هنر افغان


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


صلي علی نبینا
دتبادلې دپاره👇
@Hunarafghan

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


غزل

اوښکي مې رواني تل پر مخ د بېوسۍ
ناست یم ټوله شپه وهم له ځان سره سلګۍ

نه مې پرېږدي خوب ته د یو تللي کس یادونه
ویښي سترګي پاته شم سهار او تر سپېدۍ

را مې شي و زړه ته د غمونو لوی ښکري
واخلي خوشحالي رانه د درد په ملګرۍ

څنګه نا اومیده سرو لمبو ته ور غوټه شوې
هیڅ نشوې تر سره زَ ما هیلي خوارکۍ

یار نه کم د ځان رقیب غماز یه رانه یوسي
خوب مې دی لیدلی اشنا خپل د ناکامۍ

ستړی انتظار دی جودا یي د وصال نشته
واخلم څنګه خوند هنره له دې زندګۍ

هنرافغان


د زړه پرهره خدای دي جوړ که
زخمي ځیګره خدای دي جوړ که
رنځور دلبره خدای دي جوړ که
ټپي بشره خدای دي جوړ که
نور دي تامول د لېونی درد نه لرمه

له ځانه بد له ځانه تنګ یم
دا لوی جهان کي نپس تنګ یم
په لمبو سوی تور پتنګ یم
ولېدلی اوس له هغه شرنګ یم
ځواني مي لاړه د یار غم خوړلی یمه

باران  ورېږي  ورته  ژاړم
یار مې یادېږي  ورته ژړام
زړه مې  خوږېږي  ورته ژاړم
غم مې  زیاتېږي  ورته  ژاړم
د ارمان اوښکي تویه وم سلګي وهمه


ده هجر شپې دي تنهایي ده
له غمه  ډکه  زنــدګي   ده
مسافري  ده  پردېسي  ده
ډیره درد  منه  جودایي ده
ربه بیا راولې وصال وصال وختونه

خدایه  مرګی  پرما  میلمه  که
ده  ژوند مې دا  اخري  شپه که
روح مې  له  تنه  بېګانه که
زما  هنر  دا  ارمان  پوره  که
چي نور شي ختم داده ميني سخت دردونه

راشه بې وفا آخیر دیدن دی روانېږمه
پروت پر زکندم یمه سلګي وهم مړګېړمه

رابانــدي تاو ده درد لمبــې دي
تل په ژړا مي سترګي سرې دي
راســره مـل ستا اندېښنـې دي
په غم مي ټول ده ځواني شپې دي
مزه مې نشته اوس له ژونده بې خوند یمه

ده زړه رګــونه مې خوږيږي
نا قــرار زړه مــې نه صبریږي
ده ارمان وښکـي مـي بهیږي
رنځور وجــود مــي نه رغیـږي
که ده جهان پر  تبیبانـــو  وګرزمــه

سختـو حلاتــو کــي راګیر یم
بند ستا ده زلفو په ځنځیر یـم
مات شـوی اوس ده ملا پر تیر یم
شپه تــر سهاره بس په ویـر یم
ستا ده یادو سره مړې وښکي تویه ومه

زما ده زړه خــواره  ارمانــه
څنګه واصـل نشوې تـر ګرانه
در بانـدي  راغلو تور خــزانه
نیمګړی پاته  شـوې  ویــرانه
نصیب دي نشوه ده جانان خوږ دیدنونه

زه چي له تا  څخه  جودا  شم
جانانه  شپه ورځ په  ژړا  شم
ده لېوني  دردو  همــرا  شــم
هنر  په  غم کي مبتلا شـــم
راباندي بل شي ده ظالم بیلتون اورونه

راشه بې وفا آخیر دیدن دی روانېږمه
پروت پر زکندن یمه سلګي وهم مړګېږمه


النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی نعت شریف

کسر
پیدا شـو ستا له رویه ټـول بشر رسول الله
قربان د سترګو تور د زړګي سر رسول الله

ترنم محترم احسان الله مهمند
کلام د هنرافغان
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat388


Forward from: مولوی محمد خان مشال
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat388


