# ( غزل ) * د ځوانۍ څه فایده
چې پاۍ یې مرګ وي نو د داسې زندګۍ څه فایده
جوړ اخرت کړه په دنیا کې د سیالۍ څه فایده
هسې په خوله مکړۍ نعرې د ازادۍ ازادۍ
د غلامۍ پړی په غاړه ازادۍ څه فایده
چی د الله نظر کې ټول عمر ذلیله وسي
د هندو ټول عمر ستړیا او د خوارۍ څه فایده
له پیغلې خور مو لوپټه د سر نه اوغورزیده
دا چې اوچته نکړو زمونږه د ځوانۍ څه فایده
پروت په سجده چې د خپل پیر په در سوالونه کوې
غواړې د غیر نه نو بیا رب ته د زارۍ څه فایده
د حق په منبر باندي یې ناست او حق بیان نه کوې
ناصحه ستا ددې ول ول لویې پګړۍ څه فایده
چه په موضوع کې یې د دین اسلام ستاینه نه وي
"صهیب پتنګ"وایې د هغه شاعرۍ څه فایده
#suhaib_patang
@suhaib01