زمـوږ _هـیرشـوي _ویـاړونـه


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


زموږ_هېرشوي_ویاړونه_۱

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: امان
ليست ايضافه کولو لپاره زمونږ سره رابطه وکړي

🌐 https://t.me/AMinullahmoqbul
┗━━━━━━━━━━━
┏          وطنه ته زما يې
 🌐 @watana_ta_zama_ye
┗━━━━━━━━━━━
┏            نبوي ملغلري
🌐 @nabeimlglari
┗━━━━━━━━━━━
┏           امان سټوډيو
🌐 @Amanstidio
┗━━━━━━━━━━━
┏          ښايسته بيتونه
🌐 @beeiton
┗━━━━━━━━━━━
┏ وطنه ژوند يې زم     ا
🌐 @watanazoondiezama
┗━━━━━━━━━━━
┏          پښتو نعتونه
🌐 @ILMIHKPRTOON
┗━━━━━━━━━━━
┏      ګرافيکس ډيزاين
🌐 @Garpigsdiesing
┗━━━━━━━━━━━
┏      پاڅېږه وطنه
🌐 @pagigwatatn
┗━━━━━━━━━━━
┏   ليست جوړونې ګروپ
🌐 @linkoonkorop
┗━━━━━━━━━━━
┏   خبرې تازه افغانستان
🌐 @iouytredjk
┗━━━━━━━━━━━
┏   زاهدي آغا ترانو چينل
🌐 @zaheedeagha6979
┗━━━━━━━━━━━
┏.      شاعر زاهدي آغا
🌐 @E0707164658
┗━━━━━━━━━━━
┏          عجيبه نړۍ
🌐 @ajebanri
┗━━━━━━━━━━━
┏.    صادق يار ترانو کور
🌐 @sadiqyaar11
┗━━━━━━━━━━━
┏     الشهادت خپرندويه اداره
🌐 @Alshahadkhparyonchinal
┗━━━━━━━━━━━
┏    شاعر سعادت مل صاحب
🌐 @saadtAFG
┗━━━━━━━━━━━
┏        ملا فقير درویش
🌐 @darwish2
┗━━━━━━━━━━━
┏        مولوي امين حيدري
🌐 @mohammad_amin_haydari
┗━━━━━━━━━━━
┏          امارات اسلامي
🌐 @albadar3
┗━━━━━━━━━━━
┏      شاعر عابد ځلاند
🌐 @abidzaland
┗━━━━━━━━━━━
┏         انس هاشمی
🌐 @AWEZZSASS
┗━━━━━━━━━━━
┏ دقاري محمد الیاس
🌐@MNMNMN2244
┗━━━━━━━━━━━
┏عکاشه غمکين
🌐@mnmnmn1111
┗━━━━━━━━━━━
┏ شاعر هجرت زنداني
🌐@mnmnmn2222
┗━━━━━━━━━━━
┏ نعت رحماني
🌐@Rahmanijanan
┗━━━━━━━━━━━
┏ قاري محمد کامل وفا
@Qarimohammadkamielwafa
┗━━━━━━━━━━━
┏ هجرت جانان
🌐@ghulamhazratafghanjan
┗━━━━━━━━━━━
🌐 عابد يار اشنا
https://t.me/joinchat/AAAAAENn3f-6wb7asb_hYw
┗━━━━━━━━━━━
┏ اشعار ګلچين
🌐@ghhhuhhh
┗━━━━━━━━━━━
┏ دقاري محمد خان مشال
🌐@gdhog
┗━━━━━━━━━━━
┏ سبحانی اغا
🌐@huttyyssdhjjj
┗━━━━━━━━━━━
┏قاري منصور عزنوي
🌐@sfghjjokdrdyuookjgfddd
┗━━━━━━━━━━━
┏ عتیق الله اسیر
🌐@gfdgftiife
┗━━━━━━━━━━━
┏ کانال انقيادي آغا
🌐@poonmm
┗━━━━━━━━━━━
┏ قدرت ولي کامياب
🌐@Kamiabsa
┗━━━━━━━━━━━
┏ مولوي نصيب ضرار
🌐@naseebullahzarar
┗━━━━━━━━━━━
┏ذاکر ځلاند
🌐@zakirzaland33
┗━━━━━━━━━━━
┏ ډيزاين او شعرونه
🌐@Saqibmalng
┗━━━━━━━━━━━
┏ قاري مسرور وفا
🌐@qaremasroorwafa
┗━━━━━━━━━━━
┏ قاري درویش زنداني
🌐@darvishzandani222
┗━━━━━━━━━━━
┏ انبياء عرفان عاکف
🌐@AnbiyaErfanHakef12
┗━━━━━━━━━━━
┏ ښکلي ديني معلومات
🌐@AarHaHS
┗━━━━━━━━━━━
┏ ويډيو نعتونه
🌐@vediotarani
┗━━━━━━━━━━━
┏ پښتو ښکلي ترانې
🌐@pashtotaraninat
┗━━━━━━━━━━━
┏ نعتونه او ترانو البم
🌐@NatonoTaranoAlbamona
┗━━━━━━━━━━━
┏ انقلابي شاعر او نعتخواني
🌐@darweshprahi
┗━━━━━━━━━━━
┏ بيت المقدس خلاصون په هيله
🌐@Al_Aqsa_Mosque_awaits_reopening
┗━━━━━━━━━━━
┏ طالب جان
🌐@Talib_Jan
┗━━━━━━━━━━━
┏ جهادي ترانې
🌐@Jihadi_taranay
┗━━━━━━━━━━━
┏ تفسير شريف په پښتو ژبه
🌐@pashtotafsir
┗━━━━━━━━━━━
┏ احمدي کتابونه
🌐@Ahmade145
┗━━━━━━━━━━━
┏علي حسان مومند
🌐@AliHassanMM
┗━━━━━━━━━━━
┏محمد عالم حلميار
🌐@halimyr
┗━━━━━━━━━━━
پاملرنه ګرانو دوستانو لينکونه مو مونږ ته روالېږې چې ليست ايضافه کړم
بايد نفري 200 دوه سونه زيات وي
بايد 2 دوه ساعته ليکل او تبادله بايد ونشي او دوه ساعته په خپله ډيليټ کړئ
او څه چې اصولو خلاف کار وکړو قانوني چلند به ورسره کېږي


