د مېرمنو د مظلومیت کیسه
یو مېړه وایي: له عادت سره سم مې چټي له خپلي مېرمني سره جګړه وکړه، زما و هغې تر منځ اختلاف زیات شو، ورته غوسه شوم او ورته ومې ویل: زما په ژوند کې ستا وجود بې معنا ده، شتون او نه شتون دې ماته یو دي، دا کوم خدمت مې چې ته کوې، یوه خادمه مې دا خدمت ستا نه ښه کولی شي! زما د دې خبرو پر مهال هغې لاندې کتل، چې خبرې مې ختمي شوې هغې په اوښلنو سترګو پورته راوکتل او بلي خوني ته روانه شوه.
ما خبره بابیزه وګڼله او په ژور خوب ویده شوم، دا موضوع تېره شوه، څو ورځې وروسته مې مېرمن وفات شوه، هغه مو دفن کړه او د فاتحې مراسم هم ختم شول. د یادولو وړ ده چې د هغې په مړینه زما ژوند کې ډېر بدلون رانغی، څه خپه شوم، خو دا خپګان مې داسې تغبیر کړ چې هغې سره مې زیات وخت تېر کړی و، نو په بېلتانه به یې خامخا دومره خپګان رامنځته کیږي. نو مال ځه دا به دوه درې ورځې یي وروسته به دا هر څه هېر او ژوند به نورمال شي.
د فاتحې له مراسمو او د خپلوانو او ملګرو له ګڼي ګوڼي وروسته چې خپل کور ته ننوتلم، د سخت او دردوونکي بېلتانه احساس خپل اغېز پیل کړ ... د وحشتناک یواځېتوب احساس وکړولم، زړه کې مې د بېلتانه څړیکې په تېزیدا شوې او ستوني کې مې د غم دردوونکې غوټه راپورته شوه! له داسې نادر یواځېتوب سره مخ شوم چې مخکې مې پخپل ژوند کې نه و تجربه کړی، ځان دومره په ډاګ پاتې راته ښکاره شو مال ان د کور ټول دیوالونه له هغې سره یو ځای تللي دي.
ماخوستن پخپل ځای کې وغځیدلم، په غریو نیولي انداز مې د هغې تش ځای ته کتل ... آه هغه ساعت څومره زوروونکی و، له هغه تش ځایه زما ټوله نړۍ کوچیدلې وه، هغه تش ځای ته په کتلو سره زه عجیبه او ډېر بې رحمه دردونو په غېږ کې ونیولم ... خدازده څه وخت به د خوب مهربانه غېږي ته لویدلی وم هو سهار ناوخته راپورته شوم.
سهار زما د کار له مناسب وخت ناوهته راویښ شوم، پخوا زه هغې پخپل مناسب وخت پاڅولم، د هغې د خوب ځای ته مې په قهرژن نظر وکتل چې ولې یې له عادت سره سم پخپل وخت نه یم پورته کړی، خو دستې پوه شوم چې هغه له دې ځایه تللې ده او د همیشه لپاره تللې ده! نو له ځان سره مې وویل: چې کارونه یې چې درته کول هغه د تورو خاورو مېلمنه ده، دا بوجونه اوس ستا غاړه ته درولویدل. نوردلته 👇👇👇
https://t.me/khogeqese/1693