غزل(عزیزالرحمن ایاس)1399/03/01
چې ټک ټک کوي سینه کې،مات رامات زړګی جانانه
دا زربې او حرکت یې، سرچینه اخلې له تانه
لټوم درپسې هروخت،ده خپل خیال لوړې ژورې
څومره خوند اخلم پوهېږې؟له فراقه له هجرانه
چې یوبل مو وي ژغورلی،چې ژوندي شو سره پاتې
چې زه ستاشم ته زماشې، راشه زړه راکړه قربانه
ده چا یاد په مخه کړې،خدای خبر چې به رسېږي
بیړۍ زما ده اومېدونو،له دې ځایه ترامکانه
لکه نون پرملا راخم یم، ټکی زړه سینه کې نشته
تابې ټکې تا بې زړه کړم،ده بیلتون سخته طوفانه
ځکه کوږ پرلاره ځمه،ړنګ ارمان مې پرزړه باردي
زه هروخت یم شاته پاتې،ده خوښیو له کاروانه
بې تا ژوند ورته ناشونی،بې تا مړو کې حساب دي
هره سایې ستا پرنوم ده،ده (ایاس)ده زړه درمانه
@Azizayas