#دیني_معلومات
#د_جومات_آداب
①/- جومات ته د ننوتلو په وخت کې بايد اول ښي پښه وړاندې شي او دا دُعا وويل شي :
( اَللهُمَّ افْتَحْ لِی اَبْوَابَ رَحْمَتِک )َ .
#ژباړه:
ای الله ﷻ ! زما پر مخ د خپل رحمت دروازې پرانيزه.
②/- جومات ته تر ننوتلو وروسته ، له کښيناستلو مخکې ، دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کول پکار دی ،
د رسول الله ﷺ ارشاد مبارک دی :
په تاسې کې چې څوک جومات ته ولاړ شي ، تر څو يې چې دوه رکعته لمونځ نه وي کړی ، تر هغې دې نه کښيني.
( بخاري و مسلم )
③/- له جومات څخه د وتلو په وخت کې باید لمړی چپه پښه وړاندې شي او دا دُعا به ووایئ :
( اَللهُمَّ اِنِّی اَسْئَلُکَ مِنْ فَضْلِک)َ .
#ژباړه:
ای الله ﷻ ! زه له تا څخه ستا د فضل او کــــرم غوښتونکی يم .
④- په جومات کې د زيات نقش او سـینګار کوښښ کول نه دي پکار .
⑤/- جومات ته په داسې حال کې تلل چې ، اوږه ، پياز ، تنباکو او نور بد بويه شیان مو خوړلي وي ، مکروه دي ، لمړی باید خپله خوله پریمنځئ او بيا مسـجد ته داخل شئ .
⑥/- په جومات کې خبرې کول ، شور کول ، پلورل او اخیستل مکــــروه دي ؛ خو له بده مرغه ، زمونږ د هيواد په ډيرو برخو کې چې ژمی شي او خلک وزګار شي ؛ نو بيا په جومات کې خپل بنډارونه کوي .
رسول الله ﷺ فرمایلي :
څوک چې په جومات کې خبرې کول پيل کړي ؛ نو ملائکې په لمړي ځل ورته وايي :
( اُسْکُتْ يَا وَلِیَ اللّه ) !
يعنې چوپ شه ، ای د الله ﷻ دوسته !
که بيا هم خبرو ته دوام ورکړي ؛ نو ملائکې ورته ووايي :
( اُسْکُتْ يَا بَغِيْضَ اللّه ) !
یعنې چوپ شه ای د الله ﷻ دُښمنه !
که بيا هم چوپ نشي ؛ نو په دريم ځل ملائکې ورته ووايي :
( اُسْکُتْ لَعْنَتُ الله عَلَيْک )َ !
يعنې د الله ﷻ لعنت دې وي پر تا ، چوپ شه !
همدارنګه په مشکوة شريف کې ، د شعب الايمان په حواله يو روايت کې راغلي :
جناب رسول الله ﷺ فرمایلي :
په آخره زمانه کې به داسې خلک پيدا شي چې ، جومات ته به راځي ، هلته به ډلې ډلې کښيني او دُنياوي خبرې به کوي ، تاسې له داسې خلکو سره مه کښينئ ؛ ځکه چې الله ﷻ ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته .
(عمدة الاحکام صــ۷۵)
ابن همام رحمه الله وايي :
په جومات کې دُنیاوي خبرې کول ، نيکي داسې له منځه وړي ؛ لکه وچ بوټی چې اور له منځه وړي .
(فتح القدير)
⑦/- په جومات کې په اوچت آواز لمونځ کول نه دي پکار ؛ ځکه چې د نورو د لمونځ د اخلال سبب ګرځي او د نورو په لمانځه کې اخلال ګناه ده .
⑧/- د جومات دروازه تړل نه دي پکار ، که د سامان د غلا خطر وي ؛ نو په هغه وخت کې يې تړلی شۍ ؛ چې د لمانځه وخت نه وي .
⑨/- جومات ته په جنوب ، نفاسې او حائضې حالت کې ننوتل ګناه ده .
⑩/- په جومات کې لاره جوړول ناجايز دي ، که سخت ضرورت وي ، باک نلري .
⑪/- په جومات کې چې کوم ځای خالي وي ، هلته کښيناستل پکار دي ، د خلکو په اوږو تيريدل ګناه ده .
⑫/- په پښو پورې که څه ګندګي یا خټې نيښتې وي ؛ نو جومات ته له ننوتلو مخکې یې مينځل پکار دي .
⑬/- جومات ته د داسې ماشومانو بوتلل چې ، د متيازو حال نشي ويلى ، يا داسې بې عقل او ليونی چې ، په پاکۍ او ناپاکۍ نه پوهيږي ، ننوتل پکار نه دي ، داسې ماشومان چې د لمانځه سن ته نه وي رسيدلي ، لمونځ کونکو ته د آزار سبب ګرځي .
او هغه چې جومات يې تلل مشروع وي ، د جومات اهل بايد پر هغوۍ سخت ګيري ونه کړي .
( اسلامې فقه، فتاوی اسلامية، عمدة الاحکام، فتاوي المحمودي حنفي ).
#حـکایات_اودیني_معلومات
#دیني_څانـګــہ
@DeeniSaanga