(Moqadas_Husanmal)نادان درد


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
محترمینو ملګرو دوستانو دلته راسره یو ځای شی چي له يو څه نه مو خبر کړم
#نادان که له چپ ولیکي که له ښي بیا هم نادان دی
درد مو نادان دی راشی له درد نه مو خبر کړم
ورور مو…#مقدس_حسن_مل
@Moqadas_Husanmal

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د اسـلامی انـتخابـي لـوی چـینلـونو لیست
نوټ: کوم ملګري چي غواړی لینک لیست کي داخل کړي؛چینل به یې له 500 نه لوړ وي

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه
https://t.me/Ghuara_Gulab

ستا دسترګو شاعر
https://t.me/zakirzalandAshna

شاعر فـردوس محترم
https://t.me/Ferdos_Muhtaram

شاعر مسروري اشنا
http://t.me/masroriashna

حکایات او دیني معلومات
https://t.me/Deni_Laar

د ژوند مازدیګری
https://t.me/Al_Aesha_News

شاعر مقدس حُسن مل
https://t.me/Moqadas_Husanmal

د شاعرانو غورچاڼ
https://t.me/Shaerani_Mahfal

د لیست نشرولو مرکز
https://t.me/Toteii_Mi

لینک مو دغه ادرس کي پرېږدی دغه لاندی خط کلیک کړی⇘⇘
د لیست جوړولو مرکز


ډیر خوندور غزل یې لیکلی دی
محترم #فردوس_محترم صئب په قلم ذهن او ګوتو دي برکت شه تاند اوسې


Forward from: 🌹 د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه 🌹
#غـوره
لاره پاته

صابر اوسه له یار او له رویباره لاره پاته
زما د زخمي زړه درده بېاره لاره پاته

د ژوند په نوم یو ستړي مراحل دي طئ کوم یې
منصور سره تر اوره او تر داره لاره پاته

یو لږ خو مي د دین او د مذهب خیال ګوره ساته
مؤمن یم د ظالمو ړوند بمباره لاره پاته

له تانه خو اوس هم د توتکیو چغار خیږي
زمونږ د بر ګودر دنګه چناره لاره پاته

دا نن مي روژه ماتی هم په لاره باندي کړی
بېګا ته پیشلمی لرم په لاره لاره پاته

#فردوس لا تر منزله پوری نه دی رسېدلی
دعا کي یې هیر نکړي خوږه پلاره لاره پاته

#فردوس_محترم
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


څوک چې تا لمونځ ته تشویقوي نو پوه شه، چی هغه له تاسره تر ټولو ډیره مینه لري!

#مقدس_حسن_مل
@Moqadas_Husanmal


#عــاجــبـہ

عجیب خلک یوو،
د سر ویښتان په لکونو لګوو او د ږیرې ویښتان مفت لرې کوو!

#مقدس_حسن_مل
@Moqadas_Husanmal


#ټولنیز_اداب:
هیله ده چې خوښ به مو شي؛

① د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ!
②د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ!
③ د دسترخوان پر سر مه گرځئ!
④د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ!
⑤ له چا د سپینو: او توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ!
⑥ له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ!
⑦ که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه!
⑧ ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي!
⑨ پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ!
10:کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي!
11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ!
12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!
13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!
14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه!
15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه!
16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ!
17: هر وخت گیلي مه کوه!
18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!
19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!
20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!
21- هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه!
22-دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!
23-دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ!
24-څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ!
25-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخى ته لاس مه وهئ!
26-دلارى دتللو په وخت کى مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړى!
27-دمعزرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!
28-دبى وسه او ناچار مخکى خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!
29-په سلام کى تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وى!
30-يوکس که ويده وى په زوره خبرى مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى!
31-څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ، لاس او پښي مو پريمنځي!
32-کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړى بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!
33-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!
34-په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټي خبرى مه کوئ!
35- چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ!
دغه يو څو ټولنیز اداب دي دا باید په ژوند کې عملي کړو.

#مقدس_حسن_مل
@Moqadas_Husanmal


یو مازدیګر بل دجانان په شتون باور ونکړئ
دواړه د یوې ادې زامن دي وفــــــــا نه پېژني.

#نـادان
@Moqadas_Husanmal


سمندر هم څومره عجیبه دی...
چې؛ کله پکې غرق شې
دانسان په څېر دﻱ بیرته له ځانه پوري وهي...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#نـادان
@Moqadas_Husanmal


څوک چي غصه او په
هره خبره ژړا ډیره کوي............