زموږ هیر شوی ویاړونه
وروســـتـــی مـــــورچــــل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ــــــــــــ پنــځلــسمــه بـرخـه
@zmoz_hir_shoi_wiarona


Репост из: شریعت او طریقت خپرندویه اداره
👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆
هیله کوم چی زموږ دغه درسره نشر کی دا به ستاسو زموږ سره احسان وی،




محترمینو زمونږ په دچینل کي راسره ملګری شی،،
او له نورو ملګرو سره ئي شریک کړی،،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
① دلته بـه تاسـو ته دشـریعـت اوطریقت دعلـمــاء کـرامــو بـیـانــونـــه نشـریــږی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
② هــمدارقــم دمــذهب د دفــاع کــونـکو علـمــاءکــرامـــو بــیـانـونــــه نشـــــریـــږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
③ پــه اخــتـلافـی مسئـلـو کـی بــه د زړي
عقیـدی دعلـمـاء کـرامـو فـتواوی نشریـږی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لــــــه مـــونـــږ ســـــره اوســــي،،♂
سـتاسـو خادمـین ستاسـو د دعاء په هیله ،،،،
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/shreuat95


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
حجاب او چادري دښځو وقار ،
د حجاب خلاف د‌ رسنيو کمپاين ،

د غرب شومو اهدافو څخه پرده پورته کولو لپاره موږ سره پاتې شئ.
#حجاب
#چادري
#نوښت
#اسلام
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
#قادة_مسلمون
إن صوته في الجيش خير من ألف رجل هو أحد فرسان العرب فى الجاهلية والإسلام

القعقاع بن عمرو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona


د صحرا زمری

.د ایټالیا د دولت قاضی د صحرا د زمري
شهید عمر مختار نه د اعدامېدو د فیصلې پر وخت سوال کوي.
ـــــــــــــــــــ
آیا تا رشتیا د ایټالیا د دولت سره جنګ کاوه
ده وویل هو...
آیا تا زموږ خلاف خلګ راپارول ...
ده وویل هو....
آیا ته د هغه عمل جزاء ته تیار یې کوم چې تا زموږ د دولت خلاف کړنې ترسره کړي...
ده وویل هو
آیا ته په دغه ټولو خبرو اقرار کوې
ده وویل هو
قاضی وویل د څومره وخته زموږ خلاف مبارزه کوې
ده وویل د څلویښتو کالو راهیسې..
آیا ته پر هغه څه پښیمانه یې چې تا ترسره کړي
ده وویل نه هیڅکله نه
آیا پوهیږې چې موږ تاته د اعدام سزا درکوو
ده وویل هو
قاضی وویل ډیر خوابدی یم چې ستا د ژوند پایله داسې خطرناکه شوه
ده وویل زه خو د ژوند په دغه انجام باندې خوشحاله یم

