شاعر حقاني ڪوثر


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


تږۍ د دیدن دي یم اوبه مي کړه
یاره پر ڪوثر به سره وغـــــواړو
خوږو یارانو! ګډون راسره وڪئ له اشعارو خوند واخلئ.
ستاسو دګډون په هېله
(حقاني ڪوثر)

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: العصر خپرندوی ادراه
حافظ نقيب الله همدرد
https://t.me/hamdard11111
العصــــر بصري څانګه
http://t.me/alasar_basri_sanga
العصر خپرندویه اداره
https://t.me/alasar_media
قاري محمدخالد منعم
https://t.me/Qarikhalid
قاري منصــــور غزنـــوي
https://t.me/joinchat/AAAAAE1OXJwYDzVWxCpDrw
مولوي عبدالواسع صمیم
https://t.me/samemeparhar
مولوي نصرت الله نصرت
https://t.me/NaratullahNasrat
ملا ضیاءالرحمن مدني
https://t.me/zya_rhman_madani
سید محبوب شاه آغا
https://t.me/mahboobagha786
مولوي شمس الرحمن مستغفر
https://t.me/shamsmustaghfir123
قاري قاضي ملا عادل
https://t.me/joinchat/AAAAAEv_Stesh5pc05v6qw
مظلوم کوچی
https://t.me/Mazlumkuchi12
السحر خپرندویه ادار
https://t.me/AlSaharKhpernion
مولوي عبدالصمد صميم
https://t.me/samimsamim123
مولوی محمد شفیع ظهیر
https://t.me/zahirashna
مولوي نقیب الله زاهد
https://t.me/Naqibullahzahid
قاري علا محمد اسیر
https://t.me/alla_mahmmd
قاري محمود شاکر ځلاند
https://t.me/Shakirzaland5
انس حيدري
https://t.me/anshidarrrr
عتیق رحماني جمال
https://t.me/joinchat/AAAAAFPyKsVSyONRVjl2uQ
عبدالنافع نعمان
https://t.me/abDulnafynoman
ضیاءالحق حامد
https://t.me/joinchat/AAAAAEuKfCUp1ZQ8_De7ww
قاري سعید غزنوي
https://t.me/qarisaeed123
سید احسان الله منصوري آغا
https://t.me/mansooriagha
قاري روح الأمین
https://t.me/roholamennatghwn
صبغت الله مسافر
https://t.me/joinchat/AAAAAFh_b-n1j242dbgAdg
بشیر احمد نعماني
https://t.me/Nomanijanan
سید حکمت الله ریحان
https://t.me/HikmatRehanAgha
حافظ شجاع الرحمن عمري
https://t.me/omari1000
جالبې ترانې
https://t.me/Jalibitarani
منتـــــظر نجـــــرابي
https://t.me/Muntazer_Nejrabi
سیـــد درمــــل
https://t.me/SayeedDarmal
شفاعت ریحان
https://t.me/Shafaatraihan4567
سیف صدیق
https://t.me/joinchat/AAAAAE2EGGbZDY-AUw1ZzQ
هدایت الله طلــحه
https://t.me/hedayat_talaha
بدر الدین ځلانـــــد
https://t.me/zaland33
الفـــت جــــــــــان
https://t.me/ulfatjan
مستغفر ګربز
https://t.me/mustaghfergurbaz
ناصح افغان
https://t.me/Nasihafghan536
محمد مهاجر
https://t.me/Muhajir4321
شعیـــب شهــامـت
https://t.me/shoaibshahamat
عاکف امارتي
https://t.me/akefemarati
احمــد الله نثــــــار
https://t.me/Nisar333
عزیز شکیب
https://t.me/A_Shakeeb
مخلص کډوال
https://t.me/M_kadwaal
راشد مشفق
https://t.me/rashidmushfiq123
مالک وفا
https://t.me/malikwafa786
وړوکی امارتي
https://t.me/EmanChannel1212
عبدالباقي مهاجر
https://t.me/abdulqimohajer
تپاند زهاد
https://t.me/Zuhadashna
مولوي مامون
https://t.me/maamonmalwisaahiB
عزیز الرحمن ایاس
https://t.me/Ayas_Aziz
ریحان اخندزاده
https://t.me/Rehanullah
عکاشه غمګین
https://t.me/mnmnmn1111
جهادي عمري
https://t.me/joinchat/AAAAAFUBS8eqO9l4D8Hg1g
نسیم منصور
https://t.me/ghazalghazalmasham
خالد انس
https://t.me/KhaledAnas420
مسرور غزنوي
https://t.me/msror_ghaznavi
حماس بدري
https://t.me/Hamas4
سيد منصورآغا شهاب
@mansoraghashahab
نصرالله نصرت
@NasrullhNasrat
شاعر اعزاز رائد
https://t.me/EazazRaed
شاعر حقاني کوثر
https://t.me/Haqanikosar
جوهري منصوري
https://t.me/joinchat/AAAAAE_lxJ2rY0g-vFXgag
عبدالله عشقري
@AbdullahAshqari
وحيدالله وحيدي
https://t.me/AlemaratIslamic
احسان متوکلي
https://t.me/Ehsanmutawkili
حافظ همت بدري
https://t.me/hematBadri
انس هاشمي
https://t.me/ANASHASHMY
حبيب الرحمن هلال
https://t.me/hilala11
عبدالبصيرصديقي
https://t.me/sadeke34
فضلي جانان
https://t.me/khfazlie0
عبدالجليل جنيد
https://t.me/abduljaliljunaid
حافظ احسان الله وثيق
https://t.me/wasiq22
خالد وزير
https://t.me/Khalidfz
مظلوم کوچی
https://t.me/Mazlumkuchi12
سبحاني کندهاری
https://t.me/joinchat/AAAAAE2yDxPL2nhvy0nM3A


