عبدالباقي :مهاجر


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


دلته به تاسو ته وخت پر وخت ليکل شوي اشعار او د خوږ ژبو ترانه ویونکو ترانې درته وړاندې کوو؛ ملتيا مو وکړئ

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




څه په خوښیو خوشحالیوکې روان وخت ؤ
څه د سکون او رنګینیو اطمنان وخت ؤ

اوس هغه تېر وختونه تېرې خاطرې ږغوم
څه په خندا ؤ کې پوښلی قدردان وخت ؤ

اوس مې د زړه له سره درومې سرې لمبې د هجر
څه د وصال شیبوکې نغښتی مو هرآن وخت ؤ

په رحمتونو به لامده شوو سره دواړه دواړه
نری شمال به لګېدو هم د باران وخت ؤ

خیال به مې ښکلی ؤ مزاج به مې هم ؤ برابر
نه تهمتونه ؤ نه فرېب د ښه ګمان وخت ؤ

بس مهاجره ژوند د مینې ؤ په مینه تېر شو
شاعرانه ژوند ؤ د مینې د قربان وخت ؤ


*زیاراسلامی سټوډیولخواوړاندی کیږی*

*نوی خوندوره ترانه بلکل جالب ترز سره*

*کســـــــــــر*

*مينه کې چې درد نوي هجران نوي خوند نکوي*
*مينه سترګې چې دې سړې زړه پریشان نوي خوند نکوي*
*مينه کې چې ګران رسول الله تا رسيدل نوي*
*مينه کې چې څوک لا ځانه ګران نوي خوند نکوي*

*ترنم کړي*رحــــــــــمن الله زیار*
*شاعری کړی*عبدالباقي مهاجر*

*دفرمایشی ترانولپاره زمونږسره رابطه وکړۍ*

*واټساف اورابطی شمیری*

*0705753925* /*0773812372* /
*0779912530* /

*واټساف اوګروپ*👇
*https://chat.whatsapp.com/LWeYP6O7dIrF1qzHT7XaHK*
*واټساف دویم ګروپ*👇
*https://chat.whatsapp.com/JoFvrGqj4tM0X05s6eobym*
*ټلیګرام اول چینل*👇
*'https://t.me/+3-TcPN7AQPs1NWY9*' rel='nofollow'>https://t.me/+3-TcPN7AQPs1NWY9*
*ټلیګرام دویم چینل*👇
*'https://t.me/+PS8mm3xHsR5lYmJl*' rel='nofollow'>https://t.me/+PS8mm3xHsR5lYmJl*




مینه کې چې درد نوي هجران نوي خوند نه کوي

اواز رحمن الله زیار
شاعر مهاجر


النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
مینه کې چې درد نوي هجران نوي خوندنه کوي سترګې چې دې سرې زړه پرېشان نوي خوند نه کوي

اواز حافظ محمد اشرف مظلوم
شاعر مهاجر

#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131






هنیه نشته

بیا د غزې غېږ کې قیامت دی هنیه نشته
خاموش حالت دی د غیرت ها نمونه نشته

سرور د غم په ټال کې وځنګېدو وزورېدو
ژړا خپره ده د خندا خوږه شیبه نشته

پرون د مرګ دې اوازه شوه نن دفن شوې غازي
ځکه ماتم دی ستا ها ښکلې قواره نشته

غزه غزه زړه کې فقط ستا خاطرې ګرځوم
نور ستا د مینې محبت خواږه کاته نشته

څپانده تانده جذبه ستا ولاړه خاموشه شوله
ته چې یې تللی د ژوند هغسې مزه نشته

چُپه چوپتیاده مهاجره غزه غریو نیولې
هغه جذاب نشته ها دنګه مناره نشته


الله دې راته تل لره ژوندی شیخ صاحبه
تر ډېرو درته رامشه مرګی شیخ صاحبه

ته زموږ د سترګو تور یې ته زموږ ښکلی رهبر یې
الله دې حفاظت وکړه د ډېرو زړونو سر یې
سر تاج یې د ولس د سر سړی شیخ صاحبه

