خـــــــوږې قـــیـــصـــې💝💝


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام علیکم۔۔
دیني، اصلاحي، او خوږې قیصې

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


#د_مهم_او_غوره_چينلونو_ليست
#لیست_ته_چینل_د_داخلې_دو_لپاره_دلته_رابطه_وکړي
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
🥀🥀🥀ـــــــــــــــــــــــــ🥀🥀🥀
#مـســٶل_حــافــظ_مــخــلـــص
#رابطه 👇👇👇
@sienshwyw
@sienshwyw
@sienshwyw
🥀🥀🥀ــــــــــــــــــــــــ🥀🥀🥀
خوږي قصي👇
https://t.me/khogeqese
مبارزین امارت اسلامی👇
https://t.me/akhbarwtahlilha
خادم اشنا👇
https://t.me/Khadem121
الزاهـد ډیـجټل ریکارډینګ سټوډیو👇https://t.me/Alzahid11
خادم کتابتون👇
https://t.me/KhademLibrary
قمتي خبري👇
https://t.me/Dervis5
شاعر احمدي وردګ👇
https://t.me/as4Ahmadi
کندﺯ قندهاري ميډيا👇
https://t.me/AHGKHF
ويډيوي ترانو څانګه👇
https://t.me/Afghanrt
دحمیدی ترانو کور👇
https://t.me/+qg_fj5jaJrJlNjI9
عمر ميډيا👇
https://t.me/httpsOmarg
قاري عاجزاشنا👇
https://t.me/QariAjizAshna
دخيال انځور👇
https://t.me/RaiHanWardak
روغتيا او ژوند👇
https://t.me/Dr_Farhad123
قاري انس متقي👇
https://t.me/QariAns1
مولوي محمد يعقوب👇
https://t.me/MYaqub313
لیـــونیـــان👇
https://t.me/lewanian
یادونه👇
https://t.me/iadona
د هيوادمل دنعتونو ټيلګرام کانال👇https://t.me/hewadmal2
ستا نشتون👇
https://t.me/+_YgfzPwP2mowMmVl
راشد افغان👇
https://t.me/+JxOYDh6hhkhjY2I1
وړوکي امارتي👇
https://t.me/Imarati01
نعتخوان فاروقي خاشرودي👇
https://t.me/faroqi177
عابد الله امین👇
https://t.me/AbidullahAmin
الشاهين خپرندويه اداره👇
https://t.me/AlshaheenMediaCenter1
فاتح ځواک👇
https://t.me/Adggffg
طالب ميډيا👇
https://t.me/talebmedia
د قاري خیرالله خیرخوا رسمي چینل👇
https://t.me/khairkhoah12
هشام طالب ډيزاينونه👇
https://t.me/+ROFG7-q3Fq4du7Xk
انټرنټ مشکلاتو حل👇
https://t.me/internetmushkilato
د محمدي ډيزاينونه👇
https://t.me/nhihu
مسدوده او ياه بولاک لمبران خلاسو👇
https://t.me/P0775052422
کندﺯ ميډيا👇
https://t.me/KunduzMedia
د اسلامی نشریاتولینکونو ګروپ👇
https://t.me/yhskdkvjsbdgwg
سیلاب اول خیل کندزوال👇
https://t.me/selabkanduzwal
طالب آنلاین👇
https://t.me/taleb_online
شکلی افغانستان👇
https://t.me/AFG_Hera
تــحـریــک طـالــبـان👇
https://t.me/Mohdasnakk
منصوری میدیا👇
https://t.me/mansorimiedya
الاماره نیوز👇
https://t.me/alem_arah
دشاعرفیضانی تخارې دترانوچینل👇https://t.me/+B7pPMXHIP_U0NDM1
وردګ ميډيا👇
https://t.me/mjtbyzmry
ډیزاینـي شعرونه اولیکنې👇
https://t.me/rashidihttps
مُحَمَّدالله?بَدْرِي مَفْتُوْن👇
https://t.me/+qISzK_CigTxmNDI0
مُحَمَّد الله (بَدْرِي مفتون👇
https://t.me/+3uvM760yJXU4ZmZk
الايت موشن آزمایش👇
https://t.me/yfhgdfg
کابل ټکی کام👇
https://t.me/+NTKdCIOc_gs2Mjg9
شَـاٰعِرْاَسَّـدْحَمَّـاٰسْ👇
https://t.me/TalebAsadHamas
انسان او روغتيا👇
https://t.me/joinchat/7q35_3C9qsg1YTFl
کــــــاشف جـــانــــان👇
https://t.me/KASHEFJANAN
ماشوم نظر محمد حنفي👇
https://t.me/fjhcdug
شاعرهمایون صاحب👇
https://t.me/fjirv
اسلامي اوطبي سوالونه👇
https://t.me/Afghantechnecal
دشاعرسیفُ العُمَرکندُوزی چینل👇
https://t.me/+ZL1AthukKHo0YTJl
دټلګرام دلینکونوګروپ👇
https://t.me/linkonogrop


که مو ونه لوستله پیښمانه به یاست!