غزل

که زړه مي ویوچالره قربان سي نوبه ښه سي
دلمرغوندي یوڅوک که مي جانان سي نوبه ښه سي

راغلې بد مرغي که مو له منځه تار په تار سي
له ظلمه څه که خلاص افغانستان سي نوبه ښه سي

په ژوند کي خو مو وکړلې ګناه وي قِس ماقِسم
اخره خاتمه که پر ایمان سي نوبه ښه سي

زما دژوند په قدر به نو هلته ته ښه پوه سې
ترغوږ چي دي زما دمرګ اعلان سي نوبه ښه سي

دعشق دوکانداری کي به حساب دمیني وکړو
دګټي برخه ستا که زما تاوان سي نوبه ښه سي

چي زما پرحال پوښتنه حقاني کوثره نه کړي
هم دی که بس زما رنځور پشان سي نوبه ښه سي

شاعرحقاني کوثر

@Haqanikosar


غزل

چاکړه لنده په خپلو اوښکو دسجدو لمنه
چا دســـــــــهار په نیزو ووهل دشپو لمنه

جنت دوزخ څه دی مزې څه دي سزاوي څه دي
بېخي ضرور ده چي کړو ګیر دپوهیدو لمنه

موږ دخپل ژوند له مشکلاتونه مننه کړې
په اور مو وسوځل اخر دارمانو لمنه

دیار په مینه کي هجرت دمور وپلار جدایې
هارو مارو پکښې راځي دبیلیدو لمنه

سره په خاورو ژوندي چخ سؤلې دچا دلاسه
راته تربیه به کړي وس کوم څوک دبچو لمنه

ای! حقاني کوثره ډیر مي ورته وژړله
بنده نیولې وه بنده ته دسوالو لمنه

شاعرحقاني کوثر

@Haqanikosar


غزل

څه ترخه او څه خوږه ده ګزاره ده
زړه مي خاص لکه دمړو هدیره ده

جاهِـــلان مو پرسرو مشران سوي
دا مو خپل دعملونو ثمره ده

دمکتب شاګر بېخي ښه فکر کړی
مدرسې ستا ودرتلو تې اراده ده

چي پرملا باندي یې پرې کړي بیله کړپه
دبې ځایه وخت مثال لکه آره ده

ستا دغټو سترګو شوخ باڼه قربان شم
راکړه ستن یې کړم شکېدلې مي جامه ده

حقاني کوثــره" بد را سره مه کړه
زما دژوند قیصه لاهغسي وړه ده

شاعر حقاني کوثر

@Haqanikosar


طالبه!!!

له سره تیر یې او عسکر یې داسلام طالبه
کوو موږ ټول درته په دوه لاسه سلام طالبه

شبګیر وهلیه له سنګره ستړی ستړی یاره
راشه زنکون باندي مي وکه لږ آرام طالبه

امتحانو باندي د رب ګوره بې صبره نشې
درکړی تاته الله څومره لوړ مقام طالبه

ستا حُب کي سؤلې څه سپیڅلي عقيدې جنابه!
ستا مخالف خلګ دي تالره ناکام طالبه

عقابي سترګي په څهره دي مین زړونه ګله
له دنګي ونې نه دي اخلمه الهام طالبه

زه حقاني کوثر کړم فخر افتخاردرباندی
پر دښمن سخت اوسه محکم ساته مرام طالبه

شاعر حقاني کوثر

@Haqanikosar


ستادیادو زهر خوړلې ما نشه ګرزمه
یاره ولا خلګ راپوه نسې رسوا به شمه

ستا سو حقاني کوثر


شهیده یاره!!!

