ډير خفه يم دزړه سره راشه راشه
بل وطـن کي مسافـره راشه راشه
زه دي څـارمــه دراتلو لاري جانانه
درپسې مـرمـه دلــبـره راشه راشه
د زړه ويني درپسې خوړمه زړګيه
غــم دي کړمه درپدره راشه راشه
ګل نِګاره ګل رخساره خوږه ياره
نــازولــي ګـــل بـشره راشه راشه
بي له تـا مي ناقــراره زنـــدګي ده
زړه مي ته پسې پرهره راشه راشه
راياديږي هيڅ مي نه وزې له ياده
دفــداء زړه او ځيګره راشه راشه
(طالب فداء)
https://t.me/shaarfeda