کیسو د محبت کې چې نخرې نۀ وي، خوږې نۀ وي
کړاؤ نۀ وي، ژړا او شوګیرې نۀ وي، خوږې نۀ وي
کۀ هر څومره ټپې د کتابچې پۀ صفحه ږدم خو
سر لیک چې پکې ستا د مخ ذرې نۀ وي، خوږې نۀ وي
د ورځې پۀ پنځۀ وخته شېبو کې مې یادېږې
لوستلې مې چې تېرې سپارې نۀ وي، خوږې نۀ وي
غزلې مې خوږې وي، خو د زړۀ د درد بړاسه
چې کړې مې دا ستا لۀ غم نارې نۀ وي، خوږې نۀ وي
ساقي پۀ یؤ یؤ ګوټ به ترېنه هیڅ لذت وانخلم
چې څښلې مې ښې ډکې فوارې نۀ وي، خوږې نۀ وي
احمد اوس د شدیدې تنهایئ پۀ غېږ کې خوښ یم
لۀ زړۀ سره چې پټې نندارې نۀ وي، خوږې نۀ وي
@AhmAd_SafI11