هغه پاک زړه والا وي کټ مټ لکه.......... #حُسن_مل

#نـادان
@Moqadas_Husanmal


قوی اوسه مه بیریږه!
هر کله چې وبیریدي ماته خورې!
د لاس تنګې څخه ویره
د لاسه ورکولو څخه ویره
د مریضی څخه ویره
ویره تاسو ته هیڅ ځواک نشي درکولي!
کله چې تاسو ویره لرئ ،
نو هغه څه رسم کړئ چې له تاسو ویره لرئ ...!
هره ورځ د ژوند سره مخ کیدلو لپاره قوي اوسئ ...
ژوند یوه لوبه نده دا سفر دی چې د هرې لارې په اوږدو کې تیریږي د خوند او خوند اخیستو لپاره.

#نـادان
@Moqadas_Husanmal


نه پوهیږم داسي ورځ به راشي!؟
چي یو څوک راته ووایي
د........ځان خیال ساته صرف
زما لپاره

#نادان


Forward from: فردوس محترم
#الـدعـا

ياالله تاته مي لاسونه لپه کړي!
اې داسمانونو خالقه!
اې دجهانونو واکداره!
اې د زکريا او ابراهيم عليهماالسلام د دعا قبلوؤنکې خدايه!
زماټولي ناخوښي کړني راوبخښه،
نيغه لاره راوښايه,
زمامور,پلار,استادان،شاګردان،خپلوان اوجمله مسلمانان وبخښه!
پروردګاره!
زماپه ګران هيوادکي امن,سوکالي, اسلامي نظام اوخپلواکي نافظ کړه.
ای د زړونو مالکه!
قرضداران له قرض نه،
غمجن له غم نه،
مریضان له مرض نه،
زندانیان له زندان نه،خلاص کړه،
او مسافر خپلو کورو ته په خیر او خوښۍ ستانه کړه.
ای! مالک او قادر ذاته!
د شهیدانو شهادت،
د عابدان عبادت،
د سخیانو سخاوت،
د ذاکرینو اذکار قبول کړه.
اې! دعمر او خالد ربه!
زموږپه ځوانانوکي ددين جذبه راژوندۍ کړه.
لويه څښتنه! دقيامت په ورځ مو درسوايې نه وژغوره!
مهربانه خالقه!
اولس موستومانه دی,وږی دی,بي اسرې دی,محکوم دی,لالهانده دی ته يې ټېک اومرستندوی سه!
اې خدايه! اې پروردګاره! اې خالقه! اې ربه!
ته مودشيطان له مکر,داوسني عصرله ړندوفتنو,اودکينه ګرو له حسدنه په امان کي ولره!
اې! د جهانونو پاچا!
اې! د اسمانونو او ځمکو پاچا!
اې! خالق او رازق ذاته!
اې! د جبریل امین مولا!
ستا د ربوبیت په خاطر؛
ستا د قدرت په خاطر؛
د شان او شوکت په خاطر؛
مونږ خپل د ژوند په اصلي هدف (دشهادت مرګ) باندي ونازوه!

آمين ثم آمین الف آمین یا رب العالمین
فردوس محترم

@Ferdos_Muhtaram


Forward from: 🌹زندانی ګلاب🌹
د ورکي (لادرکی) اعلان

فریدالله جان د سید انور زوی د خوست ولایت د زوړ کوټ ولسوالی د مرکز اوسېدونکی دی،
تقریباً درې کاله کیږي چي لادرکه دی،
که هر مسلمان ورور یې په اړه معلومات لري او یا دا اعلان پخپله فریدالله ځلاند اوګوري د مهربانۍ او انساني حاطفی له مخي دي د لاندي شمارې له لاري د فریدالله جان د اقرباؤ سره په تماس کي شي

00923038909255 شماره

له هر مسلمان ورور نه خوهشمندانه غوښتنه کؤو چي دا پیغام نشر کړی چي تر ښه لېري پوري ورسیږي،
الله ج به درته اجرونه درکړي.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: 🌹زندانی ګلاب🌹
منظوریانو ته

