🍃چِيْ شَپَهْ دَرَنَْه شِيْ🍃
چې شپه شې درنه شي بدن په لرزه، شي
وای بیا به له کومې خوا وار کړي راسته، شي
طالب چې دوربین کړې راپورته په څنګ کې
ګزار شي غلام شي په ویښه چپه، شي
په ګډه غوغا شي د ویر ساندي کاندې
ها ورځ شین سهار وې پردوی نیمه شپه، شي
د دوه(2) له ډالــرو لـــپاره خـــپل ځان هم
د مرګ خولې ته راوړې بس مړه شي ایره شي
خپل ځان کړه هوښیار ای نادانه عسکره
عزت دې پای لوټ په ډالر فیصله، شي
راځه سره یو شو کړو جوړ وران هیواد به
د رحیمي افـغان قلم شي دمه، شي
🍃رَحِیْمِيْ اَفْغَانَ🍃
https://t.me/rahime_afghan