*سفرنامه (یون ليک)*
لیکوال : قاضي پامیر صاحبزاده(3_ برخه)اتل مرویس خان اوملا عمر(رح):یوخت اوسنی افغانستان د دریو امپراطوریو تر ولکې لاندي ؤ :
شرقي ولایتونه تر زابل پوري دبابریانو ترولکې لاندي ؤ ۔
لویديز ولایتونه له کندهاره بیا تر فاریابه دایراني صفويانو تروحشت لاندي ؤ اما شمالي ولایتونه دشیبانیانو تر ظلم لاندي ؤ ۔
ودې اشغال ته دخاتمې په تکل
دکندهار اتل اوقهرمان (مرحوم ميرويس خان هوتک ) غږ اوچت کړچي اصلا دزابل ولایت دهوتکوله لرغوني قبیلې سره يې اړيکه لرله۔
دغږ له اوچتیدو سره متصل په ټول هېواد کي دښکیلاکګرو په ضد وسلوال مقاومت پېل سو ۔
دې مقاومت ډېري لاس ته راوړني لرلي ۔
البته لیکنه يې زغم نه لري ۔
کله چي مرحوم ميرویس خان (هوتک) له دې پانې دنیاګۍ وکوچيدي نود ملي شورا په پریکړي دمرحوم میرویس خان( هوتک) زوي شاه حسین (هوتک ) ددې مقاومت اوآزادۍ سالار او ملي رهبر اعلان سو ۔
مرحوم شاه حسین (هوتک) دایراني صفویانو په مقابل کي هغسي مقاومت وکړ چي په نتیجه کي يې دایراني اشغال ټغرتر اصفهانه ټول سو ۔
اودافغانستان دخپلواکۍ نقشه دهیوادوالوپه اذهانو کي نقش سوه ۔
حتی یوخت مرحوم لوی ملا صاحب( ملامحمد عمر مجاهد) له (بي بي سي) سره په مرکه کي داسي ؤویل:
"ایران دې سم چمونه کوي کنه بيا به يې تر اصفهانه وزغلوم "
مرحوم لوی ملا صاحب داخبره هغه مهال وکړه کله چي ایران دیوڅو ډيپلوماټانو په مړینه دتیر تحریک په دوره کي خپل ځواکونه د(امارت اسلامي) په ضد داسلام قلعه په مرز( باډر)کي دانتقام اخستلو په تکل راجمعه کړل ۔
پر دې خبره د(بي بي سي) خبريال : داؤد جنبش داسي تبصره وکړه :
نوموړي خبریال ؤويل:
مرحوم لوی ملاصاحب( ملامحمد عمر مجاهد) اصفهان ولي ذکرکړ?
داځکه چي مرحوم لوی ملاصاحب خو هم لکه مرحوم شاه حسین هوتک په خټه هوتک ؤ ۔
شاه حسین هوتک په ډېري مړانې سره ایرانیان تر اصفهانه زغلولي ؤ ۔
نو مرحوم لوی ملا صاحب په خپله مرکه کي و هغې تاریخي پیښې ته اشاره وکړه چي ایرانیان دې تاریخ وګوري او تيرې تيروتنې دې بيا نه تکراره وي ۔
زابل اوملا عمر (رح):دایوه مسلمه قاعده ده چي هرشئ وخپل اصل ته ردیږي ۔
نوبناءکله چي په 2001 کال کي پر افغانستان دامریکاپه مشري ګڼ شمیر تس په نامه بشرپالو هېوادو بي موجبه اشغال راوړي اوپه نتیجه کي يې دافغانستان له ظاهره داسلامي نظام نقشه ورکه سوه ۔
مرحوم لوی ملا صاحب ودویم انقلاب ته دتیارسي لپاره وخپل اصلي ټابوبي( زابل جان) ته پناه یووړه ۔
داچي دزابل خلک په ننګ اوپښتون ولي کي خورا ستر منقبت لري ۔
زابل جان تر شلو کلو پوري و لوي غازي امیر المؤمنین ملا محمد عمر( مجاهد) رح ته په خپل غیږه کي ځای ورکړ ۔
امریکا اوګوډاګیانو څومره چاپې باندي ؤ وهلي انعامات يې ورباندي کیښودل۔
خو دزابل مجاهدې خاورې دغه سپیڅلي مجاهد په داسي ساحه اوکور کي وساتي چي دامریکا دفوځیانو واډې ته په څو کیلومتري کي پروت ؤ ۔
دزابل دغه ویاړ بس ده مننه ۔
دزابل انقلابي ایډیالوژي هم خورا پیاوړي ده نومرحوم لوي ملا صاحب دیو څوورځو په تیریدلو سره لومړي خط وتکړه اونه ستړیدونکي مجاهد قومندان عبدالقهار ( داېچوپان) ته ورکړ چي وفلانکي ته يې ورسوه ۔
په خط کي يې دالیکلي ؤ چي دصلیب او اشغال په مقابل کي دوسلوال جهاد لپاره مبارزه وکړي اوهر مجاهد دخپل وس مطابق مکلف ده سي دخپل اولس ,خاورې اونوامسو په کلکه ساتنه وکړي ۔
له دې انقلابي نقوشو څخه دزابل اتلانو دانقلاب عملي نقشه واخیسته۔
دې خط لکه دشاه ولي الله رح خط په ټوله سیمه کي حماسې ترانې اوحملې راوخوټولي رو رو دانقلاب لمنه وټول هېواد ته و غزیده ۔
له حماسې سره فداکاري اومین کاري ملګري سوه دصلیب ټول شوم اهداف يې له خاورو سره خاورې کړل ۔
په 2011 کي حماسه دومره کړندي سوه چي له صلیبیانو سره يې دوتلو فکر پیدا کړ اته کاله وروسته دغه فکر دوي ديوه تړون په عنوان رسنیز کړ اوديو څو مادو په شتون سره يې دوتلو هوکړه وکړه دې هوکړي دوې میاشتي مخته عملي جامه واغوستله ۔
لله الحمد دتل لپاره دافغانستان پاکه خاوره دناوړو له قدم ایښودلو آزاده سوه ۔
نوربيا ۔۔۔۔۔۔۔
درنښت : دخونړي انقلاب غمجنې کیسې ادارې لخوا
https://t.me/Dakhonari