ستادسترګوشاعر


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانومینوالو! په دې چینل کي به تاسوته خپل مات اوګوډ شعرونه وړاندي کوم هیله ده چي په چینل کي راسره ملګري اوپه نشرولوکي یې مرسته راسره وکړئ ترڅو په دې کوچني خدمت کي راسره شریک شٸ۔
والسلام

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


#دغوره_اسلامي_چینلونولیسټ


ابـدالي خـــپرنــیون
https://t.me/abdalikhparanyon


ماشاءالله خـــپرندویه اداره
https://t.me/yasinashn


ادبي ټولــنه
https://t.me/AdabiTolana1


قاري شبیرشادان
https://t.me/Shabirshadan


سنګرمیډیا
https://t.me/sungermedia2


الخــادم خـــپرندویه اداره
https://t.me/alkhadimmedia11


مولوي سیدمحمدانوري
https://t.me/anwaritarani12


مــســـروري اشنا
http://t.me/masroriashna


مولوي عبدالرحــمٰــن زاتف قال
https://t.me/zatifqal1


ذاکرځلاند (دوهم احتیاطي چینل)
https://t.me/zakirzaland33


سـتادســترګو شاعر (ذاکرځلاند)
https://t.me/zakirzalandAshna

#نوټ: ملګرو لیسټ همدومره مختصر صحیح دی نورملګري په لیسټ کي دلنک داچولو غوښتنه مه کوئ...


په یوپروګرام کي ویل سوی ساده
حمدشریف

ته یې څښتن د ټولي دنیا لَااِلٰهَ اِلَّاالله
واړه مخلوق دي وایي ثنا لَااِلٰهَ اِلَّاالله

ږغ... مولوي نصیب الله جواد

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzalandAshna




ګراني موري

ذاکـــرځــلاند

ځای دي خالي مه شه د ستړي ژوند ښکلامي ته یې
د سـترګو تور مي یې مورکۍ د زړه دنیا مي ته یې

ســتا په خندا مي د غمو درانه بارونه سـپک شـي
دژوند سکون مي یې پردوو شونډو مسکامي ته یې

موري له خدایه درته خوښ او طـویل ژوند غواړمه
د زړه صدا مي یې په لپو کي دعا مي ته یې

ته مي د ژوند د رنګینیو یو زرین داستان یې
شتون دي بخښي راته خوښي د ژوند رڼا مي ته یې

د هدیـرې مـثال لـري بې له تا کـور مورجـاني
رب دي ترې مه باسـه د ښـه ژوندون دِیا مي ته یې

ستا دعـاګاني چي له ما «ذاکــرځـلاند» راتاو وي
رب به مي سـاتي له غمـو مــوري بریا مي ته یې

https://t.me/zakirzalandAshna


نوی نظم
دمورهجران

دژوندشیبې ترخې شي چي جداشي له چامور
همراه یې اندیښنې شي چي جداشي له چامور

ږغ: معاذالله معاذ او حافظ نقیب الله علم یار

شاعر: نوراحمد ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzalandAshna


شـاهِ کونــین شـاهِ خـوبان ځـار دي شم
ثانـــي دي نســــته یې حســـین دلـــبره
نورالعینین دوست دسبحان ځاردي شم
یې د خوږمـــنو زړو تسکــــین دلـــبره

مقــــام اوچـــت لــــرې ته
خَـــــیْرُالانـام هاشـــــمي
رب و ملکــــــي وایــــي
پـرتا ســـــلام هاشـــــمي
هم یې ستایلی سپـین قرآن ځاردي شم
تـه پـه طــــه هــم پـه یاســــین دلــــبره

ته مو لارښــود یې، ته مو
یې رهــــــنما جانانــه
تـه مـو رهـــبر یـې، او تـه
مــو یـې پیــشوا جانانــه
تابــه ژړل تـه وې هــــرآن ځـــار دي شم
د خـپل امـت پـه غــم غمګــین دلــــبره

