د شاعرانو ادبي جونګړه


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دلته به تاسو د هیواد د نامتو شاعرانو هر قسم حماسي او انقلابي شعرونه ترلاسه کولای شئ
د مهربانۍ له مخې زمونږ چینل درسره جواین او نشر
کړئ
د شعر د نشرولو لپاره زمونږ سره شخصي رابطه وکړئ
@Umar876
@Wesal2022

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ملګرو خوندور چینل دی جواین یی کړئ




Репост из: طالب فیضان
چې خاطر مو پري دروند نشي
یـــــــو څو کرښي حقیقي دي
(فیضان)

د جهاد ثمر په لاس راوړئ زلمیو پام کوئ
دهيواد او دین دخاوري شازلمیو پام کوئ
قربانۍ موضایع نشي دخپل نفس پر تقضاء
په جهاد کې ستړي شويو ميړنيو پام کوئ

ګورئ پام کوئ راغلې په سرونو آزادي
له مودو مودو نه پس او له وختونو آزادي
په کړاو او زحمتونو کې را تیر شو انقلاب
راستنه شوه زموږ ترکلي او تر غرونو آزادي
څوک و څوک وه له دې مخکي دپردیو غلامان
اوس راغلې هم هغویو ته د زړونو آزادي
خپل هدف ځان ته معلوم کړئ مه کوئ دچا پروا
آی ګټونکو د بریاوو ننګياليو پام کوئ

دا به بیا لویه جفا وي فدايان مه هیروئ
ستاسوصف کي قربان شوي شهیدان مه هیروئ
پر سرونو یې د رحم شفقت لاس کړئ را تېر
درته پاته د ملګرو یتیمان مه هیروئ
چاچې ډیر کلونه ستا خدمت پرځان بلئ واجب
ځوریدلي، درديدلي افغانان مه هیروئ
ستاسو کور دئ ستاسو کلی دا اولس هم ستاسو خپل
ای ددې وطن په غیږه کې را لویو پام کوئ

موږ په تا باندي تل وياړو تا ګټلئ استقلال
د سرونو په قیمت او تا را وړی استقلال
آزادي چې ده پر موږ دا هم ده ستا په برکت
ستا تکل وو چې تر موږه نن راغلئ استقلال
په تا فخر کړو اتله تا ټوټه ټوټه کړ ځان
خو بدله کې دې و موږ ته را بښلئ استقلال
په میړانه دي ګټلئ ټوله واک دئ له اشغال
ای ددې وطن سرتیرو ای زمریو پام کوئ

خو یو څو خبري نن درته دلداره دا وایم
چې خفه نشي زړګيه ګل نګاره دا وایم
زما زړه یې زما ځان یې بد مې ندي در پيرزو
باور وکره چې هرڅه دخدایﷻ لپاره دا وایم
نصحت دی او وصیت دشهيدانو خامخا
دا زما په توان کې ندي بې اختیاره دا وایم
نن دشعر په ژبه وايي دفیضان قلم دا حال
چې خزان نه کړئ ګلونه ای سپرليو پام کوئ


لوستل یې اړین دي

جنګيالیو، مړنیو شازلمیو پام کوئ

@talebfayzan1887


شاعر
عبدالجلیل عمر

په یادګارکې راته پاتي سور دسمال دی
شهیدشوی مې دڅنګ خوږ انډیوال دی

دې دسمال منځ کې نقشه دخوږ زړګې وه
دنقـشې وتـی دسـرو وینو سـورخـال دی

داچـې زړه بـانـدې مـې غـم باران وریـږې
رانه خوب کې ورک شهـیداشنا وصال دی

دځـان خـیال سـاتـه دوخت ثانـي یـوسفه
نــظـرنـشـې رب درکـړی سـتـر جـمـال دی

دسـتاعشـق کـې لولپه دی وریت په اوردی
غـاړه راکــړه زړه مـې درد کــوي وبـال دی

دمــغـــرورې نــړۍ زور اوبــو لاهـــو کــړو
پـه قــوت بـانـدې راغـلـۍ سـتـر زوال دی

