آذان ده آزادﺉ کوي بلال راځي وطن ته
په لاس یې سپین بیرغ دنړۍ سیال راځي وطن ته۔
١سور شال يې دموسکاپه وچوو شونډو دﺉ خورشوﺉ۔
یتیم اومهاجره خور دې کال راځي وطن ته۔
٢ولچک يې دزندان دایمان ستني کړې مضبوطه۔
په کلکه عقیده اوټینګ مورال راځي وطن ته۔
٣له غټوعقابي سترګو یې سرې شغلې راوزي۔
غازي دښکلامیر ډک له جمال راځي وطن ته۔
٤جرس دخپلواکۍ شو دپامیر له څوکوپورته۔
دفتحو پیلامه ده استقلال راځي وطن ته۔
٥بریا مو د دفتر او دسنګر له سر طواف کړي۔
پکړۍ به مو له سوبو مالا مال راځي وطن ته۔
٦طلحه دتن په وینو مو سمسوره کړه داخاوره۔
مېوې دنصرتو دذوالجلال راځي وطن ته۔
هدايت الله طلحه
دهدايت الله طلحه دشعرونو چينل ته ښه راغلاست
https://t.me/hedayat_talahaد .