«طالب غازي ته ګیله»
چاچي شهید کړی زما زړګی دیه
هغه اوس له تا سره جوړه ګرځي
ګوره دا بی شرمه اربکی دیه
هغه اوس له تا سره جوړه کرځي
مه یې ګرځوه لوکسل لنجر کې ته
ورکړی خپل امفور ګرځی فلډر کې ته
اخ د غلامانو جنګیالی دیه
هغه اوس له تا سره جوړه ګرځي
د شهید په سر کې یې میخونه ټک
وهلي یې ډیر هم وه تبرونه ټک
پاس د هر یو ظلمه چي سړی دیه
هغه اوس له تا سره جوړه ګرځي
سترګو د یتیم ته څنګه ته ګوری
وه ګرانه طالبه ورته نه ګوری
ها چی د کغارو غلامی دیه
هغه اوس له تا سره جوړه ګرځي
ناست د قبر سر ته افتخار وایم
قبر کې چي پروت دی له دی یار وایم
چاچي خزان کړي دا سپرلی دیه
هغه اوس له تا سره جوړه ګرځي
زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/iftekharafghan4142