لعـل و ګوهـــر و مرجــان
دا ســتا د خــولې خــبري
په کي پټ راز دی دژوند
دي هــم خـــوږې شــکري
یې معتـــبر تر انس و جان ځـار دي شم
تـه یـې ســـیدالمـرسلــــین دلـــــبره

نــورالـهـــــدا عـــــربي
خیــــرالـــورا عـــــربي
بدرالـدجـــی عـــــربي
یې مجتبی عـــــربي
یې د «ذاکــرځـلاند» جانان ځار دي شم
ورتــیر تـر ځــان یـې نازنـــین دلــــبره

https://t.me/zakirzalandAshna


الهــــي علــم و عمــل درنـه جـــوړه غـــواړمه
ډک له ایمانه ، خلــوص ، میـني مي دازڑہ غواړمه

کــومه پوهـــنه چـي باداره تــه وه ماتــه راکــړې
د هغـــه علــم بــیا تــر نــورو رســـېده غـــواړمه

له زڑہ مي کډه د غرور ، حـرص و هوس وباسې
الفت او میــنه د زڑہ کــور كـي مېلــمانه غـواړمه

الهــي ګــیر مي په دامــونو د دنــیا كــي مه کـړې
بــېزار لـه خونـده د دنـــیا ځـان همیــشه غواړمه

ژونـد پـر احــکامو د قــرآن او پـر سنــتو راکــړې
له اوښــکو ډکه ســتا له ویري مي لیـمه غـواړمه

په خواهشــاتو د دنــیا كي سـتړی شوی دی ډېـر
ســتا عبادت كي مي سبحــانه زڑہ دمـه غــواړمه

ما خوار"ذاکــرځـلاند" وه تاته کړلې لپـي کچکول
درنـــه یا ربــه د عالم لـــوړه رتــــبه غــــواړمه

https://t.me/zakirzalandAshna


#دعشق_جنون

#ذاکــــــرځــــلاند

د عشــق مســـته جُـــنونه څه عجــیب سُـــرور لرې
خونـــدونه پــټ پـه ځــان کـي له عالمــــه دُور لرې

لاهــو دي په څــپو کــي شــي له هرڅـه مُــبرا شـي
تنــــها پــه تنــــهایي کـــي د ښُـــــکلا انځـــــور لرې

لمـــبې ورته ګلـــزار کړې پروانه غونــدي وردرومـي
عُشاقـــــو تـــه پــــر سخـــــتو پــــړاوو عُـــبور لرې

د میني په رمز پوه شي د پتنګ سره یې سیال کړې
له سخت ازمـــونه وروســـته بس د وصـل نُـور لرې

یا دارته ځــي یا ګل ځـــواني په اورکــي لولپه کړي
خلــــیل غونــدي عاشــق او بل په دار منصُــور لرې

خُمار یې کړه ورګډ یې کړه «ذاکـرځلاند» هم یوسه
کاروان د عاشـــــقانو پـــه دیـــــدار معــــــمُـور لرې

https://t.me/zakirzalandAshna


دالخــادم خــپرندویه ادارې له خوا وړاندي کیږي
د روژې مبارکي په ویاړنوی نظم

کسر
میاشت د مغفرت او رحمتونو ده
میاشت دتسبیحاتو او ذکرونو ده

ږغ... مسلم شیرزاد ، اکرام الله همدرد ، عمر فاروقي

شاعر... ذاکـرځلاند

https://t.me/zakirzalandAshna
#الخـــادم_میډیا👇
Https://t.me/alkhadimmedia11


دعا
کسر
ټول ژوندون مي په رڼاکي دقرآن کړې
هــر عمــل مي پر سنــتو د جانان کړې

*•┈┈••✾• آواز •✾••┈┈•*
ندامحــمدنوید

*•┈┈••✾• شـاعر •✾••┈┈•*
ذاکـــــرځـــلاند

https://t.me/zakirzalandAshna


نعت شریف

کسر

شـاهِ کونــین شـاهِ خـوبان ځـار دي شم
ثانـــي دي نســــته یې حســـین دلـــبره
نورالعینین دوست دسبحان ځاردي شم
یې د خوږمـــنو زړو تسکــــین دلـــبره

