⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
ـ📚 👇 📕 👇 📘 👇 📚
♥ د اخترد لمانځه طــــــــــــــريقه ♥
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
👇داختر دلمانځه نيت:👇
نيت مى کړى د زړه د اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته واجب د کوچنی اختر سره د شپږو تکبيرونو اقتداء مي ده په داحاضر امام پسي مخ مي وطرف ته دکعبې شريفي (اَللهُ اَکـــبر)
بيابه امام اومقتديان دواړه ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.
بيا به درې واره تكبيرونه ووايي امام به يې په لوړ آواز او مقتديان به يې په کراره سره درې تکبيرونه ووايي، دهر تكبير په ويلوسره به لاسونه غوږو ته پورته كوي اوبيرته به يې ايله كوي(يعني ترنامه لاندي به يې نه نیسي) او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.
تر درېيم (الله اکبر) ویلو وروسته به لاسونه تر نامه لاندي ونیسي
بيا امام سورة فاتحه(اَلْحَمْدُلِله) اويو سورت وايي اوبیا ركوع ته ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.
نو بیا امام اول وار سورة فاتحه(اَلْحَمْدُلِله) اويو سورت وايي او بيا درې واره تكبير ويل کیږي دهر تكبير په ويلوسره به لاسونه غوږو ته پورته كوي اوبيرته به يې ايله كوي(يعني ترنامه لاندي به يې نه نیسي) او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي. په څلورم تكبير ويلو سره به ركوع ته ولاړ سي، اولمونځ به پوره کړي.
یادونه: په اول رکعت کي هغه درې اضافه تکبیرونه دقرأت څخه مخکي ويل کیږي او په دوهم رکعت کي تر قرأت وروسته ويل کیږي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .
د اخترونو د لمانځه مسائل :
۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه څخه مخکي ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه څخه ورسته ويل کيږي.
۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضاء ســـــــــي نو بيا راګرځول نه غــــــــــواړي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کوچني اختر په ورځ سنت او مستحب کارونه:
1_ سهار وختي راکښېنستل
2_غُــــــــسل کول
3_هغه ښه دجــــــــامو اغوستل
4_خوشبويي(عــــــــطر) استعمالول
5_دسهار ولمانځه ته خپل دکلي ومسجد ته وختي تلل
6_عـــــيدګاه ته وختي اوپروخت تلل
7_اختر لمانځه ته دتللو څخه مخکي يوڅه خوراک کول
8_دخلګوسره دملاقات په وخت کي خوشحالي ښکاره کول
9_دخلګو سره داختر روغبړ کول او داختر مبارکي ورکول
10_داختر لمانځه ته پرپښو باندي تلل(که کوم تکلیف نه وو)
11_ دکورڅخه داختر لمانځه ته پر يوه لار تلل او داختردلمانځه څخه کورته پر بله لاره راتلل.
12_ داختر لمانځه ته پرلاره باندي په کرار سره تکبیرونه ويل. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اخترشپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا اوپه استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري::
د مهربانۍ له مخي دامالومات له نورو ملګرو سره هم شريک کړئ!
ترڅو د کوچنی اختر لمونځ زده کی او په جماعت سره یی وکی
ـ👆 👆 👆 👆👆 👆 👆 👆 👆
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯
@HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷͊͞خ꯭͞ا͞د꯭͞م͞ ꯭͊͞ح꯭͞ب͞ی͞͞ب꯭͊͞ی͞ ꯭ا͞ب͞را꯭͞ر͞ ͊͞ح꯭͞ف͞ظ꯭͞ه꯭͞ ال͞ل꯭͞ه꯭͞ ت͞ع꯭͞ال꯭͊͞ی͞⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