موږ تاسره دا ژمنه ده او تاسره بیعت دی
موږ ستا پر مسیر درومو ستا مو کړی اطاعت دی
خزان مشې د ټول ملت زړګی شیخ صاحبه

پوښلی په تقوا یې ته سرلاری ده لښکر یې
امیرالمؤمنین یې ته رښتیا غوره رهبر یې
ړنګ مه دې شه له سر د ننګ پټکی شیخ صاحبه

واریث د پیغمبر یې د حق لار کې حق داعي یې
سر شار د زمانې یې سر بلند یې حقاني یې
تر تاشمه قربان هم سفيلنی شیخ صاحبه

ته ویاړ او افتخار د مهاجر یې مبارکه
د علم او د پوهي یو لوی غر یې مبارکه
د مینې محبت حق لاروی شیخ صاحبه




تا د کلونو تنده ماته کړله
تا له کوثر سره تړون وکړو

څه بختور سړی وي واه قربانه
د حورو غېږته دې لټول وکړو

د ناز اجل درته رامنډه کړله
روح دې د نوي ژوند بدلون وکړو

ځکه دې نوم ثبت د تاریخ زړه کې شو
ډېر په غیرت کې دې ژوندون وکړو

د شهادت اعزاز دې خپل کړو.ګله
پر ښه طرف دې ګرانه یون وکړو

مهاجر اړ شوم چې څه ولیکمه
ستا په غزل مې لږ سکون وکړو




مینه کې

مینه کې چې درد نوي هجران نوي خوند نه کوي
سترګې چې دې سرې زړه پرېشان نوي خوند نه کوي

مینه کې چې پاک رسول الله ته رسېدل نوي
مینه کې چې څوک له ځانه ګران نوي خوند نکوي

مینه کې چې څومره درپدر یې معتبر به یې
مینه کې چې ژوند ستړی ستومان نوي خوند نه کوي

مینه کې پر هر پرهر وجود ځان ته مزه کوي
مینه کې چې رب ته څوک قربان نوي خوند نه کوي

مینه کې چې خپل پاک ذوالجلال ته نظرانه نشې
مینه کې چې سر دي پرې له ځان نوي خوند نه کوي

مینه کې د ګران بلال تاریخ خو یوځل وګورئ
مینه کې چې دغسي ځوانان نوي خوند نه کوي

مینه کې چې یاره مهاجره وینه ځار نه کړې
مینه چې د سر مال په تاوان نوي خوند نه کوي


النبوي اداره یې وړاندي کوي
نفرت په اور پسې کړۍ وخت د محبت راغلی
ښار ته طالب راغلی ښار ته شریعت راغلی

اواز سید عمري اشنا
شاعر مهاجر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




ګیلمن پاتې یم


لا دې په مینه کې هغسي ګیلمن پاتې یم
لاپه زړګې کې زخم زخم او خوږمن پاتې یم

لا د هجرت په ښار کې ژوند د فردیسۍ کومه
لا ارمانجن او بې درمان له خپل وطن پاتې یم

زندګې بار پر اوږو ګرځوم د غم ټبر کې
زړه کې دننه وینې وینې زهرجن پاتې یم

ستړی وجود نمجن باڼه د هجر دښته کې تم
درد کې اسیر یم په غمونو کې دفن پاتې یم

وخته ناسور او نا علاجه یم روغتون کې بستر
سخته ناچاره نن سبا یار ته اړ من پاتې یم

که ستا د مینې په بیعت کې فرېب اوچل کومه
بیا مهاجر نو رښتیا ګوی نه د روغجن پاتې یم


النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
ته مې په بدن کې لکه زړه یې لکه ساه یې
ته مې غبرګې سترګې یې د هر درد مې دوا یې

اواز مولوي محمد خان مشال
شاعر مهاجر

#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131





20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

6 853

obunachilar
Kanal statistikasi