یو بوډا د دمشق په غرونو کې خس ټولول او
خرڅول به یې، تر څو د خپلې کورنۍ اړتیا پرې پوره کړې.
یوه ورځ سلیمان (ع) بوډا د خسو ټولولو حالت کې وليد،
زړه یې پرې ودرديد،
تصمیم يې ونیوه چې د بوډا د ژوند حالت تغیر کړي.
تخت يې د غره لمنې ته راکوز کړ،
بوډا ته یې يو قیمتي غمی ورکړ،
چې وئيپلوري او خپله زنده ګي پرې جوړه کړي،
بوډا ترې مننه وکړه او مخ په کور روان شو،
کور کې یې غمی خپلې ميرمنې ته وروښود،
ميرمنه يې ډيره خوشحاله شوه،
غمی یې د مالګې منګوټي ته ورواچاوه،
ساعت وروسته يې چورلټ له یاده ووتو،
چې غمی يې څه کړ،
د ګاونډي ښځې ته مالګه په کار وه،
راغله د مالګې منګوټی يې ویوړ،
او په غمي يې ځان غلی کړ.
بوډا ډير خفه شو،
په ښځه يې منت وکړ،
چې غمی ولې ورک شو،
د بوډا ښځه په سرو سترګو ناسته وه،
چې په ما څه وشوه، ولې مې غمی له یاده ووتو.
څو ورځې وروسته، بوډا غره ته لاړ او په غره کې بيا د سلیمان (ع) سره مخ شو.
د غمي د ورکيدو کیسه يې ورته وکړه.
سلیمان (ع) بل غمی ورکړ ورته يې وويل احتیاط کوه بابا جانه در نه ورک نشي.
بوډا ترې مننه وکړه، خوشحاله مخ په کور روان شو،
په لاره کې يې غمی له جيبه راوویست په یوه ډبره يې کېښود،
خپله ترې څو قدمه لرې کيناست،
او د غمي په ننداره بوخت شو،
په همدې وخت کې یو مرغه راغی غمی یې په خپله مښوکه کې وتښتاوه،
بوډا ډيرې منډې او چغې ووهلې خو ګټه يې ونه کړه.
څو ورځې بوډا له کوره ونه وتو ،
ميرمنې يې وویل،
د خوراک څه نشته،
ترڅو به کور کې ناست يې،
بوډا زړه نازړه بيا غره ته لاړ،
خس يې راټولول چې د سلیمان (ع) غږ يې واوريد،
ودريده ملا يې نيغه کړه،
ګوري چې سلیمان (ع) ولاړ دی او حیران حیران دته ګوري،
بوډا بیا خپله کیسه سلیمان (ع) ته وکړه،
چې غمی رانه مرغه وتښتاوه.
سلیمان (ع) وویل پوهيږم بابا جانه چې ته ماته دروغ نه وايې،
نیسه دا بل غمی واخله،
ګوره چې دا له هغه دواړو غمیو قیمتي دی،
ورک يې نه کړې،
ضرور به يې خرڅوې او خپل ژوند به پرې راجوړوې،
بوډا، سلیمان (ع) سره ژمنه وکړه،
چې دا غمی به په ښه قیمت خرڅوم،
د خسو پنډ يې راوخيست او مخ په کور روان شو،
د بوډا کور د سیند پر غاړه وو،
کله چې سیند ته ورسيد،
غمی يې له جيبه رابهر کړ،
چې راځه یو وار يې د سیند په اوبو پريمینځم،
غمی د پريمینځلو به وخت کې د بوډا د لاس نه اوبو کې ولويد، بوډا ډيرې غوټې پسې ووهلې،
خو څه په لاس ورنغله،
ډير خواشينى کور ته لاړ،
څو ورځې په کور کيناست.
او د سلیمان (ع) له ډاره غره ته نه تلو،
ميرمنې یې ډاډ ورکړ چې مه ډاريږه،
د غمیو والا چې هر څوک دی،
ته پرې ګران يې،
که دې بيا وليد ټوله کیسه ورته وکړه،
زه مطمينه يم چې څه درته نه وايي.
بوډا په ډار ډار غره ته لاړ،
خس يې راټول کړه په شا يې راواړول،
غوښتل يې د کلي په لور حرکت وکړي چې د سلیمان (ع) تخت يې ولید،
بوډا د خسو ګيډی په زمکه واچاوه په منډه منډه وتښتيد.
سلیمان (ع) غوښتل مخه يې ونیسي،
چې د الله ج استازي جبرئیل امین پرې غږ وکړ،
ای سلیمانه الله (ج) وايي ته څوک يې چې زما د بنده حال تغیراوې زه دې له یاده ویستلی یم.
سلیمان (ع) ډير ژر په سجده پريوته د خپلې تيروتنې بښنه يې وغوښته.
الله (ج) د جبرئیل امین په واسطه سلیمان (ع) ته وویل چې تا خو زما د بنده حال تغير نه شو کړاى،
ته اوس ورته وګوره چې زه يې څنګه تغیروم.
بوډا په بيړه د کلې خوا روان وه،
چې څو تنو کب نیوونکو سره مخ شو،
کب نیوونکو بوډا ته وویل:
بابا نن موږ ډير کبان نیولي راشه څو کبان درکړو،
بوډا د کب نیوونکو څخه کبان واخيستل،
ډيرې د خیر دعاوې يې ورته وکړې،
او مخ په کور لاړ،
د بوډا ښځې د کبانو ګيډې څيرې کړې،
د یو کب په ګيډه کې یې یو ښکلی ځليدونکی غمی پیدا کړ،
په بوډا يې د غمي زیری وکړ،
بوډا خوشحاله شو،
ښځې ته يې وویل کبانو ته مالګه ورکړه،
زه به ځنګل ته د خسو پسې لاړ شم،
د بوډا ښځې چې کله د مالګې نوم واوريده،،
ړومبنى غمی ور په یاد شو،
چې د مالګې منګوټي کې يې اچولی وه،
ژر د ګاونډي کورته ورغله،
د ګاونډي ښځې چې کله د بوډا ښځه ولیدله،
په عذر و زاریو يې پیل وکړ،
چې خیر دی ترور غمی دې واخله خو ميړه ته مې څه مه وایه،
چې له کوره مې شړي،
د بوډا ښځې غمی واخيسته،
د ګاونډي ښځه يې وبښله.
بوډا ځنګل کې یوې ونې ته وخوت،
څو وچ لرګي يې ترې رامات کړه،
چې د مرغه په ځاله يې سترګې ولږيدې،
ګوري چې ځاله کې غمی پروت دی،
غمی یې راواخیست کور ته راغی،
ښځې یې کبان پاخه کړه، ښه پريمانه يې وخوړل،
په سبا يې بوډا درې واړه غمي په لوړ قیمت خرڅ کړه،
خپله زنده ګي يې پرې جوړه کړه، سلیمان (ع) دا هر څه ولیدل او پر دې یې یقین راغی چې د بنده حال بنده نشي تغیرولی. څو يې الله ج تغير نه کړي
ستاسو د دعا په هيله


aراشی خوږې ولولی
👇👇👇👇👇
💝😍😍💖💞
@Qariasem
@Qariasem
@Qariasem


یوه ورځ عبدالله بن عمر (رض) پر لار روان و

ګوري چې یو غلام ناست دی..! او غلام ته نږدې یو سپی هم پروت دی، غلام د خورما سره ګوله خولې ته کړه، بیرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځله.
عمر (رض) ورته وویل دا سپی ستا دی، حبشي ځواب ورکړ چې، نه زما نه دی.
عمر (رض) ورته وویل؛ نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه ګوله راوویستله او سپي ته دې ورکړه؟
حبشي غلام ځواب ورکړ چې، د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې، زه یې خورم او سپی راته ګوري.
عبدالله بن عمر ورته وویل چې، ته ازاد یې او که غلام؟
حبشي ورته وویل چې، زه د بني غاضرة غلام یم.
عمر (رض) هغوى ته ورغی او ويي وئيل چې، دا غلام د چا دی؟
د غلام خاوند ورته وویل چې، دا زما دی.
عمر (رض) ورته وویل چې، دا پر ما خرڅ کړه!
هغه ورته وویل چې، بس ستا شو.
عمر(رض) ځواب ورکړ چې هسې يې نه اخلم، په خدای مې دې قسم وي چې، یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي.
بیا ېې غلام په پیسو واخیست.
او ویې ویل چې، تاسې شاهدان ګرځوم چې، دی د الله"ج" د رضا لپاره ازادوم.
عمر(رض) غلام ته ورغی او زیری یې ورکړ چې، مبارک شه الله"ج" ازادي در نصیب کړه او دا باغچه هم ستا په ملکیت کې شوه!
حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې، بس نو ددې باغچې ټوله میوه د مدینې فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم
عمر ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې، درته حیران یم، ټول دې خیرات کړه، سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې.
غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې، له الله"ج" څخه شرمیږم چې، هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم♦کاپي


#د_حضرت_ادریس_علیه_الصلواة_والسلام او دملک الموت دعوه او دالله ج فیصله

که څه هم په دي کیسي کي اختلاف دی یعني مروي (روایة کړه شوي)څو قسمه کیسه ده

خو یو قسم داده

داسمان څخه یوه ملائکي ته دحضرت ادریس علیه السلام عبادت او معاش (زندګۍ)ډیر خوند ورکول نو دده سره یی دملګریتا اراده وکړل او ورته مجسم په شکل دانسان سو:
خو چي کله به ده علیه السلام ډوډی خوړل هغه ملګري به یي نه خوړل او عبادت به یي د ده علیه السلام نه هم ډیر کوی
یو ورځ دی علیه السلام شکي سو چي دا سنګه دی ولی ډوډی نه خوري نو یي ورته وویل چي تاسي بشر نه یاست ځکه خوراک مو نسته او عبادت مو هم ډیر دی؛

ملګري ئي ورته وایی چی یقینا زه ملک یم ستا عاداتو او عباداتو ماته خوند راکول نو ځکه مي ملګري درسره وکړل


خو ملائکې کي اختلاف دي
بعضي وائي چي دا ملائکه ملک الموت (حضرت ازرائیل)علیه السلام وو
خو بعضي وائي چي نه بله ملائکه ول
خو په هر تقدیر

اوس حضرت ادریس علیه السلام غوښتني ورڅخه کوي

۱ غوښتنه؛ دا چی دا مرګ خو هم بیخي وائي زور غواړي ته داسی وکړه چی زما روح یواري قبض کړه خو په ډیره اسانۍ سره بیا می بیرته را ږوندی کړه.

