ښایًًًًًًًًًًًًًًًًًًٌٌٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍسته ناوََََََََََََُِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِلونه


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السلام علیکم ملګرو الله مو روع جوړ لره
ملګرو دلته تاسو خکلی
👈 ناولونه
👈جالبی کیسی
کتلی شی مننه تاسو دوعا په هیله
⇊شحصی رابطه⇊
@Noorhabeib
چـینل⇜⇜⇙⇙
https://t.me/Sidhhabeb

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




پنځمه برخه
ناول پاڼه ورژیده
وړاندی کونکی👈👈دردیدلی زندانی

زما د ماشومتوب ورځی زما د ژوند د پام وړ فصل او د نیکمرغی ورځی جوړوی. ما چی د خپل لنډ مهالی ژوند په بهیر کی. دخوښی ورځی لیدلی. زما د ماشومتوب دوران و. چی د خپلی مور په مینه ناکه لمن او دپلار په توده غیږ کی می تیراوه. پلاره می په رشت نومی سیمه کی داسی سوداګرو. چی په خپلو ښاریانو کی د ښه نوم او اعتبار خاوند و. نوم یی خلیل آغا و. مور می هم له درنی کورنی څخه وه چی په هغه ښار کی یی لوی نوم درلود زه یی یوازینی اولاد وم. اوولس کاله شپږ میاشتی او څو ورځی می د زیږیدو له نیټی څخه اوړی. تر ما وروسته زما د مور او پلار بل اولاد نه شته کاشکی ما هم دی نړی ته شترګی نه وای غړولی پنځه کلنه وم چی پلار می د زده کړو لپاره ښوونځی ته ولیږلم هغه مهال په (#رشت) کی د نجونو لپاره ښوونځی نه وو زما ښوونکی ملا باجی د خپل مهال له باسوادو ښځو څخه وه. ما درییو کلونو په موده کی له هغی څخه تر #قرآن او ګلستان پوری زده کړه کله چی اته کلنه شوم پلار می د ځینو سوداګری چارو د ترسره کولو لپاره تهران ته لاړ. چی څو میاشتی وځنډید تر سفر وروسته یی زما لپاره یوه فرانسوی ښوونکی چی مارګریټ نومیده د شپږو کلونو لپاره استخدام کړه او له ځانه سره یی زموږ سیمی(#رشت) ته راوستله مارګریت څه له پاسه پنځلس کلونه کیدل چی له خپل میړه سره تهران ته راغلی وه میړه یی یو لوی سوداګر و چی اووه کاله وړاندی د یوی ناروغی له کبله مړ شوی و دهغی له میړه سره زما پلاره د سوداګری راکړه ورکړه له کبله اشنایی پیدا کړی وه. نو له دی سره یی هم پیژندل مارګریت د خپل کونډتوب پر وخت بله وسیله نه درلوده. چی ځان ته پیسی وګټی. د میړه په تجارتی چارو کی یی هم خنډ پیښ شوی و او څه نه وو ورپاتی اوس یی په تدریس پیل کړی و او له دی لاری یی خپل ژوند بسیا کاوه کله چی پلار می تهران ته لاړ د هغی له وضعی څخه خبر شو او هغه یی زما د ښوونی او روزنی لپاره دلته راوستله کله چی څوار لس کلنه شوم په فرانسه یی ژبه می خبری کولای شوم اوبدل حاشیه ګنډل او خیاطی می هم تری زده کړل. هغه مهال په رښتیا هم د خپلی کورنی د ویاړ شمله ومه او په ډیرو کورنو کی می نوم پر ژبو ګرځنده داسی ورځ به نه وه چی دوی دری میرمنی دی زما مرکی ته رانه شی خو پلار می له دی له کار څخه ډډه کوله او هغوی ته یی د نه ځواب ورکاوه زه خپلو هم زده کړی ته دومره لیواله وم چی له لیکلو او لوستلو پرته می له نورو څیژونو سره نه مینه نه درلوده د ورځپاڼو او جریدو له لوستلو څخه می ډیر خوند اخیسته. ټولنیزی لیکنی به می ډیری خوښیدی ما به هم په مستعارو نومونو څیرونو ته لیکنی لیږلی