لیکوال / ریـحان واك

که منظوریان (سور خولیان) په رښتیا هم د خپل حق غوښتنه کوي نو میدان ته دي راؤوځي،
او د خپل پښتني غرور ماتول دي نه کوي،
چي د پښتون ټبر باعذته پیغلي میدان ته راباسي،
او نه دي د دوه ګوتو په اشارې سره د پیغلو انجنو سره تصویران اخلي،
قسم په الله چي دا د خویندو بې عذتي ده چي د ځان سره یې پر سټیج یو ځای دروې، او ورته د ګډي مبارزې بلنه ورکوې،
دا یې حق نه دی؛
حق یې اسلام ورکړی دی،
کوم حق چي ښځو ته د اسلام مُبین دین ورکړی دی، قسم په الله هغسي حق ورته هیڅ یو کفري قانون نه ورکړی او نه یې ورکوي.
نو راځی نور دا بې ځایه او بې معنی مبارزه مو پریږدی،
او د خدای ج په لحاظ د پښتني باغیرته او باشهامته قوم د خویندو بې عزتي مه کوی.

#زنـدانـي_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: 🌹زندانی ګلاب🌹
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
ښکاري سویه وویشتله! چې ورغی هغه لنګه سویه وختله، کوچنی بچوړی یې لاندې په تیو پورې نښتی و! ښکاري سخت خپه شو، له ښکاره ټول عمر توبه ګار او د ښکار ټول وسایل یې د سرو لمبو خوراک وګرځول!

ډیره جالبه ویډیو ده که مو د عبرت سترګې ولرلي..
#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


#جـهـاد

‏جهادي خوځښت د اسلامي امت د ستونزو د حل لار او تیر برم ته د ګرځېدو یواځنۍ اغېزمنه طریقه ده.
ریـحان واك

#مقدس_حسن_مل
@Moqadas_Husanmal


ای زما د زړه قرار یی
بي تا هیڅ یمه دلداره
ته مي سترګي او لیمه یی
ته زما ژوند له ډېوه یی

شتون دي زېری سباؤن دی
د قیامت په شان بیلتون دی
بې تا هیڅ راته ژوندون دی
ته مي ژوند ته بهانه یی

ته زما د میني راز یی
ته زما د عشق اغاز یی
ته مي زړه ته دل نواز یی
ته مي خوند د ژوندانه یی

ته مي ګل ته مي ګلابه
ای زما د زړه تنابه
له تا ځار شمه جنابه
ته زما ژوند ته هر څه یی

زه دي یار یم زما یاره
ای زما د زړه قراره
تل بې تا یم بې قراره
ته دنیا کي یو دانه یی

تفوسونه کړي فاګله
مقدسه حُسن مله
یادونه دي شي څله
زه دی څه یم ته مي څه یی

ته ګلاب شې او زه خار شم
ته مي یار شې زه دي یار شم
ماته خپل یی ستا پکار شم
زه دي زړه شم ته می زړه یی

مقدسه ته هر څه یی
ته مي خوله سترګي باڼه

#مقدس_حسن_مل ( #نادان_درد )






Forward from: 🔴⛓ د ژوند مازدیګری ⛓🔴
#زندان_اود_کرونا_نه_دمخنیوي_تدابیر

لیک..... #ریحان_اسیر

د کابل مرکزي جهنم (د څرخي پله زندان) کي د میشتو زندانیانو روغتیائي حالات د ګواښ سره مخ دی؛

یو خوا دولت د کرونا نه دمخنیوي په پار ورته د راتلونکو ملاقاتیانو مخه نیولې او کومه تازه میوه ترکاري او غوښه وچه ډوډۍ چي د زنداني له کورنۍ نه به ورته راتلل پرې بند کړي او داخل زندان کي د خوراکي توکو بیع له حد نه زیاته جګه ده بل خوا د مسؤلو ادارو د لوجستیک څانګه دومره ضعیفه ده چي داسي غزائي مواد ورته د خوړلو لپاره راوړي چي د خوړلو خو هیڅ نه دي بلکه د کرونا او سل قیسمه نورو جراثمو او مکروبونو مجموعه ده لاندي تصاویرو کي د نن ورځي البته روزانه (غرمې) خواړه دي چي تاسو ئي وینی
داسي خواړه به له کوم کوم مکروب نه خالي وي؟
که دولت او د زندانونو چارو کي موظفي ادارې د زندان حالت جدي ونه نیسي نو د کرونا ویروس به ډیر ژر د زندان انګړ ته سر ورښکاره کړي او خدای مکړه سلګونه او یا هم زرګونه مظلوم زندانیان به د هلاکت کندي ته ولوېږي،
مسول به یې دولت او د زندانونو چارو مسؤلین وي
او سبا به بیا د جواب په ورکولو کي پاتي راغلي وي

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News

20 last posts shown.

264

subscribers
Channel statistics