دعــمـر عـبدالـجـلـیـل دســتـرګـو تـور دی
چـې سـتایـلي پـه شـعـرو کـې په کمال دی


@Jonghara_211


ژونده پریشانه آخر تېر به شې
ستړی شوې له مانه آخر تې به شې

موړ یې او که وږﺉ یی که تود یا سوړ
خپل تر وخت قربانه آخر تېر به شې

مه وایه چي نور دي مخ ته نه درځم
مخ ته مې جانانه آخر تېر به شې

درده! زه دي ښه پوی په عادت یمه
زړه نه مې نادانه آخر تېر به شې

یاره ! دومره ناز او دا مسکین حنیف
یاره نو له توانه آخر تېر به شې

@Jonghara_211


د ازادۍ خبرې

زړه مې ورانېږي پرېږ ده دا دبد مرغۍ خبرې
ماته کوه د ړنګي بنګي ازادۍ خبرې

ډېره موده مې وې جانانه د زړه وینې خورک
اوس نو که کړې راته کوه د خوشحالۍ خبرې

خپل او پردو وو اشغال کړی زموږ سپېڅلی ټبر
نن دې خوله وسپړه کوه د خپلواکۍ خبرې

نور ونفرت ته لمن مه وهه قربان دې شمه
نور به یوبل ته کړو اشنا د ورورولۍ خبرې

اوس مو هرڅه خپل دې جانان او کابل جان مو خپل دی
اوس نه چلېږي د بایډن سپینې ماڼۍ خبرې

وۀ مهاجر ته د طالب غازي لالي مجاهد
وۀ مهاجر تې تل کوه د کامیابۍ خبرې

@Jonghara_211


غمونه دی لګ پوی ګړه
ایوبی الهام

تاریکه شی له یادوسره په جنګ یم
ستانیمګړی ارمانوسره په جنګ یم

ای جانانه اوس ژوندون راته ښه نه دی
ستاپیراق کی له دردوسره په جنګ یم

ته چی تللی یی له هغه می حال تیرخ دی
ستاراپاته یادګارو سره په جنګ یم

خوب ارام رانه هیرسوی دی ګلابه
ته چی تللی یی له شپو سره په جنګ یم

نوریی بس کړه دا غمونه دی لګ پوی کړه
حال می بل دی خپل پردوسره په جنګ یم

خپل پردی رانه ورک شوی ستا په غم دی
هرساعت ستاتصویرو سره په جنګ یم

ایـوبی ده دی حال تاب نه لرم ګرانه
زه ده یار پاته جرګو سره په جنګ یم

@Jonghara_211


غزل
د عزت غوښې د بل غواړي  چې پنډ شي
رب دې دغه ورته زهرکړي چې ټنډ شي

چې د ځان عزت د بل ذلت کې ګوري
خدایه هغه دې له هرې خوښي کونډ شي

عمر اوږد دی خو غفلت یې رانه وخوري
مونږ ناوخته پرې خبر شو، ځکه  لنډ شي
‏²
چې په ښه نیت، اراده شي بده ګډه
په هر څه کې ورته جوړ به نوی خنډ شي

د زړه تخت به امانت ورکړم اشنا ته
خو باور مې نشي، هسې نه پرې رنډ شي

محبت دومره قوي راز دی انسه
چې هر څو یې پټوې بیا هم بربنډ شي

@Jonghara_211


نعتیه غزل..

دمینـې پېـــرزوینــې درودونه غرونه غرونه
په تا دې وي جانانه! سـلامونه غرونه غرونه

د خدای پاک وحدانیت ستا رسالت باندې قائل دي
ګلـــونه، ونې، بوټي، دریابونه غرونه غرونه

د مینې د راز کیف دې هر مـؤمن زړۀ نازولی
لۀ هر رنګه درد بېل اخلي خوندونه غرونه غرونه

ښاغلی یم چې ستا یو امتي یم شکر ښۀ یم
خو کاش لۀ مینځ مو نۀ وی واټنونه غرونه غرونه

لقا د حرم، مینه، اُخُــوَّت، او شهــــادت مرګ،
زړګیـــوؤ کې پراتۀ مو ارمانونه غرونه غرونه

شغلې د شمس، قمر، د یوسف حُسن درته مات دی
خجل دې، دي رخسار ته ښاېستونه غرونه غرونه

احرار کوچی به خوښ وم لۀ رمې سره، خېمه کې
چې زۀ وی او حِجازه! ستا لوړ غرونه غرونه غرونه

احرار کوچی

@Jonghara_211


مناجات

د شپي په نیمايې کي ستا رضا کړمه طلب
ثنا صفات دي وایم په اخلاص او په ادب

د اوښکو تسبیح اړومه ستا په ثناء بوخت یم
پوره مې کړې څښتنه د زړۀ هر جائز مطلب

وجود د کائناتو! کي عظيم خلقت ته ګوره!!
ورکړی دی الله ورته جلا جلا منصب

همراه مې کړي د ګران رسول الله د محبینو
دا حُبّ مې زړه کي ډیر کړه د هغه والا نسب

پر شونډو مې جاري وي لا اله الا الله تل
خَاَلِدْأنَسَ په مینه اخلي خوږ نوم خپل د رب