شپږمه برخه به سبا ماښام نشریږی
@Sidhhabeb


ی می ورښکل کړه په ډیره خواشینی او غمجن حالت ورڅخه راووتم یو نو کر مو ورته پریښود چی اړتیاوی یی ورپوره کړی او شپی یی د ساتنی لياره پاتی شی نورو ملګرو وپوښتلم
ځه یی#وویل
ـــ یوازی یی زما په وسیله له نورو ملګرو څخه مننه کوله
ـــ ولی یی سبا سهار ته غوښتلو
ـــ نه پوهیږم
مخه ښه مو وکړه او هر یو د خپل کور خوا ته روان شولو زما بیړه وه
چی زر کور ته لاړ شم او هغه پاڼی ولولم همداراز د هغی له برخلیک څخه خبر شم د شپی نهه بجی کورته ورسیدم، ډوډی وروشته می د پاڼو په لوستلو پیل وکړه د دی لپاره چی لوستونکی هم تری خبر شی دلته یی هم رانقلوم
@Sidhhabeb


څلورمه برخه
ناول پاڼه ورژیده
وړاندی کونکی👈👈دردیدلی زندانی

#ویی_ویل

ما چی د خپل دی لنډ بد مرغه ژوند په بهیر کی وخت پیدا کړی. نو تر یوه حده می د خپلو بد مرغیو تاریخګوټی لیکلی دی. زه به په نژدی ورځو کی مړه شمه هغه مهال چی تاسره می نه وو کتلی. نو په اندیښنه کی وم چی تر مړینی وروسته به می د ژوند تاریخګوټی هم له منځه لاړ شی او یا به هم د داسی کسانو لاسته ورشی چی په سپک نظر به ورته وګوری چی څیری به یی او لیری به بب غورځوی یا به ورپوری خاندی. ملنډی به پری وهی او زما اروا به په عذابوی. دی دری څلورو ورځو کی می ته وازمویلی. اوس غواړم د خپل ژوند دا ګنج چی زما د ژوند په بیه ارزښت لری..... دروسپارام. ددی لنډ ژوند یوازینی یادګار چی راپاتی دی. تاته وړاندی کوم. هیله ده. د یوی بی ارزښتی ډالی په ټوګه یی راڅخه ومنی
ومی ویل.......
ستا له یادګاره ډیره مننه ډاډه واوسی زه به د هغوی خلکو په څیر په درنه سترګه ورته ګورم.. چی دوی ارزښتمن ګوهر ته په هماغه نظر وګوره زه به ساتم
ویی ویل:::
دویمه غوښتنه می هم ومنه
ومی ویل...
مهربانی وکړه هغه کومه یوه ده؟
وروسته تر دی. دا پاڼی دی ولوستی نو ما به وپیژنی که کومه ورځ یوی پیښی زما ښار ته بوتلی . که مور او پلار می ژوندی وو. هغوی ته ووایه. #بدریی د مرګ په بسترکی. د داسی چی د ذلت او فحشا له بدمرغی څخه چی د (شملی پیړی د انسان پلورونکو د جنایتونو له کبله) رامنځته شوی و.تاسی یی هیر کړی نه یی ستاسو لپاره یی اوښکی تویولی او ستاسو په نامه یی درودنه او سلانونه ویل....
ماته داسی غمجن حالت راپیښ و. چی نور می د ژړا مخنیوی نه شو کولای. له هغی سره په ژړا کی همغږی شوم او ډیره موده پرته له دی چی زموږ تر منځ کومه خبره کښته پورته شی د اوښکو سیل مو روان کړی و. اخر ددی لپاره چی هغه ډیره غمجنه نه شی ژړا می بنده کړه او ومی ویل تاسی بیځایه دا خیالونه کوی. ډاکتر ستا د روغتیا په اړه ډاډ راکړی او ژمنه یی راسره کړی چی ته دوی ورځی خپل ځای بدلولای شی اړ تر ځو ورځو ورسته به بیخی ښه شی. زه قول درکوم لکه چی د ښی روغتیا خاونده شی. په ښو وسایلو سره به دی مور او پلار ته ورسوم او ته به پاتی ژوند له هغوی سره تیروی..