*•┈┈••✾• آواز •✾••┈┈•*
ندامحــمدنوید

*•┈┈••✾• شـاعر •✾••┈┈•*
ذاکـــــرځـــلاند

https://t.me/zakirzalandAshna


له نوي البم (دالله ثنا) څخه زما دوه نظمونه

https://t.me/zakirzalandAshna


زموږ امیر ؤ زموږ سالار ؤ زموږ رهبر ؤ
مجــدد ؤ قلــندر ؤ ملا عـمـــر ؤ

مؤسِــس د امـارتِ اســـــلامي ؤ
د سپیڅـلي دین دفـاع کـي لکه سپر ؤ

د حق لاري مجـاهد ، کامل ولي ؤ
د عمر غوندي د عـدل ځلاند لمـر ؤ

د الله لپاره تــیر تـر باچاهـۍ شـو
میلـمه پال ؤ د هـرچا د زړګـي سر ؤ

د سپیڅلي عقیدې په نور حسین ؤ
په خبرو کي یې رب ایښـی اثر ؤ

د تقـوا ، زهد ، اخلاص ، عجـز مثال ؤ
د غیـرت ، همـت او ننګ یو بلـند غر ؤ

د اُمتِ مسلـمه او تاریـخ ویاړ شو
ؤ حقــپال ذاکــرځـلانده ســر لښـکر ؤ

https://t.me/zakirzalandAshna


میاشت درحمت میاشت دعظمت میاشت دغفران دہ
ښــــکلې د بهشـــــت په زیــــرو میاشت رمضـــان دہ

اَولي لـــــس یې د رحــــــمت دي
دوهمي لـــس یې مغــــــفرت دي
آخـــــــري لس شپې نجــــــات بیا له نـــــــیران دہ

پكي یو فـــــــرض په اویــــــا ده
سُنَّت د فـــــــرضو په بَــــــــها ده
میاشت د نزول د پاک سپېڅلي سپین قـــــرآن دہ

ورته جـــــــبریل کړې ښـــــيرا دہ
آمـــین پرې کړی مصـطفٰیﷺ دہ
څوک چي محروم پكي د عفوي له فَیْـــــــضان دہ

کړي شـــــــفاعت به د نـــیوونکي
عرض به کوي له رب بخـــښُونکي
وه روژه دار تــــــه د جـــــــــنت بابُ الرّیَّــــــان دہ

پكــــي سرکـــــــښه شــــــیاطینه
په ځنځـــــــیرو تړلــــــي ويـــــنه
د اور لمـــــــــــبه پر ګــــــناهونو او عِصْـــــــیَان دہ

"اَلصَّـــــــوْمُ لِــي وَاَنَــا اَجْـــــــــزِي
بِهِ" الـلّٰــه داســـــــــي فـــــــرمایي
عظـــــــیم انعام ´´ذَاکـــــــرځــــلانده`` د رحْمٰن دہ

https://t.me/zakirzalandAshna


میاشت د مغفــرت او رحمـــتونو ده
میاشت د تسـبیحاتو او ذکـــرونو ده

يو فـرض عمـل شي په اویا په کي
میاشـت د عــبادت او طاعـــتونو ده

سپین قرآن نازل شوپه همدې میاشت کي
میاشت د فضـیلت او ارزښــتونو ده

اوري بـرکات د رب له لـــوري ډېــر
میاشـت د برکــت او انعـــامونو ده

بند په کي ابواب د دوزخـونو شي
میاشت د بشــارت او جنــتونو ده

ټوله نیک اعمال په کي څوچنده شي
میاشـت د ښــه صِــلې او ثوابــونو ده

رب ته سـفارش به د نیونکي کړي
میاشت ”ذاکــرځـلانده“ د خونـدونو ده

https://t.me/zakirzalandAshna


دالخادم خپرندویه ادارې له خواوړاندي کیږي
د روژې مبارکي په ویاړ نوی نظم

کسر
میاشت دروژې راغله سرچینه درحمتونو ده
میاشت د عظــــــمتونو دہ
زیری وه مؤمن ته د اعــــــزاز او جنتونو دہ
میاشت د عظــــــمتونو دہ