خالد انس

@Jonghara_211


طالب جان ته

لکه څنګه رګ کي وینه پټوم
په سينه کي دومره مینه پټوم
طالب جانه راته ګران یی په ولله
له حیاء خبره سپینه پټوم

د اسلام عسکر یی زما هم یی زړګی
ته مي مینه یی هم ته مي یی لالی
زاره درکی به شم هله درپسي
که یوخت درباندي راغللو مرګی

دښمنان درباندي واړه شه ړانده
شه ممکن درته د ناممکن کړهَ وړهَ
زبر ځواک شي دجهان ملنګ اشنا
د اعداد په ارتقاء شي د یو څه

د مسلم امت دعا ده درسره
د افغان اولس ملتیا ده درسره
صبر صبر شه حالات به شي تغیر
مشکلاتو ته رڼا ده درسره

په تا څومره ښایسته دی دا وطن
رب دي تل ورباندي ولره واکمن
ته د عدل نیښانه یی په یقین
ستا غیبت کي بشي هریو دروغجن

لکه سپین بیرغ همداسي سپین سه تل
نو به بیا شي بریالی د هر مرچل
چي الله درسره مل وي وه اشنا
د دنیا د هر اغیار به یی اجل

د احسان سره دي مینه ده پرته
لکه ګل سره شبنم داسي تازه
په تا ویاړي په داستان دي یادوي
اماده معیاره اوسه همیشه

احسان# الله احسان


د زلفو تار

ستا د زلفو پــه یــوه تــار مـي عــطار کړه
ستا د زلفو په خوشبو مي خوشبودار کړه

ستا د کلي مینوال یمه جانانه
ستا د کلي مــا یــو ځــلي څــوکېدار کړه

ستا وصال مي پر زړګي ځکه ارمان دی
ستا وصال ته مي نور هم تږی خمار کړه

ستا د میني انتها ده پر ما ګرانه
ستا د میني په سپین ستوروکي مي شمار کړه

ستا دیدن ته یم لېوال د زړګي سره
ستا دیدن باندی مي خوږ زړګی قرار کړه

ستا دیدار ته دشپون ګونګ خیال به ګویا شي
ستا دیدار ته دشپون ګونګ خیال په ګفتار کړه


قربانکه:

ددې سـره غـره پـر لـمـنـه د شـهـیـد زلمکي وینې
لـه همغسـې پـراتــې دي قـربـانـکـه تـه یې وینې

دلته ټـولـې د غـاټـولـو پـه څیر هيلې قرباني دي
دلته دنـګې چنارقدي ځوانۍ ړنـګې دي حاسینې

پریښتو یې چې کړې بارې جنازې په اوږو باندې
محترمـه : محتـرمـې وې ددې چـــم لـونـګـیـنـې

کړې ېِ ټيټې د مغرورې نړۍ سترګې ستا تر مخه
د تـاریـخ زاریـنـې پاڼې یې کړې بل قِسم رنګینې

دغـه پـرښـې دغـه ګـارې تـرجـمـانــې د یــادو دي
دغه تارتار ښکلي لمنځې دیارڅڼي دي وريښمينې

په ارمان یې چې وه نـه اړوې تکې تـورې خاورې
مستغفـر ګـربـزه یـادې ســاتـه دا کـیـسـې اړیـنـې