ویی ویل:
#ای_هــــــی ډیره خواشینی یم. چی زه دی ډیر ورسته پیدا کړم زه نوره ډوبه شوی یم. اوبه می تر سره اوښتی دی. له ما پرته هیڅوګ زما پر حال نه پوهیږی. زه کړیږم او پوهیږمه. چی د ژوند څرغ به می ډیر زر مړ شی له بلی خوا د ژوند کولو هیله هم نه لرمه ځکه د نیکمرغی پانګه می له لاسه وتلی ده او خپل ژوند ته هیله او لیوالتیا هم ته لرم...
#ومی_ویل...
د نیکمرغی پانګه دی څه وه؟
په خپلړ یادښتونو کی می لیکلی دی په هغو کی به یی پیدا کړی. پر دی مهال ډاکتر راننووت او د هغی پوښتنه یی وکړه ما هم د خپلړ خبرو اترو یوه برخه او د هغی نهیلی ورته څرګنده کړه ته تغییر ورکړ او #ویی_ویل
ــــ تر دی ورسته داسی خیالونو او سوچونوته ته زهین کی ځای مه ورکوه زه درسره ژمنه کوم. چی ډیر زر به ښه شی او ناتوانی له بستر څخه به اوچته شی. بیا یی د بل امپول په ترزیقولو پیل وکړ تر پنځلسو دقیقو ورسته هغه دوه نور ملګری هم. چی زموږ نوی دوستان وو راننوتر. هغوی د تاروغ ډوډی له ځان سره راوړی وه. ټول هغه کوټه کی کیناستو....
#بدریی هر یوه ته په ځیر ځیر وکتل او زیاته یی کړه:
څو میاشتی وړاندی چیری واست. چی زما ملګرتیا مو کړی وای او زه مو پریښی نه وای. چی له دی بدمرغی سره لاس و ګریوان شم؟
وروسته یی په داسی حال کی. چی اوښکی یی روانی وی له هریوه څخه مننه وکړه موږ هم تر ډاډ وروسته ورسره ژمنه وکړه چی د هغی په اړه به له هیڅ ډول مرستی څخه ډډه نه کوو ډاکتر #وویل
تر دی زیات یی مه ځوروی ارام ته یی پریږدی ټول راووتلو او حدای پامانی مو وکړه. د وتلو پر وخت یی #وویل؟
ښاغلیو! له تاسو څخه یوه هیله لرم
ټولو#وویل
مهربانی وکړه:
#ویی_ویل
سبا سهار چی کله خپلو دندو ته تلی یو وار زما لیدو ته راشی ټولو ومنله او د سبا لیدو ژمنه مو سره غوټه کړه ما ته یی مخ راواړوه او
#ویی_ویل
له تاسره د دوو دقیقو لپاره څو محر مانه خبری لرم.
نور خلک ووتل زه یوازی پاتی شوم.
#ویی_ویل
آیا زما یادګار منی؟ ما هم ډیره لیوالتیا وښوده. هغی د خپل بالښت له لاندی یو پلنډه منظمی نه دی. خو ما هری یوی ته نومره ورکړی بیایی
#وویل
آیا پوهیږی. چی سبا سهار ته مو ولی راوغوښتلاست؟
ــــ#نه
ــــ کله چی سبا راشی نو زه به مړه یمه!
بیا می ډاډ ورکړ او د ډاکتر خبری می وریادی کړی. چی باید دا ډول خیالونه پریږدی نور یی څه ونه #ویل دوه څاڅکی اوښکی یی تر سترګو تویی شوی او
#ویی_ویل
دا څاڅکی هم ستا د مینی په یاد د دی څو ورځو زخمونه وبخښه زما اروا به ستاسو ښیګڼی هیری نه کړی د#حدایﷻ په دربار کی درته دعاګانی کوم. بیا یی له ما هیله وکړه چی لاس می ښکل کړی زه هم د یوه ورور په توګه ور وراندی شوم او تند


تاسو یی نوم راولیږه چی کوم یو ناول شروع کړم


همدا ناول چي نشریږي صحیح دی؟؟
So‘rovnoma
  •   هــو صحیح دی
  •   نــه بل شروع کړه
10 ta ovoz