۲غوښتنه؛ دا ول چي دوږخ (جهنم) راباندي ووینه:
بعضي وائي چي دستني دسوري په قدر جهنم ورته را خلاص سو
دي علیه السلام بی هوشه سو.

۳غوښتنه؛ دا چي جنت هم راباندي ووینه:
نوکله چي جنت ته ځي دی ملک ته وائي درزه ور داخل سو نو کله چي فارغیږي
ملک ورته وائي رازه چي ځو؛
دی علیه السلا ورته وایي چی نه وځم ملک ورته وایي چي څنګه نه وځي ده ویل سم نه وځم دغه مي مراد وو چي ځان جنت راورسوم
دملک او دده علیه السلام دعوه سول؛
فیصله الله عز وجل ته وړاندي سول
ادریس علیه السلام ورته وایي
چی اي ربه تا قرآن کي ویلي
کُلّ نِفْس ذٰائِقَةُ الْمَوت. الایة
چي هر نفس څکونکئ دمرګ دی نو ماخو هم مرګ وڅکئ:

او بیا تا قرآن کي ویلي
وَأِنْ مِنْکُم أحد أِلا وٰارِدُها کان علی ربک حتما مقضیا.الایة
نو ما خو هم جهنم ولیدی:

او بیا تا قرآن کي ویلي
مفهوم دایة
چي کم څوک داخل سي جنت بیا به هیڅکله هم خارج نسي
نو زه خو هم داخل سوی یم بیا به نو ولي خارجیږم
الله عز وجل فیصله دده علیه السلام په طرف وکړل


نو ځکه علماؤ وایي چي دی علیه السلام ږوندی دی
او بعضي واي چي اسمانونو کي دی
څوک وایي شپږم اسمان کي دی
څوک وایي اووم اسمان کي دی
څوک وایي څلورم اسمان کي دی

دا یوه وړه کیسه د ادریس علیه السلام ول


دومره ښکلې او دردونکې کیسه ما په ژوند کې نه وه لوستلې.!

ﻋﺒﺪﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﺑﻦ ﺍﺑﯽ ﺑﮑﺮ (ﺭﺽ) ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﺩﺭﺳﻮﻝﷺ ﮐﻮﺭﺗﻪ ﺭﺍﻧﻨﻮﺕ ﻧﻮﭘﻪ ﻻﺱ ﮐﻲ ﯾﻲ ﻣﺴﻮﺍﮎﻭﻭ، ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﺩﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻻﺱ ﮐﻲ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﺗﻪ ډﯾﺮ ﮐﺘﻞ ﺧﻮﺩﻧﺎﺭﻭغۍ ﺩ ﺷﺪﺕ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﯾﻲ ﻧﺸﻮ ﻭﺭﺗﻪ
ﻭﯾﻼﯼ ﭼﻲ ﺭﺍﯾﻲ ﮐړﻩ امُّ المؤمنین ﻋﺎﺋﺸﻪ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﻱ
ﻭﭘﻮﻫﯿﺪﻩ ﻟﻪ ﻋﺒﺪﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﻧﻪ ﯾﻲ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﺭﺍ ﻭﺍﺧﯿﺴﺖ ﺍﻭ ﺩ ﻧﺒﻲ ﷺ
ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﮐﻲ ﯾﻲ کیښوﺩ،
ﺧﻮ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﯾﻲ ﻭﻧﻪ ﺷﻮ
ﻭﻫﻼﯼ، ﻋﺎیشه ﺭﺽ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﺑﯿﺮﺗﻪ ﺭﺍ ﻭﺍﺧﯿﺴﺖ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ
ﺧﻮﻟﻪ ﮐﻲ ﯾﻲ ﻟﻮﻧﺪ ﮐړ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﯾﻲ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﺗﻪ ﻭﺭﮐړ ﺩﺍځل ﻣﺴﻮﺍﮎ نرم و ﻭ … ﻋﺎﺋﺸﻪ
ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﺍﯾﻲ ﭼﻲ ﺍﺧﯿﺮﻱ څیز ﭼﻲ ﺩ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﺧﻮله ﺗﻪ ﺩﺍﺧﻞ ﺷﻮ ﻫﻐﻪ ﺯﻣﺎ ﻻړې ﻭې، ﺩﺍ
ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﻟﻮﯼ ﻓﻀﻞ ﻭﻭ ﭼﻲ ﺗﺮ ﻣﺮګ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﯾﻲ ﺯﻣﺎ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻪ
ﷺ ﻻړې ﺳﺮﻩ ګډې ﮐړې …ﻋﺎﺋﺸﻪ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ
ﻭﺍﯾﻲ ﭼﻲ : ﺷﯿﺒﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻓﺎﻃﻤﺔ ﺍﻟﺰﻫﺮﺍ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﭼﯽ
ﻟﻮﺭﯾﯽ ﻭﻩ ﺭﺍﻧﻨﻮﺗﻪ، ﭼﻲ څنګه ﺭﺍﻧﻨﻮﺗﻪ ﻧﻮ ﻭﯾﻲ ﮊړﻝ ځکه
ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﻭﺭﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ ﭘﺎڅیدالې ﺍﻭﺩﺍ ﺩﺩه
ﻋﺎﺩﺕ ﺟﻮړ ﺷﻮﯼ ﻭﻭ، ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻓﺎﻃﻤﻪ ﺭﺽ ﺭﺍﻏﻠﻪ ﻧﻮ ﺭﺳﻮﻝ
ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﺑﻪ ﭘﺮټڼډه ښکلوله … ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﻭﻓﺮﻣﺎﯾﻞ : فاطمې ﻣﺎﺗﻪ ﺭﺍﻧﮋﺩې ﺷﻪ ! ﻫﻐﻪ
ﻭﺭﻏﻠﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﭘﻪ ﻏﻮږ ﮐﻲ څه ﻭﺭﺗﻪ
ﻭﻭﯾﻞ ﻧﻮ ﻓﺎطمې ډﯾﺮ ﻭﮊړﻝ ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﯾﻲ ﻭﮊړﻝ ﻧﻮ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﺑﯿﺎ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﻏﻮږ ﺩﻱ ﺭﺍﻧﮋﺩې ﮐړﻩ،
ﺩﺍځﻞ ﺣﻀﺮﺕ فاطمې ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﺧﻨﺪﻝ،ﻋﺎﯾﺸﻪ ﺭﺽ
ﻭﺍﯾﯽ ﻣﺎ ﭼﻲ ﺩ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﻟﻪ ﻭﻓﺎﺕ
ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﭘﻮښتنه ﺗﺮې ﻭﮐړﻩ ﻭیلې : ﻟﻮﻣړﯼ ځل ﯾﻲ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ
ﻓﺎطمې ﺯﻩ ﻧﻦ ﺷﭙﻪ ﻭﻓﺎﺕ ﮐﯿږﻡ، ﻧﻮ ﻣﺎﺗﻪ ﮊړﺍ ﺭﺍﻏﻠﻪ ﺍﻭ ﻭﻣﻲ
ﮊړﻝ، ﺩﻭﻫﻢ ځل ﯾﻲ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﻲ ﻓﺎطمې ﮊﺍړﻩ ﻣﻪ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺯﻣﺎ
ﭘﻪ ﺍﻫﻞ ﮐﯽ ﻟﻮﻣړﯼ ﮐﺲ ﯾﻲ ﭼﻲ ﻟﻪ ﻣﺎ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﯾﻮځای ﮐﯿږې ﻧﻮ
ﻣﺎ ﻭﺧﻨﺪﻝ …ﺑﯿﺎ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﻭﻓﺮﻣﺎﯾﻞ ﺗﺎﺳﻮ
ﻟږ ﻟﻪ ﮐﻮﺭﻩ ﻭﻭﺯﺉ ﺍﻭﻋﺎیشه ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﺗﻪ ﯾﯽ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﻲ
ﺧﻮﺍﺗﻪ ﻣﻲ ﺭﺍﺷﻪ،ﺍﻭ ﻧﺒﻲ ﻋﻠﯿﻪ ﺳﻼﻡ ﺩ ﺍﻡ ﺍﻟﻤﺆﻣﻨﯿﻦ ﻋﺎﺋﺸﻪ
ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﭘﺮﺳﯿﻨﻪ ﺳﺮﻭﻟګاﻭ، ﺍﻭﻻﺳﻮﻧﻪ ﯾﻲ ﺩﺍﺳﻤﺎﻥ ﻟﻮﺭﺗﻪ
ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻝ ﺍﻭ ﺩﺍ ﯾﻲ ﻭﯾﻞ : ﺑﻞ ﺍﻟﺮﻓﯿﻖ ﺍﻻﻋﻠﯽ، ﺑﻞ ﺍﻟﺮﻓﯿﻖ
ﺍﻻﻋﻠﯽ ﻋﺎﺋﺸﻪ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﺍﯾﻲ ﭼﻲ ﺯﻩ ﭘﻮﻩ ﺷﻮﻡ ﭼﻲ
ځﻨﮑﺪﻥ ﯾﻲ ﺩﯼ، ﭘﻪ ﺩې ﻭﺧﺖ ﮐﻲ ﺟﺒﺮﺍﺋﯿﻞ ﺍﻣﯿﻦ ﺗﺸﺮﯾﻒ ﺭﺍﻭړ
ﺍﻭ ﻭﯾﻲ ﻭﯾﻞ : ﺍﻱ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺭﺳﻮﻟﻪ ! ﻣﻠﮏ ﺍﻟﻤﻮﺕ ﺑﻬﺮ ﻭﻻړ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺳﺘﺎ
ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻏﻮﺍړﻱ، ﺍﻭ ﻣﻠﮏ ﺍﻟﻤﻮﺕ ﻟﻪ ﺗﺎ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻫﯿﭽﺎ څﺨﻪ ﺍﺟﺎﺯﻩ
ﻧﻪ ﺩﻩ ﻏﻮښتې !!!ﻧﺒﯽ ﻋﻠﯿﻪ ﺳﻼﻡ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ : ﺍﺟﺎﺯﻩ ﺩﻩ ﺭﺍﺗﻠﯽ
ﺷﻲ، ﻣﻠﮏ ﺍﻟﻤﻮﺕ ﭼﻲ ﺭﺍﻧﻨﻮﺕ ﭘﺮ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﯾﻲ ﺳﻼﻡ ﻭﺍﭼﺎﻭ ﺍﻭ ﻭﯾﻲ ﻭﯾﻞ : ﺯﻩ ﺍﻟﻠﻪ ﺟﻞ
ﺟﻼﻟﻪ ﺭﺍﻟﯿږﻟﯽ ﯾﻢ ﭼﻲ ﺗﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﺩې ﺩﻭﻭ ﭼﺎﺭﻭ ﮐﻲ ﺍﺧﺘﯿﺎﺭ
ﺩﺭﮐړﻡ، ﻏﻮﺍړې ﭘﻪ ﺩﻧﯿﺎ ﮐﻲ ﭘﺎﺗﻲ ﺷﻲ ﺍﻭ ﮐﻪ ﻏﻮﺍړﻱ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺭﺏ
ﺳﺮﻩ ﻭﺻﻞ ﺷﻲ؟ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﻭﻓﺮﻣﺎﯾﻞ : ﺯﻩ
ﻣﻲ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺭﺏ ﺳﺮﻩ ﯾﻮځای ﮐﯿﺪﻝ ﺧﻮښوم …ﻣﻠﮏ ﺍﻟﻤﻮﺕ ﺩﻧﺒﻲ
ﻋﻠﯿﻪ ﺳﻼﻡ ﺳﺮﺗﻪ ﻭﺩﺭﯾﺪﯼ !!. ﺍﻭ ﻭﯾﻲ ﻭﯾﻞ : ﺍﻱ ﺩﻣﺤﻤﺪﺑﻦ ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ
ﭘﺎﮎ ﺍﻭ سپیڅلې ﺭﻭﺣﻪ !ﺭﺍﻭﻭﺯﻩ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﻃﺮﻑ ﺗﻪ ’ ﺍﻭ ﺭﺏ ﻟﻪ ﺗﺎﻧﻪ
ﺭﺍﺿﻲ ﺩﻩ …ﻋﺎﺋﺸﻪ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﺍﯾﻲ ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﺩ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﻻﺱ ﺭﺍ ﻭﻟﻮﯾﺪ ﺍﻭ ﺳﺮ ﯾﻲ ﺩﺭﻭﻧﺪ ﺷﻮ ﻧﻮ ﺯﻩ
ﭘﻮﻩ ﺷﻮﻡ ﭼﻲ ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮ، ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯿږﻡ څه ﻭﮐړﻡ، ﻭﺍﺭﺧﻄﺎ
ﺩﻣﺴﺠﺪ ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ ﻭﺭﻭﻭﺗﻢ ﮐﻮﻣﻪ ﭼﻲ ﺯﻣﺎ ﺩﺣﺠﺮې ﻟﻪ ﺧﻮﺍ
ﺩﻧﺎﺭﯾﻨﻪ ﻭ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﻭﺭﻭتلې ﻭﻩ ﺍﻭ ﻧﺎﺭې ﻣﻲ ﮐړې : ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮ ،ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ
ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮ !!!ﺩﺍ ﻭﺍﯾﻲ ﺯﻣﺎ ﺩﭼﯿﻐﻮ ﭘﻪ ﺍﻭﺭﯾﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻣﺴﺠﺪ ﮐﻲ
ﻭﺍﻭﯾﻼ ګډﻩ ﺷﻮﻩ … ﻋﻠﻲ ﺑﻦ ﺍﺑﻲ ﻃﺎﻟﺐ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ
ﮐښﯿﻨﺎﺳﺘﯽ ﺩﻭﻻړﯾﺪﻭ ﺷﯿﻤﻪ ﯾﻲ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻭﺭﮐړﻩ … ﺍﻭ ﻋﺜﻤﺎﻥ
ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻟﮑﻪ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﻻﺱ ﯾﻲ ﺩﺍ ﺑﻞ ﻭﺍﻫﯽ …ﺍﻭ
ﻋﻤﺮ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺑﯿﺎ ﺗﻮﺭﻩ ﺭﺍ ﺍیستله ﺩﻩ ﺍﻭ ﻭﺍﯾﻲ ﮐﻪ ﻫﺮﭼﺎ
ﻭﻭﯾﻞ ﭼﻲ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮﯼ ﺩﻱ ﻧﻮ
ﺳﺮ ﺑﻪ ﺗﺮې ﻏﻮڅ ﮐړﻡ ﻫﻐﻪ ﺩﺧﭙﻞ ﺭﺏ ﻣﻼﻗﺎﺕ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﯽ ﺩﻩ ﻟﮑﻪ
ﻣﻮﺳﯽ ﻋﻠﯿﻪ ﺳﻼﻡ ﭼﻲ ﺗﻠﻠﯽ ﻭﻭ،ﺍﻭ ﺑﯿﺮﺗﻪ ﺑﻪ ﺭﺍﺳﺘﻮﻥ ﺷﻲ … ﻣګﺮ
ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﮐﻲ ﭼﻲ ﺗﮑړﻩ ﻭﻭ ﻫﻐﻪ ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﺻﺪﯾﻖ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ
ﻭﻭ، ﺭﺍﻏﯽ ﻧﺒﻲ ﻋﻠﯿﻪ ﺳﻼﻡ ﯾﻲ ﭘﻪ ﻏﯿږ ﮐﻲ ټینګ ﮐړ ﺍﻭ ﻭﯾﻲ
ﻭﯾﻞ : ﺍﻱ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺧﻠﯿﻠﻪ ! ﺍﯼ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺩﻭﺳﺘﻪ ! ﺍﻱ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺭﺳﻮﻟﻪ ! ﺍﻭ
ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﯾﻲ ښکل ﮐړ ﺍﻭ ﻭﯾﻲ ﻭﯾﻞ : ﺍﻱ
ﺩﺍﻟﻠﻪ ﭘﯿﻐﻤﺮﻩ ! ﭘﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﺍﻭ ﻣﺮګ ﺩﻭﺍړﻭ ﮐﻲ ﺗﻪ ﻣﺒﺎﺭﮎ ﺍﻭ ﺑﺨﺘﻮﺭ
یي، ﺍﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻣﺴﺠﺪ ﺗﻪ ﻭﺭﻭﻭﺕ ﺍﻭ ﻭﯾﻞ ﯾﻲ :ﭼﺎﭼﻲ ﺩ ﻣﺤﻤﺪ
ﻋﺒﺎﺩﺕ ﮐﺎﻭﻭ ﻫﻐﻪ ﻧﻦ ﻣړ ﺷﻮ ﺍﻭ ﭼﺎﭼﻲ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻋﺒﺎﺩﺕ
ﮐﺎﻭﻭ ﻧﻮ ﺑﯿﺸﮑﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﻧﻪ ﻣﺮﻱ ﺍﻭ ﺗﻞ ﮊﻭﻧﺪﯼ ﺩﯼ . ﺩ ﺩې خطبې ﭘﻪ
ﺍﻭﺭﯾﺪﻟﻮ ﺩ ﻋﻤﺮ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﺗﻮﺭﻩ ﻭﻟﻮﯾﺪﻩ، ﻋﻤﺮ
ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻭﺍﯾﻲ ﭼﻲ ﺩ ﺍﺑﻮﺑﮑﺮ ﺩﺍ ﺧﺒﺮې مې ﻭﺍﻭﺭﯦﺪې ﻧﻮ
ﻣﻲ ﯾﻘﯿﻦ ﺷﻮ ﭼﻲ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮﯼ
ﺩﻩ، ﻭﺍﯾﻲ ﺯﻩ ﺑﻬﺮ ﺗﻪ ﻭﻭﺗﻢ ﺩ ﯾﻮ ﺩﺍﺳﻲ ځای ﭘﻪ ﻟټه ﺷﻮﻡ ﭼﻲ ﻟﻪ
ﺧﻠﮑﻮ ﻟﯿﺮﻱ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺯﻩ ﯾﻮﺍﺯﻱ ﻟﻪ خپله ځان ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺍﻭښکو
ﺗﻮﯾﻮﻟﻮ ﺧﭙﻞ ﺯړﻩ ﺗﺶ ﮐړﻡ … ﮐﻠﻪ ﭼﻲ ﯾﻲ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﺩﻓﻦ ﮐړ ﻓﺎﻃﻤﻪ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﻭﯾﻞ : ﺍﯾﺎ
ﺗﺎﺳﻮ ﺑﻪ ځاﻧﻮﻧﻪ ﻣﻌﺎﻑ ﮐړﺉ ﭼﻲ ﺩ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ
ﷺ ﭘﺮ ﻣﺦ ﻣﻮ ﺧﺎﻭﺭﻱ ﻭﺭ ﻭﺍړﻭلې …ﺍﻭ ﻟﻪ ﻗﺒﺮ
ﺳﺮﻩ ﻭﺩﺭﯾﺪﻟﻪ ﺗﺮ ډﯾﺮﻩ ﯾﻲ ﻓﺮﯾﺎﺩ ﮐﺎﻭﻭ … ﻧﻮ ﻭﺭﻭڼو ! ﺯﻩ ﭘﻮﻫﯿږﻡ
ﭼﻲ ﺳﺘﺮګې ﺑﻪ ﻣﻮ ﻟﻪ ﺍﻭښکو ډکې ﺷﻮي ﻭﻱ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﺯړﻭ ﮐﻲ ﺑﻪ
ﻣﻮ ﺩﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ ﺩﻟﯿﺪﻟﻮ ﺗﻠﻮﺳﻪ ﭘﯿﺪﺍ ﺷﻮه
ﻭﻱ، مګر ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﭘﻪ ﻓﻀﻞ ﺍﻭ ﺯﻣﻮږ ﺳﺮﻩ ﺩﮐړﯾﻮ ﻭﻋﺪﻭ ﭘﻪ ﺑﺮﮐﺖ
ﺑﻪ ﺍﻥ ﺷﺎﺀ ﺍﻟﻠﻪ ﭘﺮﺣﻮﺽ ﮐﻮﺛﺮ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﯾﻮځای ﮐﯿږﻭ
یو ځل درود شریف پر محمد صلي الله وسلم ووایي او الله تعالي دې د محمد صلي الله علیه وسلم دیدار زمونږ پر نصیب کړې.


