څلور کاله پخوا مي په همدې ورځ په زړه څه تیریده!
پوره څلور کاله پخوا د اګست پر (۱۸) تاریخ مونږ یوه داسي هستي له لاسه ورکړه چي یاد یې شته سترګي یې نشته.
شیخ الاسلام الشهید نابغة العصر غلام حضرت غلام.الحنفي تَقَبَّلَهُ الله داسي یو څوک وو چي صرف د یو مشخصي ډلي نه بلکه د ټول حنفیت افتخار وو.
صرف د خپلو قریبانو او نږدې دوستانو نه بلکه د ډیرو ناپیژاندو د زړونو هم قرار وو.
هغه صحنه مي اوس هم هغسي پر زړه تازه پرته ده چي د شهادت نه برداشت کیدونکی ږغ یې وشو😓 او له ډیرو سترګو یې اوښکې وبهېولې ډیر زړونه یې و دردول.
په عمر ځوان په علم مشر "نابغۀ وقت" د خپل زړه د ارمان سره سره د زرګونو مینوالو د زړونو ارمانونه هم له ځان سره یووړل.
خو خیر! د خدای تعالی داسي سپېڅلي بندګان تل له بې وفا دنیاګۍ څخه نیمګړی ارمان وړي، خو یو جهان یادونه او داسي یادګارونه تر شا پریږدي چي وروستي پاتي خلګ پرې ناز او افتخار کوي.
ليکنه : مولانا عبدالشکور حمید الدیوبندي حفظه الله
ــــــــــــــــــــــــ
@shreuat95