دریمه برخه
پــاڼـــه ورژیــــده
وړاندی کونکی👈👈دردیدلی زندانی

#یوی_نری_موسکا_سره_یــی_وویــل
تاسی غواړی د خپلو همډولو انسانانو له راتپل شوی ذلت او بدمرغی راڅخه واخلی ،دا نه شی کیدی ځکه تاسی دوه کسان نه شی. کولای د ټولو بشری ظلمونو او هغه څه مخالفت وکړی. چی د پاک خدای (ج) ارده وی هر سړی باید یو ډول نه یوډول مړشی. زما مړینه هم همداسی ټاکل شوی ده
ډاکټران هم هر وخت د ناروغانو په وړاندی سړه سینه لری. خو د دی #جنی خواشینوونکی حالت پر ډاکتر هم اغیز وکړی او می لیدی چی زما په څیر یی سترګی له اوښکو ډکی شوی او په خپل حیران دی. د دی لپاره چی له وخت څخه سپماوشی. نو خپل بکس یی پرانیست او د امپول په تر زیقولو یی پیل وکړ
ماته یی وویل
که غواړی. چی یو خدمت تر سره کړی. نو لاړ شه د ارام لپاره یی همدلته ځای برابر کړه. یو کټ راولیږه. زه به یی د ډوډی او خوړو تابیا وکړم
نور نو هغه کهالی په ما کی نه وه. ټول له انرژی او ځواک څخه ډک شوی وم. حیران وم چی ځنګه په نیم ساعت کی د اور منقل، یوه نالۍ، یو لوی تلتک، دوه ټغرونه، سماوار، ګیلاس، دری څلور غابه او نور داسی وسایل چی یوه کس د لنډمهالی استراحت لپاره په کار وو. هغه ځای ته راوړل....
لنډه دا چی ما او ډاکتر د هغی ځای پاک او جوړ کړ، په یو پاو وخت کی مو کټ ورته برابر کړ او ناروغ مو په داسی حال کی په کی ځای پر ځای کړ، چی په لاس کی یی د کاغذونو یوه بسته ښکاریده......
پخوانی تلتک مو لیری کړ او اور مو ور واچاوه پر دی مهال مو دومره وخت نه درلود، چی نوری پوښتنی ګرویږنی وکړو. ټول حواس مو د هغی ارام او استراحت ته ځیر کړی وو. کله چی مو د هغی په لاس کی کاغذونه ولیدل، نو کنجکاوۍ او پلټنی حس مو په خوځندو شو، ومی پوښتله دا پانی د څه شی دی.....؟
ــــ اوس می دا د ژوند رازونه دی، تاسی په دی اړه د پوښتنی حق نه لرئ، خو ډیر ژربه له دی حقیقت څخه خبر شئ. زیاتی پلټنی می وړ ونه ګڼلی ډاکتر راته لارښونه وکړه چی څار نه او پالنه وکړم که وتوانیدم یو ځل یی ومینځم، چی تر یوه حده پاکه شی او د نورو خوړو پر ځای دی شیدی او فرنی ورکړل شی. راته ویی ویل اوس دا غور ده، چی ارامه یی پریږدو او ورڅخه لاړشو، سبا لمرخاته مهال به یی بیا پوښتنه وکړو. نور نو اړتیا نه وه، چی ډاکتر ته لارښوونه وکړم، ځکه هغه تر ما د هغی په اړه پاملرنه کولـه. له#جنی سره مو مخه ښه وکړه او د لنډ مهال لپاره راووتو. ډاکتر په لاره کی دهغی د درملنی په اړه نهیلی وښوده او ویی ویل، چی ډیر زر به له نړی مخه ښه وکړی. موږ ډیر وروسته ورباندی خبر شولو، اوس نو کار تر کارتیر دی..........