منطق

یو کلېوال هلک ښار ته د زده کړو لپاره تللی و، چي بیرته کلي ته راغلی نو د کلي ملک ځني پوښتنه وکړه:
زویه! د لیک- لوست څه ګټه ده؟.
هلک: ملک صاحب! په لیک- لوست سره د سړي"منطق" زده کېږي.
ملک: دا منطق بیا څشي ته وایي؟
هلک: استدلال ته ویل کېږي.
ملک: استدلال څه ته وایي؟.
هلک: زه دې پرې پوهوم.

هلک: ستاسو په کور کي سپی سته؟.
ملک: هو؛ سته.
هلک: د دې مطلب داسو چي ستاسو کور لوی دی؟،( د هغه د ساتني لپاره مو سپی درولی).
ملک: هو؛ کور خو مي غټ دی.
هلک: د دې مطلب داسو چي ستاسو مزدوران به هم ښه ډېر وي؟، ( د لوی کور د ساتني لپاره).
ملک: هو ښه ډېر مزدوران مي دي.
هلک: د دې مطلب خو نو داسو چي ستاسو کاروبار به هم ښه وي؟( د مزدورانو د معاش پوره کولو لپاره).
ملک: هو په خدای کاروبار مي هم ښه روان دی.
هلک: د دې مطلب دا سو چي لتاسي سره د مور دعاګاني مل دي، او ستاسو په اړه د مور دعاګاني قبولي سوي هم دي، نو د دې مطلب دا سو چي ستاسو مور یوه نېکه او دینداره ښځه وه.
ملک: ښه ښه اوس پوه سوم چي لیک لوست سره د سړي منطق څنګه زده کېږي.

نوکر: ملک صاحب! هغه هلک چي په ښار کي زده‌کړي کړي او راغلی نو څه ګټه یې کړې؟.
ملک: ګوره! په لیک- لوست سره د سړي منطق زده کېږي.
نوکر: ملک صاحب! دا منطق بیا څه شی دی؟.
ملک: منطق و استدلال ته ویل کېږي.
نوکر: دا استدلال بیا څه ته وایي؟.
ملک: اوس دي سر په در خلاصوم.

ملک: ستاسو په کور کي سپی سته؟.
نوکر: نه ملک صاحب! زموږ په کور کي سپی نسته.
ملک: نو د دې مطلب دا سو چي ستا مور چنداني ښه ښځه نه وه!.

