شفاعت ريحان


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دلته راسره ملګري شئ! زاړه چېنلونه ټول ختم شوه
https://t.me/joinchat/AAAAAFGIvICoIlsCP9P4hg

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


العصر خپرندویه ادارة
https://t.me/alasar_media

العصر بصري څانګه
http://t.me/alasar_basri_sanga

العصر خپرندویه ادارة2
https://t.me/danawyotaranokoor
مولوی عبدالصمد صمیم
https://t.me/samad_samim
منصور منصور
https://t.me/mansor_manso
قاري خالد منعم
@Qarikhalid
سید محبوب شاه آغا
https://t.me/mahboobagha786
مولوی نصرت الله نصرت
https://telegram.me/NaratullahNasrat
مولوی عبدالواسع صمیم
https://t.me/wasi_samim
عتیق رحماني جمال
https://t.me/joinchat/AAAAAFPyKsVSyONRVjl2uQ
احسان الله احسان
https://t.me/joinchat/AAAAAFfqVLnLr-mIfGBqbw

حافظ نقیب الله همدرد
https://t.me/joinchat/AAAAAD_f4LQYbysDt3Kkwg

سید درمل
https://t.me/SayyedDarmal123
هدایت طلحه
https://t.me/hedayat_talaha
مستغفرګربز
@mustaghfergurbaz
مولوی محمدشفیع ظهیر
https://t.me/zahirashna

الابو دجانه خپرنیون
https://t.me/AlemaratIslamic
السحر خپرندویه اداره
https://t.me/AlSaharKhpernion
ریــحان الله اخندزاده
https://t.me/Rehanullah

شفاعت ریحان
https://t.me/joinchat/AAAAAFGIvICoIlsCP9P4hg

منتظر نجرابي
t.me/Muntazer_Nejrabi

شاعر حنيف مظهري
https://t.me/HANIFMAZHARY2

شاعر. الفت
@ulfatjan
شاعر عاکف امارتي
https://telegram.me/akefemarati

شاعر شعیب شهامت
@shoaibshahamat
دترانو کور
https://t.me/nawitarani

شاعر احمدالله نثار
@Nisar333

شاعر مالک وفا
https://t.me/malikwafa786
جالبې ترانې
@Jalibitarani
صبغت الله مسافر
https://t.me/joinchat/AAAAAFh_b-mdqqsJ3SXYYw
شاعر ناصح افغان
https://t.me/Nasihafghan536
قاري علامحمداسير
@alla_mahmmd
مولوي ضياء الرحمن مدني
https://t.me/zya_rhman_madani
شاعر. عزيزالرحمن اياس
https://t.me/joinchat/AAAAAEqZRugfzJqb9LBaoQ
شاعر. تپاند زهاد
@zuhadashna
شاعر. مستقل نيازی
https://t.me/eredd
شاعر مولوي ندامحمدلبیب
https://t.me/Nedamohammadlabeb
مولوي نصرت الله نصرت حفاظت چينل
https://t.me/nusrat11
حبيب الرحمن هلال
https://t.me/Hilalafghan
شاعر جهادي عمري
https://t.me/joinchat/AAAAAFUBS8eqO9l4D8Hg1g

د العصر بصري څانګې پاڼه لایک کړئ دلته به تاسو ته په ليکلي بڼه له کره کتنې وروسته شعرونه نشرېږي
اوتاسو زموژ سر په فسبوک پاڼه کي هم ګډون وکړي
https://www.facebook.com/العصر-بصري-څانګه-101678264778346/


دیکلومه
ږغ عبدالمالک روحاني
شاعر شفاعت


دیکلومه
ږغ امین الله روحاني
شاعر شفاعت


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

درنو معززو دوستانو!
لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده
 د "العصر خپرندویه ادارې" لخوا د تېر په څېر بیاهم د ګڼو انقلابي ترانه ویونکو په ترنم ګډ اختریز البوم خپرېږي،
نعت خوانان او شاعران وروڼه دې د راروان کوچني اختر (عید الفطر) په مناسبت خپلې غږیزې(زمزمه شوې) ترانې پر وخت په لاندې ځانګړې شمېره له مونږ سره شریکې کړي. درنښت

نوټ نمبر ياد واساتی
+92 316 8309592
..........................
تاريخ انتها 25. رمضان کريم