دناروغۍ پوښتنه می وکړه
ویی ویل
سل ناروغی ده نور نو د درملنی نه ده. زه هم د ډاکتر له نهیلی څخه ډیر اغیزمن شوم....
ومی ویل
که مناسبه وی، نور ډاکتران به هم راوغواړو. ویی ویل:
بی ګټی دی. خو ستا مخنیوی هم نه کوم. زه بیا هم له هڅو څخه ډډه نه کوم دا امکان تر وروستی بریده به خپله هڅه وکړم د ډاکتر د کور مخی ته مو مخه ښه وکړه او سره بیل شول........
له هغی تاریخی ورځی څخه دوی ورځی تیری شوی ناروغ یو څه ښه شو ډاکتر می چی وکوت، د لومړی ورځی په پرتله هیله من ښکاریده.
په دی یوه ساعت ډیر ورسره پاتی کیدم او خبری به می ورسره کولی خوکله چی به می د هغی د سوابقو پوښتنه وکړه. نو ویل به یی:
اخر به پوه شی ... یا به یی هم یوه لنډه مانا لرونکی جمله ویله
زه یی فاحشه کړمه، رښتیا ته ولی د یوی فاحشی په پالنه او ساتنه خپل وخت ضایع کوی؟
په دی دوو ورځو کی پر موږ دوو تنو سربیره دوه نور کسان هم راپیدا شول، چی د هغوی په غوښتنه یی نومونه نه یادوم (یو تن یی بهرنی او دښه لوړ مقام خاوند و)دوی له موږ سره هر ډول مرستی ته چمتو شول درییمه ورځ وه. مازیکر مهال د ناروغ کتنی ته لاړو. زګیروی اړ اوښکی یی تویولی. علت می وپوښت ویی ویل.....
زه ډاډع یم. چی ډیر زر به له ژونده خلاصه شم. نو له تا نه یوه غوښتنه لرم..
غوښتل می چی د زړه ډاډ او د ښه کیدو امید ورکړم، خو ویی ویل زما خبره له ډاډه وتلی ده زما هیلی ته غوږ شه. ومی ویل مهربانی وکړه چی هرڅه چی وایی منم یی. ویی ویل


(سلورمه برخه به سبا ماخام به نشریږی)


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
https://t.me/joinchat/Uo4dgwXE_usV69kU
ملګرو نننی برخه داده ماخام به نشر شی


سه ورکړی وی او یا هم دتبلو ساده معنا نه پوهیږم خپل ژوند کی دومره ساده شوی نه وم. په هغه ورځ می چی هر څومره منظری کتلی داسی می انګیرله، چی په خوب او رویا کی یم او کوم ویروونکی خوب وینم اخر پر سد شوم پر ته له دی چی کور ته د ننوتلو اجازه واخلم، د ډاکتر پوښتنه می وکړه ویی ویل............!!
همدا اوس ډوډی ته راغلی دی
ومی ویل
کیدی شی همدا اوس ورسره وونیم؟ تم نه شوم په بیړه د ودانی خوا ته ورغلم. که دروازی څارونکی هغه ورځ لیوانی بللای وای دا یی حق و، ځکه په ماپسی یی ناری کړی
ښاغلیه ودریږه چیری ځی؟ اوس ډاکتر درته راغواړم.
د هغه غږ پر ځای ودرولم هغه ودانی ته ننوت او ترڅه ځنډ وروسته ډاکتر راغی....... ورمنډه می کړه تر لمنی می ونیو ومی ویل
د حدایﷻ او انسانیت لپاره راسره مرسته وکړه په بیځایه پوښتنو وخت من ضایع کوه همدا اوس له ما سره لاړه شه پرته له دی، چی څه ووایی خپل طبی بکس یی راواخیست او راسره روان شو ډیر حیران شو کله چی یی ولید زه یی خپل کور خلاف پر بل لوری بیایم ویی پوښتلم
بیا مو کور بدل کړ؟
ومی ویل
نه
ـــــ نوچیری ځو؟
ــــ یوه بدمرغ ناروغ ته.
ــــ ستاسو خپلوان دی؟
ــــ نه د انسانیت په نړی پوری تړلی دی! زما او ستا څیری یو ډول دی اوسنی ناروغ هم یو انسان دی. چی د هغه تا د پالنی ته بیایم ډاکتر که زما خبری اپلتی هم ګڼلی خو ییا یی هم منلی دا هم نه شم لیکلای. کله چی ډاکتر می هغه تیاره کورته بوته او ومی ویل ناروغ دلته دی. دا هغه ناروغ دی چی غواړی په درمنله کی یی خپله ټوله پوهـه په کار واچوی طبیعت یو کس بدمرغه کوی او ټولی بدمرغی هغه ته وربخښی
د ډاکتر تر معاینی وروسته څرنګده شوه، چی ترټولو خطرناک کار د ناروغ خوځول دی خپله #جنی هم نه غوښتل چی له کوره څخه بهر وایستل شی.له یوی نری موسکا سره یی وویل