*•┈┈••✾• آواز •✾••┈┈•*
الحـاج قاري احمـدالله مؤذن

*•┈┈••✾• شـاعر •✾••┈┈•*
نوراحمدذاکـرځلاند

#ذاکـــرځـلاند
https://t.me/zakirzalandAshna




د ژوند شیبې ترخـې شي چي جداشي له چا مور
همـراه یې اندیښنې شي چي جداشي له چا مور

له مخه یې د غم ګرځ پورته کـیږي زړه یې ژاړي
نازک لـبان یې پـرې شـي چي جـداشي له چا مور

د مـور د دعـاګانو تاج چـي ولویـږي له سـره
دژوند هیلي یې مړې شي چـي جداشي له چا مور

له ژونده یې کوتري د خوښــۍ شي مسافري
سلګۍ یې میلمـنې شي چي جـدا شي له چا مور

د فکر په لـباس یې شي ملـبوس خواږه خوبونه
پرې لنډي شپې اوږدي شي چي جداشي له چامور

الله دي مو «ذاکــرځـلانده» نه کوي بې موره
ټول ژوندتیارې تـیارې شي چي جداشي له چا مور

https://t.me/zakirzalandAshna


میاشت د روژې راغله سرچــینه د رحمتونو ده
میاشت د عظــــــمتونو دہ
زیری وه مؤمن ته د اعــــــزاز او جــــــنتونو دہ
میاشت د عظــــــمتونو دہ

ډېــــــر یې صفــــــتونه دي
ډېــــــر یې ثوابــــــــونه دي
ســـپین قــــــرآن راوړي یې
ډېــــــرفضــــــیلـــــتونه دي
اُوري بــــــرکات پكي ډیــــــوه د انـــــوارونو دہ

خلاص وي د جـــنت ابواب
بخـــښه کوي رب وهــــــاب
مـــعاف شي ګـــناهونه ټول
راشي د رحــمت ســــــحاب
یو عمل څوچنده شي موقـع د طاعــــــتونو دہ

لاس نور له غفــــلت واخله
ګام تـــــر عــــــبادت واخله
اوس دي لا دی وار وروره
نُـــــور د مغـفــــــرت واخله
زڑہ ته بخـښي صــــــبر خــــــزانه د ثوابونو دہ

وایـــي د اللهﷻ نـبــيﷺ
ډېــــر دی هغه څوک شَقي
میاشت د رمضان كي چي
پاته له غُفْــــــران نه شــي
پام غافــــــله نه شې ذریــــــعه د لِــــــذَّتونو دہ

ډېري د عــــــزت شپې دي
لس یې د رحمت شپې دي
وایي مـــــــدني جانانﷺ
لس د مغفـــــرت شپې دي
بلـــــه عَشَــــــــــره یې بَرَائَتْ له عــــــذابونه دہ

وایم مرحـــــــــبا ورتــــــه
یمه په مســـــــکا ورتــــــه
دی زَمَا "ذاکــــــرځــــلاند"
دا نــظم اِهْــــــدَا ورتــــــه
دہ ستره تُحفه د ذُوالجــلال راز دخونـــدونو دہ

https://t.me/zakirzalandAshna


دالخادم خپرندویه ادارې له خوا وړاندي کیږي
له نصیحته ډک شعر

کسر
حساب به د ذرې ذرې د شر او دخیر کیږي
مؤمنه سخته ورځ ده
قیامت راځي چي لمربه پریوه نیزه دریږي
مؤمنه سخته ورځ ده

*•┈┈••✾• آواز •✾••┈┈•*
قاري عبیدالله عبیده ځلاند

*•┈┈••✾• شـاعر •✾••┈┈•*
نوراحـمدذاکــرځلاند

https://t.me/zakirzalandAshna

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

359

obunachilar
Kanal statistikasi