مستغفر ګربز


@Jonghara_211


🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
د اسلامي چینلانو لیسټ

بَدْرِيْ طَاَلِبْ2👇
https://t.me/BadreAshna
اسلامي معلومات👈 @aslamimalomat
شمسوشهدامولوی قاضی صاحب عبدالله👇
@qazisababdullahmunibjan
قاري رمضان الیاس👇
@jjadwjkadmjggd
ډیزاین اشعار👇
@sayeedameen
وکیل احمد متوکل👇
https://t.me/joinchat/SxiawxbPMGZ-CLn0
رضوان الله بریال👇
https://t.me/joinchat/TLxL5iX_3l2G8hG2
مولوي صمیم مظهري👇
@Samem0mazhri
علي حسان👇
@AliHassanMM
حنفي زرمتي👇
@hanafizurmati
مشعل جان وردګ👇
@Mashaljanwrdg
ډاکټر حنیفي اداره👇
@hanifiMedia
شاعر عزیر👇
@nayidullahahmad123
هکیګ زده کړه👇
@hacking556
طالب محبت👇
@mulamukhbetzidany124
د مظلوم افغان ويډیوي ډیزاین 👇
@MazlomAfghan
قاري جوهري منصور👇
@goharemansore
کامل لمونځ 👇
@kamillmonz
مدني اشنا تراني👇
@Madanee_ashan_tarani
شاعر یاسر بدري👇
@Yasserbadri
ولسیار حقاني👇
@olasyarhaqani
دنذیراحمدهمنوا دترانو کور 👇
@hamnawazabulai
فکري پوهه👇
@Ehsasjan017
دمعروف مخلص واټساپونه👇
@Famous_WhatsApp
شاعر خوشحال صفت👇
@rpdnsvzkkxa
صهیب پتنګ👇
@suhaib01
د شاعر شاهد ملنګ ترانو چینل👇
https://t.me/joinchat/AAAAAEts0UJOMzWvpUneVQ
قاري انس عمري تراني👇
@Qarianasomari
د شاکر ډیزاینونه👇
@wwwo787z
سیف العثماني👇
@Sifolaosman
م انس قریشی👇
@Qurishiwww
حافظ زاهد حمیدي👇
@hafez_zahed_hamidy
بـدري ســتوري👇
@badristori1
عزام غزنوي👇
@Ezamgahznwi
د سید منصور اغا شهاب تراني👇
https://t.me/joinchat/kIuz1Yq-bPg5MjZl
د خونړي انقلاب غمجني کیسي👇
@Dakhonari
کتابتون👇
@nimat777
طالب بلال👇
@talibbilalnoori
اسلامي عقیدي ساتني👇
@qqggcc
هدیت کتابتون👇
@Hedayataaa
د شاعرانو ادبي جونکړه👇
@Jonghara_211
خاد اشنا ترانو کور👇
@Hanpejanan
اسلامي مقالي👇
@mazharee
حکمت الله👇
@mkhless
عبدالجمیل جرئت👇
@abduljamiljurat1
شاعر زبیرحقاني👇
@Zubairset
فکري مبارزه👇
@HffhkffH11
الصدیقی خپـرندویه اداره👇
@Alsdiqimedia2
شاعر سید منقاد آغا👇
@hduev
شیخ مولوي عبدالبصیر صاحب👇
@QurankarimTA
الصادق سټوډیو👇
@Alsadiqstodio
الجهاد سټوډیو👇
@aljehadstoudio
شاعر بلال مهاجر👇
@BilalMahajar33
حقه لاره👇
@lhtaleemulislamz
شاعر عزیر👇
@qariAabidAzir
حقمل اشنا👇
@HaqmalAsna1224
منصوري قطعه👇
@amknbdgypvxs
نعتخوان زاهد اشنا👇
@Zahid118
د خیال منزل👇
@knuhynr
خپلواک اغا اداره👇
@AFGIKH


خوشحاله یم په دې د فتحو کال راغلی دی
وطن ته مو څه ښکلی استقلال راغلی دی

غازیان ګرزي راګرزي امارت دی ازادي ده
د هغو سرو لښکرو نن زوال راغلی دی

بد رنګ بدرنګ شکلونه نیست نابود شول او ناکام شول
هیواد ته دیوسف په څېر جمال راغلی دی

خزان خزان شیبې نشته دامن څادر خپور دی
تر چمه مو داځل څومره ښه حال راغلی دی

غازیانو په ډېر ښه هنر اشغال کړو دړي وړي
لښکر د امارت په لوړ مرال راغلی دی

میډال د ازادۍ اصلو بچو راوړو وطن ته
ستر مشر ستر سالار په لوی کمال راغلی دی

ورځار شه ور لوګی شه مهاجره بېړه وکړه
تر کلې دې فاتح نن انډیوال راغلی دی

@Jonghara_211


Репост из: شاعراحسان الله احسان
هر وفادار ملګري ته دي ډالۍ وي

لاس نیوی به دي تر ډیره یادوم
خدای دي نکه چي به تا زه هیروم

تاته ډیره یمه محتاج مه رانه ځه
ستا نشتون کي د تنها احساس کوم

درسره مي د زړګي مينه ګله
د ژوند لاره کي همغږی دي ساتم

هر لمانځه کي د دعا په وسیله
دالله څخه خوشحاله دي غواړم

وفاداره وختي په دغه وخت
ستا وفاته سر او مال در زاروم

څومره نور دي معریفي کړم با اخلاص
څومره نور اوصاف احسان ستا ووایم

احسان الله احسان#


Репост из: مهاجر زبیر ساپي
د شهید ځای به خالي نه پاتې کېږي
د جهاد صفونه بېرته به ډکېږي
شم قربان یې د ځوانۍ او له مستۍ نه
شا زلمي مو له اعداده فارغیږي