{وړاندی کونکی دردیدلی زندانی}

دریمی برخی سبا ماخام نشریږی

چینل ملګرو سره شیر کړی مننه


#یو_غږ_اوچت_شو_چی_ووځی_دا بد بوی مو ځوری

❤️#دویمه_برخه❤️

پریږدی له خپلو بدمرغیو سره، د خپلو تورو ورځو په غیږ کی ، چی د همدغو ستاسو انسانانو د جنایتونو پایله ده، چی خوشحاله واوسم او فلاکت په دی انزوا او بدمرغی کی له انسان او انسانیت څخه لیری خپله وروستی ساه وباسم او له زهرلړلی ژوند څخه می خلاصه شم لاړ شی، او ما د ذلت او محنت په سیند کی یوازی پریږدی!
زه ولاړ یم او اوښکی تویوم. لاهم له شی څخه خبر نه یم او دهغه موجود په اړه معلومات نه لرم، چی زما په وړاندی یی پلتری وهلی او پردی لمدو خاورو ناست دی، خو زه یوازی یوه جنی وینم، له هغه جنس څخه چی ټوله نړی یی تر خپل واک لاندی راوستی دا جنی له بیساری بدمرغی او خواریو سره لاس و ګریوان ده. لنډه دا چی له هغه موجود څخه یو جنس دی، چی زه یم.
تور ویښتان یی #ول_ول د مخ پر دواړو خواوو راایله رنګ یی الوتی. اننګی یی ننوتی وو. بدن یی د کمزوری له کبله د ویښته د تار غوندی نری و. د خولی دواړه خواوو ته یی د زخمونو او دانو نښی ښکاریدی، چی خیره او وینه تری څڅیدله نری شونډی یی سره لیری شوی. واړه خو ژیړه غاښونه یی ورڅخه ښکاری یوازی یی جذابی سترګی او وروځی دا ښیی، چی شپږ میاشتی یی یا یو کال وړاندی به دا هم یوه ښکلی جنی وه.

هغی تر خبرو وروسته بیا راته وکتل او په دی هڅه کی وه چی بیاهم یو څه ووایی او ماله ځانه وشړی. شاید زما پر مخ اوښکو څاڅکو د هغی پام را اړوی ویی ویل تاسی ژاړی آیا په تاسو کی هم مینه او رحم پیدا کیږی تاسی چا ته اوښکی تویوی؟ زما بدمرغیو ته! که داسی وی زه مو دا خوخوږی نه منم هلیه کوم لاړشی او بیځایه خپل وخت مه ضایع کوی

سره له دی، چی له ژاړه څخه می ډډه نه شوه کولای، په خاکساری او ادب سره وړاندی لاړم او ومی ویل:

ولی ما له ځانه شړی؟ زه ستا خدمت ته راغلی یم، تر هغه مهاله چی ته می هوسا کړی نه یی له دی ځایه نه ځم.