#ژباړه


#آينشټين
یوه ورځ له یو سړي سره په اورګاډي کې ناست و،
وې غوښتل چې د سړي ذکاوت تجربه کړي
مخ یې وروګرځاوه او ورته یې وویل
څنګه دې خوښه ده، یوه لوبه ونه کړو؟
زه به درنه پوښتنه وکړم، که دې ځواب رانه کړ.
نو(5ډالر) به راکوې، ته به هم رانه پوښتنه وکړې
که مې ځواب درنه کړو (500 ډالر به درکوم)
سړي ورسره موافقه وکړه
آينشټين
د ځمکې د جاذبې سبب څه شی دی؟
سړي فکر وکړ، خو ځواب یې ونه موند نو(5ډالر) یې اینشټین
ته ورکړل
د سړي نوبت شو:
دا څه شی دی چې غره ته په درې پښو خیژي او په یوه پښه راکوزیږي؟
آينشټین په فکر کولو بوخت شو، د خپلو علماو ملګرو نه یې مرسته وغوښته، هیڅوک په ځواب پوه نه شول
له یو ساعت فکر وروسته "اینشټین" (500ډالر) راوویستل
اوسړي ته یې ورکړل.

آينشټین ترې پوښتنه وکړه:
ـ اوس ته ووايه، دا څه شی دی چې غره ته په درې پښو خیژي او په یوه راکوزیږي؟
سړي له جیبه (5ډالر) راوویستل او أينشټین ته یې ورکړل..!
#عبرت
په دې غرور مه کوئ چې تاسې په هر څه پوهیږئ، که تاسې پوهان هم یاست، نو یو جاهل به درباندې د خپل بسیط فکر پر مټ زورور شي.


له پنده ډکه کيسه‼️👇
که وخت لرئ ضرور یې ولولئ!
د حضرت موسی علیه السلام په وخت کي ډيره سخته وچکالي راغله. يوې هوسی حضرت موسی علیه السلام ته مراجعه وکړه چه موږ په دښته کې د اوبو د نشتوالي په سبب د مرګ سره مخ يوو زموږ يوه چاره وکړه. حضرت موسی علیه

السلام خدای ﷻ ته عذر زاری وکړي. خود خدای ﷻ لخوا ورته وحي راغله چه اوس يي وخت ندی چه باران و اوريږي.

حضرت موسی علیه السلام هوسی ته باالمقابل جواب ورکړ چه اوس يي وخت ندی . هوسی خپله د طور غره ته ولاړه چه خپل شکايت وکړي.

خو مخکې له ورتګ څخه يې نورو هوسیو ته وويل که چيري مې خدای ﷻ سوال او حاجت قبول کړ زه به په ډيره خوشحالی د غره څخه را کښته کيږم. کله يې چې په طور غره کې خداي ﷻ ته سوال وړاندې کړ د خداي ج لخوا ورته همغه د رد جواب ورکړل سو. خو

هوسی چه د غره لخوا راکښته کيده فکر يي وکړ چه توکل په خداي ج دی تر څو چه له غره کښته کيږم ډير اميد شته چه خدای ﷻ مهربانه شې اوس به په خوشحالی تر نورو هوسیو ورسم تر څو نااميده نسې. هوسی تر غره راکښته شوي نه و چه باران شروع شو. حضرت موسی علیه السلام خدای ﷻ ته ګيله وکړه چه زما سوال دي قبول نکړ ؟؟

خدای ﷻ ورته وويل چه هوسی تر اخروخته زما د مهربانی او شفقت څخه نااميده نه شوه. ځکه مې باران ورباندې شروع کړ.سبحان الله

نو هیڅ وخت د الله تعالى درحمت څخه مه نا امیده کیږه


پنده ډڪه ڪيسه🐕د سپي درې خـــویـونه⭕
یو عـــالم سپي🐕ته وويل‼
ته ولې وفاداره يي خو تاڪـې‼
درې خـــويونه ډيــر بد دي
1⃣لومړي دا چي په ديوال بولي ڪــوي❓
2⃣دوهــم دا چــي د شپي ډير غاپــي❓
3⃣دريم دا چي ڪ له ڪـوم ملنګ راشــي نو ورپسي غاپــي❓

نو🐕سپي ورته وويل دا ځڪـه⁉
1⃣په ديوال ځڪـه بولــي ڪـوم چي ڪـيدي شي په ځمڪه د اللهﷻ ڪـوم بنده سجده ولګـــوي‼
2⃣د شپي ځڪـه ډيـر غاپم چي ڪيدي شي د الله ڪـوم بنده راويښ شي او د اللهﷻ ثناء او صفت بيان ڪـړی‼
3⃣ملنګ پسي ځڪه غاپم چي ملنګ يي د اللهﷻ نه نه غواړي ، هغه چانه یې غواړي چي هغه ته هم اللهﷻ ورکړي دي‼


له پنده ډکه کیسه :

یوې ډېرې ښکلې نجلۍ غوښتل چې واده وکړي، خو هغې داسې ځوان غوښته چې ډېر تقوا داره او پرهېزګار وي، په همدې توګه یې د خپل واده له پاره درې شرطونه کېښودل، لومړی دا چې خاوند یې باید ټول قرآن کریم تلاوت او تل یې ختم وکړي. دویم دا چې خاوند یې باید ټول کال روژه وي . درېیم دا چې خاوند یې باید ټوله شپه عبادت وکړي او تل د شپې له خوا ویښ پاتې شي، هر ځوان چې وکولای شول دا شرطونه پوره کړي او یا هم له یادو شرطونو سره سم عمل وکړي، نو له هغه سره به واده وکړي .

نجلۍ ډېره ښکلې وه او ډېر خلک ورته په مرکه راتلل، مګر هغوی پوهېدل، چې نه شي کولای دا شرطونه پرځای کړي، مګر یو ځوان حاضر شو، ترڅو دا شرطونه ومني او ترسره یې کړي .

بالاخره نجلۍ هم ومنله، ترڅو له هغه سره واده وکړي، د نکاح مراسم یې ترسره شول، د واده لومړۍ شپه تېره شوه او نجلۍ متوجه شوه، چې خاوند یې نه د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړ او نه هم د عبادت له پاره ټوله شپه ویښ پاتې شو؛ نجلۍ پرېښوده، ترڅو یو څو میاشتې نورې هم تېرې شي او وګوري، چې په خاوند کې یې بدلون را منځته کېږي او که نه؟ مګر په خپل خاوند کې یې هېڅ بدلون ونه لیده او حتا پرله پسې روژه یې هم ونه لیده؛ بالاخره نجلۍ د طلاق غوښتنه وکړه او دواړه محکمې ته لاړل، قاضي پوښتنه وکړه : د واده شرایط څه وو ؟ ځوان ځواب ورکړ : د تل له پاره د قرآن کریم تلاوت او ختم، د کال ټولې ورځې روژه نیول، ټوله شپه عبادت کول . قاضي وپوښتل : آیا ټول شرایط دې پرځای کړي دي ؟

ځوان ځواب ورکړ : هو ښاغلیه !

قاضي وویل : درواغ مه وایه، مېرمن دې وایي، چې له شرطونو څخه یو شرط دې هم نه دی عملي کړی، مګر ځوان په ټینګار سره ویل، چې ټول شرطونه یې ترسره کړي دي .

قاضي وپوښتل : آیا ټول قرآن عظیم الشان دې تلاوت کړی ؟

ځوان ځواب ورکړ : هو .

قاضي په تعجب وپوښتل : څنګه او څه ډول ؟

ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! زه د ورځې درې ځله د اخلاص سوره لولم او حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي : هر هغه څوک چې درې ځله د اخلاص سوره ولولي، نو د قرآن کریم د یوه ختم معادل دی .