قاضی وویل صرف مجاهدینو ته داسې خط ولیکه
چې نور د ايټالیا خلاف مبارزه پریږدي نوموږ به ستا د اعدام پریکړه لغوه کړو او ډیر اعزاز به درکړو
ده قاضي ته په قهر وکتل او ورته وې ویل
هغه ګوته چې د شهادت په وخت کي اشهد ان لااله الا الله واشهد ان محمدا عبده ورسوله ....
سره پورته کیږي هغه به هیڅکله داسې بزدلانه الفاظ ونه لیکي.
ــــــــــ
لاندی تصویر دعمر مختاررحمه الله دشهادت نه څو شیبې مخکې اخیستل شوی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona




په عثماني فوځ کي کارکوونکی جرمن نژاد "هانز جوهر" لیکي: "چي کله زه په استانبول کي مېشت وم، نو ما ولیدل چي په ملي بسونو کي به شاتنۍ با پرده برخه د مېرمنو لپاره مختص شوې وه، ولو که هلته به یوه سپين سرې هم ناسته وای، نارینه هلته د ورداخلېدلو جرأت نشو کولی بلکي د دغو بسونو پر انتظار ځایونو به هم د مېرمنو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ شوي وو."

#عثماني_خلافت
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona


#التاريخ_ذاكرة_الامة

‏4 سنوات وبريطانيا العظمى! تحاصر جبل في بلوشستان سنة 1891م يظنون أن فيه جيش كامل

ولا يستطيعون اقتحامه وبعد جهد جهيد ونفاذ ذخيرة المعتصمين اقتحم الجبل

والمفاجئة لم يكن هناك جيش !
3 رجال فقط وهم: كلا خان ، جالامب خان و رحيم علي


( كم من فِئَةٍ قلِيلة غلبت فئة كثيرة )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona


د نړۍ لومړى بيولوژيکي جنګ !!!
برطانوي جنرال جيفري ايمهرسټ د انساني تاريخ يو وحشي انسان تير شوى دى ، نوموړى په ( 1710 م ) د ( هندوستان ) جنوبي امريکا په دورى باندى ولاړ تر څو هلته د سپين پوستو د استوګنى لپاره د اوسيدلو ، اسبابو او امکاناتو مطالعه وکړي .
کله چې هلته ورسيد نو د هغى ځاى اوسيدونکو ( سره هندوانو ) يې ډير تود هر کلى وکړ چې په بدل کې ورته جيفري بى شميره په وايرسو ککړى کمبلى ورکړى او هغوى ډير په خوشحالۍ قبولى کړى ، کله يې چې هغه کمپلى استعمال کړى نو په ټولو باندى د چيچک ناروغي ولګيده چې له امله يې د يوى اندازى له مخى يو نيم ميليون ( پنځلس لکه ) خلک په ډير تکليف او بد مرګ سره ووژل شول ، دا په نړۍ کې لومړى بيولوژيکي جنګ ګڼل کيږي چې په اصطلاح د نړۍ د يو متمدنه قوم له خوا په يو بى وزلى او بى ضرره قوم تر سره شو .
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د صليبيانو د وحشت ، د انسانيت دښمنۍ او اسلام دښمنۍ څخه ناخبره مسلمانان اوس مهال هم د دوى د بشر دوستۍ او انسانيت سندرى وايې .
موږ ته په کار ده چې موږ د غرب د دى چټلى او وحشي څيرې څخه پرده پورته کړو تر څو مو راتلونکى نسل د دوى د دوستۍ او انسانيت په چيغو دوکه نه شي ( لکه څرنګه چې د امريکايانو د دوستۍ په چيغو او بيا ابادۍ دوکه شول ) او په دى پوه شي چې د نړۍ د هرى بد بختۍ جرړه همدا صليبيان او يهوديان دي .
يادونه : لاندى انځور د جيفرى ايمهرسټ نه دى .
ژباړه : سلمان قريشي
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona


د صلاح الدين ايوبي له خوا پر مدينه باندي د عيسويانو د بريد شنډول:🔄⏬

په ۵۶۷ سپوږميز كال د اسلام د نامتو اتل صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه له خوا د عبيديانو د وروستي واكمن العاضد پر نامه خطبه بنده شوه او بېرته د عباسيانو ( المستضئي ) پر نامه وويل سوه. په ۵۶۹ سپوږميز كال هغه د مصر او شام خپلواك واكمن سو. په ۵۸۳ سپوږميز كال يې د مسلمانانو لومړۍ قبله ( بيت المقدس ) د صليبي عيسويانو له (۹۱) كلنۍ شومي او ناولي ولكې څخه وژغورل او نور ډېر ملكونه يې هم د كفارو له چټلو منګولو وايستل، چي له مصر او شام څخه تر يمن او افريقا پوري يې يو پراخ اسلامي سلطنت ټينګ كړ. د ده په واكمن كېدو سره په مكه مکرمه او مدينه منوره كي د ده پر نامه خطبه وويل سوه او ده او د ده اخلافو مسلمانان د زياتو خوښيو او نېكمرغيو څخه برخمن كړل او د مكې د حج او د مدينې د زيارت په چارو كي يې ښې هوسايۍ راوستې.

په ۵۷۶ سپوږميز كال صليبي عيسويانو چي عكا نومی ښار لاندي كړی وو، پر مدينه منوره باندي د ناپاك بريد كولو او د نبوي مسجد او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مقدس قبر د ورانولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارك جسد د وړلو پلان جوړ كړى وو. په دې موخه د كرك د كلا رئيس پرنس ارناټ يا رينالډ نومي د ۵۷۷ سپوږميز كال د حسن حسين د مياشتي په لومړۍ نېټه د يك شنبې په ورځ خپل پياوړى پوځ له عكا څخه د مدينې پر لور وخوځاوه. هغه د څو بېړيو ټوټې سره بېلي كړې او پر اوښانو يې بار كړې. كله چي د ايله عقبې ته ورسېدى د عقبې په خليج كي يې هغه ټوټې بېرته سره واچولې او بيا يې د هغو څخه په استفاده ينبع نومي ښار ته نژدې د حوراء پر ساحل بريد وكړ. بيا يې پر قافلو بريدونه وكړل او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سول.

دغه مهال د اسلام ستر اتل غازي صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه ډېر سخت ناروغه وو او پوځونه يې هره خوا د صليبيانو سره په جګړو اخته وه. خو بيا هم د ايوبي كورنۍ يو قوماندان عزالدين فرخ شاه چي ښه چمتو والي يې هم نه درلود او حسام الدين لؤلؤ، د پرنس ارناټ مخنيوي ته ورغلل او داسي يوه زوروره حمله يې پر وكړه چي د پرنس پوځ په زرګونو مړي پرېښوول او نور وتښتېدل. چي له دې وروسته پرنس د ختيځ پر اورشو هيڅ ټينګ نه سو. ( مختصر تاريخ خلافت اسلاميه، ۱۹۷مخ او دولت عثماني از اقتدار تا انحلال،۱۹۶مخ ).