ویی ویل
ما ته میرمن خطاب کوی،حال دا چی زه تر حیواناتو خواره او ټیټه یم؟ ته زما خدمت ته راغلی یی، حال ده چی ټول راڅخه لیری تښتی؟ ته زما هوسا یی او ارامتیا غواړی، حال دا چی زما برخلیک او تقدیر ذلت او ټیټوال دی؟ وایم لاړشه او همداسی می پریږه. ستا خواخوږی به ما ته هیڅ کټه هم ونه رسوی. هسی دی ځان په عذاب کړی، له تاڅخه همدومره مننه کوم، زما لیدو ته راغلی
ومی ویل
میرمنی؟ داسی ښکاری، چی ډیره ځوریدلی یی او ډیری خواری دی لیدلی. ستا اوسنی وضعه ما او زما وجدان ته اجازه نه راکوی، چی همداسی دی پریږدم! او زه لاړشم. زه دی باید ساتنه او پالنه وکړم
ــــ عجیبه دا؟ ته له همداسی یوی ټولنی نه یی؟ ته هم وجدان په مانا پوهیږی؟ آیا په دغو انسانانو کی چی زه یی ګورم وجدان شته؟ ډیر ښه! زه تا پو خپلو خیالونو او تکلونو کی ازاد پریږم. خو دا به درته ووایم، چی زما په اړه مو زحمتونه او کړاوونه بیځایه ځی وړاندی تر دی چی زما درملنه وکړی مرګ چی ډیر راباندی ګران دی. ما له ځان سره وړی آیا په رښتیا ته له هغو انسانانو څخه یی، چی زما دغه بدمرغی وزغمی او په دی ماتمځی کی می خواخوږی واوسی؟ زه نه راضی کیږم، بیځایه ځان مه کړوه.
درڅخه هیله کوم، چی لاړه شه، دا حالت راباندی ګران دی، ځکه د ټولو انسانانو د جرمونو بدله په یوازی ځان زغمم او نه غواړم. چی بل تن هم راسره په دغه غذاب کی راشریک شی. زه یی د زغم توان لرمه خو ته یی نه لری.
په حقیقت کی دا بیان دومره خوږ. اهنګین او زړه راکښونکی و. چی له ژړا پرته می بل جواب نه درلود څه له پاسه نیم ساعت یی سرته ناست وم او ژړل می. اخر له ځایه اوچت شوم. مخه ښه می ورسره وکړه او د بیا کتو له ژمنی شره سم راووتلم.
روان وم، خو هغه پخوانی بیړه می نه وه. دپښو سیک می ختلی و. پر ځان می یو ډیر دروند وزن احساساوه او دزغم توان می له لاسه ورکړی و. پر لاره تلم خو بی هوډه. دی ته می پام نه و. چی څه کوم او څه به وکړم له تصمیم، وینا او کردار څخه پاتی وم. خپل فکر اروا عواطف او احساسات می په هغه کور کی پریښی وو او تری راوتلی وم هڅه می کوله، چی د امکان تر حده ځان هوسا کړم...........خو نه پوهیدم، چی څنګه او له کومی لاری. بی ارادی می شا و خوا ته کتل، څو ګامه به چی وړاندی تلم بیابه می تر شا کتل اخر د دی لپاره چی وخت بیځایه تیر نه کړم هڅه می وکړه خپل فکرونه سره راغونډ کړم او هغه #جنی چی په هغه ویروونکی کنده کی راښکیله ده وژغورم، تر هر څه وړاندی می وپتییله، چی یو ډاکتر ورته په پام کی ونیسم، په هغه واټ کی چی روان وم. نو ډیرو کلونو استوګنی له کبله می له سیمی او خلکو سره بشپړه بلدتیا لرله. د هغی سیمی هر سړی می پیژانده. سربیره پردی دا هم راته څرنګده وه. چی د دی ښار تر ټولو ښه ډاکتر په همدی ځای کی اوسیږی، نو کله چی یی کورته ورسیدم ، د کور د وره تابلو ته می وکتل، لکه څنګه چی خلک یوه په زړه پوری انځور ته په ځیر او مینه ګوری ما هم خپلی سترګی پر هغی تابلو خښی کړی وی لکه چی سودا می هم له لا