درځم دي تر سپیره مزاره شهیده یاره
ژاړم وس نـــــه لرم قراره شهیده یاره

ګونګئ تصویر دي راته نه کوي کېسې لالیه
غم دي اېستلی یم له کاره شهیده یاره

ملګري ډیر دي خو بس ته یو عجیبه غوندي وې
په ونه دنګ لکه چناره شهیده یاره

شونډي مي پرې سترګي مي سرې اخ ځوانیمرګ ګلابه
ماستا فراق خوري وار په واره شهیده یاره

چي به جوړه تلو سنګ په سنګ دحجرې ولورته
نن یک تنها ځم پر دې لاره شهیده یاره

چي "حقاني کوثر" دي یادي کړم خوږې خاطرې
درپســـې ولیکـــــم اشعاره شهیده یاره


شاعرحقاني کوثر

@Haqanikosar


مناجات

پر ژبه مي جاري که ستا ثنا پروردیګاره
نصیب مي که په برخه خپل رضا پروردیګاره

اوږو باندي پرتې مي دګناه پیټي بې حده
ویریږم دخپل جرم له سزا پر وردیګاره

راګړئ دي ښه حسن نعمتونه بې حسابه!
خوندي مو کړې څادرکي دحیا پروردیګاره

راحت دزړه مي نسته دامراضو جال کي ګیریم
خوستا په ایاتو غواړم شِفا پروردیګاره

توبه! هسي نه روح مي دعِصیان محفل کي لاړسي
ماکړه خپل رِضایت ځاي کي پنا پروردیګاره

مامه کړه حقاني کوثر یا رب العٰلمینه
چي شم دي ستا له امره بې پروا پروردیګاره

شاعرحقاني کوثر
@Haqanikosar


Forward from: العصر خپرندوی ادراه
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

الـــــــــــــــعصر خپرندويه اداره
خبرتیا

له ټولو هغه ملګرو په درنښت هيله کوه چي په ليسټ کي ملګري دي ترڅوبيا ليسټ نشريږي
ليسټ له چينله ليري نه کړي
او په ليسټ پسي بل ليسټ نشر نه کړي

خادم نقيب الهاشمى


ستا چي دراتګ آوازه راغلله
ما درته په لار کي ګلان وشیندل

#حقاني کوثر


مینه څه ده

چي سپوږمۍ په رڼا یې سي زړه مي دردکړي.
بـس رایـاده ستا ځواني سي زړه مي درد کړي.

یوسف مخیه! چي له سترګو مي پنا سې
زما سره ستا پریشاني سي زړه مي درد کړي.

ستا نه شتون کي خو بېخي مات شم لالیه!
څه بې خونده زندګي سي زړه مي درد کړي.

مـــلاقات ته دي دسترګو ځـــم راځمه
راته شنه لارکي اغزي سي زړه مي درد کړي.

میـــنه څه ده زړه له زړه سره پیوند سي
وینه وچه دزړګي سي زړه مي درد کړي.

(حقاني کوثر) خوشحال یم خو چي کله
راته مخ دجــدایي سي زړه مي درد کړي.

شاعر"حقاني کوثر
@Haqanikosar


(د دار پانڅۍ)