ابن جبير په خپله سفرنامه كي د دغي پېښي يادونه كوي او وايي : ” كله چي اسكندريې ته ورسېدو ومو ليدل چي ډېر خلك د رومي اسيرانو ليدو ته ور درومي. اسيران يې چپه پر اوښانو سپاره كړي وه او ډول او سرنا يې پسي وهل. هغه د پوښتنو او د وركړل سوو معلوماتو پر اساس دغه كيسه كوي او وايي چي دغو مسيحي پوځيانو د حاجيانو بېړۍ لوټ كړي وې، بل ځاى يې د حاجيانو شپاړس بېړۍ سوځلي وې، بيا چي عيذاب نومي ځاى ته رسېدلي وه د حاجيانو يوه بله بېړۍ يې نيولې وه. د عيذاب پر لار يې د حاجيانو بل كاروان لوټ كړى وو او ټول كاروانيان يې وژلي وه. د يمن د سوداګرو دوې نوري بېړۍ يې چي د مكې او مدينې د يو كلني آذوغي څخه ډكي وې هم سوځلي وې او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سوي وه چي له مصر او اسكندريې څخه د مسلمانانو بېړۍ پسي ورورسېدې او له بله پلوه د نامتو حاجب لؤلؤ نومي په قومانداني هم مغربي سمندرې پوځ پسي ورورسېد. چي د جګړې په پايله كي ځيني مسيحيان ووژل سول او ځيني اسير ونيول سول. ( وګورئ سفرنامۀ ابن جبير ۹۲ مخ ). د فضائل المدينة المنوره په (۲/ ۲۵) مخ كي ليكي چي له دې امله اتل ايوبي رحمة الله علیه پتېيلې وه او نذر يې ايښى وو چي د كرك دغه واكمن ارناټ نومى به نيسي او په خپل لاس به يې وژني. نو هغه وو چي په ۵۸۳ سپوږميز كال يې هغه د حطين په جګړه كي اسير كړ او په خپل لاس يې وواژه. رحمت دي وي پر دغسي هوډمنو او رښتينو مسلمانو رهبرانو او مرګ دي وي د كفارو پر ګوډاګيانو او د مسلمانانو پر خواروونكو باندي.

( مختصر تاريخ خلافت اسلاميه، ۱۹۷مخ او دولت عثماني از اقتدار تا انحلال،۱۹۶مخ ).
#اسلامي_تاريخ_Islamic_history
ـــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona




عثماني_څپيړه
دا هغه مرګونې څپيړه وه چې کله به د جنګ پر مهال د عثماني فوځي له لاسه وسله پريوته، د حالت د کنټرول، او د دښمن نه د دفاع لپاره به يې هغه ته راخلاصوله چې ډير کله به يې مرګونې حالت ته رسوئ.
دا نو يو خه بديل او د ځان د دفاع لپاره د عثماني فوځ ځانګړی عسکري تکتيک وو.
ليکوال هشام عشباني ليکي:
د اول ځل لپاره دغه تکتيک صدراعظم حافظ باشا د عثماني خلیفه مراد الرابع (1564_1631) په واکمنۍ کې په يوه معرکه کې کارولی دی، چې وروسته بيا د عثماني فوځ په دفاعي حلاتو کې د عثماني دفاعي څپيړې په نامه وپيژندل شوه.
له دې وروسته د فوځ په تمريناتو کې داخل شوه، په داسې بڼه به يې فوځیان روزل چې سيمټي پلنې ستنې به يې په څپيړو پرې وهلې او د لاس او مټ د دفاعي قوت سره به يې عادي کول.
دا هغه وياړ دي چې د عثماني فوځ په جنګي قدرت، بدني قوت او بيدريغه زړورتيا دلالت کوي چې په تش لاس يې د دښمن مقابله کوله.
#محراب
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona




د سلطان صلاح الدين أيوبي رحمه الله د مور أو پلار د حسن نيت او اخلاص ثمره.

نجم الدين أيوب ـ ته خپل ورور أسدالدين شيرکوه. وويل چي وروره ولي کوزده نکوي ؟ نجم الدين أيوب ورته وويل چي داسي ښځه نسته چي هغه دي زما وړ أو لائقه وي، ورور ئي ورته وويل چي زه به يو نجلى درته وغواړم ، هغه ورته وويل چي څوک راته غواړي ؟ ورور ئي ورته وويل د ملک شاه بن سلطان شاه بن سلطان السلجوقي او يا د هغه د وزير لور درته غواړم ، نجم الدين ايوب ورته وويل چي هغه زما لائقه نده ، ورور يي تعجب کي سو چي نو څوک ستا لائقه ده ؟ هغه ورته وويل چي داسي ښځه غواړم چي تر لاس مي ونيسي وجنت ته مي ورسوي أو يو داسي ځوى راته راوړي چي بيت المقدس د يهودو څخه ازاد کړي ، ورور يي په قهر سو چي داسي ښځه نو کله پيدا کيږي ؟ هغه ورته وويل چي نيت سم وي هر کار ترسره رسيږي.