د کیسی پیل

اول برخه

د سهار پر لسو بجو به خپل دندی ته خوځیدم، زما دا عادت دی چی په لوړو ګامونو او ټیټ سره د خپل مقصد پر لوری وړاندی ځم زما اداری ته په دوه سوه متریزه وااټن کی د یوه کُردی د کور کنډوالی پر ځای پاتی دی.
د خپلی آبادی پر وخت یوازی یو لوی انګړو ، چی په خټو ودان شوی و. طول او عرض یی دری په نیم (ذرع) کی او لوړ والی یی دری ذرع و، چی یوه وړه دروازه یی درلوده د هو او رڼا د راننوتو لپاره یوه شمال خوا په دیوال او بل هم په چت کی دوه سوری ورکړل شوی وو. داخونه به له هغه مهاله چی په دی سیمه کی اوسم او څه می په یاد دی ،لومړی د یوی کُردی کورنی *(یوه زړه میرمن او سړی او ،درییو ماشومانو او یوی اتلس کلنی جنی)* کور و څرنګه چی پوخ بنسټ یی نه لاړه اورښتونو او لمر له کبله یی د درییو څلورو کلونو په موده کی دیوالونو لویی چاودی پیدا کړی، نو دراروان خطر له کبله هغه کورنی ورڅخه ووته دی کورنی دوتلو پر وخت ددی کور یوازینی سینګاروونکی توکی یانی وړه دروازه هم وکښله او له ځانه سره یی یووړه.
لڼده دا چی هغه دا دهغه کور وضعه ده چی زموږ تاریخ په کی ښخ دی او موږ غواړو یو عبرتناک درس یی له ماتو دیوالونو او د وران چت له لاندی راباسو او بشر د جنایتونو او د مظلومانو په تاریخ کی یوه په وینو لژند پاڼه ورزیاته کړو هماغسی. په بیړه روان وم او د هغه کور له مخی تیریدم چی تر ننه دننه نه وم ورغلی له کور څخه یوه نری چغه راتر غوږ شوه، نو څرنګه چی می په دی سیمه کی داسی ډیر غږونه اوریدلی او څه له پاسه ورسره عادت وم نو په پیل کی می ورته ډیر پام ونه کړه ما ویل د نورو موجدداتو په شان به هم یو موجود وی چی د سړو یاهم لوږی له کبله یی دی انګړی ته پناه راوړی او ځان ته یی یو مهال پناه ځای تاکلی دی.
غږ ته می ارزښت ورنه کړ او له هغی سیمی لیری شوم او خپلی اداری ته ورغلم خو نه پوهیږم دا چغه د څه شی وه، چی تر دی څو کلن ځنډ وروسته می بیا هم په غوږونو کی اوسیږی او ځوروی می د خپل میز تر شا ناست یم په ظاهره خپلی اداری کارونه ترسره کوم، خو دهغی چغی ازانګه می د وجدان په غوږ کی د بدمرغی او ویر نغمه غږوی او په ټوله مانا می د خپل زیر و بم د ترنم په اوریدلو بوخت ساتی که هر څومره هڅه کوم، چی له دی خيال او فکر څخه لیری شم او د هیرولو لپاره یی ځان ته پلمی ولټوم، خو بیا هم دا چغه په شدت سره د زړه په غوږونو اورم له ځایه اوچت شوم، په دفتر کی می څو قدمونه ووهل بیا هم ونه توانیدم، چی ورڅخه ځان وساتم. له دفتره ووتم او په بڼ ګرځیدل بیل کړل. په غرونو کی می د کورونو منظری ته کتل، چی غالبوزو د ځالو په شان پر غونډیو غزیدلی وه. خو احساساتو می له شترګو ملګرتیا نه کوله بلکلی زما د وجدان هغو نغمو ته یی غوږ ایښی و، چی غوږونو له لاری وررسیدلی وی. اخر د دی لپاره چی داالالهاندی پایته ورسوم دفتر ته ننوتم خپله خولی کورته او امسا می وارخیسته او دباندی ووتم
دا چغه د رحم او شفقت غږ و، چی زه یی ځان بللم دا ده انسانیت اواز و. چی غوږونو رارسیده د وجدان نغمه وه.، چی زه یی مخاطب کړی وم لڼده دا چی داسی یوه کړیکه وه، چی د ادم د اولادی له جنایتونو او ظلمونو څخه راولاړه شوی وه اول د انسانانو څخه یی مرسته غوښته
رښیتا هم د لاره څومره اوږده ده! هر څومره چی وړاندی ځم او ګړندی کیږم بیا هم نه رسیږم. دا وران کلا زما د تلوسی خونه ده.
ما یی پر دیوالونو سترګی ګنډلی، چی د راتویو شویو خټو او خښتو لـه سوریو څخه یی اورورینه وړنګه تیاره او تنګ انګړ ته وغزوم او د بدمرغیو په څپو کی خپل مقصد ولټوم، خو له بده مرغه هغه کار چی زما د اروا سترګو یی کوی ظاهری سترګی می تری عاجزی دی خو دوه سوه متره لاره څومره اوږده ده. لکه چی ورسیدم، ځکه هغه ټکان ورکوونکی. غمجنه او نازک نغمه له نژدی اورم د دروازی په ځای کی می دواړه خواوو ته پر لمدو دیوالونو لاسونه تکیه کړل پر سترګو می زور واچاوه، چی غمکدی په کونجونو کی د چغی خاوند پیدا کړم.
پر دی مهال می یوه حواس هم کار نه کاوه ټولو ظاهری او باطنی احساسوتو می په سترګو کی تمرکز پیدا کړه
څو دقیقی حیران ولاړم اوکتل می په دی وخت کی می یو ډیر زړه بدوونکی او بد بوی تر پوزی شو، چی په هیڅ ډول د زغم وړ نه و. ایله پر سد یدم او طبیعی حالت ته راګرځیدم، چی د څو زړو ټوټو او خورو ورو مالوچو له لاندی څخه چی یوه ورځ به خلکو ورته بړستن ویل سو غږ اوچت شو ووځی،

(بله برخه به ان شاالله سبا به ماخام نشروه)

{وړاندی کونګی دردیدلی زندانی}
دویم برخه هم اوس نشر کیږی


السلام علیکم

12 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

124

obunachilar
Kanal statistikasi