غزل!
مخته مې پروت دي،ستادعشق منسوخ تورات ناست یم
د زندګۍ پر اخـــــــــیري، التحـــــــیات ناست یم
مراقبه ده د کوم ښکلي و څهرې ته ځیر یم
زه لټوم پکښې د خپل، خالق صفات ناست یم
خاموش تصویر ته دې،ښه وژړېدم وژړېدم
زړګي مې پرېښودل لړزه،او حرکات ناست یم
هیرخومې نه دي،خوزه دا فیصله وخت ته پرېږدم
ورو ورو به اخلمه د هر ارمان،کسات ناست یم
د جګړې مینځ کې یم،غوږو کې مې نیولې ګوتې
افغان ماشوم غواړم دخپل ژوندون،خیرات ناست یم
زه مې پوښتنه ده شهیدو،ارمانونو کوم
درته جوړکړی مې په ژوند،پل الصراط ناست یم
رب ته زارۍ کوم،پر دغه خاوره امن غواړم
(ایاسه)یاره پر غونډۍ،ده عرفات ناست یم
عزیزالرحمن ایاس
1399/07/08
@Ayas_Aziz