څه وخت وروسته نجم الدين ايوب د تکريت ښار جامع مسجد کي د خپل وخت د محدث سره ناست وو مجلس ئي کاوه چي يوه نجلى راغله د پردې له شا يي محدث ته ور ږغ کړه ، محدث له نجم الدين څخه اجازه وغوښته چي د نجلۍ سره خبري وکړي ، محدث او نجلۍ خبري سره کوي نجم الدين غوږ ورته نيولى ، محدث ونجلۍ ته وايي چي هغه ځوان مي درليږلى وو ولي دي نکاح ورسره ونکړه ؟ نجلۍ ورته وويل چي شيخ صاحب هغه ځوان د جمال او ښائست لخوا پوره وو خو ما لائق نه وو، محدث ورته وويل چي څوک نو ستا لائق دى نجلۍ ورته وويل چي داسي ځوان سره زه نکاح کوم چي ترلاس مي و نيسي أو جنت ته مي ورسوې أو يو داسي ځوى ورڅخه راوړم چي بيت المقدس د يهودو څخه ازاد کړي ، نجم الدين ايوب ور ږغ کړه چي دا نجلس زه کوم ، محدث ورته وويل چي دا دغريبي کورنۍ ښځه ده ستا لائقه نده ، خلاصه داچي نجم الدين ايوب د هغي پر نکاح باندي اصرار وکړ، او په نکاح ئي کړه، د وخت په تيريدلو سره الله ج ورته سلطان صلاح الدين ايوبې ورکړ ، چي فاتح د بيت المقدس سو.

الدكتور صفوة الحجازي.
ژباړه: عبدالرحمن محمود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@zmoz_hir_shoi_wiarona




لیکوال: مفتی محمدګل سعید شیخ الحدیث مولوی عبدالستارجان
شیخ الحدیث مولوی عبدالستار د خپل وخت لوى صوفى او نوميالى عالم ؤ،چې خپل ټول عمريي دديني علوموپه زده کړه ،ښوونه اوددين په خد مت کې تيرکړی دی . دی دشیخ الحدیث مولوی عبدالغفارزوی دشیخ الحدیث مولوی عبدالحنان لمسی دملااحمدګل کړوسی په خټه حسين خیل په ۱۳۲۸ل کال مطابق (/۱۳۶۹ق ۱۹۴۹م کال ) دګران هیوادافغانستان دکابل ولایت دموسهي ولسوالۍ دحاجي خیلوکلي په یوه عالمه اوفاضله کورنۍ کې زیږیدلی دی .
نوموړي ديني زده کړې په خپل کاله کې له خپل بزرګوار تره شيخ الحديث فقيه العصراستادکل مولوی محمد نبى جان (د سهاکو اخونزاده صاحب) ،له خپل فاضل اوعالم پلارشيخ الحديث مولوی عبدالغفار،له خپل دتره زوی شيخ الحديث مولوی عبدالقدوس جان اودکابل دکمريوله مولوی عبدالصبورنه څخه سرته ورسولې ،په ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م/۱۴۹۵ق) کې یی دکابل دګذرګاه په غوثیه مدرسه کې داحادیثودوره وکړه اودشیخ المشایخ مولوی عبدالقدوس جان نورالله مرقده په لاس ورته د اجازې سند ورکړل شو .
شيخ الحديث مولوی عبدالستارجان چې کله د مروجه ديني علومو د زده کړې څخه فارغ شو نوپه تدريس يې شروع وکړه اوپه مختلفوځايونوکې يي دديني علوموپه زړه پورې تدريس وکړچې ټوله موده دتدريس يي ۴۱کاله کيږي. دتدريس ځايونه يي دادي:
(۱)دحاجي امین الدوله مدرسه دکابل په کارته نوکې.
(۲)دقلعه نصرومدرسه دپروان په کوه دامان کې.
(۳)دارالعلوم اسلاميه عربیه د پاکستان د ضلع هنګو په دورړی کې .
(۴)دمولوی نقیب الله صاحب مدرسه دپيښورپه څمکنوکې.
(۵)دارالعلوم سراج الاسلام دهنګوپه کاهي کې.
(۶)جامعه منبع العلوم په میرانشاه کې .
(۷)منهاج العلوم مدرسه دهنګوپه نریاب کې.
(۸)تعلیم القران مدرسه دضلع اټک په ویسه کې
(۹)جامعة العلوم الاسلا مية دهنګوپه زرګري کې.