❤️


دا وطن به د ښکلا وو مجموعه شي
دا وطن به ده ګلاب په څیر ښایسته شي
دا وطن به د آبادي نړۍ سیال وي
دا وطن به د رنګونو سر چینه شي

دا وطن کي به نور امن ورورولي وي
دا وطن به نور د ښه ژوندون ډېوه شي

دا وطن به وي ګلشن د ړنا ګانو
دا وطن به یو د حسن خزانَه شي

دا وطن کي به بهار وي تل تر تله
داوطن کي به خزان ورک همېشه شي

دا وطن به له کیف ډک اوله خوند ډک وي
دا وطن به یوه ښکلې منزره شي

دا وطن به د سکون او آرام ځای وي
دا وطن به په خوښیو پېمانه شي

دا وطن د امارت شتون کي هنره
دا وطن به خوشبوداره باغِچه شي

هنرافغان


صبر شه زړګیه خدای به دا ورځي هم نوري کړي
خِر دی لېونیه خدای به دا ورځي هم نوري کړي

رابه شي وصال او د دیدن خواږه رنګین سپرلي
وزغمه سړیه خدای به دا ورځي هم نوري کړي

اوس که د وطن غم ستا شپلۍ خاموشه کړېده
غم مکړه شپونکیه خدای به دا ورځي هم نوري کړي

هنرافغان


نعت شریف

یم ناقـــراره، دمینـې یاره
ځان ته مې غواړه نبې سرداره

یم په عجم کې جبر سِتم کې
د غم دریاب کې د درد ماتم کې
رنځور وجود یم پروت سخت بېماره

ړنګ بنګ روان یم، ستا په ارمان یم
له تانه لرې، خپه پرېشان یم
وصال دې راکه یم انتظاره

ورک مي سکون دی، تریخ مي ژوندون دی
رابانـــدې زور دي، یــاره بیلــتون دی
یون کړم د هجر په سره انګاره

زړه مي بیتاب دی، سخت په عذاب دی
ستا له هجرانه، کباب، کباب دی
راته ژړیږې شپه تر سهاره

درشم وه تاته، د حجاز خواته
د فکر ټال کې غارې حرا ته
هنر دې وکړم دیدن سالاره

هنرافغان


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر

خپور پرماکفن دی راسه،
اله دا  اخیر دیدن دی راسه



ایډیټ قاری آبودوجانه
آواز قاری حبیب الله شفق،،،
بدرگه قـاری هـلالـی آغــا
شاعر هـنـر افـــغـان


#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_2311


ملګرو وې ګوری اوخوند ترېواخلی


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


غزل

لکه چي لمونځ بې آوداسه نکېږي
داسي مې ښه ژوند بې هغه نکیږي

نور تبیبانو ته مې مه ورولاست
شفا د رنځ مې بېله زړه نکیږي

نن دي بیا کړی څه عجیبه سینګار
درته په جــګ نظر کاتــه نکیږي

اوس دي له زړه څخه وتلې مینه
اوس دي زَ ما خواته راتله نکیږي

تا نبوي تاریــخ ژوند وساتی
طالب اشنا په تا دي څــه نکيږي

باید یې ټول وکړو په ګډه خِدمت
هیواد ساتل خــو په یـوه نکیږي

که یې ته هر څومره له ځانه شړې
د هنر ستا څــه بېلېده نکیږي

هنرافغان


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
الاسلامي اداره یې وړاندي کوي

نوی خوږ ترنم
(ډیر ژر)

ترم/ قاري احمدشاه محمدي
شاعر/ محـــــترم هنـر افغان
ایډیټ رواحة خاکسـفیدوال

کسر
مینه د اور په سر مزلونه غواړي
مینه پر تن باندي زخمونه غواړي
مینه کول دومره آسانه نه ده
مینه هر رنګه تکلیفونه غواړي


الاسلامي خپرندویه اداره یي وړاندي کوي

کسر

مینه د اور په سر مزلونه غواړي
مینه پر تن باندي زخمونه غواړي
مینه کول دومره آسانه نه ده
مینه هر رنګه تکلیفونه غواړي