په ډیر احترام ستاسو خپله اداره
العصر خپرندویه اداره

#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


نوې خوندوره ترانه

ساته دی اراده له کاڼي کلکه مبارکه
کوې بـــه دبریاله شوڼډوڅکه مـبارکه

اواز/ الشیخ نوبهارهمت
شاعر/ شفاعت ریحان
👇👇👇
@Shafaatraihan4567




Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
سبحان یا سبحان
خالق يې د جهان
همدا حمد د مولوي رضوان الله فیضاني صاحب په ږغ کې په ويډيويي شکل راسره وګورئ!
👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567




د (میني احرام) البم چې د محترم مولوي رضوان الله فیضاني په خواږۀ او زړۀ راښکونکي اواز کې نشر شو
له همدې البم نه دي دا حمد تاسو ټولو مینوالو ډالۍ وي
👇👇👇👇👇


غزل

ساته دي اراده له کاڼي کلکه مبارکه
کوې به د بریا له شونډو څکه مبارکه

څوک يار مې ليونی په زړۀ دا ستا غوندې را اوري
اسمان نه په شېبو د باران شړکه مبارکه

ماغزه د یرغلګر لکه د بوسو ورته باد کړه
زما د محترم ټوپکه ټکه مبارکه

ښۀ ماپسې دي څو زره ګيلې راپاتې شوي؟
ښۀ تۀ مې پوروړی يې څو لکه مبارکه!؟

په دومره وړه خولۀ سترې خبرې بې عقلي ده
شړۍ دي ده لتا څخه کوچنکه مبارکه

مورکۍ يې په پلَو کې ماتوي غمي د اوښکو
د زړۀ وړه ټوټه يې نادرکه مبارکه

ځه تاسې شفاعت په شاګردانو کې حساب کړئ!
رحمانه! او پښتون خوشحال خټکه مبارکه!

👇👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


بې رحمه او بدرنګه خلک خلاصي تڼۍ ګرځي
مرګی ګډ دی په دنګو ښایستو پروردګاره

دا سترګې شي په څومره اساني په چا مئيني
او زړۀ مړ کړي په څۀ انتظارو پروردګاره

هو حورې د جنت په ډاډه زړۀ در ځنې غواړم
پناه راکړه دِ تا له دوزخو پروردګاره

هغه چې تا زما قسمت کې نۀ ده را ليکلې
چټي مې مور ورځي په مرکو پروردګاره

موږ هسې لا په ډکو سترګو يو او بل ته ګورو
او سترګه د سهار په راختو پروردګاره

له چاسره مې ډکه خولۀ خندا شي راته ياده
ځورېږم له پېغلوټو خاطرو پروردګاره

دا مې مشاعره کې لیکلي وه، که شوخي پکې وه بښنه غواړم


یاران 💗💓💗

شنه د غره لمن، نری باران دي وي، ياران دي وي
لوند اوربل په سترګو د جانان دي وي، یاران دي وي

بیا چې په نڅا شپېلۍ له ګلو پرخې تويي کړي
شپون لالی په منځ کې د کاروان دي وي، ياران دي وي

شونډې دي د ناز او د مُسکا تر یرغل لاندې وي
ړنګ بنګ،څنګ په څنګ، ډاډه روان دي وي، ياران دي وي

ستا مؤمن يادونه دي مې زړۀ لره ټولۍ راشي
دا جومات په دې چڼو ودان دي وي، یاران دي وي

مور چې په خزان وي بوره شوې، په غم ناسته وي
مست د لیوني سپرلي دوران دي وي، یاران دي وي

شور د تکبیرو دي د پامیر له څوکو پورته شي
خرپ او ترپ د ننګ اوجنګ میدان دي وي، ياران دي وي

مینه دي بیا ځل را ژوندۍ شوې شفاعته! وي
خولو کې مو ټپه د يه قربان دي وي، یاران دي وي،

👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

په زړه کی می دیاردسترګویاده خاوری مه شې

په تامی دژنودون کیګدی اباده خاوری مه شی

غږ. ملاحمدالله عرفان،مولوي عبد الواسيع صميم
شاعر ،شفاعت ریحان

#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


بیتونه

يو ځل چې د يار له بېلتون لاندې شي
واوړي په سړي په ژوندانۀ خاورې

زخم ته مرهم د وصال پورې کړه
تويي کړه د درد په تنارۀ خاورې

څنګه به مې اوښکې ورته ټينګې شي
اړوي ياران زما په زړۀ خاورې

هو چې د لالي په زلفو پورې وي
لپو کې را واچوه هغه خاورې

څۀ په زلفو و شيندم؟ تۀ ووايه!
نۀ د ګلاب پاڼې شته او نۀ خاورې

ما باندې به حشر کې شاهده يې
زما د سجدې او د لمانځۀ خاورې

هو نو شفاعت دي تورې خاورې شي
نۀ چې شې تور سترګې ياره تۀ خاورې

👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


دا يې غزل

ژوندون څۀ دی ؟ زهر تېر کړه، کیسه ختمه
څوک درګران کړه، بیا یې هېر کړه، کیسه ختمه

ځه نو زۀ دي بېخي کم شم، تۀ پوره شه
ځان دي من کړه او ما سېر کړه، کیسه ختمه

پاچا!!! امن غواړې؟ مړه ديموکراسي کړه
او بچي د اسلام ډېر کړه، کیسه ختمه

مړه! اور په شیطانانو بلوی شې
نقاب سترګو نه چاپېر کړه، کیسه ختمه

ښۀ په ژوند غواړې مرګي نه څکه وکړې؟
بېلتون زور کړه او ځان زېر کړه، کیسه ختمه

بيا يې يار غوندې په زړۀ پورې رانیسم
درده! ياد د يار په څېر کړه، کیسه ختمه

لېونۍ! چې شفاعت پخلا کوې نو....
دا غزل په شونډو شېر کړه، کیسه ختمه

👇👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
درنو مينوالو!
د شهيد عزیر غزنوي او حاکمي صاحب نوې ترانه مو درته ويډيو کړې ده،
تنده مو پرې ماته کړئ!
@Shafaatraihan4567


غزل

قربان د سترګو توره! د زړۀ سره! درته مات يم
و ښکليه! و جانانه! و دلبره! درته مات يم

توبه، هرې ښکلا به ستا څهره انځوروله
د يار د ليوني حُسن اثره! درته مات يم

زما وړوکی لیک چې دي د زړۀ په ولو سپور کړ
په راز د مئینتوب باندې خبره درته مات يم

غروب لره ورګورم، پکې دنګه ښکلا ناڅي
د يار له يادو ډکه مازيګره! درته مات يم

وجود نه مې شیطان د بېلتون دواړه لاسه واخلي
د چا د فرشتو سترګو نظره! درته مات يم

مُلا صاحبه! دوی دي هر څۀ وايي، په ما ګران يې
لار ورکو ته مشال، نۀ توبه لمره! درته مات يم

ځه تۀ به مې نو مشر قُمندان يې شفاعته!
او زۀ به نو د شنو سترګو افسره! درته مات يم

👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


غزل

دِ تا بنده شُماره او زما څړيکي د زړګي
د واړه سيند کناره او زما څړيکي د زړګي

ستا انځور، د دېوال ټنډه، دواړې سترګې پکې ښخې
د سرو اوښکو فواره او زما څړيکي د زړګي

بند په بند باندې را ماته، پرې ځوړند د اجل غشي
غونډه منډه قواره، او زما څړيکي د زړګي

مړه! دوی لکه دا زۀ، لکه دا تۀ سره مئين دي
ستا د پاک ياد مناره او زما څړيکي د زړګي

چا رټلم په پېغور، ستا له ناکامه مئينتوبه
دا د ماتې ننداره او زما څړيکي د زړګي

ستا سپېڅلي مبارک روح ته دي، دوې غبرګې ډالۍ وي
درويشتمه سېپاره او زما څړيکي د زړګي

شفاعت دي سر بايللی، او بلبل حُسن يې چوپ شو
دا له درد ډکه ناره او زما څړيکي د زړګي

👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


غزل

لکه زمري ياران مې يو په بل پسې بايلله
ما انقلاب کې څۀ سړي د زمانې بايلله

له ما را تاو و اغزن، تار د ليوني بېلتانۀ
ښکلا، ځواني او دنګ چنار قد مې په دې بایلله

خود به يې سترګو نه د اوښکو په ځای ویني تللې
دوه ګلالي وروڼه چې پاکې پښتنې بایلله

ويلي کېدل، پيکه کېدل، او ژړېدل ورپسې
د ځان په اور چې پتنګان بلې ډېوې بایلله

غلې، بې ذوقه به د هر غلام په سر رپېدل
قحط الرجال و او سرونه به شملې بایلله

بابا آخِر وخت و، دوی اچول مړوند ته بنګړي
ستا تاریخونه دي بچو بې اندازې بایلله

چې شفاعت د چا د دوو سترګو ازار وواهه
کرار، کرار خوندونه پټې يارانې بایلله

👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567


نوې ترانه

په پلونو دې در ځم شهیده یاره درپسې یم

اواز مولوي سمیع الله مستقیم
شاعر شفاعت ریحان

Показано 20 последних публикаций.

1 253

подписчиков
Статистика канала