قاضي پوښتنه وکړه : څه ډول دې روژه ونیوله ؟

ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! ما د رمضان له میاشتې وروسته د شوال شپږ ورځې روژه ونیوله او حضرت رسول الله (ص) فرمایلي : څوک چې د رمضان میاشت او د شوال میاشتې شپږ ورځې روژه ونیسي، نو داسې ده لکه ټول کال یې چې روژه نیولې وي .
قاضي وغوښتل، ترڅو خپله وروستۍ پوښتنه له ځوان څخه وپوښتي او ښه پوهېده، چې دې پوښتنې ته به یې ځوان ځواب ونه لري او وې ویل : آیا ټوله شپه دې عبادت کاوه ؟ ځوان په ډېره سړه سینه د یوې شېبې له پاره چوپتیا اختیار کړه او په موسکایې وویل : هو ! مېرمن یې او قاضي دواړه د دې ځواب په اورېدو حیران شول او قاضي وپوښتل : څه ډول؟ ځوان ځواب ورکړ : زه تل د ماخوستن او سهار لمونځ په جماعت ادا کووم . په دې اړه نبي کریم (ص) فرمایلي : هرڅوک چې د ماخوستن او سهار لمونځونه په جماعت ادا کړي، نو معادل د دې ده، چې ټول شپه یې په عبادت تېره کړې وي. قاضي ځوان ته په حیرانتیا سره وکتل او هوډ یې وکړ، ترڅو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، مېرمنې او خاوند ته یې وویل : لاړشئ، ستاسو په واده کې هېڅ ستونزه نه شته


په حرم شريف کي زنا کار !

يوه ښځه چي ډېره ښکلې وه، مکې معظمې ته د حج او عمرې په نيت روانه شوه.
کله چې د شیطان ويشتلو ته لاړه نو مشهور شاعر "عمر ابن أبي ربيعة " چې د ښځو ډېر شوقي ؤ وليدله.
سړي له ښځي سره خبري وکړلې خو هغې ځواب ور نه که.

په دوهمه شپه يې ښځي ته لار ونيول او لاس يې ور واچاوه.
ښځي ورته وويل: ما نه لري شه!
زه د الله په حرم کي يم او په محرمو ورځو کي يم.
أبي ربيعة په هغې ډېر ډينګار وکه خو ښځه له دې نه ؤو وېرېدله چې هسې نه نور خلک په دې حالت باندي خبر شي نو د سړي لار يې پرېښودله او بېرته خپلې خېمې ته وګرځېدله.

په دريمه شپه ښځې خپل ورور ته وويل:
ما سره ووځه او د حج مناسک وګوره.
کله چي ابن أبي ربيعة له ښځې سره د هغې ورور وليد نو په خپل ځای ودرېده، د ښځې لار يې ونه نيوله او له ځان سره يې وخندل او دغه شعر يې ووايه:
ترجمه:
"سپي په هغه چا حمله کوي چې زمری ورسره نه وي.
سپي له هغې ډلي وېرېږي چي ضرر رسوونکی زمری ورسره وي."

کله چې عباسي خيلفه "ابو جعفر منصور" په دې پېښي باندي خبر شو نو ويې ويل:
"دما زړه غواړي چې قريشو کي هيڅ يوه داسي پېغله پاتې نه شي چې په دغي قصې باندي خبره نه شي."

د مسلمانانو په يوه ښار کي يوه نېکه او هوښياره ښځه وه، د هغې يوه لور وه کله چي به يې لور له کور نه وتله نو ښځې به خپل زوی ته وويل:
بچيه! له خپل خور سره دي ووځه.
ځکه.
کله چې ښځه له سړي بغیر له کوره وځي په ښار کي داسي ښکاري لکه پسه چې د لېوانو په منځ کي وي.
نو د لېويانو هغه کمزوری هم د حملې جرأت په کولی شي.
عيون الأخبار(۱۰۷/۴)
د خير په خپرولو کې راسره برخه واخلئ او له نورو ملګرو سره يې په ګروپونو کې شیر کړئ ♥️👇


صاحب ددلائل خیرات سلیمان الجزولی رحمه الله
یوورځ په سفرلاړیوځای کی ورباندی دلمانځه وخت راغی
یوکوهی کی اوبه وی خو اسباب دراویستلو نه وو
سیلمان الجزولی رحمه الله تعالی
حیران ولاړوو په دغه وخت یوه ماشومه ددیوال په سر راښکاره شوه پوښتنه یی وکړه څوک یی او ولی حیران ولاړیی سیلمان الجزولی رحمه الله تعالی ورته وویل سیلمان الجزولی رحمه الله تعالی یم اوحیران ځکه یم چی داوبو راویستلواسباب نشته هغی ماشومی ورته وویل ته هغه کس یی چی ستا دنوم ډنډوری غږیږی اوځان ته اوبه هم نشی راویستلی هغه ماشومه ددیوال شاته راتاو شوه اوکوهی ته یی یوڅاڅکی لاړی ورواچولی په دغه لاړوسره دکوهی اوبه سرته راوختلی سیلمان الجزولی رحمه الله تعالی ورباندی اودس وکړو اومونځ یی وکړو
دلمانځه نه وروسته ورغی اودهغی ماشومی دروازه یی وروټکوله هغه ماشومه راو وتله سیلمان الجزولی رحمه الله تعالی ورته وویل دهغه چا په وسیله درنه سوال کوم چی ته یی دشفاعت امیدواره یی داکمال تاته په څه حاصل شو هغی ماشومی وویل که دومره لویه وسیله دی نه وی راکړی نه می خبرولی
داکمال ماته دیو درودشریف په وجه حاصل دی چی زه یی ډیروایم
سیلمان الجزولی رحمه الله تعالی
ترینه هغه درودشریف ذده کړو
اویوکتاب په نامه ددلائل الخیرات یی ولیکلو کوم چی په نبوی ﷺ درودونواوپه درود دهغه ماشومی مشتمل دی مګر هغه دماشومی درود یی پکی معلوم کړی نه دی!

داواقعه ددلائل الخیرات په اولنی پاڼوکی هم شته


بهلول دانا رحمه الله یوه عجیبه قیصه!

یو سړې مسجد جوړ کړ بهلول دانا رحمه الله ترې وپوښتل: دا مسجد دې درب درضا لپاره جوړ کړې که نه دځان مشهورتیا لپاره؟
سړې وویل: طبعا دامې دخپل رب دراضې کولو لپاره جوړ کړې
بهلول غوښتل چې دسړې اخلاص أمتحان کړې
نیمه شپه راغلې او پر یوه دیوال یی ولیکل دا مسجد بهلول جوړ کړې
پر سبا چې خلک جماعت ته راتلل پر دیوال به یی چې خط لوسته نو ویل به یی څه دخیر انسان ده رب دې ورته اجرونه ورکړې یعنې دعاوې به یی کولې ورته
هغه شخص په غوسه شو او ویی ویل بهلول درواغ وایی داجماعت ما په خپل مال جوړ کړې او تاسې دعاوې بهلول ته کوۍ
بهلول وخندل او ویې ویل: ستا معامله دالله جل جلاله سره وه که دخلکو سره؟
(دفارسې ژبې څخه ژباړه)
نوټ۩هر کار درب د راضې کولو لپاره وکړۍ نه دخلکو دراضې کولو او ځان مشهور کولو لپاره
که رب دې راضې کړ خلک به درنه حتما راضې وي.

