غزل
ستا د ژوندون ښکولی کتاب خو مي نور ندی په کار
مینه ده دې باندي حساب خو مي نور ندی په کار
زه چي په درد نپوهېدم لېونی کړی دي وم
قربان ستا مینه کي عذاب خو مي نور ندی په کار
که دغه ستا مینه ثواب وي ما جنت ته بیا یي
رښتېا به وایم دا ثواب خو مي نور ندی په کار!
لکه مئین داسي نور نه یم زړه، مي نه دردوم
ای د زړه سره هر ګلاب خو مي نور ندی په کار
هغه دي میني ته اړتېا لري چي ویلای نشي
عشقري ستا غوندي جناب خو مي نور ندی په کار
عبدالله عشقري
@AbdullahAshqari