تازه فتوحاتو په ویاړ
د هيواد په لر او بر کې دي غزاوې
هر خوا فتحي دي برياوې دي برياوې
چې مو مل وي ټينګيدای راته څوک نشي
د خدای مرسته او مظلوم ولس دعاوې
دا د رب نصرت دئ ګورئ مغرور نه شئ
ټول ادا کړئ د خالق څښتن ثناوې
ګډې شوي پرې د ماتو رسوايۍ يو
په ظالم او ورخطا دښمن غوغاوې
د وحشت او بربریت ټغر ټولیږي
خوشحالۍ نه کړي مؤمن ولس ژړاوې
خوشحالي کې د وياړمنو سترو فتحو
عام و خاص کړی د تکبير تکبیر صداوې
په مظلوم افغان به ها وخت خوښي راشي
چې وګوري د يتيم په خوله مسکاوې
#_مظلوم_افغان
https://t.me/MazlomAfghan