ابوالافضال مولوی عبــــدالولــی صاحب


دحضرت صدیق اکبر(رض) داسلام را وړلو عجيبه واقعه)
(لیکوال:خادم حبیبی ابرارغفرله الغفار)
حضرت علامہ جلال الدین سیوطی (رح) لیکلی دی چی حضرت ابوبکر صدیق (رض) د اسلام او نبوت ښکاره کیدو څخه مخکې دشام طرف ته دتجارت په سفر کی یو خوب ولیدی ، چې د هغه تعبیر یی د بحیر راهب څخه معلوم کی ، هغه ورته وویل چی خوب د رښتونی دی . ستاسی په قوم کی به یو سړی ته نبوت رسيږي ، ته به د هغه وزیری او د دوی د مرگ څخه وروسته به یی خلیفه یی دا خوب صدیق اکبر(رض) پټ ساتلی وو ، او بل چا ته یی بیان نہ کی ، تر دی چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته نبوت ورکړل سو ، نو ابوبکر صدیق (رض) حاضر سو . او عرض یی وکی چی ای محمد(صلی الله علیه وسلم) تاسی چی کومه دعوه کوی ددی دلیل څه دی ؟ رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ورته وویل ددی دلیل هغه خوب دی کوم چی تا په شام کی لیدلی وو صدیق اکبر(رضی الله عنه) د ډیری خوشحالی څخه( رسول الله ﷺ) ته ور تر غاړه وتی ، او د دوی تندی مبارک یی مچ کی .
👈( خصائص کبری)(👈جلد ۱)(👈صفحه ۲۹)
(👈کشکول معرفت)(👈صفحه ۹۷ ،)(👈حضرت مولانا حکیم محمد اختر صاحب )👉،


حکایت

ابن الجوزي په خپل کتاب کي لیکي؛
یوه ورځ خلیفه معتصم بــاالله د خپل یو دوست ( خاقان ) د مریضۍ پوښتني ته تشریف يوړو،
هغه وخت کي د خاقان زوی ( فتح ) وړکی ماشوم وو.
خلیفه له ماشوم فتح بن خاقان نه پوښتنه وکړه،
فتح جانه ووایه د امیرالمؤمنین کور ښائسته دی ، او که ستا د پلار کور ښائسته دی؟
فتح بن خاقان ورته جواب کي وویل،
صاحبه تر څو پوري چي امیرالمؤمنین زما د پلار په کور کي وي نو زما د پلار کور ښکلی دی، ګنې د امیرالمؤمنین کور ښکلی او ښائسته دی،
خلیفه معتصم بـاالله یې حیران کړ،
خلیفه بیا ورنه د خپلي ګوتي چي ډیر قیمتی غمی پکي وو تفوس وکړ،
ووایه له دې ( ګوتی ) نه بل کوم قیمتي شی شته؟
فتح بن خاقان جواب ورکړ،
هـــوو صاحبه، ولي نه شته.
خلیفه وویل څه شی دی؟
فتح بن خاقان وویل هغه ګوته په کومه کي چی دا قیمتي غمی والا ګوتومه ده.


ددغی حدائق په مقدمه کی یوه واقعه ، روی ،، سره سوی ده ، څه حواله یا تخریج یی نه دی کړی ، چی د حضرت عمر (رضی الله عنه) د خلافت په دوران کی یو سړی دشام څخه مدینی ته راغی او اتیا کاله عمر یی وو
او په گرمی کی دسفر کولو په وجه یی رنگ تور سوی وو ، حضرت عمر (رضی الله عنه) پوښتنه ورڅخه وکړه څنگه راغلی یی په دی کمزوری او ضعیف والی کی مو دومره لوی سفر په څه غرض وکی ؟
هغه وویل التحیات زده کولو دپاره راغلی یم ددی خبری په اوریدو حضرت عمر نه دومره وژړل چی ، دصاحب حدائق الفاظ دا دی ، حتی ابتلت لحيته ،، دومره یی وژړل چی ږیره مبارکه یی لنده سوه ،
او یو یو څاڅکی څاڅکی اوښکی ورڅخه بهیدلی ، ډیر وخت یی ژړل ، بیا یی وویل قسم دی په هغه ذات باندی د چا په قبضه کی چی زما ساه ده ، تا ته به عذاب نه سی در کولی ،
ولی چی ددین په یوې خبري اوریدو او زده کولو دپاره هغه خپل کور پریښووی ، او د اوښ په شان یی وخت تیر کی..
👈(افضل حکایات)👈صفحه(۳۰۹)


سپین ږیری نقاش/ له پنده ډکه لنډه کیسه


په پخوا زمانه کې په یوه کوچني کلي کې، یوه نقاش ژوند کاوه، چې ډېرې ښکلې تابلو ګانې به یې جوړولې او خلکو به په ډېره لوړه بیه ترې اخیستې. یوه ورځ د نقاش یو له ګاونډیو څخه هغه ته وویل: هره تابلو چې جوړوې، نو ډېره پیسې پرې تر لاسه کوې، څومره بېوزله ګاونډیان لرې، ولې له دوی سره مرسته نه کوې؟ د سیمې له قصاب څخه یې زده کړه، سره له دې چې اقتصادي وضعیت یې هم چندان ښه نه دی، خو هره ورځ یوه زیاته اندازه غوښه په وړیا توګه بېوزلو کورنیو ته ورکوي. نقاش وویل: زه خو پیسې نه لرم، چې له چا سره مرسته وکړم، د نقاش ګاونډی ناهیلی شو او په ډېرې خواشینۍ د نقاش له کور څخه بهر شو او په نقاش پسې یې بدې ردې ویل پیل کړل، څومره یې چې په توان پوره وه، نو نقاش یې ټولو خلکو ته بې مینې، بې رحمه، بې عاطفې، خسیس او کنجوس معرفي کړ. څو موده وروسته نقاش ناروغ شو او د ګاونډیو په بې مینې حالت او یوازېتوب کې له دې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې، په ډېر ساده ډول یې د جنازې مراسم ترسره شول او خاورو ته وسپارل شو.
څو ورځې وروسته خلکو په ډېرې حیرانتیا سره ولیدل، چې قصاب له بېوزله خلکو سره نور د غوښې مرسته نه کوي، په ډېرې حیرانتیا یې له قصاب څخه د نه مرستې د لامل پوښتنه وکړه:
قصاب وویل: ای بې خبره خلکو ! سپین ږیري نقاش به تل ماته د غوښې پیسې را کولې او ویل به یې، چې په بېوزله خلکو یې ووېشه!!!
نو هېڅکله د چا په ظاهر باندې قضاوت مه کوئ.
په خپلو غلطو او ناسمو قضاوتونو باندې ډېر پام کوئ.


د هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام وايي:
چې ماشوم وم، يوه شپه مې مور د پلار مخې ته ډوډۍ کېښوده، مور می له پلار بښنه وغوښته چې نن ډوډۍ لږه سوزیدلی ده.
مګر د پلار به مې هېڅکله دا خبره له ياده وه نه وځي چې زما مور ته یی وويل: خوږې زما سوې ډوډۍ خوښېږي.
په سوچ کې شوم چې ايا د پلار مې رښتيا سوې ډوډۍ خوښېږي؟
کله چې بسترې ته تلم نو پلار نه مې پوښتنه وکړه چې ستا رښتيا سوې ډوډۍ خوښېږي؟
پلار مې په غېږ کې ونيولم او راته يې وه ویل چې زويه: نن دې ټوله ورځ مور سخت کار کړی دی. او د شپې يې مونږ ته ډوډۍ هم تياره کړه، نو سوې ډوډۍ انسان هومره نه ځوروي لکه ترخه خبره. همدارنګه وه یې ویل چې انسان هېڅکله هم مکمل نه دی يو د بل تیروتنې بايد ومنو، او خوشاله ژوند وکړو.


Forward from: خــــوږې لـــــیـــکـنــــې✍✍✍
یو چا ډیر په نا امیدۍ و ښایسته ماڼۍ او قصرونو ته کتل او خپل څنګ ملګري ته یې وویل
کله چي دا نعمتونه الله ج ویشل نو موږ چیري وو
نو ملګري یې د ده لاس ونیوی او روغتون ته یې بوتی او مریضان یې ور ښکاره کړل او ورته وویل کله چي الله ج دا ناروغۍ ویشلي نو موږ چیري وو
دالله ج حکمتونه له دریاب دي او زموږ عقلونه لکه ګیلاس هیڅ کله زموږ عقل یې د ټولو د پوهي وس نه لري
قاري عاصم۔۔۔۔۔
@Qariasem

20 last posts shown.

355

subscribers
Channel statistics