیان به څه حیثیت ولري؟!

همدارنګه د دنیا د محبت په وجه په زړه کې سختي راځي، لکه یوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) صحابه کرامو ته څه خبرې کولې، نو ټول صحابه کرام په ژړا شول، خو یواځې اسامه بن زید (رضی الله عنه) نه وژړل.
اسامه بن زید (رضی الله عنه) رسول الله ته د خپل زړه د سختوالې شکایت وکړ چې یا رسول الله! زما زړه سخت دی او ژړا نه راځي؟!
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اسامه بن زید په سینه مبارکه باندې لاس کېښود او دا يې وویل: راووځه اې د الله دښمنه! ددې څخه وروسته اسامه بن زید (رضی الله عنه) هم په ژړا شو.
بیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: وچوالی د سترګو د زړه د سختوالې په وجه وي، د زړه سختوالی د ډېرو ګناهونو په وجه وي، ډېر ګناهونه د مرګ د هېرېدلو په وجه وي، د مرګ هېرېدل د ډېرو امیدونو په وجه وي، ډېر امیدونه د دنیا د محبت په وجه وي او د دنیا محبت د ټولو ګناهونو سر دی.

فضیل بن عیاض (رحمه الله) وايي: د شر ټول کارونه په یوه کوټه کې قلف (بند) دي، کیلي (کنجي) يې د دنیا محبت دی او د خیر ټول کارونه په یوه کوټه کې قلف )بند) دي، کیلي (کنجي) يې زهد او تقوی ده، نو د دنیا محبت پرېږدئ چې اوچتو مرتبو ته ورسېږئ.


نعتیه

تۀ ېې بس تۀ ېې د آرمان کیسه دا دوه ټکي ده
زړه کې دېره مې د جانان کیسه دا دوه ټکي ده

چې د وصال هیله مې زړه کې وه اوس هم راسره
بخته! زما د تېر زمان کیسه دا دوه ټکي ده

ګای یې تعبیر ښکلې څهره کړم په ګلاب او ریحان
د یار دوصل او هجران کیسه دا دوه ټکي ده

یو بیوسې شي او له بلې خوا شدت د جنون
زما د عشق او زما د ځان کیسه دا دوه ټکي ده

ساه ډوبی تاسره پالم دچا د دید په امید
ژونده! په تا کې ګزران کیسه دا دوه ټکي ده

که مې کوثر په نصیب نشو د ساقي له لاسه
د شهامت شعیب د زیان کیسه دا دوه ټکي ده

شعیب شهامت


زمونږ ویاړ
زمونږ افتخار
دا هغه په عالي اسلامي روحيه روزل شوي ځواکونه دي چې د مسلمه امت ویاړ او فتخار بلل کیږي
تل دې وي زمونږ اسلامي ځواکونه



20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

384

obunachilar
Kanal statistikasi