سپین هدف لري قانون شریعت غواړي
په قران باندې ژوندون شریعت غواړي
تل د شر فساد په ضد باندې جنګېږي

له اخلاص، تقوا، او مینې څخه ډک دي
دوی د هر مؤمن په مرسته او کومک دي
د خدای لار کې له خپل سر او مال تېرېږي

چې فارغ له روزنتونه د اعداد شوې
په مسیر کې بریالی بیا د جهاد شوې
د دښمن هر یو فلان به نور شنډېږي

د تیارو مخې ته سپین څرک د سحر یې
ته کفارو ته د وخت خالد عمر یې
طالب جانه ستا میړانه به یادېږي

د بې وسه مظلومانو او خوارانو
غچ به اخلي له مغرورو ظالمانو
ای، زبیره ګوره څومره ښه ځلېږي

11/1/2021

@MohajirZubyrSafi1


پردې کار نلري

د خپل وطن خدمت مو کار دی پردي کار نلري
زمونږ خپلواک او خپل اختیار دی پردې کار نلري

مونږ تر اوکراین مجهز ځواکونه دلته لرو
دلته هر فرد سپه سالار دی پردي کار نلري

په نظامي جګړه کي نغواړو کمک د هیچا
صرف مو درب نصرت پکار دی پردې کار نلري

په پنځه شپږ وحشیانه حملو پلمه جوړوي
مونږ تل وژلی تور ښامار دی پردې کار نلري

احسانه هري قربانۍ ته دي تیار شازلمي
سر مو د خدای له دینه زار دی پردې کار نلري

احسان# الله احسان


چي مسلمان وژني په نوم دجهاد
دا خوارج او قاتلان ووژنی
دا لا مذهبه چي ژوندي پري نږدی
داغه مرتده داعشیان ووژنی

دا چي کفارو باندي کار نلري
جګړه یی ده له مسلمانه سره
د داسي خلګو بیخ بنیاد وباسی
داسي شریر مبارزان ووژنی

دا چي د خلګو عقیدې په باطل
او په ناقيصه درواغو ډکوي
چي کله راغلله په لاس زمریانو
د جهنم سپي وهابیان ووژنی

پر ماشومانو باندي رحم نکړي نه
پر سپین ږیرو او پر ښځو باندي
دا تر کفارو هم بد تره خلګ
دغه د عصر ظالمان ووژنی

دا د لعین ابن ملجم لاروي دا
د حضرت علي وژونکي خلګ
دا چي په خوله قران سنت ناري کړي
دا بي عمله ويکټوريان ووژنی

دادعمر او ده عثمان قاتلین
داده حسین او قربلا واقعین
په سپین مخونو يي خطا چي
نشي احسانه دا تور ښاماران ووژنی

#احسان الله احسان


د شهید وینه

خیال یې ساتـــه هــر دفـــــتر له وینـــــو رنګ دی
تور m فـور او هــم موټـــــــر له وینـــــو رنګ دی

خــــــــواهشات دي غلط نــه کــــــــړي د زړه سره
هره ګاره هــــر یـــــــــــــو در له وینـــــو رنګ دی

د ماشوم پـــــــه څیــــــــر یې ښـــــــه للو للو کړه
د خـــوښـۍ هــــر ماذدیـــــګر له وینـــــو رنګ دی

دا سپین توغ چــــــې دې پـــــــه وچلي دې تړلی
د بلها زړونــــــــــو ځیــــــــګر له وینـــــو رنګ دی

هسي مفتــــــه کې تـــــــر دي نــــــــــه یې راغلی
هر منـــــزل او هـر ســــــــــفر له وینـــــو رنګ دی

د ژونـــــــــدون لمحه دې ټــــــــوله وینــې وینــې
کــــه یې زیر دی که زبــــــــــر له وینـــــو رنګ دی

هلې زلې دې منصب تــــــه جــــــــــــــواب غواړي
هره لاره هر ګـــــــــــــــــــودر له وینـــــو رنګ دی

پـــه کـــــــــرار کــــــراره کلــــــــي کې تیــــــریږه
مظهري دلتــــــــــــه ګــــــــذر له وینـــــو رنګ دی

عبیـــده چې تـــوري خاوري یې ونــــــــــه خوري
درتـــــــه پاتي تــــــــــــور لانچر له وینو رنګ دی

#عبیده مظهري
۱۴۰۰/۸/۹👇👇👇👇
@Jonghara_211

Показано 20 последних публикаций.

177

подписчиков
Статистика канала