یوچا پسې کتل مي کتابونه ټوله شپه
راټول مي کړل دحسن صفتونه ټوله شپه

تنهاوم یوسپوږمۍ وه داسمان پرمخ خالونه
په تېښته مي له سترګو وه خوبونه ټوله شپه

چي زموږ دکامیابی راز پکښې نغښتي دي بېشکه
پرژبه مي جاري وه ها لفظونه ټوله شپه

قانون کي مي دمینې تحفه کړئ ورته سردی
بل کیف ؤ څه عجیب مي وه خیالونه ټوله شپه

سلګئ وې فریادونه وه حالت بدل بدل ؤ
قلم قلم زړګي مي کړل دردونه ټوله شپه

د دار پانڅۍ کي سر دحقاني کوثر ځوړاند واې
له ځان سره کول مي دا سوچونه ټوله شپه

شاعر حقاني کوثر•

@Haqanikosar


*دحسن تلاوت*

دزړه پرآېنه مي دي لیکلي کليمې
له مشکو معطره دي له شاتونه خوږې

دعشق دسمندرڅپه مي تنده کړي راماته
که شي دابراهیم غوندي پرمابلي لمبې

غوټۍ به یې دهیلو څپړې دلي وي په ژوند کي
چي کړي وي کوم چا دتوروسترګو تماشې

رڼې اوښکي مي لاړي سي چي کله راپه زړه سي
له ځان سره لګیا شمه کوم ځان ته ګیلې

دحسن تلاوت چي یې دزړه په غوږو واورم
بلبل غوندي ګویا شمه کومه زمزمې

دوصل ستر انعام وحقاني کوثر ته ورکړه
تیریږي بیله تا یې په هجران کي ورځې شپې

شاعرحقاني کوثر

@Haqanikosar




Forward from: النجم خپرندویه ادارہ
الاعــدادخـپرنـدویـہ ادارې لـخواواڑاندی

نوی نعت

اواز قاری سیف اللہ بدری بدر

شاعر .حیات اللہ حقانی

دلتہ راسرملگری سی

زمونگ د ٹلیگرام چینل
👇👇👇👇👇
https://t.me/aladadmedia
قاري بدری00923188972215


ملګري ته!!!

نن که ژوندي یو شهادت به مو جلاکي یوبل
خوږه ملګریه سخت بیلتون به مو تنها کي یوبل

مرګه تاڅه کړو بېله غمه به موږ څه ووینو
ژوند خو لاښه دي محیبین سره مسکاکي یوبل

غاړه په غاړه به ګرزیږو یاري کلکه ساته
لکه دوه ستوري داسمان یوپه ښکلا کي یوبل

حُب به مو خاصَ الْخاص رضاء وي دالله لپاره
که موبل نیت درلود شیطان به مو رسواکي یوبل

یاد مي ساته یاد دي ساتمه ته دي زنده باد یې
ګوره چي هیر نه کړو ای! ګرانه په دعاء کي یوبل

زه حقاني کوثر باورلرم په دا خبره
سره پیدا به کړو په ورځ دحشرګا کي یوبل

شاعر حقاني کوثر

@Haqanikosar


ســـــتا یارې وه زندګي وه څومره ښه وه
وس چي لاړي دبل چا سوې تنها ناست یم

#حقاني-کوثر


غزل

ماچي له موره رخصت أخېسته اسمان ویده ؤ
وړونه ویده وه خویندي ټوله اوپلارجان ویده ؤ

پانړي یې اور کړلي ایره قرآن لمبه لمبه سو
چي یې ایمان ؤ پرې راوړي مسلمان ویده ؤ

پتمني خویندي مو دښمن له کوره واېستلې
څه مو پرې وه نه کړه په داوخت مو ویجدان ویده ؤ

زموږ به له یخه زامي ریږدې دې غربت وعجیب
ښه په توده کوټه کي زموږ دکلي خان ویده ؤ

لیوه چي وکړله حمله خېټه یې کړله مړه
پرې خبر نه ؤ وپېتاوې ته چوپان ویده ؤ

دحقاني کوثر لاســـونه رقیـــب وتړله
چي تیره وی یې پرکوڅه دخپل جانان ویده ؤ

شاعر[حقاني کوثر]

@Haqanikosar


{ نعتیه کلام }

چي لیکلی مي ستانوم دزړه پرسر دی
پرماســــــــــتادښایستې میني أثر دی

ګـل بـشره موجوداتو کي افضل یې
دخوولـې بوی دي له مشکو نه بهتردی

کړل انځورمي ستا روضه خپلوخیالوکي
ستایادومي زړه خوړلی هرسحر دی

ستاقـــــدم باندي قدم ږدمه حبیبه!
ماته ستادخولې هرلفظ معتبر دی

په ښکلادي دا جهان روښانه سوی
درخسار حسن دي زیات ترشمس قمردی

ای! حســـــینه مکرمه لتاجار شم
ستاپرسترګو مین حقاني کوثر دی

صلی الله علیه وسلام
حقاني کوثر


غزل

زما ملنګي زنده باد ستاباچاهي زنده باد
لونګ په غاړه خوند کړي دودسپلنې زنده باد

یاران به ډیر پیداسي چي بې مطلبه وي خو
چي صداقت ولري هغه یاري زنده باد

دبنګړو شرنګ مزه کړي څومره تأثرپکښې دي
چي عاشقان له خوبه راپاسوي زنده باد

قدر دګلو نسته ګرانښت دښکلو نسته
چي محبت وپاشي هغه سړي زنده باد

رِیا دې خداي په برخه په اخرت نه کوي هغه پرسرچي کږه بګړي تړي زنده باد

وحقاني کوثر ته یوچا وِیل کوم خوښوې
وِیل لغړزني فساد ویل صوفي زنده باد

شاعر[حقاني کوثر]


@Haqanikosar

20 last posts shown.

659

subscribers
Channel statistics