#نعت شریف
ستایلی پـــه قُـــــرآن ربُ الودود رسول الله
له رویــــه دي پیدا دی هــر مـوجُود رسول الله
ـــــ
راتلو سـره دې یاره رڼا یې هر خوا خپره شوه
دجهل تیاریکي شــــــولي مسدود رسول الله
ـــــ
خـــوږ نوم چې دي کړم کله ترنم په زړه او ژبه
ټکــور مې شـي پرهر پرهر وُجود رسول الله
ـــــ
چې عـــرشِ معلَّا ته جبرایل سره ته لاړې
خالــــق ته دې سر کیښود په سُجود رسول الله
ـــــ
دمیني محبت ژوند دې ور وخـــــــودو نړﺉ ته
نفرت کینه دې کړه ټــوله مَفْقُود رسول الله
ـــــ
دحُسن دي ثاني نشته اعلا یې په روخسار کي
له تانه دجهان ښــکلي شـــــه دُود رسول الله
ـــــ
پوره به مې ارمان شي مجاهدچې هلته درشم
چې مخامخ په تا ووایــــم درُود رسول الله
📝لیک: $ذبیح الله_مجاهد
واټساپ0771257582
رابطه👇
@Zabihuulah#پښتو_انتخابي_شاعري