مجاهده!
یې مې سترګې او باڼـۀ په ځان دې پام کړه
راتـه ګــران یې لکه زړه په ځان دې پام کړه
انقلاب یـــم پـــــه زړه یــــــاره نــرم کړی
شم به مات له بیلتانه په ځان دې پام کړه
مجاهــــده ستا پر څڼـو ګـــــرد غبار پروت
راته خوښ دی تر هر څه په ځان دې پام کړه
آیاتـــونــــــه د امان دربانـــدې وایـــــــم
چې نظر نه شې ښایسته په ځان دې پام کړه
دا د ژمې یــخي شپــــــې او باران ګوره!
او ستا دا ناوخته تله په ځان دې پام کړه
د حالاتــــــو پیـچ و خـــم کې را حـصاره
هیر مې نه یې یوه شیبه په ځان دې پام کړه
چې سنګر ته رانه ځې اشنا را پـــــرې ږده
یو انځور د بارانـــه پــــه ځان دې پام کړه
شهامت شعیب پـــــرې ستـــــرګې تورومه
ستا د پل خاورې رانجه په ځان دې پام کړه