ترم/ قاري احمدشاه محمدي
شاعر/ محـــــترم هنـر افغان

#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313؛


Forward from: مولوي محمد امین حیدري
#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟
https://t.me/slamikanal313


زړه بې سکون وي نا آرامه وي قرار نه مو مي
چي ستا دیدن یي کړی نه وي تر هغو مازدیګر

جانانه هیڅ کله به هیر نشي په ژوند کي زَما
هغه غمجن او هغه ستا د بېلېدو مازديګر

هنر تل ناست په مازدیګر کي تویوي مړې اوښکي
ورته یادېږي د وصال اوتیر وختو مازدیګر

هنرافغان


څه بې انتها حسن درکړی رب و تا ته
ټول ښایست که جم شي نه رسیږي ستا ښکلاته

نه دي شته مثال تر ټــــول تخلیق یې نازولی
ځار دي شم حبیبه له هر ښکلي یـــې اعلا ته

حسن د یوسف دی که د لمر سپوږمۍ او ستورو دی
ناست دي حیران پاته ستا د سپین مخ وړنا ته

ټول دي له زمین کړه څـــه بدرنګه رِواجــونه
رادي وړې د عــدل پلوشـــې و دې دنیا ته

څرک د سپین سبا شوې له تیارو دي جهان پاک کړ
ولاړې له جبین دي نوراني شغلې هر خوا ته

یوځلي که وه وینم ستا سپین جلوه دار روخسار
کړمه تل هنر دغه دوعا وه پاک الله ته

هنرافغان


زړه کي مـې پاته ارمانونـه دي ډیـر
د هجر شپوکـي یه دردونه دي ډیـر

ژوند بې مزې دی هیڅ مـزه نلــري
ژوند کي اوس غم او کړاهونه دي ډیر

بیا به د میني نوم په خوله رانه وړم
پکښې درد ناکه عذابونه دي ډیــر

رازه چــي وکــړو له دې کلي ګــډه
دلته غماز رقیب کــورونه دي ډیــر

دې چــم کي کله ګــل بهار ته رسـي
دې چــم کي یاره خـزانـونـه دي ډیـر

تاتــه در تـــلل آســانــه کار نــه دي
مخ کـي خطر او کمینـونـه دي ډیــر

ستا د اشعـارو ځای وهلــي نشـــي
هنره خیر که شعرونه دي ډیر

هنرافغان


قدم راوړه؟

دا زخمي زړه ته مي ملهم راوړه
د راتلــو زیـــرې دې صنـم راوړه

مړاوئ ګلاب یمه خزان وهلۍ
د وصل غیږ ته مي شبنم راوړه

د درد پــــیران راته راغلې دي بیا
د یار د سپیني خولګۍ دم راوړه

چي ټوله ورځ کړمه رنګینه تیره
ښکلي دیدن په صبحِ دم راوړه

پرې توره ومه خپل رنځوري سترګي
د جانــان خاوره د قدم راوړه

چي پرهرونه مي پرې وګنډمه
د زلفـو تار یه په یو چم راوړه

زړه ته راغلی مې الهام د میني
هنر افغــــــانه ستا قلم راوړه

هنر افغان


پیدا شـو ستا له رویه ټـول بشر رسول الله
قربان د سترګو تور د زړګي سر رسول الله

خوشبو ستا د ورېښمینو مُبارکو تور زلفانو
وه زیاته له ګلاب مشق او عمبر رسول الله

چي ستا له نوره ډک او جلودار مخ ور ښکاره شو
را مات شولو سپین ستوري شمس قمر رسول الله

د پاکي او سپېڅلي میني راز یــې ای جانانه
په ټــولـو محبوبانــو کــي بهتر رسول الله

چي ستادخواږه عشق ځنځیرپه چا باندي راتاوشي
هغه شي بې پروا له مال او سر رسول الله

قبول کړه زما :هنرافغان: درودونه سلامــونه
درلېږم په تُحفه کي شام سحر رسول الله

هنرفغان

20 last posts shown.

93

subscribers
Channel statistics