ارواښادشیخ صاحب دظاهري علوموترڅنګ په تصوف کې هم لوی لاس درلود.ده دجناب شمس العارفین مولانامحمداکرم بدخشاني(داملاصاحب) علیه الرحمة اودجناب مولانامحمداسحاق افغاني (مردان خلیفه صاحب) لاس نیوی کړی ؤاوپه څلوروواړوطریقوکې دخلافت لوړمقام ته رسیدلی ؤ.
ارواښادشیخ صاحب خپل ټول عمرددیني علوموپه زده کړه ،تدریس اودمسلمانانوپه باطني اصلاح کې تیرکړی ؤاوبې شمیره مریدان اوخلیفه ګان یی درلودل چې دیوڅوشاګردانونومونه یی دادي:
(۱)شیخ الحدیث مولینامعلم جان حنفي د پکتیا
(۲)حضرت مولینانورالله نوراني دشیخ صاحب ورور
(۳)شیخ الحدیث حضرت العلامه مولانامیرمحمدفاروق دلوګر
(۴)شیخ الحدیث مولینامولاجان مطمئن
(۵)شیخ الحدیث مولوی احمدشاکر
(۶)شیخ الحدیث شهیدمولوی زین العابدین دپکتیا
(۷)حضرت مولیناضیاءالحق دموسهي
(۸) مولوی عنایت الحق دموسهي
(۹)شیخ الحدیث مولوی مسلمین راشد
(۱۰)شیخ الحدیث مولینانصیب خان اورکزئ
(۱۱)شیخ الحدیث مولیناطالب جان ادیب
(۱۲)شیخ الحدیث مولینابشیراحمدمروت
(۱۳)حضرت مولیناعزت الله احمدي
ارواښادشیخ صاحب دوه کرته دحج فریضه اداکړې وه اودرې ځلې یی دعمرې سعادت په برخه شوی دی.
نوموړی متقي،پرهیزګاره اومتواضع عالم ؤ.په نقلي اوعقلي علوموکې یی لوی لاس درلود.دنیکواخلاقواوښواوصافوخاوندؤ. تواضع ،دنفس انکساراونرم طبیعت یی درلود.له هرچاسره یی ښه اخلاق اودشفقت نه ډک چلندکاوه.ددوۍ کورنۍ په ټول هیوادکې په علم اوعرفان مشهوره ده اوخلک ورته داحترام په سترګه ګوري .
ارواښادشيخ صاحب د ټولو فنونو جامع، په معقولو او منقولو کې د نوم خاوند و، د هېواد په لرو بر کې شاګردان لري او زياتو خلکو ورڅخه استفادې کړي دي .دى دښه خوى، نرم طبيعت، رسافکر او فصيح نطق خاوند ؤ، خوږه ژبه، ورين تندى او په خلکو کې يي خورا محبوبيت درلود.
مړینه اوهدیره: ارواښادشیخ صاحب د۶۶کلونوپه عمرد۱۳۹۴ل کال داسدپه ۸مه دپنجشنبې په ورځ چې د۱۴۳۶ق کال دشوال دمیاشتې له ۱۴مې سره سمون خوري داوږدې ناروغۍ نه وروسته دپيښورپه رحمان روغتون کې په حق ورسید ،دهنګودخسارې کیمپ په جهازمیدان کې یی جنازه دمشرزوی مولوی عبدالرحمان رحماني په امامت په داسې حال کې اداکړی شوه چې زرګونوعوامواوخواصویی جنازه کې ګډون کړی ؤ،بیایی جسدله هغه ځای نه خپل هیوادته يوړل شواودکابل ولایت دموسهي ولسوالۍ دقلعه عبدالرؤف په لویه هدیره کې دخپل استادشیخ الحدیث مولوی عبدالقدوس جان ترڅنګ خاوروته وسپارل شو.
اولادونه: ارواښادشیخ صاحب پنځه ځامن درلودل ،چې نومونه یی دادي:
(۱)مولوی عبدالرحمان رحماني
(۲)مولوی لطف الرحمان حنیف
(۳)مولوی سعیدالرحمان شاکر
(۴)مولوی عنایت الرحمان عارف
(۵)مولوی ضیاءالرحمان فاروقي
دارواښادشیخ صاحب دوروڼونومونه دادي:
(۱)حضرت مولاناعبدالجمیل صاحب
(۲)مولوی نورالله نوراني
(۳)مولوی محمدسردار
(۴)مولوی فیض الرحمان
(۵)مولوی رحمت الله
(۶)مولوی منیراحمدقادري



Показано 20 последних публикаций.

492

подписчиков
Статистика канала